نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دهيواد په ازادي مين افغانانو ته خبرتيا
tandar
19.09.2011
دهيواد په ازادي مين افغانانو ته خبرتيا
دبن د دوهمي غونډې د جوړيدو سره دافغانستان دازاديخواهانو صلح اميزه دريځ
هر افغان چه خصوصا په اروپا کي اوسيږي اوا شغالګر له خپلي خاورې وتل او ايستل غواړي ،نو بايد په بن کې دغونډې دشروع کيدو سره سم راټول او صلح اميزه شعارونه او خپل ملې او انسانې حقونه په جيګ اواز او بيرغونو سره نړيوالو ته ښکاره او غوږ ته ې ورسوي
مونږ اشغالګر نه غواړو، مونږ تروريست نه يو ،نور زمونږه مشران ،ځوانان ،خويندي او ماشومان مه وژني،زمونږ نيکونو غلامي نه ده کړې ،تاريخ شاهد دي٠
دادافغان ټاټوبي دي دلته به انشاالله د ازادې بيرغ رپيږې٠
ديو ازاد افغانستان په هيله
۰
20.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
ښاغلي دروندورور tandarصیب الله دي ستاسو نیت دازادۍ او خپلواکۍ په جهاد او مبارزه کي قبول کړي.
ډیري ښه او مهمي بلکي اهمي خبري ته مو اشاره کړي .که په اروپا کي او بیا
خاص طور جرمني کي افغانان دا لاریون وکړي او غونډه وکړي او یرغلګر وغندي نو دا به دومره جهاد کړي وي چي د تودسنګر سره بیخي مترادف او لویه فایده ولري.
او دنیا والو ته به وښاي چي مونږ په هڅ صورت یرغلګر نشو ځغملاي.
منــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــنه
مومندافغان
پتوال
24.09.2011
ډير ښه او ډير اړين وړانديز دی ، مظاهره به د نړيوالو پام ځان ته راواړوي، چپ اړخه ګوندونه به يې ملاتړ وکړي ، خو څوک به
خلک مظاهرو ته راوبولي او د عملي تنظيم چارې به يې په غاړه واخلي . کلتوري ټولنې بايد داکار وکړي او بهرمشته افغاني
ميديا يې بايد ملاتړ ته راوبلل شي ، وخت ډير نه دی او کارډير غواړي، نو بايد همدا اوس يې د تنظيم او سازماندهي کار پيل شي ، لومړی بايد
د رابلونکو مشرانو يوه کمېټه جوړه شي او د مظاهرې پر اهدافو د ميديا له لارې رڼا وغورځوي او افغانان په لویو ښار ونو کې مظاهرو ته راوبولي !
ومن الله التوفيق !