د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په سلو کې لس وسله وال د سولې بهير سره يو ځاى شوي

لاونګ
17.09.2011

په افغانستان كې ناټو ځواكونه وايي چې لس فيصده وسله والو له تاوتريخوالي لاس اخستى او د سولې له بهير سره په يو ځاى كېدلو يې عادي ژوند پيل كړى دى.

دوى د هغه پروګرام له مخې د سولې او عادي ژوند پيلولو بهير سره يو ځاى شوي چې افغان دولت يې د ايساف په مرسته پرمخ بيايي.

برېټانوى تورنجنرال فېل ډي جونز چې په دې برخه كې د ايساف هڅې همغږې كوي، پرون له كابل نه د ويډيو كنفرانس له لارې په بروكسل كې خبري غونډې ته وويل چې د دغه پروګرام په لومړي كال ۲۴۳۶ وسله وال له تاوتريخوالي ډډې ته شوی او د سولې لار يې نيولې ده.

افغان چارواكى او د سولې شورا منشي امين الدين مظفري وايي چې ۱۷ سوه وسله والو طالبانو د سولې عالي شورا په هڅو له جګړې لاس اخستى او عادي ژوند ته ګرځېدلي دي او زياتوي، له پاتې اوو سوو كسانو سره خبرې روانې دي او دوى به د سولې بهير سره يوځاى شي.

د دغه پروګرام له مخې له جګړې لاس پر سر كېدونكو وسله والو سره مالي مرسته كيږي، چې تر دريو مياشتو پورې دنده پيدا كړي او یا هم تجارت پيل كړي.

خو د سولې بهير سره ډېر يو ځاى شوي وسله وال شكايت كوي چې افغان حكومت ورسره كړې ژمنې نه پوره كوي او نه يې هم د خپل سر او كورنۍ په وړاندې د وسله والو له ګواښه خوندي كولاى شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more