نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اسلام او انسانيت
نقاد
16.08.2004
[color=blue:8e09cab15f]درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته .
کله چې د انسانانو ترمنځ اړيکې او مناسبات د انسانيت پرځای د وحشت ، بربريت ، جهالت اوناپوهۍ دتسلط ﻻندې راتلې او د ظلم او ظلمت شپه پرې غوړېده، نو له دغه حالت څخه بشر ته د نجات ورکولو له پاره به الله تعالی د خپل يوه پيغبر په واسطه يو آسماني دين ورلېږه. له هغې جملې څخه د اسلام مبارک دين وروستنی او بشپړ دين دی چې مسلمانان يې د الله تعالی د وحدانيت اود هغه لوی ذات د اطاعت او بندګۍ په لور او دغه راز د انسانيت خواته سوق او رهبري کړل . په دې توګه بشريت د اسماني اديانو په تيره بيا داسلام د مبارک دين له ﻻرې د انسانيت خواته رهبري شوی دی. خو د اسلام مبارک دين دومره ستره معنوي پانګه او لوړ ارزښتونه لري او په عين وخت کې خلک هم دانسانيت په پرمختللو پوړيو کې رواندي ، نو اوس د انسايت لهﻻرې څخه مبارک اسلا م ته رهبري کيږي. پخوا که بت پرستان، جاهل عربي مشرکين او داسې نور وحشيان په زور سره هم اسلام ته راړول کيدل او د اسلام په برکت سره د لوړ انسانيت خاوندان کيدل ، نو ا وس د انسانيت له ﻻرې څخه خلک سپېڅلي اسلام ته سوق او رهبري کيږي. دانسانيت سره پوهه ، کلتور علم او منطق تړلي دي. اس نه يواځې کلي په زور نه کيږي، بلکې کافر او بت پرسته هم څوک د زور له ﻻرې نشي مسلمانولی، په تيره بيا چې نن د هغی جنګي ، علمي ، تخنيکي ، منطقي او کلتوري ځواک او کچه هم له مسلمانانو څخه لوړه وي، نو بيا خو اسلام ته لومړی خدمت د انسانيت، منطق ، علم ،تخنيک او کلتور لوړول او په دې ټولو برخو کې چټک پرمختګ کول دي. نو هغه ورونه باکل په تياره کې پاتې ښکاري چې غواړي له پوهنې او منطق ، ساينس او تخنيک پرته اسلام ته خدمت وکړي. په دې صورت کې دوی ته رښتيا هم بله ﻻر نه پاتې کيږي بغير له زور زياتي څخه . خو د زور زياتي ﻻرې ته هر څوک تن نه ږدي او کرکه ترې کوي، نو ځکه دوی مجبور دي چې پر دغه زور زياتي باندې د جهاد غوندې سپيڅلی نوم و لګوي ، او بيا يواځې ناپوه، بي سواده ، ساده او بي خبره ، کسان ورته جلب او جذب کړي ، کوم چې د هر ملا او طالب په امر سره ﻻس په سر کې نيسي او د قربانۍ له پاره د نړۍ هرکنج ته د تګ چمتووالی ښکاره کوي . نو ايا درنو او محترمو ورونو په دې توګه مونږ اسلام ته په بري سره يو واقعي خدمت کولی شو ؟ او که بر عکس يواځې د اسلام نړيوال مخالف څواکونه هسې راويښوو، راپاروو او غچ اخيستلو ته يې رابولو، او په نتيجه کې اسلام اومسلمانان پرې رسوا او نور هم کمزوري کوو؟ ستاسې انديز (نظر) په دې اړه څه دی؟[/color:8e09cab15f]
ع کريم حليمي
23.08.2004
ډېر محترم او ښاغلې نقاد صاحب ، درنو لوستونکو اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته . ٠
يو جهان مننه ستاسو له دغه جامع ليکني څخه ٠ دومره اندازه موافق يم چه بلا نه جوړيږي ستاسوله اندسره ٠ البته
اند به نوي ، يو واقعت دۍ ٠ ستاسو له ليکني څخه تر وستلو ورسته ما ته داسي فکر راپيداسو ٠
د مځکي پر مخ په انساني ټولنه کي تر هر څه مهم شئ اخلاق دۍ ٠ اخلاق دي چه جامعه مخ ته روانه وي ،بد اخلاقي ده چه جامعه خرابوي او شاتهئې پات کوي ٠ کومه ورځ چه اسلام ظهور و کړۍ ٠ ودونيا ته ئې هيڅ شئ
نه کۍ تقديم ٠ [color=red:7da1b40611]بېله اخلاقو[/color:7da1b40611]٠ نو دغه اخلاق وه چه په انسانانو کي ئې ، کلتوري علمي منطقي ، تخنيکي ، قدرتونه پېدا کړه ٠ او يګانه محمدي د اخلاقو څراغ وو چه نړۍ ئې له تارکۍ خلاصه کړه ٠
اخلاق وه چه خلګو ئې مصؤن کړه او دماغي ارامي ئې ورته را وستله ٠ کله چه دماغ له وهم څه خلاص سوه
٠ نو تجربو ئې شروع وکړه ٠ او علم ترې پيداسو ٠ ٠ الجبر ، هندسه ،کېميا٠٠٠٠٠٠٠٠٠
او تحنيک ته شروع وسوه ساعت ئې چوړ کړۍ ٠٠٠٠٠٠٠٠
دونيا يو د رقابت ځای دۍ ٠ تخنيکي رقابت ، اقتصادي رقابت ، او مذهبي رقابت ٠٠٠٠٠٠
نو په دغه رقابت کي يورپ ښه و پوهېدۍ چه خبره په اخلاقو کي ده ٠ نو ټوله هغه اخلاق چه انسان ته ازادۍ ور ساتي ٠ له اسلامه اډاپټ کړه ٠ او په رقابت کښي همېشه دښمني پېچلې ده ٠ او داسي کار ئې څيني واخستي
چه مسلمانانو ته ئې داسي برېښولي ٠ عبادت يوازي لار ده ٠ چي سړی جنت ته ځي ٠ او ډېر د قرأن تلاوت
نو نن داسي پېښه ده چه کتابې اخلاق په يورپ کي دي ٠ او د پلانډه اخلاق په اسلامي ملکو کي دي ٠
زه داسي ايمان لرم ٠ که اسلامي ملکونه طيارې هم خپلي جوړي کړي ٠ دونيا به اسلام ته مخه نه کړي
خو که په اسلامي ملکو کي داسي اخلاق پيداسي چه د سر امن او دمال امن راسي نو به اسلام بيا بې اندازي
مخ په وړاندي حرکت وکړي ٠ نن هم اسلام پر مخ روان دۍ ٠ خو زه ئې په دغه سرعت قانع نه يم
ولي چه په تاريخ کي ئې تر دغه يو په سله سراعت درلودۍ ٠
وبه ګورم چه تاسو څه فکر کوۍ ٠
حليمي
Adil watanmal
23.08.2004
[color=darkblue:1b5e1f0123]د عزت وړ حليمي صاحب , ښاغلي نقاد صاحب او ګرانو لوستونكو په پنډو پنډو سلامونه مې ومنې.
محترم نقاد صاحب ډيره ښه او په زړه پوري موضوع ته مو زمونږ نظر راواړو. ستاسي څخه يو عالم مننه.
محترم حليمي صاحب ليكنه دى ډيره ښه او په لوستو ئې ډير زيات خوشحاله شوم او زه ستا سره پدى ليكنه موافق يم.
اوس به د نقاد صاحب وليكنې ته راشم.
نقاد صاحب ليكنه دى په زړه پوري ده او زه درسره په يو څو خبرو كې موافق نه يم او هغه داچې مسلمانانو هيڅ څوك هم په زوره په اسلام كې نه دى داخل كړي يعنى اسلام د توري له لاري نه دى نشر شوي بلكې د اخلاقو له لاري نشر شوي او اسلامي اخلاق يواځني هغه عامل وه چې په ميليونو انسانان په دى مبارك دين مشرف شول او ددى خبري ښه سپينوالي ګران حليمي صاحب په خپله ليكنه كې كړي دي. او همدارنګه صحابه (رض) دغه اخلاق په نوره نړي كې د نشر كولو له پاره ووتل چې په هر ځاي كې د اخوډب پيښيدلو نه مخكې د هغه ځاي خلقو ته ئې دغه اخلاق په تفصيل سره بيان كړي او بيا ئې ورته دري لاري بيان كړي اول خو دا چې دغه اخلاق ومني او په ځان ئې تطبيق كړي او دوهم چې نه ئې مني نو بيا به جزيه وركوي او دا ددى په مقابل كې چې اسلامي حكومت به ددوي د سر او مال حفاظت كوي او همدارنګه جزيه له غريبانانو نه نه اخيستل كيده او كه دا به ئې هم ونه منل نو بيا دريمه او اخرين لاره جنګ وه نو پدي دريو لارو كې د يوي لار اختيارول د هغه قوم كار وه نه د مسلمانانو او همدارنګه له جنګ نه وروسته به هم خلقو ته اختيار وركول كيدو چې دغه اخلاق مني او كه جزيه وركوي بيا هم مسلمانانو په زور هيڅوك نه مجوبرول چې اسلام قبول كړي نو دغه فكره چې اسلام د توري (( جنګ)) له لاري په نړي كې نفوس پيداكړي د مستشريقينو خبره ده نو هيله لرم چې ګران نقاد صاحب ودى خبري ته توجه وكړي.
او دوهمه خبره د مسلمانانو په ساينس او تخنيك كې پرمختګ. د زړه سره خبره دى منم چې مسلمانان پدي ميدان كې ډير شاته پاتي دى او بايد په چټكې سره پرمختګ وكړي خو له دغه ليكنې څخه دى يو بل شي راڅرګنديګې او هغه دا چې ستا په اند ( نظر) بايد مسلمانان د كفارو سره هغه وخت د مقابلي ميدان ته راووځي چې دوي خپل قوت د وسائلو له خوا د كفارو سره برابر كړي او چې تر څو دا كار نه وي شوي نو د كفارو مقابله يوه ناپوهيې او سادګې ده.
خو زه ويم كه د مسلمانانو وه تاريخ ته د شروع نه تر اوسه پوري نظر وكړو په جنګونو كې هميشه مسلمانان د وسائلو له خو كمزوري بريښي خو جنګ ګټلي هم مسلمانانو وي خو سبب ئې د ايمان ټنګوالي او په الله باندى توكل او هغه وسائلو باندى مقابله كول چې په لاس كې وه ځكه په جنګ كې بري د الله په مرسته كيږي نه په وسائلو كه نه نو بيا د مسلمانانو مقابله د كسرى او قيصر د امپراطوريو سره په هغه وخت كې د وسائلو او افرادو له خو ناممكنه وه خو الله بري مسلمانانو ته وركړو او اوس هم د افغانانو مقابله د انګريزانو يرغلګرو سره او د روسانو وحشي قوم سره د وسائلو له خو نا ممكن كار وه خو چې د افغانانو توكل په الله وكړو او ايمانونه ئې قوي وه نو الله دغه يرغلګر په ټوله نړي كې په شرمو وشرمول او په تيښته له افغانستان نه لاړل.
خبره رانه اوږده شوه خو ورونو اوس مهال كفار د مسلمانانو سره په نظراتي جنګ بوخت دى او په بعض ځايو كې په وسلوال جنګ شروع كړي نو مونږ بايد داسي ونكړو چې د وسائلو كموالي پلمه كړو او خلق د جهاد نه رامنع كړو بايد په الله توكل وكړو او ايمانونه مضبوط كړو او كوم وسائل مو چې په لاس كې دى پري مقابله شروع كړو اونور بري او شيكست زمونږ په لاس كې نه دي ددى فيصله په خداي پاك كوي. او بايد داسي هم ونكړو چې ټول مسلمانان وجنګ ته دعوت كړو او د كفارو مقابله په نورو ميدانو كې پريدى له كه د ساينس او تخنيك او دنظراتي جنګ چې د مسلمانو د عقيد د تزلزل لپاره په مختلفو شكلونو باندى كفارو شروع كړي دى.او كفار وده نه دى كار كوي بلكې مسلمانان وده دى او دا فكر كوي چې زما سر او مال محفوظ دى نور چې څه كيږي هغه به كيږي او هغه خلق بايد خپله له ځان څخه دفاع وكړي خو مسلمانان بايد د يو بدن په شان وي لكه څنګه چې د بدن يو غړي په تكليف كې وي نو ټول بدن ورسره په تكليف وي همدارنګه كه په يو ملك كې مسلمانان په تكليف كې وي بايد نور مسلمانان د هغوي د مشكل د حل لپاره څه لاره او طريقه پيداكړي خو بايد په تآسف سره ووايم چې دا كار نن كفار كوي وه ګوري كه ددنيا په يوګډ كې يهودي يا نصراني مړ شي كفار خو لاس څه كوي مسلمانان هم پري خفه وي خو دورځي په سلګونه مسلمانان د وحشي كفارو له خوا وژل كيږي كفار خو پرځاي پريږ ده د مسلمانانو حاكمان هم پري ځان نه خبروي او د كفارو په كړي كار فخر كوي چې ډير ئې ښه كړي د افسوس ځاي دي. او زما ددى خبري ښه دليل په افغانستان باندى د صلبيانو وسني يرغل دى چې ګزار په يو امريكا شوي وه او څومره ملكونو په افغانستان باندي د امريكا تر څنګ ودريدل او غريب بيچاره افغان قوم ئې په وينو كې ليت پيت كړو او د نورو دنيا مسلمانو ورته شاباس ويلو او فخر ئې پريكولو چې ډير ښه كار وشو.
د ازاد اسلامي افغانستان په هيله
عادل وطنمل[/color:1b5e1f0123]
م ن غروال
29.08.2004
ښاغلئ نقاد صاحب سلامونه مې ومنئ!
هم دې پوښتنه کړېده او هم دې ځواب ويلئ دی چی د ويلو يا خو څه نه پاتي کيږي يا خوهم ډير لنډ ځواب ورته ويل کيږي٠ ستاسو دپوښتنې په ځواب او ستاسو او دښاغلي حليمي صاحب د نظر په تائيد غواړم عرض کړم چی ننۍ د مسلم ولس ستونزه د يوه اسلامي هېواد او اسلامي يووالي او مدرنې وسلې نه درلودل دي چې له هره پلوه په مسلمان ولس د نړۍ په ګوډ ګوډ کي په شکل د اشکالو آفتونه او بلاوې راځي٠ د نړې په سطح که مونږه د طالبانو او صدام رژيم ملامته کړو نو د فلسطين چرچينيا او کوسوفو او سودان مسلم ولس کومه ګناه کړې ده چې په سلکنو بې ګناه مسلمانان يي د تروريزم په نامه د نړېوالو قدرتمندانو لخوا قرباني کيږي؟ که مسلم ولس يوه اسلامي نړۍ درلودائ او ددوئ ترمنځ يو اسلامي يووالۍ موجود وای نن به په افغانستان کي د ايساف په نامه د کفارو لښکرو پر ځاي بايد اسلامي اردو د هېواد دکورنې جګړې د ختمېدو او په افغانستان کي د يوه اسلامي هېواد د جوړيدو لپاره په خپله اسلامي اخوت او دخپلي ايماني او اسلامي دندې او مسئوليت په اساس پراته وائ٠ که اسلامي نړېواله ټولنه په دغه د اتفاق په کيفيت مدرنه تخنيکي وسله او پرمختللې تکنالوژي هم درلودائ، د مسلم ولس د خدمت مؤجب به ونه کولائ شي وګرځي٠
نور نو ستاسو سره په ټولو نظرياتو کي موافق يم٠ مؤفق اووسئ٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال