د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امریکایي اډو مخالف نه یم!!

حلیم
13.09.2011

سلام،
«د امریکایي اډو مخالف نه یم!!»
ډیر جرئت غواړي چې دا خبره حتی په ژبه راوړم، د ستاسو ملګرو سره پرې بحث کول خو بیخي راته ګران ښکاري؛ خو کله کله سړی د ډیرو نا دودو یا هم د خپلې بیسوۍ له مخې ځنې وړې ستونزې، خجل، او یا هم ... په سر اخلي.

څه موده مخکې مې په یوه خبري سایټ کې ولوستل چې د امریکا سره ستراتیژیک تړون د 2014 تر2040 پورې د دوه هیوادونو ترمنځ د همکاری (په اصل کې د هر هیواد خپلو موخو او اهدافو) تړون دی، نه د دایمي او ابد الابد قرار داد لاسلیک کول.
پدې سره زه دې تاریخي او د افغانستان د سیاسي، صنعتي او ټولنیز تګلوري د بدلون ټکي ته څه ناڅه هیله مند شوم، او داسې هیله راته پیدا شوه چې کیدای شي تر 2040 پورې زموږ خلک لږ څه نور هم په پښو ودریږي، د دوه بیرحمه او کفر فطرته مسلمانو ګاونډیانو له شر څخه قسماً بې غمه شو. او له هغه وروسته به ان شا الله د افغانستان دروازې د نورې نړی پرمخ خلاصې وي، د بهرنیانو سره به حساسیت کم، بهرنۍ پانګونې به زیاتې، پرمختیايي داخلي او خارجي پروژې به تر 2040 او له هغه وروسته د عملي کیدو وړ، او د پرمختګ پړاوونه به په سرعت سره وهل کیږي.

او خلک (خاصتاً پښتانه) به د نورې نړۍ په څیر لږ د لوړ بصیرت، او ټولنیزو لوړو میعارونو سره ژوند کول زده او پرمخ بیایي.

له بلې خوا، که امریکا ووځي، زما نه په ایران باور شته او نه هم په ناپاکستان، ولو که مسلمان دي خو تل یې زموږ د مظلوم ولس وینې څښلي دي. او لابه یې څښي.

نو ښه داده چې، تر 2040 پورې د امریکا شتون د پښتون قوم د مزاج سره سم په یوه محدوده کې قانونې او د پښتنو (تر ټولو وروسته پاتې، بې اتفاقه، بې علمه، او له بلې خوا په هیواد مین قوم) د ترقۍ لپاره ګړندي ګامونه پورته، او د هغه موضوعاتو چې د پښتون د حساسیت لامل کیږي لکه شپنۍ چاپې وهل، د خلکو د کورونو تلاشي، د دیني او کلتوري ویاړونو درناوی نه کول، او داسې نورو پاک وي نو دا قرار داد د افغانستان او امریکا په خیر او د ناپاکستان او ایران په شر دی.
پاکستان به نور د امریکا څخه د مرستو تمه نلري، او افغانستان ته به خپله 5مه صوبه نه وايي.
په ایران کې به داسې کورنۍ اور بل شي لکه دا 35 کاله یې چې زموږ په کور کې بل ساتلی دی.

او افغانان به لږ ارامه سا ونیسي.
حد اقل که دوه ځوانان مري، سل خو به تعلیم او تحصیل کوي. چې پدې کې زموږ ډیر خیر دی تر دې چې یو مو نه ومري او نه تعلیم او تحصیل وکړي.

ستاسو د نظریاتو په تمه.


عادل عادل
13.09.2011

السلام علیکم

محترم حلیم صاحب ستاسو خیرخواهي ماته خیالي او فرضي برېښي،، ، لس کاله مخکې ډېری افغانان هم په ورته توګه خوشباوره وو،،، هغه ساده کلیوال متل به مو اورېدلی وي چې وایي:

سپوږمي ته د میاشتې په سر کې دوعا کیژي !

ستراتیژیک تړون به مظلومو او په وینو کې لمبېدلو عامو افغانانو ته ځمکه سړه نکړي، یعنې د ظلم او وحشت روانه لړی به همداسې دوام مومي،،،،، یوازې به دومره وشي چې لاسپوڅي به نور په بې شرمی سره ټیټ نه بلکه هسک ګوري.


حلیم
13.09.2011

عادل صیب مننه،
ستاسو قضاوت پرځای دی،
خو لکه مخکې مې چې ویلي کله کله سړی ډیرې خبرې د خپل ځان، خلکو او هیواد لپاره زغمي، او همغه موقع ځانته د یو فرصت په توګه قبلوي له هغه څخه د ځان لپاره اعظمي ګټه پورته کوي. ښه بیلګه یې د هزارګانو دریځ، د حزب اسلامې ګوند دوه ټوټې کیدل چې لویه برخه یې له مرکزي دولت سره مل او کوچنی برخه یې (البته د ځنو ملاحظاتو له مخې) مقاومت ته تلل، او داسې نور.

زه منم چې د کرزي فاسدې ادارې هغه څه چې زموږ هیلې ترې کیدې ونکړل، او کولای یې هم نه شي. ولې د بل هر وخت (مجاهدینو) په پرتله ډیر څه شویدی، که څه هم چې زموږ ځوانان مري، څوک د پنجاب، څوک د امریکا او څوک د ایران په فرمان. خو دا هم زموږ د هغه دریځ زیږنده ده چې پرون یې موږ لوری نیولی و او اوس هم ورته ښه راغلاست وایو. چې هغه جهل او ناداني او یا هم ... دي

د لاسپوڅو په اړه به درته ووایم چې، تاسو ددې کوم بدیل لرئ؟
په ټول هیواد کې څوک ددې کار لپاره وړ بولئ؟ - ماته خو تر دې ادارې نورې ټولې تیرې تجربې ډیرې ترخې ښکاري، البته پښتنو په لوی لاس لدې فرصت څخه د ځان په ګټه کار وانخیست.
دا واقعیت دی، مسلمان یم کفري وحشت ته په اسلامي ځناورو برتري ورکول ښه کار ندی. خو ....................!


۰
13.09.2011

السلام علیکم
حلیم صیب تاسو د یو دردیلي افغان په حیث ښه فکر لری او ای کاش چي هر افغان همداسي بااحساسه مفکر او همدرد واي .
ای کاش چي ستاسو دا خبري عملا شوني واي او افغانان د امریکا په شتون کي تعلیم یافته او د ښه ژوند څښتنان کیدی شواي خو متأسفانه چي داسي نده.
مونږ ستاسو دافغاني او اسلامي اوپښتني جذباتو قدر کوو او ورته په ښه سترګه ګورو خو دا خبري یواځي خیال پلاو دی اوبس.
پدي دلیل:
امریکا چي دافغانستان سره هر ډول تړون کوي نو پدي وخت کي د افغان په ګټه ناشونی دي ځکه چي د کرزي اداره خو تاسو هم منئ چي کومه ازادي نه لري او غلامه اداره ده نو یو غلام به د خپل بادار سره څرنګي تړون وکړي چي ګټي يي خپلي او یا لږ ترلږه یو څه ګټي ولري خو ښکاره خبره ده چي ټوله ګټه به دبادار وي او بادار هم بیاداسي بادار چي پغیر د مادي ګټو بل هڅ کوم دین او آین ته ژمن نه وي او د مادي ګټو لپاره د هرقسم اخلاقي او دیني باورونو نه ورتیر وي.
اول خو دا تړون ستراتیژیک دی نو دا ستراتیژي به امریکا وي که دافغان ښکاره خبره ده چي امریکا په ګټه ستراتیژي ده اعني دامریکا اډي د امریکا د ګټو لپاره .
نو په ستراتیژي تړون کي به دافغان څه ګټه وي اقتصادي تړون ، دفاعي تړون ، او نور ګټور تړونونه د نورو [افغان دوښمنه] هیوادونو سره چي په سرکي يي ناپاکستان دی کوي او یواځي فوځي اډي دلته جوړوي څه معنی لري .
که څوک واي چي جرمني او جاپان کي يي هم اډي دي او هغوي مترقي دي نو هغوي دي نه مخکي هم مترقي وو او اوس هم پخپلو مټو ترقي کي لګیا دي او دامریکا اډي يي لا خنډ دي ځیني کارونو ته يي نه پریږدي نو که افغانان پخپله څه کوي خو هسي يي هم کوي کنه نو امریکا به هڅکله ورسره دترقۍ په کار کي مرسته ونکړي بلکي د یو څه کارونو ته به يي خنډ هم شي لکه په جاپان کي چي په جاپانیانو قیود لري او هم په جاپانیانو او جرمنیانو دواړو د خارجي سیاست اجازه نشته بلکي دامریکا پالیسي چلوي .
او تاسو د کرزي په حکومت کي ځیني بیا ابادونه لیدلي چي په نورو حکومتونو کي نه وه نو هو همدا سي ده خو د مجاهدینو په دور کي هرچا خپل ځانونه مړول او د حکومت کولو په طرز طریقه نه پوهیدل او نه يي د پوهیدلو کوښښ کاوه خو بس هریو به غوښتل چي یوښه موټر او یوه کابلۍ تنکۍ پنکۍ ۶۰کلینه مدیري سره واده وکړی او بس نور به خوله نه سپړم .
د طالبانو وخت هم په جنګونو تیر شو او په حکومت کي هم ورسره دومره کمونستان شامل وو چي له نیماي ورزیات او ټول کارونه د همدوی په لاس وو وزیران ،رئیسان به به خط اول کي وو او معاونین يي ټول کمونستان وو او دولتي کارونه به يي کول یو د کندوز اوسیدونکي چي پوخ پرچمی وو د عشرو ذکات په وزارت کي په لویه دنده مقرر وو او هرڅه به چي له ولایاتو عشر راته نو ده به ورته دکتابچي په پانه تسلیمي ورکوله او پیسي به يي کورته وړي او بیا يي ورباندي په کابل ، کندوز او جلال اباد کي کورونه واخستل او چی کله طالبان لاړل نو ږیره يي وخریله او بیرته پرچمی شو کابل کي تري چا وپوښتل چي حقاني صیب نیستي [ ځان يي په حقاني مشهورکړی وو حلانکه د لیسیي نه فارغ وو] ده ویل چي هو زه هماغه یم خو داکارت مي وګوره د پرچمي ګوند کارت يي وروښوده اوس په جلال اباد ګمرک کي کارکوي او کوم خلک چي به پرچمي او خلقي نه وو نو هغوئ به بیا د پاکستان دکوم پیر مرید وو او په خلکو به يي د سوټي په زور خپله پیري منله د ننګرهار صدراعظم او ملا کبیر يي ښه مثالون دي.
اوکه د کرزي حکومت کي یو څه کارونه وشو خو دومره پیسي د افغانستان د مرستي او نورو شیانو په نوم راغلي چي که نیمايی يي هم لګیدلاي واي نو اوس به افغانستان نه امریکا جوړه وه.
په هرتقدیر وروره زما په فکر به دا تړون پدي وخت کي افغانانو ته هڅ فایده ونکړي او نه به دافغانانو د فائدي کوم ماده پکي ذکر شوي وي .
دا په هغه وخت کي سمون او ګټه لرلاي شوه چي د یو مستقل او ازاد اسلامي افغان دولت په لاس امریکا سره شوي واي نه د امریکا د غلام په لاس.
نوربـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا
مومندافغان


pattang
13.09.2011

خود به يې مخالفت نکوې ، سپين لاس سپينې پښې ناست يې دالر کورته
درته راځي نور نو څه غواړې ?

انډيوالانود ومره شانزول ته حاجت نشته ، دامريکايانو اډې هغه پخواني
پر چميان ، خلقيان ځينې غربي ليبراله مريضان غواړي ٠
اوداهغه خلک دي چې په پښتوکې ښې شاهنامې ليکي او په خبروکښې يې
ولاکه قاضي القضات بند کړي خو په مسلکي ډول تورې بلا وهلي دي ٠
کوم کار تر اوسه دوی کړی دی ? په کابل کې ټټۍ نلري او دکوڅې پر سر کښېني
نالت دخدای دې وي پر دې بې مسلکو لاسپو څيو او ددوی په حامي اشغالګرو
چې ددين ، اسلام ، کلتور او اجتماعي جوړښت دوښمنان دي٠

خبره ډېره مغلقه ده خو يو شی يې ماتوي چې هغه عقيده اواتفاق دي٠

ځينې خلک فکر کوي چې دوی ته به هر څه خارجيان اشغالګر وکړي ، نو پالي به
يې څوک ? دارژيم ډېر چټل رژيم دی له منځه وړل يې دهر مسلمان فرضي وظيفه
د ه ، پردې چټل بنسټ کور جوړول امکان نلري داد هلکانو يوه ساعت تيري ده ٠
داخلک به ټول محاکمه کېږي ٠ هغوی چې د صليبي سپرو پاتې او اډې غواړي
هغوی ته مفتو دالرو خوند ورکړی دی او په نور څه شي پسې نه ګرزي ، يواځې خپل
وخت تېروي او پيسې جيب ته اچوي ٠

افغانان بايد له خپلې بړستنې سره سم خپلې پښې وغځوي ، خپل هېواد په
خپله جوړ کړي او دغه کلتور بيا وپالي٠

ډېره مهمه موضع اقتصادي موضع ده ، اوس خو ٩٧ % بوديجه cia ورکوي او ٣%
کې دافغانستان ده ، داچې دا ځناوران په مسلکي ډول څه پلانونه لري او څه
کوي ،د اسې مالوميږي چې يا پر هيڅ نه پوهيږي او يا يې ډالرو ته ګوډی خلاص
کړی دی

دنرخونو قيمتونه د جرمني له نر خونو يوڅه کم دي :
يو کيلو غوښه په افغانستان کې ٢٦٠ افغانۍ ( € 4,3 ايرو ) او په جرمني کې
دپسه غوښه (€ 7-6 اوېرو) قيمت لري ٠ خو په کابل کې د ورځې مذدوري دوه
دالره ده اوپه جرمني کې دورځې مذدور ي د يوه عادي کار ګر له ٤٠ تر 136 اېرو
پورې رسيږي٠
يو د ناتو ترجمان دورځې 400 دالر اخلي :=> 2:400
نرخونه د اشغالګرو له معاشونو سره سم پورته ځي او هغوی چې له صليبيانو سره
کار نکوي له لوږې مري اودا دلاسپو څيواو صليبي سپرو هغه د صليبي جنګونو
زوړ سياست دی ٠

نالت په اشغالګرو او لاسپوڅيو!


۰
13.09.2011

السلام علیکم
پتنګ صیب د کابل غلامه اداره خو همداسي ده لکه تاسو چي لیکلي
خو خفه نشي د کمونستانو بخت ښه دی په هردولت کي دوی مخکي وي
اوښه ظلمونه کوي او هرځلي د هر دولت مخالفین همدا ستاسو په شان
خبری کوي خو چي کله يي خپل حکومت راشي نو بیا دا خبري نه وي او
چي کله دا سري سپیني پرچمیاني وګوري نو ورته بیا د ټینګي نه وي او هري
خبري ته يي لبیک واي او همدا پرچمیان او خلقیان به همیشه په افغانستان
حکومت کوي بیغمه اوسه .
د طالبانو دامارت په وخت کي سره ددي چي مشرملا صیب حکم کړي وو
چي هڅوک به د خپل حکومت په ځاي کي واده نه کوي خو هره پنجشنبه به پکتیا
ته ۲۰ وراګاني [ودونه] د کابلۍ پرچمیاتو روان وو او ټولي هغه فاحشي

او پرچمیاني چي د خلقیانو پرچمیانو نه پاتي وي او بیا د مجاهدینو نه هم
پاتي وي تنکۍ پنکۍ ۶۵ کلني کابلۍ پرچمي جوني پکتیا ته واده شوي
او چي د هغوي بیا پدي تنکي عمر کي اولاد وشي او هغه هم د کوم غټ طالب ملا صیب
په کور کي او تربیه يي همداسي ادې وکړي نو څه فکر کوي چي تحریک نه به څه خلطه مضارع جوړه شي.
مونږ د طالبانو په سوچه اسلامي امارت کي هم ولیدل چي همدا خلقیان پرچمیان
حاکم وو او ښي ښي وظیفي ورکړ شوي وي چي یو مثال یي ما پورته ذکر کړی
خو دا ګوته بل ته ښه نیول کیږي خپل ځان د هرچا هیر وي
که یوه ذره بدي ویني په بل کي ++ دا یوه ذره بدي به يي لوي غر کړي
چي دي خپله ګناه لویه لکه غروي+++په حیله حیله به غر د مچ وزرکړي.

بله خبره دا ده چي ما یو ځل مخکي په کوم سکالو کي هم لیکلي وو او بیا
هم وایم چي که افغانستان ښه جوړیږي نو الله جل جلاله دي ځمونږ افغانانو
سوالونه قبول کړي او جوړ دي شي او که بیا وران جوړیږي نو همداسي ګډوډ
ښه دي هڅ د وران جوړولو سوال مه کوۍ.
د طالبانو اسلامي امارت هم مونږ ولیده والله که يي چندان خوند وو خفه نشی
دا چي اوس د یرغلګرو سره په ډیره میړانه جنګیږي او دافغان شمله يي اوچته کړه د ستایلو وړ دي او ملتیا يي کوو اسلامي امارت يي منو خو الله دي
وکړي چي دا ځل په رښتیا سره اسلامي امارت وي نه د پخوا په شان چي ټول د کمونستانو ډک وي او کوم چي کمونستان نه وو پیران وو ایله يي خپله پیري په خلکو په زوره منله او هڅ کوم تعمیراتي کار يي نه کاوه.
دي نه به هم سترګي نه پټوو چي که ټول نه وو او نه دي نو ډیريي د ناپاکستان
د ناولي اداري isi سره اجیران وو او دي هم نوبیا فرق څه شو یا يي کمونستان او یا يي د isi مزدوران مونږ ته يي کومه ګټه نشته.
الله دي په افغانستان کي په صحیح معنی اسلامي افغاني امارت راولي چي د ټولو مؤمنو افغانانو حقوق پکي خوندي وي. آآآآآآآآآآآآآآآمیــــــــــــــــــــــــن

نوربیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــا


حلیم
15.09.2011

مننه مومند او پتنګ صیب
تاسو دواړو ډیرو ښو بنسټي ټکو ته اشاره کړیده، که څه هم له موضوع لږ وتلې خبره ده.
ریښتیا هم د جاپان او جرمني ننی پرمختګ د دوی د خپلو پلرونو د هڅو او هاند له امله ده، خو یاد مو وي چې همغه وخت کله چې المان او هم جاپان له هره اړخه د پښو ولویدل، نظام، اقتصاد، رهبریت، او هر څه یې د جګړې قرباني کړي و، امریکا د خپلو ګتو په پام کې نیولو سره هغوی د خپل فکر سره سم په لار روان کړل.
مثلا هغه وخت په جاپان کې د یو دهقان دومره په وس نه و چې خپل پټي وکري، تر لس کلنی پورې ماشومانو پرتوګ، او بوټونه نه درلودل ...
خو امریکا ورته د کار، تخنیک، او تعلیم زمینه برابره کړه، تر ۱۹۴۵ پورې په جاپان کې د نجونو تعلیم حرام و، خو له هغه وروسته امریکا په زور سره په ښاریانو د نجونو تعلیم پیل کړ. او داسې نور
دلته خبره د استفادې ده، زه بیا هم وایم چې ترڅو پښتانه د خپل ځان جوړونې سیاست غوره نکړي هیڅکله به هم د بریالیتوب تر پړاوه ونه رسي. دا تیر جهاد (د حکمتیار، سیاف، خالص، محمد نبي، .... په مشری)، د طالبانو را ټوکیدل (چې د زرګونو پښتنو د بیځایه او بې له کومې مثبتې نتیجې د مرګ سبب شو، د شمال د پښتنو د لا بربادی لامل شو او داسې نور)، او دای ننی درامه هم ښه په خوند روانه ده، نن د امریکا وضعیت خراب دی کنه هدا شرایط به یې په همدې ډول دومدار ساتل خو نن یې له وسه وتلې.
که پښتانه وایي چې امریکا ماتې خوړلې دوی به د واک پر څوکی کیني، خو دا خوب د چیرې د تشناب اوبو ته ووایې، پښتنو دومره د ځان پښې وهلي دي چې شل - دیرش کاله وخت غواړي تر څو بیرته خپل حالت ته راوګرځي. د سیالو قومونو خبره خو مه کوه؛ د ملي اردو مهمات او جزتامونه یې ټول په شمال کې جوړ کړل، ملي اردو یې ټوله له غیر پښتنو جوړه کړه، او ...
د پښتون پلار ولا که ورسره ودریدی شي. بیا به د دواړو خواو وینې حد اقل دیرش کاله نورې بهیږي تر څو دا وار چین صحنې ته رامخته شي.

پښتون جوړونه مهمه ده، نه یوازې د پښتون بلکه د ټول افغانستان په خیر ده.

دا تړون که نن ستراتیژیک دی، سبا به یې د اقتصادي، نظامي او نورو تړونونو سره هم مخامخ کیږو، خو مهمه داده چې افغانان څومره له دغه قرار داد څخه د ځان په ګټه کار اخیستی شي.

پتنګ صیب،
خبرې دې خوږې دي خو له واقعیت نه لرې،
(خود به يې مخالفت نکوې ، سپين لاس سپينې پښې ناست يې دالر کورته
درته راځي نور نو څه غواړې ?)
ورورکه، کیدای شي تاسو به په همدې وضعیت کې قرار لرۍ او یا نور ستاسو په شان. مګر موږ د هغه خلکو له ډلو نه یو الحمد لله، هر څه مو د خپل لاس غریبی ده.

[/quote]


۰
15.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
حلیم صیب د منني نه دي مننه خبري دي مخلصي دي خو لږ دقت غواړي.
د جاپان ،جرمن د خلکو وضعیت ، او تاریخ او د امریکا سره جوړجاړی بیا
هم د افغانستان سره توپیر لري .
پدي مانا:
امریکا هڅکله د جرمن یا جاپان نه دا خطرنه محسوسوي چي د کوم غرور او
یا ګروهي په اساس دي څو یا څو سوه کاله پس هم ورسره دورباره وجنګیږي
خو دجاپان او جرمن او یانورو غیر اسلامي هیوادونو خلک یواځي په اقتصاد مین
دي که اقتصاد يي ښه وي ژوند يي هوسا وي نور دبل شي غم نه کوي خو
افغانان خپل افغاني غرور لري خپله اسلامي ګروهه لري او هم خپله اسلامي
ورورولي لري چي که د کوم دولت له لاسه نه وي نو د افرادو اسلامي ورور
ولی خو ورته حاصله ده[ناپاکستان نه یادوم بلکي دناپاکستان دمسلمانو په شمول
د دنیا ټول مسلمانان] .
او امریکا خو څه بي تعلیمه خلک نه دي چي افغانانو تاریخ نه به هڅ خبر نه وي
نو دوي فکر نه کوم چي افغانستان ترقۍ ته پريږدي او بیا همدا مترقي افغانستان
دوي سره یو ځل بیا په جګړه اخته او ددوي ګټو ته خطرشي بلکي دوي به افغانان
دومره د نوري دنیا نه په اقتصادي او علمي لحاظ
دومره روسته کړي چي په هڅ وخت کي بیا ددوي مخي ته ونه دریږي [ددوي په اند].
البتة د خلکو افکار به يي ورتخریب او د خپل افغاني کلتور او اسلامي باورونو
نه دومره لیري کړي چي تش په نوم به افغان یا پښتون وي او نور به يي نه صورت
او نه سیرت د پښتون او یا افغان معلومیږي اود تش په نوم مترقي په نوم به موډپرست
او داسي بي ګیري بي بریتو لپ سټک او میکپ کړي پښتون وي
چي هڅ افغاني او اسلامي شکل وصورت اوسیرت به يي نه وي او د روشن فکر
په نوم به کاملا غربي وي نو بیا دي ترقۍ نه فکر کوم همداسي ساده توب ښه دی.

منورینو کتاب وخوړ یاکتاب وخواړه +++ پښتو ساتلي ده هغو چي کتاب نه پيژني

مقصد مي دا ندي چي پښتون دي جاهل وي خو زه وایم چي مونږ خپل اسلامي تهزیب
او افغاني عنعنات لرو او دي تنویر الاذهان به مونږ له هر څه وباسي
بیا به نه امریکني شو او نه افغانان ، مونږ به د ترقي په هیله یو او بل شي به
رانه جوړ شي .
نو وایم چي د امریکا اډي به هڅکله ځمونږ د درد دوا نشي بلکي ځمونږ په مخ کي
خنډ به شي ترقي به ونشي او د ترقي په نوم به یواځي صورت او اخلاق امریکني شي.

دا زما نظر دی.


طاهر مسافر
22.09.2011

سلامونه
حلیم سیب
دوه بنیادی خبری باید تر پام لاندی و نیسو: پښتانه باید مادیات وغواړی او که خپل دین او عنعنات؟ که مادیات غواړو نو بیا ستا خبره شاید لیږ په ځای وی. سوال به دا وی چه د امریکایانو په وجود کی به پښتانه مادیاتو ته لیاره پیدا کړی او که نه؟ د تیر لس کالو په قیاس زه خو دا وایم چه دا به یو خیال وی. او بس. څو دلیلونه د دی تایید کوی: پښتانه به جنګ ته دوام ورکړی. پښتانه به بیا هم تعلیم ته ترجیح نورکوی ځکه دولت داسی پلان نلری چه هغه دی د تعلیم او ترقی لپاره بنسټیز وبلل شی. او تش مکتب جوړول او هلته بیا شپږپاسه معلم درلول د هیڅ مرض دوا ندی. که دی خیال وی جه د ښار خلک به دا وکړی نو دا بیا سلو کلو ته ضرورت لری او نتیجه یی هم هغه د تیرو دورو به وی. کابل به ماسکو او واشنکټن وی خو د باندی به متوسط قرنونه. که دا ټول هم نه فرض کړو ایا د شمال غله او امریکان بیا هم غواړی چه ته ښه ورځ ولری؟ د شینسترګو د ښمنی د اوښ دښمنی ده. هغه په سدیو دوام لری. یو بل جهانی خبره ده: امریکایان او نور یی د اکثریت نه ویریږی او خپل قدرت همیش د لیږکیو په مټه ټینګوی. نو دا ستا خبره د منلو نه لیری ښکاری.
که پښتانه دین او عنعنه غواړی نو بیا خو د امریکایی اشغال د منلو چورت هم ښه ندی. ځکه دا به ناشونی وی.
ستاسو خبره چه امریکا به مو له تورلینګیو او فارسیوانانو وساتی هم د منلو وړ نده. دا ده لس کاله تیر شول او بیا یی هم نه یو ساتلی. حتی دا چه دا ته او نور ټول دا چیغی وهی ای اس ای او ایران طالبان رالیږی. دا چه ۴۳ دولته هغوی نسی بندولای نو تنها امریکا به څه وکړی.
که می رښتیا وپوښتی نو زه و دی ته حیران یم دا خبره د پروپاګندو لپاره د منلو وړ نده. متاسفانه دا ده ډیر خلک یی د تاثیر لاندی راغلی. حیران یم ولی.
دا سوال تاسو کړی؟ ولی مونږ د پاکستان تر یرغل لاندی یو؟ ولی هغوی ایران ته داسی چورت نه وهی؟ او یا ولی ایرانیان داسی کارونه کوی؟
که مو د مشکل اصلی علت پیدا کړ نو بیا یی باید د حل لیار هم وسنجول شی. او دهغه سره مطابق یو منطقی او عملی لیاره ولټول شی. متاسفانه مونږ همیش سطحی فکرونه کوو او خپل مشکل په پردو حل کوو. دا ده تباهی هره ورځ وینو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more