د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بې پیلوټو التکو پنځه تنه ژوبل اویا ووژل

لاونګ
16.09.2011

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې د بريد له كبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ميرعلي كې يوې دولتي سرچينې چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته وويل، چې د ميرعلي له ښار څخه نږدې درې كيلومتره لرې جنوب ته په ايسوخېل سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر د مزايلو بريد كړې، چې په ترڅ كې يې په موټر كې سپاره دوه تنه وژل شوي دي.

د چارواكي په وينا: په وژل شويو كسانو كې يو عرب او يو ځايي اوسېدونكى شامل دى، چې د افغان قومندان جلال الدين حقاني د ګروپ غړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې تر اوسه لا دا معلومه نه ده، چې وژل شوى عرب كوم مهم تن و كه نه؟ خو ځايي اوسېدونكى حفيظ الله نومېده او په سيمه كې د وژل شوي پوليټكل ايجنټ لطف الرحمن وراره و او د پوليسو د مرستيال قومندان لايق الرحمن ورور دى.

د ده په وينا: حفيظ الله په ميرعلي كې د حقاني ډلې يو قومندان و او له بهرنيو ترهګرو سره يې اړيكې درلودې.

ځايي خلكو هم د پېښې پخلى كړى او زياته كې يې ده، چې دغه موټر د يكشنبې په ماښام له ميرعلي څخه ايسوخېل سيمې ته روان شوى و، چې په لاره كې پرې امريكايي بې پيلوټه الوتكې دوه مزايل وتوغول.

دوى زياته كړه، چې د بريد له كبله په موټر كې اور ولګېد او پكې ناست كسان د اور خوراك شول.

د دوى د معلوماتو له مخې وروسته ځايي طالبان راغلل او د مړيو جسدونه يې نا معلوم لوري ته يوړل.

په دغې سيمې كې تردې وړاندې هم څو ځله امريكايي بې پيلوټه الوتكو ورته بريدونه كړي و، چې پكې ځايي او بهرني طالبان او ترهګر وژل شوي وو.


پتوال
16.09.2011

د حقاني ډله يواځې د ISI په پيوند د شمالي وزيرستان له اوسيدونکي حفيظ الله اود هغه ترۀ لطف لرحمن سره چې په سيمه کې د پاکستان پولي ټيکل دی تړاو لري او او له همدر لارې له القاعدې سره هم خنجک شوې ده :
[quote:ef8ffdf844]د نوموړي چارواکي په وينا حفيظ الله په ميرعلي كې د حقاني ډلې يو قومندان و او له بهرنيو ترهګرو سره يې اړيكې درلودې. [/quote:ef8ffdf844]
اړينه ښکاري چې د افغاني طالبانو له پاره د افغانيت او اسلاميت يو معيار دISI په وړاندې ملي انقلاب راپيلول شي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more