نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا دا جګړه د افغانستان په ضدي؟
مساپر
10.09.2011
عبدالرب رسول سیاف د افغانستان اوسني جنګونو ته په اشارې سره وویل ،اې وروره ته چې ډیر ځان ته مسلمان وایې، له اوله بهرنیانو بده وړې، آیا ته په خپله په بهرنو پیسو نه یې جوړ شوی؟ د افغانستان د جهاد په مقابل کې د چا له خوا آماده شوی یې ؟ جګړه مخکې له بهرنیانو هم وو، له بهرنیانو وروسته به هم وي او دا دی د بهرنیانو په شتون کې هم دوام لري، دا جګړه د بهرنیانو په ضد نه دی، دا جګړه د افغانستان په ضد دی او دا جګړه ددې مجاهد هیواد د ژوندي پاتی کیدو په وړاندې دی ، په نوموړی غونډه کی ټولو وینا والو په دی ډیر ټیګار کاوه چی اوس افغان ولس ته د افغانستان د شېرازۍ او نیکمرغۍ يوازې يوه لار ورپاتې ده او هغه په خپلو کې ورورولي، يووالی، تفاهم او زغم دی .
پتوال
18.09.2011
که دا خبرې حقيقت او رښتيا وي نو د يوۀ دروغجن له خولې يې خوند، مالګه او اعتبار له لاسه ورکړی او که دروغ وي نو د يو ښکاره دروغجن
په دروغو به څوک څنګه وغوليږي ؟ د چا چې له يهدو څخه هم پيسه زياته خوښه وي هغه پلورل شوی انسان حقيقت نشي ويلای .