نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
که حزب اسلامي د بن غونډي ته وروغواړی نو ګډون به پکي وکړي:حکمتیار... د افغانستان د باندینو چارو وزارت ددي کار نه ا
۰
14.09.2011
حکومت: د بن غونډې ته "يو" افغان پلاوی ورځي
مصطفی سالک
کابل
د حکمتيار ډله جګړه، د افغانستان د حل لار نه بولي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د حکومت د وسلوال مخالف مشر گلبدين حکمتيار دا وړانديز رد کړ چې که د بن په دويمه غونډه کې د يوه'' خپلواک او د ستونزې د مطرح اړخ'' په توگه برخه ورکړل شي، نو گوند به يې په دغه غونډه کې گډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان له خوا به د بن غونډې ته 'يو' افغان پلاوى ورځې.
په لومړيو کې د بن د دويمې غونډې په اړه داسې انگيرنې وې چې ښايي د وسلوالو طالبانو په گډون ځينو نورو وسلوالو مخالفو ډلو ته هم په کې د گډون 'بلنه' ورکړل شي.
کارپوهانو په دې انگيرنو سره هغې نيوکې ته ځواب وايه چې د بن په لومړۍ غونډه کې يې د طالبانو نه شتون د افغانستان د ستونزې له لاملونو څخه کارنده لامل باله.
خو افغان حکومت دې ټولو انگېرنو ته داسې ځواب ورکړ چې دا غونډه به د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې تر منځ وي.
دوی وايي په دې کې د ''افغان حکومت وسله والو مخالفانو'' ته ځاى نه ورکوي، خووروسته افغان حکومت وويل چې کيدى شي د حکومت وسلوال مخالفان هم د ا افغان پلاوي په اډانه کې د بن د غونډې گډونوال شي.
په دې وروستيو کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب وويل که د يوه ''خپلواک او د ستونزې د مطرح اړخ'' په توگه برخه ورکړل شي استازي به يې په دغه غونډه کې گډون وکړي
تاسو د حکمتیار دا کار او افغانستان د خارجه وزارت رد څنګه ارزوئ؟
pattang
14.09.2011
دا خوشې ارتجاعي دار بازي ده چې لاسپوڅيو او صليبي اس سپار ه يې مخته
اچوي !
دخلکو په سترګو پردې اچو ل دي او ددالرو دګوډي خولې وازول دي ، خو داسې
مالوميږي چې صليبيان هم ډېر سخت اقتصادي مشکلات لري اوکوناټي يې ډوبۍ
وهي٠
دافغان ملي پاڅون به تر هغه وخته خپله اصلحه کښې نږدي تر څو چې ټول صليبيانو
زمونږ هېواد خالي کړی نه وي٠ که دوی مو دعوت هم کړي مونږ نه ورځو ، دڅه لپاره
ورشو!
ورتګ داشغال قانوني تائيد او د غلامي مهر پر خپل ځان وهل دي او بس ٠
ډاکتر څپاند
14.09.2011
که څوک واقعا سوله غواړي،نونه يواځې حکمتيار بلکه هر هغه ډله يا افرادچې په افغانستان کې دسولې او جنګ په هکله نقش ولرلې شي، بايد په هرې هغې جرګې کې چې دهيواد دراتلونکې په هکله پکې تصاميم نيول کېږي برخمن وي٠
دکابل دګوډاګي دولت نماينده ته بايد وويل شي چې ستاسو او دبهرنيانو اشغالګرو تر منځ خو په تيرو لسو کلونو کې خورا ډېري ناستې او جرګې شوي دي،خو پايله ئي څه؟؟
دمخالېفينو او دمطرح وړ شخصيتونو دګډون نه پرته به په اسطلاح "دبن غونډه"يوه بله کوچنۍ ډرامه وي او بس٠
جعلي ټولټاکنې،جعلي "ولسمشر" تقلبي "پارلمان"،تاسو دچا نمايندګي کولی شئ؟؟؟؟،يو څه شرم پکار دی!
محمود سعيد
15.09.2011
له دولت نه خو ګیله نشته، ځکه بنسټ ېې د پردیو په لاس ایښول شوی دی.
خو فکر کوم دلته حزب اسلامي هم د قدرت غوښتنې پخوانۍ مینه رابرسیره کړې ده، کنه کیدای شوای هغوی دا وړاندیز په داسې ډول کړی وای:
له افغانستان څخه د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو د وتلو د وروستۍ ورځې (ډیره لرې نه) له ټاکلو وروسته په یو بې طرفه هیواد کې د ستونزو د حل لپاره له ښکیلو خواوو سره خبرو ته چمتو دی...
د بن لوبه هم د پخوانۍ هغې په څیر ده، دلته بیا ښايي د یونیکال د کوم مشاور پر سر د افغانستان د واکمنۍ تاج کښیښول شي...
[quote:92c0424507]د حکمتيار ډله جګړه، د افغانستان د حل لار نه بولي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د حکومت د وسلوال مخالف مشر گلبدين حکمتيار دا وړانديز رد کړ چې که د بن په دويمه غونډه کې د يوه'' خپلواک او د ستونزې د مطرح اړخ'' په توگه برخه ورکړل شي، نو گوند به يې په دغه غونډه کې گډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د افغانستان له خوا به د بن غونډې ته 'يو' افغان پلاوى ورځې.
په لومړيو کې د بن د دويمې غونډې په اړه داسې انگيرنې وې چې ښايي د وسلوالو طالبانو په گډون ځينو نورو وسلوالو مخالفو ډلو ته هم په کې د گډون 'بلنه' ورکړل شي. [/quote:92c0424507]
حلیم
15.09.2011
سلام،
پتنګ صیب داسې ښکاري چې دا ځل د افغانانو په یوالي، درایت او پر شعور ولاړ سیاست ډیر ثابت او تر منزل رسیدونکی درته ښکاري.
موږ خو د امریکا او پاکستان په مټو پرون شوروي مات کړ، او نن دادی د روس، پاکستان او ایران په مټو د امریکا ماتې ته شپې سبا کوو.
خو دا راته ووایه چې د ملعونو غربیانو له تیښتې وروسته څه خوبونه وینې؟
پښتون - تاجیک
پښتون - هزاره
پښتون - ازبک
پښتون - ترکمن
او
تاجیک - هزاره
هزاره - ازبک
..........
داسې جګړې او ورور وژنې دې پیش بیني کړیدی کنه دا ځل به له خیره خوښی پی اسلامي خلافت له کندهاره پیلیږي؟
د سعید ورور د خبرې په اړه، ما مخکې هم یوځل د حزب اسلامي په اړه یو څه لیکلي و، زما اند دادی چې دوی له جګړې څخه سیاسي حرکت ته اهمیت ورکوي، نو ځکه یې اوس هم ډیر کسان په مرکزي دولت کې فعال دي، او د مقاوت ډله یې ورو ورو کمزورې او له مرکزي دولت سره یوځای کیږي.
او په ننیو شرایطو کې دا ښه خبره ده.
په پښتنو کې د همدا اوس لپاره (چې نفاق، نفرت، تربګینت، بیسوادي، بیګانه پرستي خپل اوج ته رسیدلي ده) د سیاسي حل لارو څخه خپل هدف ته رسیدل ډیر ګټور او پر وخت ګام دی.
نور ستاسو خوښه.
۰
15.09.2011
السلام علیکم
د حکمتیار صیب د نوم سره تڼئ او د رزداد پاټک او د ننګرهار د خوګیاڼو په
خوارانو کي د حاجي خیرمحمد پاټک نیغ مخي ته ودریږي.
خو الله دي وکړي چي دا ځل حکمتیار صیب په رښتیا هم د افغانانو په درد
دردیلي او لکه چي اخري عمريي دی اخرت ورپه یاد شوي وي او نور له خپله
غرضه تیرشي او دا اخره خاتمه يي الله په صداقت تیره کړي ځکه چي اعتبار
خواتم العمل ته دی .
خو پوخ یقین مي نشي چي حکمتیار دي دا خبره دافغانانو او اسلام د ګټي په اند
کړي وي هغه ډیر چلباز اوټول سیاست يي په درواغو بنا دي .
الله پاک دي هغه او مونږ ټولو ته کوم چي په بدله لاره روان دي د سمي لاري هدایت وکړي آمین.
pattang
15.09.2011
حليم صيب سلام عليکم !
وروره له دې خبرو مه ډارېږه ! هر څه به کوو خوله نرخه به نه وځو !
په نړۍ کې ملتونه او هويتونه شته /دي او دغسې يو تړلی پوخ شوی پروڅيس
د سياسي او اقتصادي ژوند بنسټ ګرزېدلی دی٠
خدای دوکړي چه زما په خبرو پوه شې :
د افغانستان اوس دا ملي سرود له فساده ډک او دنفاق بنسټ دی چې په هغه کې
دقومونو نومونه ياديږي ، دغه سرود د جنګي جنايتکارانو قدرت چې دخپل
ايتنيک ، قام په نوم يې کوي ،ساتي او خپل ژند ته پرې دوام ورکوي ،داچې نور
غريب، اوزبک ، تاجک، هزاه ٠ پشه يې له لوږې مري ، ددوی لپاره بې تفاوته دي
داځکه چې غريب اووږی ډېر ژر غوليږي٠
دوه سيناريو امکان لري :
- په زورسره يو ملت ، يو هويت د افغان په نوم جوړول او د قومونو نو مونه له منځه
وړل د اکسريت قومي کلتور د د اقليتنو له کلتور سره مجموعه ديوه افغاني
کلتور په نامه ! دغه لاره په غربي ليبراله ديموکراسي کې وجود لري چې ريښې
يې ان 18 قرن ته رسيږي٠
- په اسلامي او طالبي فلسفه او لاره کښې له ټولو مهم هويت او تړل د اسلام کلمه ده
چې قوميت کوم ارزښت پکښې نلري او ګناه يې بولي ٠ چې ريښې ان زمونږ د رهنما
(رسول الله صلی الله عليه و السلم ) په وخت کې ١٤ سوه کاله مخکې اېښودل شوې
دي ، زه خپله ملا نيم دادی طالبان داسې وايې :
[color=red:1c34c6b493][[/color:1c34c6b493] رسول د خدای فرمايې ، ځوک چې د قومونو لوري ته خلک را بولي هغه زما
امتي ندی ٠ يو بل حديث کې رسول دخدای فرمائي ، څوک چې دقومونو په
جنګونو کې مړ شي هغه د جهالت په مرګ مردار شوو.... رسول دخدای يوارې له
له صحابه کرامو نه پوښتنه وکړه : من القوم ! (تاسې په قوم څوک ياست ? ځواب
نحن المسلمون ٠ اوس نو تاسو فکر وکړۍ چې اول مسلمان ياست او که افغان .....
محمد ذبیح اللہ خان مجاهد, دافغانستان اسلامي امارت[color=red:1c34c6b493] ][/color:1c34c6b493]
نو اوس وروه دقوم او قوم بازي خبره له منځه تلې ده ٠
دپنتګ يوه بله لاره ده :
هو زه مسلمان يم خو داقليت کلتوري غلا مي نه منم ، له حق نه بايد ستر ګې پټې
نشي ٠
اوسني صليبي اشغالګر اودا پوده غله ، نا لايقه لاسپوڅي ستاسو له خبرو څخه ګټه
اخلي او دسروت او غلا جونګړه يې ترې جوړه کړې ده ٠ ددوی پرېښودل بې له
محکمي څخه به د بشريت له نوم سره سترخيانت دی٠
[quote:1c34c6b493="حلیم"]سلام،
پتنګ صیب داسې ښکاري چې دا ځل د افغانانو په یوالي، درایت او پر شعور ولا
ړ سیاست ډیر ثابت او تر منزل رسیدونکی درته ښکاري.
موږ خو د امریکا او پاکستان په مټو پرون شوروي مات کړ، او نن دادی د روس،
پاکستان او ایران په مټو د امریکا ماتې ته شپې سبا کوو.
خو دا راته ووایه چې د ملعونو غربیانو له تیښتې وروسته څه خوبونه وینې؟
پښتون - تاجیک
پښتون - هزاره
پښتون - ازبک
پښتون - ترکمن
او
تاجیک - هزاره
هزاره - ازبک
..........
داسې جګړې او ورور وژنې دې پیش بیني کړیدی کنه دا ځل به له خیره خوښی پی
اسلامي خلافت له کندهاره پیلیږي؟
د سعید ورور د خبرې په اړه، ما مخکې هم یوځل د حزب اسلامي په اړه یو څه لیکلي
و، زما اند دادی چې دوی له جګړې څخه سیاسي حرکت ته اهمیت ورکوي، نو ځکه
یې اوس هم ډیر کسان په مرکزي دولت کې فعال دي، او د مقاوت ډله یې ورو ورو
کمزورې او له مرکزي دولت سره یوځای کیږي.
او په ننیو شرایطو کې دا ښه خبره ده.
په پښتنو کې د همدا اوس لپاره (چې نفاق، نفرت، تربګینت، بیسوادي، بیګانه
پرستي خپل اوج ته رسیدلي ده) د سیاسي حل لارو څخه خپل هدف ته رسیدل ډی
ر ګټور او پر وخت ګام دی.
نور ستاسو خوښه.[/quote:1c34c6b493]
پتوال
15.09.2011
- ښه خو دا وه چې د کابل ګوډاګی حکومت او اشغالګر په خپلو منځو کې پرېنښودل شي چې دوی ځانله په ځانله د افغانانو برخليک وټاکي ،
- ښه او مثبته دا هم ده چې په هره ممکنه لار د افغان ولس استازي په ټاکونکو غونډو او کنفرانسونو کې برخه واخلي . دا کار له يوې خوا د وسله وال
مقاومت په رسميت پېژندنې سره مرسته کوي او له بلې خوا د ملي ګټو د خوندي ساتلو له پاره هم ګټور تماميږي کنفرانس له معامله ګرۍ
څخه ژغورل کيږي . سر بېره په دې د ټول وسله وال اپوزيسيون ګډون ښايي سولې او ملي خپلواکۍ ته هم لار پرانيزي په دې معنی
چې په يوه منځمهاله حکومت
په جوړولو هم سره سلا شي چې د يوه بېطرفه شخصيت په مشرۍ پراخبنسټه حکومت رامنځته شي ، په کوم کې چې مخالف اړخونه
په سلو کې ديرش دېرش او بېطرفه ملي شخصيتونه په سلو کې خلوېښت ونډه ولري او د ٢٠١٤ په ځای د ٢٠١٢ ترپايه ټول اشغالګر وځي
او د بهرنيانو له وتلو سره سم په انتقالي حکومت په کار پيل کوي !
- همدارنګه خورا ښه او مثبته ده چې هدف د غسې آزاد ، سوله ييز ، ملي او اسلامي قدرت ته لېږ دول وي نو د طالبانو او حزب اسلامي
د استازو ګډون په کې چې څومره جدي او فعال او په مستقل ډول تر سره شي هومره به ګټور تمام شي . حزب اسلامي د استازو شمير بايد
په هرصورت کې د د طالبانو داستازوله ٢٠٪ - ٢٥ فيصدو پورې وي ، نه زيات !
- دا هم بايد خورا مثبته و انګېرل شي چې د بشپړې آزادۍ او ملي خپلواکۍ د منلو او تامينول په صورت کې بآيد له امريکا سره د دوښمنۍ پر ځای
بيا دوستي وغځول شي ، څو افغانستان له آزادۍ سره سره بيا له نړۍ څخه ګوښه والي ته پرېنښودل شي ، چې خدای مکړه له ډېرې غريبۍ څخه
بيا د پاکوستان او يا يران لاس ته کښېننو !
- د بشپړې ملي خپلواکۍ له اعادې وروسته کولای شو چې نوموړې دوستي له امريکا سره بيا په يو شرط په ستراتيژيکه دوستۍ هم واړوو،
په قرارداد کې يي بايد دا سې متن ځای په ځای شوي وي چې دا تړون د افغاني خاورې او ملي آزادۍ بشپړولو ته ژمن دی !
په درنښت !
۰
16.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هسي ورونو زه دي حکمتیار بیچاره ته حیران یم او دده په حال مي ډیر
افسوس راځي دا بیچاره د یوي خوا هم نشو کنه!
ده خو داچالاکي کوله چي ځه خو که دهري خوا تله درنده شوه زه به هم
هماغه خواته ورشم خو دي سره د دواړو خواوو نه پاتي شو.
طالبانو خو لا له پخوا هڅ التفات ورته نه ورکاوه د کرزي اداري چي دده
نیم بړیڅي ورسره په چپنه کي پټ دي هم يي دده وړاندیز په کټه پیش وواهه
او حتي زمونږ پتوال صیب چي کله د بن د غونډي یا بلي کومي غونډي او
صلحي خبرو خبري کوي نو ۳۰٪ دکرزي اداړه او ۳۰٪ طالبانو نمایندهګان
او ۴۰٪ مذبذبین [افغان ملتیان] به حساب کي راوستي .
دا حکمتیار صیب اوس څوک په سل منه لیټۍ کي هم نه حسابوي لکه پتوال
صیب چي حساب نکړ ای ډیر افسوس دده بیچاره په حال!
الحمدلله الذي عافانا مماابتلی به حکمتیار وفضلنا علی کثیر من خلقه ویفضل تفضیلا.
مومنداافغان
پتوال
18.09.2011
مومند افغانه سلام !
لکه څنګه چې مسلمان حزب اسلامي ، طالب غورځنګ او جهادي تنظيمونو ته منسوب او محدود کېدای نشي همدغسې د ملتپالنه
او ولسواکي هم کوم ګوند ، غورځنګ يا تنظيم ته نشي منسوبېدای او محدودېدای !
او په افغانستان کې سياسي او تنظيمې ډلې د خلکو ډيره محدوده فيصدي لري ، نو دا به د افغان ولس سره سخته جفا وي چې ملتپال شخصيتونه
په ګوندونو کې ولټول شي يا واقعي ولسواکان کوم ګوند ته منسوب شي او يا خدای مکړه د اسلامي ټولنې پر ځای مسلمانان صرف
طالب يا حزبيانو ته وويل شي !
زما په طرحه کې ټولې حزبي او وسله والې ډلې په دوه مخالفو قطبونو ويشل شوي ،
حکومت او حکومت پلوه ګوندونه او تنظيمونه
او مخالفين يې چې طالبان او وسلوال تنظيمونه او ګوندونه !
نو افغان ملت او نور په سلګونو ګوندونه چې دحکومت په ضد نه جنګيږي ټول د حکومت په خوا کې د اشغالګرو ګوډاګيان ګوندونه دي .
افغان ملت به هغه وخت ملي وای چې مشرتابه يې په حکومت کې ګډون رد کړی وای او د اپوزيسيون لاره يې خپله کړې وای !
همدارنګه مخالفين به هم هغه وخت ملي وای چې هم يې سوله ييزمقاومت رهبري کولای او هم وسله وال او د ګاونډيانو د استخباراتو
په خوله يې ټانټې نه ژولای !
خو سره له دې مسلح، جنګي افغانان دي او د سولې له پاره د سولې په ملي حکومت کې ديرش ديرش فيصده برخه يې حق بولم !
افغان ملتيان د حکومت سره او حزب اسلامي له طالبانو سره خپله ونډه لري ،
له له بيطرفو ، غير ګوندي او غير تنظيمي ملي شخصيتونو سره
چې ٤٠٪ ونډه ورکړل شوې ده !
که طالب حزب اسلامي ته او حکومت افغان ملت ته ونډه نه ورکوي د بيطرفو يې
له دې .... ! د هغوی يې پرې څه ؟
ولې د انتقالي حکومت د برياليتوب له پاره اړينه ده چې هرې ډلې او ټپلې ته د خپل ټولنيز بيس او اغيز په اندازه ونډه ورکړل شي ،
تر څو دغه ليوان بيا د ولس په هډوکو خولې خښې نکړي او جنګي غاښونه ( توپونه او راکټونه ) ونه کاروي !
يواځې د بيطرفو سوله ييزو ملي شخصيتونو په مشرۍ دوی سمې لارې ته مجبورېدلای ، په مثبتو ځواکونو اوښتلای او
په راتلونکې کې د ملي اسلامي او ولسواکو ځواکونو په توګه ملي وحدت، سوله ، دين ، افغاني اسلامي ولسواکي
ملتپالنه ، پرمختګ په هپواد کې تضمين او تامين کړي ! له دېنه خو ټول خبر ياست چې ما په هېڅ کومه ليکنه کې د ګوندونو ،
تنظيمونو او جنګي ډلو د پراختيا پلوی نه دی کړی نوهيله کوم چې په راتلونکې کې هم افغان ملتيان
يا نور کوم تنظيميان ، ډله پالې ټپلې راباندې ونه تپئ !
نو په ډېرې بخښنې سره :
[color=blue:cbc641df22]په مطلق بيطرفۍ کې زمونږ خير دی
........................................................... په طرف ، ګوند او په ټوپک به افغان مرينه !
دا لس سل زره کسان دي که ټول ورک شي
............................................................ نو افغان ولس به خلاص شي له ناورينه !
يا د سولې په قدرت کر برخه واخلي،
................................................................... خوښ پرې نه يم ، خو زما يې له دې [/color:cbc641df22][color=red:cbc641df22]....![/color:cbc641df22]
۰
18.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
هاهاهاهاا یره پتوال صیب ټولي خبري دي ډیري مختصري او سپیني او حقیقت ویلي او سل په سلو کي درسره موافق یم اوله ټولو خبرو دي برسیره
دا بیت او د بیت دي اخري مصري اخري ټکي چي .... وو ډیر نره خبره وه
اوس دي پښتو منم بیشکه چي پښتون یي همداسي پکارده :lol: :lol: :lol:
م . ق
24.09.2011
[color=cyan:bce7019814]ټولو ګډونوالو السلام علیکم ورحمة الله،
حزب اسلامي په خپله اعلامیه کې دغه خبرې تبلیغات بللي او دغه ټولې ادعاوې یې له یوه سره رد کړي دي، لاندې ځیرشئ:[/color:bce7019814]
حزب اسلامي ديوې اعلاميې په خپرولو سره هغه ادعاوي ردکړيدي چي ګواکي دوی د بن په دوهم کنفرانس کي د ګډون غوښتنه کړېده او کابل ته يې پلاوئ او طرحه لېږلې ده او دا هر څه يې ددوی په وينا له غرضه ډک تبليغات بللي دي .دوی وايي چي حزب اسلامي نه تېره اونۍ کابل ته کوم هيئت لېږلى، نه ئې د بن په کنفرانس کي د گډون مطالبه کړې او نه ئې د کابل چارواکو ته د مصالحې کومه نوې او تفص۲يلي طرحه وړاندي کړې.
دوی د نه ګډون علت دا ښوولئ دی چي د بن دوهم کنفرانس هم لکه لومړئ هغه د پرديو په ابتکار جوړيږي چي نه يې اجنډا مالومه ده او نه يې برخه وال مشخص سويدي ، په داسي حال کي چي د يوې ترخې تجربې او تاريخي فاجعې په توگه تر دې وړاندي او د لومړي بن کنفرانس په نامه تېرشوى چي په هغه کي ددوی په وينا د افغانستان اشغال ته د مشروعيت ورکولو هڅه وسوه.
د حزب اسلامي په دې اعلاميه کي راغلي دي چي د تهران او غرب ترمنځ وروستي توافقات، (لکه د اتمي تاسيساتو د تفتيش هيئت ته اجازه ورکول، د دوو امريکايي بنديانو خوشي کول، د سوريې په اړه د احمدي نژاد دا وينا چي بايد له مخالفينو سره د تشدد پرځاى خبري وشي، د ليبيا په اړه هغه څه ويل چي امريکا ترې غوښتل، ايران ته ددې اجازه ورکول چي په پوله او د افغانستان دننه په حساسو ځايونو کي نوې امنيتي پوستې جوړي کړي...) ښيي چي تهران به يو ځل بيا د بن په راتلونکې غونډي کي همغه څه کوي چي په مخکني کي ئې وکړل.
دوی وايي چي په معامله ګريو باور نلري ، له خپل اصولي دريځ او اسلامي تګلاري نه پرشاکېدونکي دي او وايي چي دافغانستان بحران د خارجيانو په وتلو او افغانانو ته خپل برخليک ټاکلو په حق ورکولو سره حل کېدلای سي.
[color=cyan:bce7019814]د لراوبر ویبپاڼې څخه
[/color:bce7019814][url]http://larawbar.org/detail.php?id=28474&date=2011-09-23[/url]