د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جنازې په مراسمو کې ځانمرګې برید؟

مساپر
16.09.2011

د پاکستان تحریک طالبان دا منلی او ویلي دي چې د دوی یوه ځانوژونکي نن(پنجشنبې) په خیبر پښتونخوا کې لږترلږه ۳۱ تنه مسلمانان هغه مهال شهیدان کړه چې ځان یې د جنازې په مراسمو کې والوځاوه.

په دې حمله کې، چې د افغانستان پولې ته نژدې په کوز دیر کې وشوه، تر اویا تنو زیات نور بیګناه مسلمانان ژوبل شول.

چاودنه د یوه سیمه ییز قومي مشر د جنازې په مراسمو کې وشوه. پاکستان تحریک طالبان (ټی ټی پی) وایی چې دغه قومي مشر د طالبانو مخالف وو.

که دا قومي مشر د دوی مخالف وو، هغه خو مړ شو (ختم). نو اوس دا څنګه مسلماني ده چې د هغه سړی په دښمني ۳۱ نور بیګناه مسلمانان شهیدان کړو؟؟؟ پاکستاني طالبان باید ولس ته دا ځواب ووایي؟؟؟


۰
17.09.2011

السلام علیکم
مساپرصیب که دا وواي چي پاکستان د پښتنو په شمول خپل دښمن ګڼي او هره لیکنه کي ورنه شکایت هم کوو نو بیا زمونږ څه کار دی چي د پولي آخوا فتوی
ګاني غواړو او وایو چي ایا دا مسلماني ده که مسلماني وي او که نه نو ستايي څه؟
پاکستان پوه شه او خپل کارونه يي ، مونږ به دخپل افغانستان خبري شاربو ایا همدا مشر چي ملک زرین خوريي وو که څه يي کیده دپاکستان د isi غړی نه وو ؟ کاريي ورته نه کاوه ؟ او یا ته پري نه يي خبر؟
او دي خلکو څه کاروو چي دده خبیث او آي اس آي د نوکر دامریکایانو غلام په جنازه کي يي شمولیت کاوه .
جنازه خو دعا وي نو داسي سړی ته به څوک څه دعا وکړي چي په مشري او راپورونو يي په بیګناه پښتنو مسلمانانو ډرون حملي کیږي ، تنکي ځوانان ژوندي نیول کیږي او بیا د ناپاکستان په جیلونو کي په ډیره بي دردۍ سره د پنجابي عسکرو په تشدد وژل کیږي ایا هغوي مسلمانان او پښتانه نه دي.
ولي دحق نه سترګي پټوۍ او ترڅو.
ستاسو مي یوه لیکنه هم ونه لیده چي ولي ناپاکستان به بي ګناه پښتنو بمباردونه وکړل او ولي يي ژوندي له کورونو راویستل او په محبسونو کي يي شهیدان کړل خو که طالبان څه وکړي نو بیا ورپسي یا د لاونګ ،یا قادرخان او یا هم مساپر په نوم ډانډس راواخلئ سترګي پټي او خوله وازه کړئ.
زه دطالبانو داقسم عمل هڅ تأید نه کوم اونه يي دفاع کوم او نه ورته ښه وایم که هرچا کړي وي ښه يي ندي کړي خو تاسو بیا یو طرفه قضاوت کوئ چي دا ښه کار ندی.
ای کاش چي دناپاکستان دعسکرو ظلمونه او د امریکایانو ظلمونو ته مو هم کله ګوته نیولاي واي.
نوربيـــــــــــــــــــــــــــــــــــا

مومندافغان


مساپر
26.09.2011

[quote:c95a32c4d2="مومندافغان"]السلام علیکم
مساپرصیب که دا وواي چي پاکستان د پښتنو په شمول خپل دښمن ګڼي او هره لیکنه کي ورنه شکایت هم کوو نو بیا زمونږ څه کار دی چي د پولي آخوا فتوی
ګاني غواړو او وایو چي ایا دا مسلماني ده که مسلماني وي او که نه نو ستايي څه؟
مومندافغان[/quote:c95a32c4d2]

دروند ښاغلی ورور مومند صیب السلام علیکم و رحمته الله،
وروره اوس محال د هر څه له مخه مونږ د پښتنو یو والئ ته ضرورت لرو، نه دا چې ته د عربانو (القاعده) او زه د پښتنو او کوم بل ورور د پنجابیانو ملاتړي وکړو، دا هغه شي دي چې زموږ د قام او دین دښمنان غواړي او دوی هیڅ کله زمونږ یووالئ نه غواړي. زه د دیورند شیطاني کرښه هیڅ کله نه منم، زه باور لرم چې مونږ (پښتانه) ټول یو قام او یو ملت یو، که مومند، باجوړ او اورکزئ یو ټول یو پښتون قام یو، او په غم او ښادي مونږ ټول باید د یو عزتمند او واحد قام په توګه عمل وکړو.

کاشکې ستاسو نوم هم یواځي مومند وای ( او مومند [size=24:c95a32c4d2][color=red:c95a32c4d2]افغان[/color:c95a32c4d2][/size:c95a32c4d2] نه) ځکه چې په پښتنو کې دې جدايي راوستلې ده.

مونږ ټول باید یو شو.

په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more