نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان او که روبوټونه؟
طالب ISI
21.09.2011
په اوس وقت کې د استاد رباني په وژلو سره، طالبانو دا ثابته کړه چې دوی روبوټونه دي، خپله هیڅ عقل، تفکر ...نه لري، چې هر ډول سره پروګرام شي، لکه روبوټونه همغسې کار کوي.
دا چې یو تعداد وروڼه له افغان دولت سره او د خپل وطن له ورانولو څخه لاس واخیست، او دا سلسله روانه ده، نو د پاکستان پوځ ورخطا شو، چې هسې نه ټول طالبان په خولا شي.
نو د خپلو روبوټو څخه یې په ګټه اخیستو یې د صلحې مشر هم شهید کړ.
ربانې به پخوا کې کې ښه کارونه نه وي کړي، خو اوس یې له اخلاصه ښه کار کاوه.
larghonay laraway
21.09.2011
شهير صيب زه د طالبانو دفاع نه کوم خو که هغوی ريبوټيان دي نو خوجه يين رباني ريبوټ هم نه دی بلکې ستاسو پاړسيوانانو په اصطلاح (ګودیګک) ده.
ما مخکې هم چېرته ليکلي وو چې که استاد رباني په کور کې د هغه د مېرمنې له خوا په چپلکه ووهل شي هم طالبان به يې پړه په غاړه واخلي!
استاد رباني طالبانو نه دی وژلی بلکې د بهرنيانو ورته همدومره اړتيا وه او نور يې نه دی په کار.
رباني په اصل کې د سوله غوښتونکوافغانانو ازار ووهلو .
وايي يو سړي په شودو کې اوبه اچولې. بله ورځ يې ټوله رمه سيلاب يوړه
کله يې چې له شپانه پوښتنه وکړه چې ولې؟ هغه ورته وويل همغه لږې لږې اوبه راټولې شوې، سيلاب شو او رمه يې وېوړه!
استاد دطالبانو په نامه خپل لنډه غران راوستل او امتيازات يې ورکول. لږ لږ غلطۍ سره راټولې شوې او استاد يې وواژه
Re: طالبان او که روبوټونه؟
pattang
21.09.2011
[quote:1cabd0e1fd="shaheer"]په اوس وقت کې د استاد رباني په وژلو سره، طالبانو دا ثابته کړه چې دوی روبوټونه دي، خپله هیڅ عقل، تفکر ...نه لري، چې هر ډول سره پروګرام شي، لکه روبوټونه همغسې کار کوي.
دا چې یو تعداد وروڼه له افغان دولت سره او د خپل وطن له ورانولو څخه لاس واخیست، او دا سلسله روانه ده، نو د پاکستان پوځ ورخطا شو، چې هسې نه ټول طالبان په خولا شي.
نو د خپلو روبوټو څخه یې په ګټه اخیستو یې د صلحې مشر هم شهید کړ.
ربانې به پخوا کې کې ښه کارونه نه وي کړي، خو اوس یې له اخلاصه ښه کار کاوه.[/quote:1cabd0e1fd]
انډيواله داد ناحقې شعار دې نه چليږي ، طالبان که ربوته وي هغه به د دين او
خپلواکي ربوته وي ، نو بې ايمانه ، عياشه او رشوتخواره او بې غيرته خلک
داسې نر کار نشي کولی ٠ سوله هغه وخت امکان لري چې اشغالګرزمونږ هېواد
پرېږدي او له اولس وژنې څخه لاس واخلي ٠
پتوال
21.09.2011
لاروی صاحب اوس خو دا هم روښانه شوه چې د کويټې د شورا دوه تنو استازو چې د سولې د شورا غونډې ته په ښکاره ډول را استول شوي وو
په پګړيو کې بمونه ځای په ځای کړي وو او له استاد رباني سره د غيږې په غيږ روغبړ کې يې ځانونو ته چاودنه ورکړه .
دا نو په کومه افغاني، انساني او اسلامي عنعنه يا دود او دستور کې تيره شوې ده ؟؟؟؟؟؟؟ دا صرف د او صرف د ISI تېرورېستي دستور دی او بس !
طالبانو ته يې همدومره ګټه وکړه چې په زوره يې د سولې د شهيد نوم رباني ته ورکړ ، په جنګ کې مسعود ته د ملي اتل نوم ورکول
لا بس نه و اوس طالب سولې د شهيد نوم هم رباني ته ډالۍ کړ ! دا په رباني نه ، بلکې صرف د سولې په حرکت ګوزار دي ! دلته بايد زوپوښتل شي
چې له طالبانو سره د سولې مخالفت څوک کوي او له طالب سره سوله دچا په زيان ده ؟؟؟؟؟
[color=blue:b3b72b6fa8]تر لمر روښانه ده چې تر ټولو لومړی پاکستان زمونږ کورنۍ سوله په تيره بيا له طالبانو سره سوله د ځان له پاره ستر خطر بولي !
دويمه درجه القاعده ده چې له طالبانو سره سوله په دې سيمه کې د خپل شتون اوفعاليت له پاره د پای ټکی بولي !
دريم هغه ډلې چې د امريکايانو په شتون او دجګړې غځولو کې خپلو يو اړخيزسياسي ګټو ته دوام ورکولی شي او په سوله کې
يې له لاسه ورکوي ( شمالي ټلواله او فاسده اداره مثلاً)!
څلورم هغه اداري او اخلاقي فاسد افغانان چې د سولې په راتلو سره خپل پارازيتي ژوند په خطر کې ويني ! له همدې ځايه ښايي
د رباني اخلاص هم د سولې له پاره نيمګړی وګڼو !
پنځم : غچ غوښتونکي ، تنګ نظره ړاندۀ او نا اهله سياسي دپړه ماران چې د ملت ګټې د قام ، سمت او قبيلې تر ګټو قربانوي !
شپږم : تيروتي ساده ګان چې د ملي سولې دوښمنانو د اسلام يا يو او بل نامه سره د سولې په ضد غولولي دي !
[/color:b3b72b6fa8]
د رباني وژل په داس ېو خت کې تر سره کيږي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره د تماس نيولو هلې ځلې په قطر کې د طالبانو د دفتر
د پرانيستلو کچې ته نږدې شوي او د پاکستان ته په کې د گډون حق نه ورکول د ISIله پاره د خطر زنګ تمام شو ، چې لومړی ظپرګون يې
يوه ونۍ وړاندې د حقاني د شبکې له لارې په حساسو پوزي او اداري مرګزونو ځانمرګي بريدونه وو او دويم غبرګون يې
د رباني په وژلو سره وښودۀ !
په دې ترتيب دا پيښه په يادو شپږو ډلو کې د لومړۍ او دويمې ډلې کار دی او د ISI له ګډون پرته له طالبانو سره د سولې د خبرو
پر ضد تر سره شوی دی او بس !
متاسفانه چې ددې مبين حقيقت درک د بترۍ غوندې د طالب د چارچ شوو مغزو له پاره امکان نه لري او د ځان په ضد په خوټېدو ، لغتو او پړقېدو
سره بي شعوره غبرګون ښيي !
ددې په ځای دې الله سبحانه و تعالی طالب مشرتابه ته سياسي بصيرت ور په برخه کړي ، امين ، امين ثم امين يا رب العالمين
عادل عادل
21.09.2011
السلام علیکم
پتوال صاحب کاش چې دا بله خوا یې هم و سنجوی،،،،
ایا رباني د طالبانو تر ټولو سخت دښمن نه وو؟
ایا د یرغلګرو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اوازو تر ټولو زیات ټلواله په تشویش کې نه لوېده؟؟
ایا رباني د طالبانو سره د صلحې د تحقق لپاره د تش په نوم صلحې د شوری رییس شو او کنه ددې په خاطر چې څوک یو سانتي متر هم د ټلوالې له خوښې هاخوا عمل ونکړي؟؟
ایا رباني چې د نن په شمول پخوا هم یو متخاصم لوری او د لوري مشر وو،،، د سولې په وړاندې خنډ نه وو؟؟
ایا د هرې میاشتې په تېرېدو سره د رباني ۳۰ زامن د مقاومت د بمونو خوراک کېدل کنه د دده د بادار یرغلګر بچیان هره میاشت خپل سرونه خوړل په دې تمه چې د دوی اجیر مامور به له طالبانو سره سوله کوي؟؟
زه د رباني د وژلو سره پدې ګومان شوم چې یرغلګر به نور د دوی و بدې ورځې ته په کتو سره،، په ریښتونې ډول سولې ته اړتیا محسوسوي،،، خو د رباني په یوه رګ کې هم دا احساس لا پیدا نه وو،،،،،
مقاومت یا طالبان نن سبا داسې دي لکه خورې اوبه، چې چېرته دې د دوی تر خورې ساحې لاندې رخنه جوړه کړه (امنیتي تدابیر دې سست کړل) همالته سمدستي نفوذ کوي.
ټلواله د سولې په مخ کې تر ټولو غټ خنډ دی او رباني په همدې خنډ له پاسه ناست وو،،،،چې دا دی خدای یې پښې وښویولې او پکې ولاړ ،،،، خدای خبر څو شکې به یې کړی وي.
غټې تبی پرې باندې کښېږدي
وړو بمونو دی وژلی څه بې کړمه
اوس دې خدای ورسره عدل وکړي،،، دا چې مظلوم ولس ته یې د غتې غتې بمونو هیله درلوده،،، د وړو بمونو مرګ مې پرې ونه لورېده،،، خو کاش چې په قبر یې حد اقل غټې غټې تبی کښېږدي تر څو یې په راتلونکې کې د کابل ښاریان د خپلو مړو په غچ کې هډوکي راونه کاږي.
عبدالله خان
21.09.2011
السلام علیکم
پتوال صاحب ته د پروفیسور برهان الدین ربانی د مړینی له کبله تسلیت عرض کوم
عنوان
tandar
21.09.2011
داسلاميت ،انسانيت او بشريت له رويه هر جنايتکار بايد پس له محاکمي په مناسب جزاسره ورسيږي
دازما نظر دي٠
مننه٠
Mujahid Islam/مجاهد
21.09.2011
اسلام اعلېکم ورحمت الله وبرکاته.
درباني دقتل په اړه داسلامي امارت دويندوی څرګندونې
تيره ورځ ناوخته دکابل ښار وزیر اکبرخان په سيمه کې دکابل ادارې په اصطلاح دسولې دکميسيون مشربرهان الدین ربانې په قتل ورسید ، دا چې په دې اړه زموږ معلومات لا ندي بشپړشوي نوزموږ موقف هم داده چې موږ په دې مسئله کې هيڅ هم نشو ويلای اوکومو رسنيو چې په دې برخه کې زموږ په حواله کومي خبري خپرې کړي دي هغه ټولي بې اساسه دي اويوځل بيا په دې باره کې دا وايو چې موږ دم ګړۍ په دې اړه هيڅ ويل هم نه غواړو.درویترله نړیوال خبري اژانس نه موغو ښتنه دا ده چي دهغي نا سمي ادعا په اړه چي درباني دقتل په مو ضوع کې یې زموږ په حواله دمسئولیت منلوخبر نشرکړی ژر تر ژره پلټنه وکړي موږ ته وضاحت را کړي او په را تلونکي کې دداسي بي اساسه خبرو دخپریدو مخه ونیسي دیا دوني وړ ده چي نو موړي اژا نس ځو ځله مخکې هم دا ډول خبرونه په نا سم ډول داسلامي امارت مسئو لینوته منسوب او خپاره کړي چي دا دی دا ځل یې موږ دي ته اړ کړوتر څو ټو لو نړئ والو ته وښيو چي دا اژا نس له ځانه خبرونه خپروي .
داسلامي امارت ویاندذبیح الله مجاهد
عنوان
tandar
21.09.2011
يره تر ايمان دي جار شم چه په دي لاندي ټکو دي زما د زړه بړس وايستلو
[color=green:cee7cf5736]پشتومذهب پشتواېمان ګنړمه...
بې له پشتو نېمګړې زان ګنړمه...
په لراوبرکې ېوافغان ېادېږم...
اول پشتون بېامسلمان ېادېږم...[/color:cee7cf5736]
ديرغلګرو په سر تندر
جل دازادي يمه وهلي زما دوا ديرغلګر وينه ده
چه دتندر تنده پري ماتيږي هغه داشغالګر وينه ده
تربيا
ډاکتر څپاند
22.09.2011
درنو هيواد والو سلامونه،
دهيڅ انسان ترور او د شرعي محکمې دحکم بغير وژل يا اعدام دتائيد وړ نه دی،حتی دملا رباني٠
رباني صاحب دتئورئ له نظره ستر اسلامپوه ګڼل کيده٠
دپخواني شوروي دتحاجم په مقابل کې ئي ، جد،جهد او مبارزه کړې٠
نسبتا دنرم طبيعيت څښتن وو٠
خو په سياسي ډګر کې خوارکې نه يواځې دا چې ضعيف او ناتون وو او درهبرۍ استعداد ئي نه درلود،په اسانۍ سره دمذهبي،ژبنيز،قومي،شخصي او محلي ګټو د"تامين" لپاره معامله ګرۍ ته حاضر وو٠
د مرحوم داود خان په دوره کې پاکستان ته وتښتيد،شايد دزندان له بيري،ځکه چې دهغه دحکومت په اويلو کې "کمونستان"دنفوذ څښتنان ول او دی لا دشاهي دورۍ په اواخرو کی د هغو سره لاس ګرېوان شوی وو٠خو په پاکستان کې په چټکۍ سره د ISI په لومو کې لتاړشو٠
[color=white:fb4c0ad0ac](هر سياسي خاصتاددولت مخالف شخصيت چې يوه بهرني هيواد ته پناه وړي،په طبيعي ډول داستخباراتو تر شعاع لاندې وي)[/color:fb4c0ad0ac]کله چې خلقيان او پرچميان قدرت ته ورسېدل او اوخاصتا دشوروی تر تهاجم روسته د ISI غوا لنګه شوه او ډير خوسکي ئي ور ته وزېږول٠
د"جهاد" په دوره کې دده روابط "خواهي نه خواهي" دISI او وسيلتا دغربي هيوادو سره نور هم ټينګ او جوخت شول٠بيا هم عمدتا د ISI په تحريک چې دهغه د غاړې زنځير د CIA سره دی،د ملا رباني په وجود او داحمدشاه مسعود په ملعونيت د قوم او سمت خبره را بر سيره شوه او په نتيجه کي نه يواځې داچې دا مرض د افغان ملت ناروغ بدن نور هم ټوټې ټوټې کړ،بلکه په پاکستان کې مېشت "جهادي مشرانو" په رقابت سره د ISI او CIA د مالي او سياسي ملاتړ د ټينګښت په خاطر،و هغو ته دخپلې وفادارۍ دثبوت د ښکاره کول په خاطر،دافغانستان په ورانۍ کی ستر سهم ادا کړ٠
[color=blue:fb4c0ad0ac]کله چې روسان تور مخي بهر شول او دافغانستان دولت د مجبوريت او ناچارۍ په وجه مجاهدينو ته د سولې او تفاهم وړانديز وکړ،بياهم ملارباني د سياسي خامې او د ISI سره دکلک تړاو په وجه له ځانه استقلاليت څرګند نشو کړی او دجنګ لاره ئي غوره کړه[/color:fb4c0ad0ac]٠
[color=yellow:fb4c0ad0ac]او چې بيا دکابل دولت ډير مجبور شو او ودی ته حاضر شو چې واک بيطرفې شوری يا مرحوم ظاهر شاه ته منتقل کړي او دملګرو ملتو ظاهري ملاتړ ئي هم ترلاسه کړی وو،رباني صيب د شياد مسعود په منافقت د پرچميانو د يوې ډلې سره چې غړي ئي عمدتا ديوه قوم څخه ول ائتلاف وکړ او پدې توګه "مجاهدين پر کمونستانو بريالي شول".[/color:fb4c0ad0ac]
د'مجاهيدينو" دمشرانو دفېصلې له مخې درباني صيب دحکومت دوره ٤ مياشتي تاکل شوی وه خو بيا هم دشخصي،قومي،سمتي او ورته ګټو دتائمين او د احمدشاه مسعود په لارښونه،چې اوس په واقعيت کې ټولواک وو،ديوې جعلي شوری "شوری اهل حق وعقد" دفېصلي په وجه خپله واکمني اوږده کړه خو ددې بيخبره وو چې خدای ج طالبان د دې شوری د "قلع و قم"لپاره نازل کړي دي٠
دمسعود او رباني دواکمنۍ دمودې د اوږدوالې په وجه دکابل ښار افغانستان
په تاريخ کې دبيساري جنګونو شاهد وو٠په لسګونو زره خلک شهيدان (ددې مسؤليت درباني او ورته "رهبرانو" په غاړه دی او دقيامت په ورځ به دلوی خدای ج په حضور کې محاکمه کيږي) او په ميلونو بيا اوره او سرګردان شول٠هېواد د مادي او معنوي لحاظه چور او چپاول شو٠
دطالبانو دراتلو سره،رباني په سر کې دهغو ملاتړ اعلان کړ خو چې پوچ مغز ئي لک پکار شروع وکړه،ملاخالص ته ئي بلنه ورکړه چې دکابل تاج اوتخت تسليم شي خو خالص تر رباني
هوښيار وو او دطالب له يرې ئي "قل"ونکړ٠
[color=red:fb4c0ad0ac]طالبانو کابل او ٩٥ فيصده افغانستان تر کنترول لاندې کړ خو ملارباني ته تش پنامه پاچاهۍ خوند
ورکړی وو او د دولت درياست چوکې ئي تر ملا تړلې په غرو رغو ګرزوله[/color:fb4c0ad0ac]٠
دامريکې او يارانو دهجوم په وخت کې دهغو کلک ملاتړ وکړ (ددې مرحلې دشهيدانو دمسولينت هم عمدتا درباني په غاړه دی)٠
[color=white:fb4c0ad0ac]او بلاخره دبن په کنفرانس کې دافغانستان د خرڅولو سند و اشغالګرو ته امضا
کړ ،شايد پدې ارزو او اميد چې بيا به دکابل واکمن شي،خو اشغالګرو خپل مکار ګيدړ لا له وخته روزلی وو او ملا رباني ئي مجبور کړ چې کرزي ته
د "تاج او تخت" مبارکي ورکړي٠[/color:fb4c0ad0ac]
داچې ملا رباني دچا لخوا وژل شوی دی يواځې خدای ج پوهيږي خو که داسې
ومنل شي چې دی د طالبانو په وسيله د ISI په هدايت وژل شوی وي،نو معنی داچې دده په مرګ کرزی لا له وخته خبر وو!
که داسې نده؟ ISI او د کرزي اداره دانګريز او امريکې پورې تړلي غلامان دي،ISI هيڅ کله هم دداسې په ظاهر غټ ترور اقدام د غرب داجازې نه بغير کولی نشي٠
کله چې روسانو د افغانستان نه پښې سپکولې،په هغه وخت کې په کابل کې داسې اوازه شوه چې ګواکې روس او امريکا دافغان ملت د ژغورلو لپاره يوه تفاهم ته رسېدلي دي٠اوازه داسې وه چه روسان اوامريکايان به د"کمونستانو اومجاهدينو" مشران،قومندانان او بانفوذه عناصر دافغانستان،پاکستان،ايران او شوروي نه را ټول او ټول چيرې لرې په امريکا،اروپا او نورو ځايو کې ميشته
کړي،څو افغان ولس ددې ازادي او فرصت پېدا کړي چې پخپله خوښه دولت جوړ کړي٠[color=green:fb4c0ad0ac]
که دې لویخدای ج رضا وي او س دا فرصت را رسېدلی دي که خدای کول پورتني وګړي به دطالب مشرانو سره يو ځای دافغانستان نه ل--------رې چېري ميشته کړي٠[/color:fb4c0ad0ac]
طاهر مسافر
22.09.2011
سلامونه
دوستانو ډول ډول خبری کړی چه ځینی د منلو وړ او نوری بیا د دوی د چورتو نه سوا بل څه نه ښی.
زما سوال دا دی: ایا رښتیا هم امریکایان سوله غواړی؟ زه خو وایم چه نه.
ایا کرزی سوله غواړی؟ زه خو وایم چه نه.
ایا ربانی سوله غوښته؟ زه خو وایم هغه په ډاګه ویلی دی چه طالبان دی تسلیم شی. نو بیا خو د هغه مطلب صرف د خپل خورجین ډکول ول نه سوله.
تاسو وایی: چه دا کار آی اس آی کړی. نو زه بیا وایم چه هغه ولی دمره بیعقله وی چه تش په نامه ځان بدنام کړی. چه سوله وی نه نو بیا ولی د سولی په نامه خورجینیان ووژنی.
که امریکایانو وژلی وی نو بیا ولی؟ سوله خو نه وه. نه امریکایان نه کرزی او نه ربانی خورجینی پری باوری ول. ایا امریکایان کولی شی څوک و ځان وژنی ته اماده کړی؟ که دا معمی ماته څوک حل کی نو کیدای شی نور ډیر رازونه پری پیدا شی.
ایا کرزی به دا وژنه وکړی؟ سوال هم هغه د امریکایانو د توان دی. کرزی به داسی فدایان ولری؟ او بیا هم چه ربانی وژنی ولی نور ډیر مضر کسان نه وژنی؟
کیدای شی د شمال غلو دا کړی وی. هغه خو هسی هم لیونی دی.
که دا ټول نشی نو بیا دا د جنګ یو عادی څپه وه چه دا ځل یی خورجینی ومخی ته ورغی. کیدای شی طالبانو کړی وی. کیدای شی حزب او یا د حقانی ډلی. دا چه وژونکی د منصور و ډلی ته منسوب شوی نو کیدای شی د مشرتابه په بیخبری کی یی دا کار کړی وی.
دا به د ورځی له سیاست سره سمه نښکاری خو د هغوی دا کار د ردولو وړ هم ندی.
خورجینی یو مضر سړی وو. د کفر غټ ملاتړ وو چه دا دهغه د ملاتړو له برخورد نه ښه معلومیږی. زیات یی کفر او یا د هغوی ملاتړان دی. نو د یوه عسکر او پولس نه دی باید اول تر هدف لاندی شوی وای.
پتوال
22.09.2011
د رباني د مضر سياسې شخصيت په اړه د ټولو دوستانو اندتوګې حقيقت لري، خو د مسافر خان پام دې ټکي ته راګرځوم چې اوس د سولې په خبرو کې
کرزي او امريکايان زيان نه ويني، خو د پاکستان پرې زړه چوي - په تيره هغه خبرې چې په قطر يا بل داسې ځای کې تر سره کيږي چې
[color=red:99b9f8b6f6]د طالب مشري ( مهار ) په کې د ISI په لاس کې نه وي او دعمرونو خواري يې عبث لاړه شي . CIA هم دومره ولکه
پر ISI نه لري لکه څومره ولکه چې ISI او القاعده پر طالب مشرانو يا CIA يې د کابل په اداره لري، زمونږ خو حکومت
او مقاومت دواړه اشغال دي [/color:99b9f8b6f6]
[quote:99b9f8b6f6]زما سوال دا دی: ایا رښتیا هم امریکایان سوله غواړی؟ زه خو وایم چه نه.
ایا کرزی سوله غواړی؟ زه خو وایم چه نه.[/quote:99b9f8b6f6]
که امريکايان سوله نه غواړي هم يو ځل اوبا ما خپل سرتيري وباسي، څو د انتخاباتو له پاره پرې خپله بده رنګه بيرته ترميم کړي .
خو په سوله کې د پښتنو ګټه ده ، يو به د امريکايانو د پاتې کيدو يا له انتخاباتو وروسته بيا راتللو پلمه ورکه شي ، بل اوسنی اساسي قانون منل
يې يو شرط دی او د اساسي قانون په چوکاټ کې پښتانۀ د ډيرو ناخوالو پر ضد مبارزه کولی شی .
په غالب ګومان له روغې وروسته د گډ ملي پراخبنسټه حکومت په چوکاټ کې به د طالبانو ډير امتيازات لاسته راشي او ژر به ددې جوګه شي
چې انتخاباتو ته تياری ونيسي يايې وګټي او يا ديو اتلافي حکومت غړی شي او يا د پارلماني اپوزيسيون مهم غړی شي .
[quote:99b9f8b6f6]ایا ربانی سوله غوښته؟ زه خو وایم هغه په ډاګه ویلی دی چه طالبان دی تسلیم شی. نو بیا خو د هغه مطلب صرف د خپل خورجین ډکول ول نه سوله. [/quote:99b9f8b6f6]
دا بالکل سمه ده !
[quote:99b9f8b6f6]
تاسو وایی: چه دا کار آی اس آی کړی. نو زه بیا وایم چه هغه ولی دمره بیعقله وی چه تش په نامه ځان بدنام کړی. چه سوله وی نه نو بیا ولی د سولی په نامه خورجینیان ووژنی.[/quote:99b9f8b6f6]
پراخبنسټه حکومت مشري به څوک کوي ، ښايي هغې څوکۍ ته هم کرزی ځان تر هر بل افغان مناسب سړی انګېري . خو که مشر بل څوک هم شی ،
دئ به په کې مهمه وظيفه تر لاسه کړي او که نه د ملي روغي جوړی وياړ يې هم بس دی !
که امريکايان د ستراتيژيکې دوستۍ په تړون لاسليک تر لاسه کړي بيا هدف ته ورېدل ، د سولې به بيا حتما پلوي هم کوي ،
ځکه د جنګ په صورت کې يې دغه لاسته راوړنه ، چې پاکستان او طالبان يې د ځان په وړاندې لوی خطر بولي ، هم ارومرو په خطر کې لويږي !
مسافر خان خوښ شعار :
[quote:99b9f8b6f6]خدایه ملایان مو مکتبیان کړی او مکتبیان مو ملایان[/quote:99b9f8b6f6]
که دوی يا يو د بل استادان شي يا يو دبل شاګردان شي
ستاسې دا آرمان به پوره شي، خو دې ته يوه خوا هم نه ده چمتو ، او يو د بل له مرستې پرته يو هم دغه نه غواړي !
تاسې پخپله کولی شئ چې يو تکليف قبول کړئ چې صاحب په مڼه = سيب مه ليکئ ! په درنښت
طاهر مسافر
23.09.2011
پتوال سیب ښه به دا وی چه ووایی دا ستا نظر دی. کنی شواهدو ته به ضرورت وی چه داسی خبری پری اثبات شی.
عبدالله خان
23.09.2011
چراغ ظلم تا سحر نسوزد
اگر شبی سوزد شبی دیگر نسوزد
په دی غره دشاسوارانو ختل ګران دی
ګوډه ته ورباندی خیږی ملکڼډ دی
پتوال
23.09.2011
[quote:d2765e4665="عبدالله خان"]چراغ ظلم تا سحر نسوزد
اگر شبی سوزد شبی دیگر نسوزد
په دی غره دشاسوارانو ختل ګران دی
ګوډه ته ورباندی خیږی ملکڼډ دی[/quote:d2765e4665]
يو څو ورځې همداسې حکيمانه خبرې ، د رحمن با با له پند ه ډک اشعار اوپه کناياتو کې حقيقت ويل پکار وو ، نه په مړو
تاخت اوتاز چې ځينو کاوه . د هرمسلمان فاتحه په بل مسلمان حق ده ، نو آيا د فاتحې پر ځای به مونږ رښتينولئ کوو او د مړي خښ
شوي جنايات به راسپړو ؟ هر کار او خپل خپل يې وخت ، اوس چې د فاتحې ورځې شپې په تيرېدو دي حقايق هم راسپړل کېدای شي ، هسې نه چې
پښتون حق وايي خو بيځايه يې وايي، او نور ناحقه خبره کوي خو پر ځای يې کوي .
په تلويزيون کې يې د مرحوم رباني يوه تلويزيوني وينا کيښوه
څو د هغه د سولې سياست خلکو ته په ګوته کړي . په يوۀ ځآی کې وايي :
طالبان چې چار اسياب ته راورسېدل ډيرو راته وويل چې مونږ ور سره جنګېږو، خو ما منع کړل چې نه ، هغوی طالبان دي ،
مسلمانان دي او ديني عالمان لري . طالبانو يو پلاوی ماته د ملابرجان په مشرۍ راواستاوۀ ، موضوع مطرح شوه ما ورته وويل چې
زه په تاسې خوښ يم زه هم دا غواړم چې د يني عالمان ، موليان او طالبان دې رهبري وکړي دا د رسول اکرم (ص) غوښتنه ده . نو زه تاسو ته وايم چې
راځۍ د هيواد او نړۍ ستر ديني عالمان به راولو هغوی ته به قضاوت او د مسلې حل پرېږدو هرڅه چې هغوی فيصله کړل زه به يې هم منم
او تاسو به يې هم منئ ! نن هم زه طالبانو ته همغه خبره کوم چې داخلي او باندني اسلامي علماو ته به فيصله پريږدو څشی او څنګه چې هغوی
لازمه او درسته وګڼله همغه به منو !
نو تاسو وګورئ ورونو چې دا څومره غلطه ، باطله او د سولې پر ضد ظالمانه غوښتنه ده چې ملا رباني په څومره ښه ، نرم او ظاهرا ً حقبينانه
او په حقيقت کې حق پټونکې ، ظاهرا ً وطنپالونکې او خير غوښتونکې بڼه وړاندې کړې ده ، چې نه په کې وطنپالنه شته او نه خير غوښتنه
بلکې د جنګ جګړې کرل او ريبل او غځول دي ! دۀ دروغ ويل خو خوله يې سمه خوځوله او کولی شول چې تر پايه په کږه خبره ودريږي ،
مخالفين يې که حقيقت هم وايي ولې خوله ورانه خوځوي او دورانې خولې ددفاع له پاره هم ځان جنګ جګړې ته اړ باسي (!) چې په سياست کې
دا ډيره لويه بدبختي ده . داچې پښتانه يې د جګړې په ډګر ګټي او د سياست په ډګر کې يې بيرته بايلي علت يې همدغه دی او بس !
ولې دوښمن يې ترې په سياست کې ګټي نو د جګړې په ډګر کې خپل نوک هم نه وينې کوي ! ملا صيب رباني ته خلک ستر مجاهد
وايي حال داچې نوموړی په پيښور کې ددفتر له ميز څخه ليرې نه دی تللی او جهاد يې عملا بيخي ليدلی نه دی !
طاهر مسافر
24.09.2011
پتوال سیب
اول هګی پیدا کړه بیا یی چرګان شمیره او چه پیدا دی کړی نو د سویانو چورتونه مه وهه ګوره پښه به دی خطا شی او هګی به هم درنه لاړی سی.
اساسی قانون بیرته ترمیم غواړی. په اوسنی شکل د منلو وړ ندی.
که دی مڼه =سیب لیږ تشریح کړ نو له بیځایه لیکنو به خلاص شو.
درتښت
پتوال
24.09.2011
[quote:7d2de97f8f="طاهر مسافر"]پتوال سیب
اول هګی پیدا کړه بیا یی چرګان شمیره او چه پیدا دی کړی نو د سویانو چورتونه مه وهه ګوره پښه به دی خطا شی او هګی به هم درنه لاړی سی.
اساسی قانون بیرته ترمیم غواړی. په اوسنی شکل د منلو وړ ندی.
که دی مڼه =سیب لیږ تشریح کړ نو له بیځایه لیکنو به خلاص شو.
درتښت[/quote:7d2de97f8f]
سلامونه !
د صيب او سيب توپير :
سيب خو ته وايي او صيب = صاحب دی .
او د اساسي قانون دبدلون خو لا اوس هم مخالف نه يم، اوسنی رژيم
اسلامي ولسواکي چيرې پلی کولی شي ، د طالبانو په اسلامي ولسواکۍ کې خو به اوسنی اساسي قانون چور له منځه ځي او بل به جوړيږي ، او ستاسو غوندې
ځوانان به ورسره مرسته کوي ! خو له طالب نه د اسلامي ولسواکۍ هيله هم اوښ ته رباب وهل دي ، خو که ويې مني زه ورسره په دې برخه کې
په ټول توان مرستې ته چمتو يم ، او چې زه چمتو يم نو نور خو پوهان او حقوقدانان دي هغوی به حتما مرستې ته ورودانګي انشالله !!
طاهر مسافر
25.09.2011
آخ پتوال سیب
سیب =صیب + صاحب. که پښتونایزیشن ومنو نو سیب به د تلفظ سره برابر پښتونایزیشن وی. خبر د سرخوږولو وړ نده.
فکر نکوم طالبان دی ماته هم د یو توت قدر راکړی. خو که بیا هم وسی نو بیا به ضرور وردانګو؛ کیدای شی چه زمونږ په ډیرو کی یوه خبره خو ومنی. زه خو وایم داسی خدمتونه که څوک کولای شی نو باید ورسی او خپل سیاسی (نه دینی) عقیدی شاته واچوی. قانونپوهان او نور داسی مسلکی خلک باید له ځانه سیاستوال جوړ نکړی. چه خدمت یی پکار شی نو د غفارخان په وینا باید خدایی خدمت ته چمتو شی.
larghonay laraway
25.09.2011
السلام عليکم!
د هر مسلمان فاتحه او جنازه پر نورو نشته.
د يو داسې انسان فاتحې ته بايد هيڅوک هم ورنشي چې لاسونه يې تر څنګلو د نورو په وينو سره وي.
ايا يوازې د ګلبدين او رباني ترمنځ جګړو کې څومره کسان وژل شوې دي. د ګلبدين د تنظيم په دولسم نفرو چې مشر يې د (استاد وليد) په نامه ؤ د رباني قومندانانو پرې په ژوندوني سترګې وويستې!
دا بېخي ثقه خبره ده چې رباني د خپلمنځي جګړو پر وخت په خپل يو مجلس کې ويلي وو: (پشتونها سګ اند و سګ برای جنګ ميباشد)
رباني حتی له يهودو هم مرسته غوښتې وه چې پښتانه وځپي او قدرت ترلاسه کړي!
رباني له بي بي سي سره ويلي چې د طاهر بدخشي شاګرد دی او طاهر بدخشي يو متعصب انسان ؤ
رباني سعودي عربستان ته د قرآن کريم پښتو ژباړل شوې نسخې بېرته ورکړې او ويې ويل مونږ ته پاړسي په کار دي!
رباني که له يوې خوا جهاد کړی خو د اوسني حکومت او تېرو درې لسيزو جګړو پر وخت د ده ټول قومندانان په ناروا، شخصي او دولتي شتمنيو په غصب او غلاوو تورن دي خو ده هيڅکله هم مخالفت نه دی کړی او بلکې ملاتړ يې کړی دی.
د سولې پروسه يوه حکومتي پروسه ده او امريکا ډالرې ورکوي نو که د کرزي له خوا يې رباني نه وای مشر شوی بيا به دې خلکو څه ويل؟
بله دا چې محافظه کاري يعنې څه؟
که يو څوک غل وي نو د جنازې په ورځ بايد وستايل شي؟
که څوک قاتل وي نو د جنازې په ورځ بايد وستايل شي؟
که څوک متعصب وي بايد د جنازې په ورځ وستايل شي؟
نه !
هيڅکله نه!
ريښتونی مسلمان هغه دی چې هر وخت رښتيا ووايي او منافقت ونه کړي څو نور ترې عبرت واخلي.
ټول افغان ليکلي وو چې رباني مجاهد ؤ او د چا به خوښ وي او چا به بد ايشي
مزاري، مسعود، دوستم، او نور هم د چا خوښ او د چا بد ايشيدل. هر انسان د چا خوښ او د چا بد ايشي خو ريښتونی پښتون او مسلمان بايد منافقت ونه کړي چې په زړه يې يوه او په خوله بله وي!
مننه
لرغونی لاروی
pattang
25.09.2011
لرغونيه !
دغسې دپتنګ دزړه خبرې وکه , ټول افغان اوس اشک او بولا ني خوري , له شوروا
او شکنې څخه دې مه تېرېږه !
پتوال
26.09.2011
په دې خو هر څوک ښه پوهيږي اود ښاغلي ډاکتر وطنمل غوښتنه هم صرف همدومره وه چې د مړي په ورځ ډول وهل او اتڼ ته او په واده کې
ختم کولوته ضرورت نشته ، که نه نو خپل ځای خو هم ختمونه لري او هم اتڼ !
د رباني له پاره خو نه چاد فاتحې او نه درناوی کولو غوښتنه کړې
بلکې د هغو ګڼ خلکو د احساس د زخمي کولو څخه ډډه کول لازم ګڼل شوي چې په لومړيو درې څلور ورځو کې يې په مرکز او ولاياتو کې
په جنازو او ماتم کې ګډون کړی و . ملي نفاق ته پلمه په لاس ورکول هېڅکله سم کار نه دی ، په تېره بيا چې ټول افغان ځان ته ملي وېباڼه هم وايي
نو آيا د ملي وحدت په خاطر يې بايد ترخه تبليغات ٣ ورځې هم نه وای [color=red:cbd94a8b31]تم [/color:cbd94a8b31]کړي ؟؟؟؟
کومې خولې چې وازې شوې وې هغه خو همداسې وازې پاتې شوې او ونه تړل شوې، خو اقلا د دبحثفورمونو مسول مقام دغه وازې
خولې له پورتنيو اړيزيو له کبله بدرګه نکړې او دا يې زما په اندد رباني د ټولو جناياتو سره سره د مطبوعاتي پاليسۍ له مخې
ډير سم او پرځای کار کړی دی ، نور مولوی الله پوی کړه ! والسلام !