نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پان اسلامیزم یعني څه؟
محمود سعيد
15.09.2011
د پان اسلامیزم په اړه لږ مالومات راکړئ، ویل کیږي چې د پان اسلامیزم په نوم د سیدجمال الدین مفکوره د نړۍ د اسلامي هیوادونو او ملتونو د یو کولو په اړه وه...
محمود سعيد
08.10.2011
څوک نشته چې ځواب راکړي؟
ahmad bilal
08.10.2011
السلام علیکم محمد سعید صاحب!
بښنه غواړم زما دغه لیکنه اوس په سترګو شوه، نه پوهیږم چې ولې؟ خو زه هر وخت پکې انلاین یم شاید له دې وجهې به ماته وروستې لیکنې دومره ډیرې نه ښايي؟
خو زه چې څومره د پان اسلامیزم په هکله معلومات لرم هغه به درسره شریک کړم...
پان اسلامیزم هغه خوځښت ته وايي د کوم مقصد چې د مسلمانانو یو کول د هغوي د مذهب په بنیاد وي، پان اسلامیزم لفظ غربي مستشرقینو استعمال کړ
(Khushwant Singh, "Pan Islamica", Journal of the Punjab
University Historical Society, vol. IX,page 36)
هغوي پان اسلامیزم څه داسې تعریفوي:
د محمدي وګړیو یو محمدي اتحاد د محمدي عقیدې د دفاع لپاره !!!
(Naimur. Rahman Farooqi. "Pan-Islamism in the Nineteenth Century", Islamic Culture (Hyderabad) L. VII, No. 4, (October 1983, pp. 283-296) p. 284.)
دغه لفظ بیا وروسته مسلمانانو د خپل منځ کې د ورورولۍ لپاره استعمال کړ
(Perveen Feroze Hasan, The Political Philosophy of Iqbal, Lahore, Publishers United Printing press, page 209.)
په نولسمۍ او شلمۍ پیړۍ کې داسې حالت جوړ کړاې شول چې د مسلمانانو یو وجود ټوټه شو، او د سید جمال الدین افغاني دغه، د هغوي په اصطلاح د پان اسلامیزم ، خوځښت ته لیار پرانیزي...
-د ۱۸۵۴ د هند د آزادۍ جګړۍ نه پس د مغولو امپراطوري ونړیدله.
-د ۱۸۵۷ او ۱۸۶۴ تر منځ زاري روسیه د منځني آسیاء مسلمان هیوادونه د خپلې جغرافئ لاندې راوستل
- په همدۍ پیړۍ کې د انګلستان امپریال دوه ځل په افغانستان خپل ناوړه یرغل وکړ
-ایران د نړیوال توطیو مرکز جوړ کړای شوې و!!!
- مالیزیا او اندونیزا هم د طاقتونو مستعمره جوړې کړاې شوې وې
-فرانسې په الجزائر او تونس خپل یرغل کړې و
-عثماني خلافت هم په خپل زوال و
او نور داسې ناوړه فعلونه چې زما په مطالعه کې نه دي...
او خاص کر په دغه حالاتو کې د انګلستان ویسټرنائزیشن عمل ډیر خلګ په خپل اسلام کې په شک اچولې و، (هند کې د هغوي علی ګړهي خوځښت، انګریزي مشینري) (همداسې په مصر او ایران کې هم، ترکیه کې فري ماسیون وغیره) نو په دغه حالاتو کې یو داسې شخص د کونړ اسد آباد ،نه د ایران اسد اباد،څخه راپورته شي او په یوازې ځان دغه صلیبي او غربي جګړۍ ته ورودانګي....
خدای پاک ورته دومره استعداد ورکړې وه چې په یوازې ځان په مسافرۍ کې د بیروني هیوادونو د آزادۍ او د انقلابونو رپنديو لاندې خپله اوږه ورکړي او د دغو هیوادونو امپریالونو خلاف په بغاوت کې ټول زور خپله وزغمي!!!!
خو په حقیقت کې دغه خوځښت او یا تحریک د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې برپاء کړل شوې وه، داسې ډیر قرآني آیتونه دي او ورسره د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث چې د مسلمانانو یو وجود په حیث پکې بحث کړل شوې وي...
انماالمومنین اخوة
المسلم اخو المسم
وغیره او هغه بل مشهور حدیث د مسلمانانو مثال د یو بدن په شان ده که په یوځاې کې یې درد وي بل ځاې به پریشانه وي....
نو ځکه دغه تحریک، سید الافغان، سید جمال الدین افغان یوازې د مسلمانانو راویښولو لپاره شروع کړې و، ترڅو هغوي خپل دین په بنیاد اتحاد ته راوبلي او هغه څه ته یې راوبلي چې هر ځاې په قرآن کې ورته اشارې شوې دي...
مننه
احمد بلال
محمود سعيد
10.10.2011
دروند احمد بلال صیب ډیره مننه.
ښکلي ځواب مو راکړ. الله د اجرونه درکړي.