اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ښاغلي ډاکټر محسن هوتک ته!
وصيل پېروز
19.09.2011
ليکنه : وصیل پېروز ( waseelpiroze@yahoo.com)
د نړۍ جال په غېږ کي مي د نويو مطالبو په لټه بېلابېلو ويب پاڼو ته سر ورښکاره کړ کله چي مي پر تاند ويب پاڼه د موږک تڼۍ کښېکاږله نو د ډاکټر محسن هوتک يو نوی مطلب مي تر سترګو شو :
((خواجه شوی رسان ولی (رح)!!!! ))
يو خو زه له دا ډول مطالبو سره خورا مينه لرم او بل دې جالب او کشوونکي عنوان هم اړ ايستم چي د تازه مطالبو د لوست په ليست کي دې ليکنې ته لومړی مقام ورکړم ، کله چي مي ليکنه ولوسته نو وپوهېدم چي د ليکوال ښاغلي ډاکټر محسن هوتک د زړه اواز او د ضمير ږغ دی ، نوموړي د يو دردمن ورور په توګه د پښتني ټولنې په غېږ کي د يو لرغوني دود په اړه د اسلامي اند او حقيقت څرګندونه کړې .
د ښاغلي محسن هوتک د ليکنې منځ پانګه ډېره پر دې را څرخي چي د خواجه شوي رسان ولي زيارت اوس په ټولنه کي يو داسي مقام خپل کړی چي ډېری خلک د هدايت پر ځای داسي څه ته رابولي چي نه پکي اخروي بريا شته او نه هم پکي ټولنيز مصالح په پام کي نيول کېږي ، نوموړي په دې اړه د ټولنې د نظرياتو او اعمالو د بېلګو تر بيانولو وروسته ليکلي چي بايد په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي او خلک متوجې کړای شي چي په دې اړه د حق او هدايت لارښوونې څه دي؟.
همدې مسئوليت ته په پام سره د ښاغلي ډاکټر محسن هوتک په تائيد دا لاندينۍ کرښې ليکم .
لومړی بايد موږ د يو مسلمان او مومن په توګه دا حقيقت ځان ته معلوم کړو چي زيارت او پر قبرونو ګنبدې جوړول څومره د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لارښوونو او د اسلام له هداياتو سره سمون خوري؟.
حدثنا يحی بن يحی وابو بکر بن ابی شيبة وزهير بن حرب قال يحی اخبرنا و قال الاخران وکيع عن سفيان عن حبيب بن ابی ثابت عن ابی وائل عن ابی الهياج الاسدي قال قال لی علی بن ابی طالب الا ابعثک علی ما بعثنی عليه رسول الله صلی الله عليه وسلم ان لا تدع تمثالا الا طمسته ولا قبرا مشرفا الا سويته . (صحيح مسلم ، باب الامر فی تسوية القبر)
ژباړه : ابو الهياج الاسدي وايي چي ما ته علی بن ابی طالب رضی الله عنه وويل : ايا هغه څه ته دي ونه لېږم چي زه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه لپاره لېږلی وم؟ هغه دا چي هيڅ انځور له خرابۍ او هيڅ لوړ قبر له برابرېدو پرته مه پرېږده .
دا حديث امام ترمذي ، احمد بن حنبل او امام بيهقي هم نقل کړی دی .
که د زيارت په اړه نبوي لارښوونو او نبوي حديثو ته رجوع وشي نو د دې حقيقت په موندنه کي به هيڅ خنډ رامنځ ته نه شي چي پر قبرونو زيارت جوړول يو غير اسلامي عمل دی، لکه څرنګه چي په پورتني حديث کي دا حقيقت په ښه توګه موندلای شو.
پورتنی حديث موږ دې ته متوجې کوي چي د قبرونو په اړه بايد هغه تګلاره خپله کړو چي په اسلام او دين کي یې د پيروۍ امر شوی ، علی بن ابی طالب رضی الله عنه ابو الهياج الاسدي ته وايي چي ايا هغه څه دي وانه ستوم چي زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته استولی وم؟ ، له دې جملې او الفاظو په صراحت داسي څرګندېږي چي دا موضوع د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کي هم د مسلمانانو او رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره خورا جدي وه او خلک يې امر کول چي له داسي چارو لاس واخلي .
همدا راز په يو شمېر نورو رواياتو او حديثونو کي هم پر قبرونو د زيارت جوړولو غندنه شوې او خلکو ته امر شوی د داسي چارو په کولو کي نبوي منهج خپل کړي ، په دې اړه لومړی اسلامي موقف وارزوي او وروسته مناسب اقدام وکړي .
پر پورتني حديث په قياس سره د دې حقيقت له مخ څخه ښه پلو پورته کېږي چي له اسلامي ليدلوري پر قبرونو زيارت او ګنبدې جوړول يو ناروا او حرام کار دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانان امر کړي چي هيڅ لوړ قبر پرېنږدي څو یې هغې اندازې ته ونه رسوي چي دين يې اجازه ورکوي .
مګر نننۍ مسلمانه ټولنه له نبوي لارښوونو بالکل باغي شوې او هغه څه ته يې لاس اچولی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په کلکه منعه ترې کړې ده ، يوه څرګنده بېلګه يې د قبرونو په اړه غلو او افراط دی .
دلته بايد يو بل حقيقت ته هم متوجې شو چي ولي رسول الله صلی الله عليه وسلم دا کار دومره بد ګڼلی او مسلمانان یې امر کړي چي لوړ – لوړ قبرونه پرېنږدي؟.
حقيقت دادی چي کوم وخت پر قبر زيارت جوړ شي له هماغې ورځې هماغه قبر د خلکو لپاره د يو داسي څلي حيثيت لري چي د الله پرې ځانګړی نظر وي او دا قبر و دا مړی د خاص الهي رحمت له برکاتو برخمن وي . !!!
دا خلک چي کله د زيارت لار نيسي نو وخت پر وخت د داسي چارو مرتکبين کېږي چي د اسلام له سپېڅلو لارښوونو سره سمون نه خوري ، اخير هغوئ دې درجې ته ورسوي چي څوک ترې اولاد غواړي ، څوک يې په مشکلاتو کي راننګوي او څوک ترې هم د خپلو ويجاړو په سمون کي مرسته غواړي .
مګر په دې نه پوهېږي چي دا ټولي کړنې نوموړی د اسلام او توحيد له دايرې وباسي او دا چارې په بشپړ ډول د اسلام د الوهيت له اصل سره متضادې او مخالفې دي .
که د زيارتونو په اړه له انصاف او عدالت څخه کار واخلو نو موږ به اړ شو چي هغه پرېکړه وکړو چي تائيد يې په نبوي حديثو کي شوی دی ، ځکه تل په ټولنه کي له همدې زيارت څخه د اسلامي اصولو د ويجاړونې هڅې شوې دي او زيارتونو چي په قبر لمانځنه کي کوم رول ترسره کړی دی زه فکر نه کوم چي د بل کوم مرکز له لوري دي داسي رول ادا شوی وي . !!!
له همدې کبله تل په صحيحو حديثو او اسلامي لارښوونو کي پر قبرونو ګنبدې جوړول او زيارتونه ودانول غندل شوي دي ، مسلمانان دې ته رابلل شوي چي قبر او هديرې ته يوازي د دې لپاره ورشي چي مرګ ورته ياد شي او د خپلو مړو خپلوانو و ملګرو په ليدلو د خپل پای په اړه تفکر وکړي چي زه به هم يو وخت دې خاورو ته ځم نو بايد په دنيوي ژوند کي داسي اعمال ترسره کړم چي په اخروي ژوند کي مي د برياليتوب ضمانت وکړای شي او په وسيله يې وتوانېږم چي د بريا او کاميابۍ سند تر لاسه کړم .
يوازي د همدې هدف لپاره په اسلام کي د قبرونو د زيارت جواز تر لاسه کېدای شي .
لکه څرنګه چي مي وړاندي وويل د ښاغلي محسن هوتک ليکنه مي په تاند برېښنا پاڼه کي تر لاسه کړه ، تر دې ليکنې لاندي د تاند د ادارې له لوري يوه يادونه ليکل شوې چي پکي کښل شوي وو موږ بايد زيارتونو ته له دې وجې پايښت ورکړو چي دا د ښځو د کتنې او ملاقات غوره ځای دی او ښځينه طبقه نه شي کولای چي په پارکونو او نورو ښاري ځايونو کي له يو بل سره وويني او ملاقات وکړي .
په دې اړه بايد موږ پرېکړه د دين د اصولو په رڼا کي وکړو که په اسلام کي پر قبر زيارت جوړول روا بلل شوي وي نو بيا په دې لار کي هيڅ خنډ نه دی پاتي چي بايد جوړ شي او که اسلام پر قبر د زيارت جوړولو اجازه نه ورکوي نو بيا ولي د الهي اوامرو په نافرماني ځان د هلاکت کندې ته وغورزوو؟.
عجيبه خبره لا دا ده چي له قبرونو د يو کتن ځای او د ملاقات د اډې په توګه کار اخلي !!! حال دا چي دا کار په بشپړ ډول هم له اسلامي او هم له انساني قانون سره جفا ده ، زيارت او قبر نه د ميلې ، نه د عرس او نه هم د بانډار ځای دی .
زموږ اعمال بايد د اسلام تر دايرې او اسلامي لارښوونو محدود وي ، که مو هر وخت اعمال او خبرې له اسلامي لاښوونو سره مخالفې شوې نو بايد خپل موقف خوشي کړو او د اسلامي هداياتو پيروي وکړو ، نه دا چي اسلامي لارښوونې د ځان تابع کړو ، د قبرونو په زيارت کي هم بايد دا اصل په پام کي ونيسو او دا وارزوو چي په دې اړه زموږ موقف څومره د اسلام له اساسي لارښوونو سره سمون خوري؟.
و ما علينا الا البلاغ