نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
موږ څومره لیوني یو!
حلیم
12.09.2011
سلام،
له بیسوادو خو ګیله نده پکار،
خو
ای روڼ انده، او اې پښتونپال او وطنپاله!،
تر تا هم بل لار ورکی څوک شته؟،
زه خو یې نه وینم. عجیبه ده؛ په خدای بیخي حیران یم، ستاسو نه خو بیسواده ډیر ښه دي، یو طرف خو یې نیولی، که حق دی یا باطل.
نو ته!،
د بهرنیانو سره په دفتر کې ناست یې، ډالري معاشونه اخلې، موټر د ځانته درلولی، ماشومان دې د یخې او تودې پروا نلري، کیدای شي ځانته به دې پوخ کور هم جوړ کړی وي، یا خو به دې پیسې ورته غونډې کړي وي.
که دومره هم روڼ انده او مسلکي نه یې، نو:
د کرزي د دولت په یوه څوکی خو به ناست وې، او د امریکا له لګښتونو به خپلې کورنۍ ته حلاله (؟) روزي پیدا کوې.
دا ټول درسره منم، کیدای شي د هیواد د بیا رغاونې په نیت به یې کوې، د ملت د دردونو احساس به درسره وي. ....
خو،
بیا دومره منافقت،
چې له یوې خوا د غربیانو ډالر په جیب تخته کوي، له بلې خوا د طالبانو او یا (؟) بریاوې لمانځې، هغوی ته یې د مبارکۍ پیغامونه لیږې، له یوې خوا د طالبانو د راتګ او د هیواد د بیا ګډوډی ویره درسره ده، له بلې خوا د طالبانو یا مجاهدینو ځنې لاسته راوړنې تقدیروې. له یوې خوا د ملي اردو او ملي پولیسو په پیاوړتیا او سمبالښت ویاړې، له بلې خوا یې چې طالبان وژني او ... بیا دوی اجیر او هغوی غازیان بولې.
د خلکو او ولس له بیسوادی سر ټکوې، خو چې غربیان (دولت) ښونځی درته جوړ کړي، او طالبای کرام یې والوزوي، په هغه بیا خوشحاله کیږې.
له یوې خوا د پرمختګ خبرې کوې، له بلې خوا د تمدن سره دوښمني د خپل غیرت برخه بولې.
چې طالب د په کور درشي، طالب ښه بولې او که دولت دې کور ته درشي بیا دولت ښه بولې. که د نیم کور په کلي او نیم په کابل کې وي، بیا تر غرمې د طالبانو بد او له غرمې وروسته د دولت بد وایې.
دا څه غیرت؟، دا څه احساس؟، دا څه روشنفکري ده؟ ـــــــــــ زه خو بیخي ګیچ یم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډاکتر څپاند
12.09.2011
حليم ورور ته سلام،
ستا ليکنې په زړه پورې دي،خو په ننې نړۍ کې يو ګڼ شمير خلک دمايعاتو په څېر د مار ماهي په څير لوبې کوي،ماهي ته سر او مار ته لکۍ!
وزیري
15.09.2011
محترم حلیم صیب، لکه چی خپل فکر دی ټولو ته کړیدی!!؟؟
Re: موږ څومره لیوني یو!
pattang
16.09.2011
حلیم ليکي :
[quote:b8956688d2]سلام،
له بیسوادو خو ګیله نده پکار،
خو ای روڼ انده، او اې پښتونپال او وطنپاله!،
تر تا هم بل لار ورکی څوک شته؟،
زه خو یې نه وینم. عجیبه ده؛ په خدای بیخي حیران یم، ستاسو نه خو بیسواده ډیر ښه
دي، یو طرف خو یې نیولی، که حق دی یا باطل. [/quote:b8956688d2]
حليم خانه ! داسې ما لوميږي چې تجربه نلري :
روڼ اندي اپور تونيستي خواص لري او ځينې يې داسې هم دي چې هغوی دخپلو
کټو لپاره خپله ادې هم خرڅوي، چې ډير ښه مسال يې دې لاسپوڅي دولت ته
کار کونکي دي ٠ ډېر هغه خلک چې پښتونپرسته ، قام پرسته نارې به يې وهلې
هغوی اوس cia پرسته شو ل ٠
- خلقيانو دې د پښتوپرستي ، قام روزني اود غريبانو دحقوقو دساتنې نارې نه
وهلې ? چې وخت يې راغی نو هر خلقي او پرڅمي به له خپلو ستاليني ځړېدليو
برېتونوسره په مړو ستر ګو د ملګري ، کليوال ، همسايه مخبري نه کولې چې په
زرګونو انسانان يې تريتم ورک کړل او تر اوسه پورې يې قبرونه هم نه مالويږي ٠
ډېرې ښځې او ډېر واړه يې په خپله مخبري سره کنډې او يتيمان نکړل ???
[quote:b8956688d2]نو ته!،
د بهرنیانو سره په دفتر کې ناست یې، ډالري معاشونه اخلې، موټر د ځانته درلولی،
ماشومان دې د یخې او تودې پروا نلري، کیدای شي ځانته به دې پوخ کور هم جوړ
کړی وي، یا خو به دې پیسې ورته غونډې کړي وي.[/quote:b8956688d2]
مخ کې مې ووېل چې دا بې ايمانه خلک د پيسو لپاره هر ک ار کوي ، نه پښتو شته
نه غيرت , پښتو ، پښتون ساتنه ، هېواد ساتنه ددې چټلو هغه شعارونه دي ، او
اولس داسې پرې غلطوي لکه دمړز (ورېړز) دانې په لومه کې او بس ٠
که دومره هم روڼ انده او مسلکي نه یې، نو:[quote:b8956688d2]
د کرزي د دولت په یوه څوکی خو به ناست وې، او د امریکا له لګښتونو به خپلې
کورنۍ ته حلاله (؟) روزي پیدا کوې.
دا ټول درسره منم، کیدای شي د هیواد د بیا رغاونې په نیت به یې کوې، د
ملت د دردونو احساس به درسره وي. ....[/quote:b8956688d2]
نه دا ټول دخپلو ګټو لپاره اوبس ٠
[quote:b8956688d2]خو،
بیا دومره منافقت،
چې له یوې خوا د غربیانو ډالر په جیب تخته کوي، له بلې خوا د طالبانو او یا (؟)
بریاوې لمانځې، هغوی ته یې د مبارکۍ پیغامونه لیږې، له یوې خوا د طالبانو د
راتګ او د هیواد د بیا ګډوډی ویره درسره ده، له بلې خوا د طالبانو یا مجاهدینو
ځنې لاسته راوړنې تقدیروې. له یوې خوا د ملي اردو او ملي پولیسو په پیاوړتیا او
سمبالښت ویاړې، له بلې خوا یې چې طالبان وژني او ... بیا دوی اجیر او هغوی
غازیان بولې[/quote:b8956688d2].
په فزيکي ډول سره مائيعات خپل حجم سابت ساتي خو حجم يې دلوښي تابع ده
په هر لوښي کې ځان ننه باسي او خپل خواص سابت ساتي نو ستا له روڼ انديو
څخه څه ګيله !
[quote:b8956688d2]د خلکو او ولس له بیسوادی سر ټکوې، خو چې غربیان (دولت) ښونځی
درته جوړ کړي، او طالبای کرام یې والوزوي، په هغه بیا خوشحاله کیږې.[/quote:b8956688d2]
دوی لپاره مادي ګټې او دالر مهم دي ،خوښالي او غم يې دواړه کيفي او غيرې
شعوري دي او تر حقيقت پورې تړلي ندي ٠
خو يوه خبره درته کوم :
زمونږ په ولايت کې طالبانو يو ښونځی هم ندی وران کړی حتی هغه خلک چې په
مقاومت کې دي زامن هم مکتب وايې او هم پو هنتون ٠ پوهه تعليم نه صليبي
امريکايې کېدای شي اونه لاسپوڅيې ، خو پر دې شرط چې عقيده اوروزنه يې
پخې اسلامي وي٠
[quote:b8956688d2]
له یوې خوا د پرمختګ خبرې کوې، له بلې خوا د تمدن سره دوښمني د خپل غیرت
برخه بولې.
چې طالب د په کور درشي، طالب ښه بولې او که دولت دې کور ته درشي بیا دولت
ښه بولې. که د نیم کور په کلي او نیم په کابل کې وي، بیا تر غرمې د طالبانو بد او له
غرمې وروسته د دولت بد وایې.
دا څه غیرت؟، دا څه احساس؟، دا څه روشنفکري ده؟ ـــــــــــ زه خو بیخي ګیچ یم.
[/quote:b8956688d2]
انډيواله داټول شيان کلتور غواړي او کلتور د خولې خبرې ندي ، هغه بايد زده شي
په وينه کې ګډ شي ، په مغزو کې ارثي ځای ولري اودزمانې تاريخ يې زمانت کړی
وي٠ دې خلکو خوهغه وخت دمارکس او لينين او اوس د غربي کلتور مانيفست
مياخانيکي زدکړی وو او زدکوي يې ، خونه يې په وينه کې ګډ ده او نه يې کلتور ده،
هغه وخت يې شراب ، عياشي ، روبل او اوس دالر پرې اخلي٠
که چېرې طالب دوه خولې ولري ، يوه دسولې ، اقتصادي او سياسي خوله په نړۍ
واله ټولنه کې او له بله خوا جنګي خوله او فعاليت لکه اوس نو دا به ژر موفقيت ته
ورسيږي ، خو دا تر مقاموت پورې تړلې ده چې هغوی څه ستراتيګي لري !
پتوال
16.09.2011
[quote:af2f45b6dc]که چېرې طالب دوه خولې ولري ، يوه دسولې ، اقتصادي او سياسي خوله په نړۍ واله ټولنه کې او له بله خوا جنګي خوله
او فعاليت لکه اوس نو دا به ژر موفقيت ته ورسيږي [/quote:af2f45b6dc]
انډيواله ډيره پخه اوکلکه خبره دې کړې خو ډېره سسته دې ويلې ، اصلآ نيمګړتيا همدغه ده چې د سولې ، اقتصاد او سياست خبره هېڅ نشته ، نه
په ملي او نه نړيواله سطحه، نو د طالب غورځنګ ماهيت به څنګه معرفي ، وطنوالو او نړيوالو ته ور وپيژندل شي ، ددې نيمګړتيا علت څشی دی ؟؟؟؟؟
تر اوسه خو داسې ښکاري چې دوی ته ددې معرفۍ واک او اجازه هم نه وي، که نه طالبان دومره وروسته پاتې هم نه دي
چې هېڅ نشي درک کولای او په هېڅم نه پوهيږي ! الله تعالی دې له هر خامار، تومار او تمساح څخه خلاص کړي چې تر غاړو يې راتاو شوي وي !
حلیم
18.09.2011
ډاکټر څپاند، وزیري، پتنګ، او پتوال صیب، له نیکو اندونو او نیوکو مو مننه.
پتنګ وروره، ستاسو د حوصلې او ژورې څیړنې مننه کوم چې زموږ غوندې بې تجربه خلکو لیکنې هم لولی او هم مو لار ښونه کوی. بیا هم مننه.
غواړم د هغه سؤ تفاهم په اړه چې زما د لیکنې په ځنو برخو کې ستاسو سره پیدا شویدي لږ څه رڼا واچوم:
1- زه د هغه غرب ځپلي څخه ګیله نه کوم او هغه مې د روڼ اندو په لیست کې هم ندی راوستی چې د کرزي د ادارې سره کار کوي او پر طالب لعنت وایي، او یوازې د خپل بادار لپاره لکۍ وهي او بس.
زما مطلب هغه کسان دي چې د امریکایانو/دولت سره په یوه دفتر کې کار کوي، امریکایي ډالر په جیب منډي، خو چې بیا خپل کلي ته راشي یا په کوم بحث ور ګډ شي بیا د طالب، او مقاومت دفاع کوي، او دیته افغاني او پښتوني رنګ ورکوي.
2- تاسو د ښونځیو د ورانولو او نه ورانولو خبره کړیده، زه تراوسه دا د طالبانو سره نه منم چې دوی وایي موږ ښونځي نه ورانوو.
ځکه:
زما ملګري چې طالبان دي، هغوی پر تعلیم مبارزې ته لمړیتوب ورکوي، او وایې چې پدې سره زموږ د مقاومت پړاونه زر - زر طی کیږي. له بلې خوا ډیری طالبان د عصري زده کړو سره هډو مینه نلري او د ځوانانو د بې لارۍ او د غربي - کلتور د ترویج سبب یې بولي. 99٪ نه - نوي سلنه خو یې د ښځو د تعلیم سر سخت مخالف دي (پداسې حال کې چې د مور - ماشوم تلفات په پښتون میشتو(جنوبي) سیمو کې تر ټولو زیات دي)، او داسې نورې خبرې شته چې پدې برخه کې ستاسو سره موافق نه یم.
او کوم مثال چې تاسو راوړی (ځنې مجاهدین د طالبانو په لیکو کې دي چې خپل زامن هم ښونځي ته لیږي ...) وروره، دا هغه طالبان ندي چې د ۲۰۰۰ کال مخکې یې هم وسله په لاس وه، بلکه دغه مجاهد ننیو شرایطو دیته اړ کړیدی چې باید وسلې ته لاس کړي. کنه نو د طالبانو دریځ د عصري علومو په برخه کې ټولو تحصیل کرده خلکو ته د لمر په څیر روښانه دی او تشریح یې د وخت ضیاع ده.
مننه
د ویښ پښتون مشرتابه په هیله