نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وسط امت ، وسط افغان ، وسط نظر
      Ghairat
      18.09.2011
    
....................................................................د لوی او مهربانه خدای په نامه
هره  ځلنه  اوپديده، هره پېښه ،  هره ټولنه  او ټولنيز بهير خپل قطبونه  او افراطي برخې  اړخونه لري  چې  ټاکونکی رول نشي لرلای .
 دا ځکه چې  په مقابل کې
د همغې ځلځلنې وسط  د اصلي ، عمده  او ټاکونکې  پېښې او بهير  په توګه  شتون لري ! 
لکه څنګه چې  مسلمان امت  د اديانو تر منځ د وسط امت (يا امت وسط)  په توګه  مطرح دی، افغان مؤمن او مسلمان  ولس  بايد  په افغانيت  کې هم
  د وسط افغان  په توګه مطرح وي  او له افراطيت څخه  ځان وژغوري . په همدې ډول   مونږ   افغانان  بايد  د وسط امت  او وسط افغان  په توګه  تل 
د وسط نظر خاوندان او سو که غواړو چې  د ملي  اسلامي او  ټولنيز غورځنګونو  له وسط او هستې څخه  ونه وځو او د افراط او تفريط   څنډو  ته
لکه د سيلاب  د سر ځګ  ديکه نشو . 
هو، د وسط امت ، وسط  افغان  او وسط نظر د خاوند په توګه  کولی شو د اسلام د مبارک دين  د غوښتنو، افغاني ملي  مقتضياتو او ټولنيزو  پوښتنو
ته  مثبت ځواب ، مثبت حل او مثبت لرليد وړاندې کړو  او په درېواړو برخو کې  د ژغورنده ، رغنده او يون څپانده   بشپړ اوي  هسکو  پوړيو ته ورسيږو !
دا  رسالت   هېچاته اجازه   نه ورکوي چې  فروعاتو ته   د  اصل  ،  او افراط   ته  د وسط  په  ارزښت وګوري  او  يو حرکت پرې راپيل کړي چې  
د اړوندې  ځلځلنې او بهير  اصل  او وسط پرې  نفې  او له منځه يوسي ! 
د افغانستان آزادۍ اصل  د يوۀ ستر  ملي اسلامي  خوځښت په توګه  د اشغالګر شوروي د پوځي تيري په وړاندې  راپيل شو، 
خو له هماغه لومړی سر څخه دپرديو،  سمه ييزو او نړيوالو دوښمنانو په  منګول کې ښکېل  شو او هغوی  په ډير مهارت سره د افراطيت ،
  پراګندګۍ، نفاق او  دوښمنيو ته  په هڅولو سره  له خپل اصلي مسير، هدف او ملي اسلامي رسالت څخه  منحرف  او خپلو چټلو موخو  په لوری   سوق کړ !
افراطي، بېلتونپال ، ستمي ،  غچغوښتونکي ، پنجابپلوی او القاعدوي  ډلو  ته يې  قدرت او واکمنۍ ته د رسېدو  پر مخ  سياسي  او پوځي
 لارې پرانيستې ، څو په افغانستان کې د اصل،  وسط  ، کليت   او استقلاليت  کوم 
 ژمندوی ځواک رامنځته نشي  او پر ځای يې   لومړی   په افغانستان  
د ګورنۍ جګړې  يوه  تباه کونکې آنارشي  مسلطه  کړي او بيا پرې  يوه  بلواکه او بلځواکه  مذهبي ديکتاتوري مسلطه کړي او په دې توګه  يو ځل بيا
د افغانستان   يو  داسې  نوي پوځي اشغال ته  لار پرانيزي  چې  د آزادۍ په صورت کې   پرې بيا  استقلاليت  د مخنيوي  له پاره  د افراطيت ، 
 بلواکۍ  او پټواکۍ  زورواکي  مسلطه  کړي  او افغان ملت  له داخل څخه دېته پرېنږدي چې د غه  د اسارت  پرپيتيوم مبيل شیطاني کړۍ ماته کړي !
ولې مونږ  د دغسې  پنجابي،  القاعدوي، اشغالګر امپريالستي  حصارونو ، زولنو او پرديو ايديالوزيو کې ښکيل ملت په توګه  پرته له دې 
بله  لاره چاره هم نه لرو څو  د اسارت   دغه  شيطانۍ کړۍ  ماته نکړو  او د ملي اسلامي   ولسي ځواک په توګه  ترې  د آزادۍ  فضا ته را ونه وځو !
ددغه ځواک او توان موندلو له پاره  اړينه  او ضروري ده چې له  ځنډ پرته  ټول سره د يوه   واحد  او متحد وسط امت ، وسط ملت، 
وسط افغان او وسط نظر د څاوندانو په توګه  سره لاسونه ورکړو يو  موټی  او يو کوټلی  ځواک شو او ټولو  اشغالګرو ، د دوستۍ په بڼه  حيله ګرو
تورمخو او تورسنټو  دوښمنانو ، افراطي  او ترهګريزو  مداخله ګرو  په وړاندې يو 
غښتلی فولادي  افغاني  سنګر شو ! الهم امين  يا رب العالمين !