د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دغازې امان الله خان مقبرې درزونه کړې دپوښتنې ې څوک نشته

tandar
10.09.2011

دغازې امان الله خان مقبرې درزونه کړې دپوښتنې ې څوک نشته
او په مقابل کې دزمرودو دقاچاقبر او په اسنادو سره دKGB اګينټ او دملت د قاتل اووطن پلرونکې او تفرقه اچونکې قبر له مرمرو جوړيږې او کاسه پاک ې کليزه هم نيسې٠
هغه متل راياد شو چه يوه شپه دمور دميړه سره هم تيريږې يعنې دا وخت تيريدونکې دې او دقضاوت او دپوښتنې وخت انشاالله ډير ژر راتلونکې دې چه حق په حقدار ته ورسيږې او ديتيمانو او کونډو اوښکې به ورته پاکې کړې شې او دازادې بيرغ به رپيږې ،انشاالله٠
----------------------------------
دلر او بر څخه٠
ملت ته لوی سپکاوی

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : سرلوڅ مرادزی
نېټه : ١٧ / ٦ / ١٣٩٠ | 2011-09-08

یوه ملت ته له دې بل لوی سپکاوی نشته چې د حکومت په نوم واکمنه ډله د ملت د تاریخي روایاتو ، هیلو ، ارادې او ټولغوښتنې خلاف غلو او ډاکوانو ته د ملي قومندانانو ، لوټمارو او تالانګرو ته د مجاهد ، ګوډاګیانو او جاسوسانو ته د ملي مقاومت او ملي خاین ته د ملي اتل په نوم درجې ، لقبونه او ویاړونه پر ښاخیو باد کړي . کله چې واکمن په درواغو ، چلوټو او د ولس تر شا په پټو معاملو واک چلولو ته ادامه ورکوي ؛ هلته چې د ریښتیاوو ، انصاف او عدالت خبرې بابیزه ګڼل کیږي ، د داسې ملت راتلونکې او د داسې هیواد شتون ته دې خدای خیر پېښ کړي !
که کرزی غواړي د حکمونو او فرمانونو په مټ ملي یووالې ته د ژمنتیا تر ماسک لاندې له خاینینو ، ډاکوانو او ګوډاګیانو څخه اتلان ، پهلوانان او نابغه ګان جوړ کړي ، یوازې ځانته دوکه ورکوي !

لکه څنګه چې مخکې هم رسنیو کې ویل شوي د نظارشورا په چوکاټ کې د احمدشا مسعود په نوم ټولنې د اسد په ۲۲ مه خپله ۱۱۷ مه ګڼه کې ولسمشر کرزي ته وړاندیځ کړی چې د مسعود لسم تلین دې په پرتمینو مراسمو سره ولمانځل شي . کرزي هم د حکم په ترڅ کې د ملي دفاع د وزیر رحیم وردګ په مشرۍ لس کسیځ دو لتي کمیسیون ټاکلی چې دا ورځ به هغسې چې نظارشورا يي غواړي لمانځي .

دې وړاندیځ سره هم مهال ، افغان ملت د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۲ یادجشن په درشل کې و ، خو لکه چې افغانانو ولیدل د خپلواکۍ سږنی جشن د دولت لخوا له بل هر وخته ډېر پیکه او بیخونده ولمانځل شو . پوښتنه دا رامنځته کیږي د کرزي په مشرۍ دولت ولې د خپلواکۍ ورځ دومره پیکه او بیخونده لمانځي ، په داسې حال کې چې د احمدشا مسعود د مرګ ورځې د پرتمینې لمانځنې لپاره بیا په لوړه کچه دولتي کمیسیون ټاکي ؟

د خپلواکۍ او ازادۍ ورځو سره دومره جفا او د ملت لخوا د یوعام النزاع شخص په اړه هومره وفا اخر د څه لپاره ؟

د خپلواکۍ د بېرته ګټنې د ملي اتلانو ، غازیانو او شهیدانو یاد د څه لپاره هیریږي او د هغو پر ځای د غلو ، ډاکوانو ، د افغانستان د هویت ، تاریخ او شتون د دوښمنانو په یاد دولتي غونډې زموږ ملت او هیواد کومې خوا ته بیايي ؟

کله چې نظار شورا د مسعود د تلین په اړه خپل وړاندیځ « حقیقت کې فرمان » په کرزي توشیح کړ ، او د کرزي په دولت يي د مسعود اتلولي مهر کړه نو نظار شورا نوره هم زړوره او مسته شوه او خپل څو نور وړاندیځونه يي په ملي او نړیواله کچه د پلیتوب ډګر ته راوویستل . ضیا مسعود د احمدشا مسعود ورور وايی « یک کمیســیون بیــن‌المـــللی بــرای بــررســی پــرونده‌ی تــرور قهــرمـــان مــلی تشـــکیل شود » و « پس از گذشت ده سال از شهادت قهرمان ملی ‌کشور، حکومت افغانستان و جامعه‌ی جهانی تاهنوز هیچ کاری در زمینه‌ی شناسایی عاملان شهادت او انجام نداده اند » .

دا چې نظارشورا وکولای شول مسعود بام سرته وخیژوی او د غره پر څوکه يي کینوي او په کرزي ترې اتل جوړ کړي ، نو اوس پکار دي چې په اصطلاح د دې قهرمان ملی پرونده باید په کور دننه نه ، بلکې د نړیوال کمیسیون لخوا وڅېړل شي . اوس باید د مسعود د نړیوال اتل د جوړېدو ډرامه په لار واچول شي . نظار شورا چې افغاني ټولنه يي کڼه او ړنده ګڼلې دا ځل غواړي نړیواله ټوله هم پخپل خیال ړنده او کڼه وبولي !

د ډیری افغانانو په اند ، نړیوال کمیسبون ته کومه اړتیا نشته . د مسعود قاتلان خپله د مسعود ملګري دي چې همدا اوس د دولت پر لوړو چوکیو کې پاخه ناست دي . دا چې ضیا مسعود له دولته ګیله کوي ، پرون خپله هم د دولت لوړپوړی چارواکی او بل ورور يي د ولسمشر لومړی مرستیال و . نن هم د دولت لومړی مرستیال فهیم او نور ډېر لوړپوړي چارواکې د نظارشورا غړي دي . دا چې دا لوړپوړې چارواکې د احمدشا مسعود د مرګ دوسیه نه راسپړي ، د غله په ږیره خس دي .

د احمدشا مسعود ډله نظارشورا ، نه یوازې د مسعود د مرګ لامل ده بلکې دې ډلې ډېر نور قتلونه هم کړي . د کابل په نړیوال هوايي میدان کې يي د ټول عالم په مخکې خپل بل ملګری د هوايي ترانسپورت وزیر عبدالرحمان نورستاني ووژاه . ضیا مسعود نن ولې د عبدالرحمان په مرګ سترګې پټوي او هغه له رسنیو پټ ساتي ، په دې کې څه راز دی ؟

عبدالرحمان خو هم مسعود سره په ټولو معاملو کې شریک وو ، ضیا مسعود او د نظار شورا باید لومړی د عبدالرحمان قاتل د قانون منګولو ته وسپاري .

بلخوا نظارشورا خپل پخوانی په اصطلاح د مقاومت ویاند حاجي قدیر د کابل مکرویانو کې په رڼا ورځ وواژه. حاجي قدیر د مرګ پور هم د نظارشورا د اوسنیو واکدارانو پر غاړه دی . که څېړل کیږي دا او د لسګونو زرو نورو شهیدانو دوسیي چې د نظار شورا په لاس قتل شوي باید یو ځايي وڅېړل شي . دا شونې نه ده چې د مسعود قتل به څېړل کیږي خو د هیواد د نورو شازلمیانو کورنۍ به د خپلو خپلوانو قاتلاتو ته چې د نظار شورا په کتارونو کې اوس هم سرې سترګې ګرځي هیڅ هم نه وايي !

بلخوا نړیوال کمیسیون ته اړتیا نشته . لویه څارنوالي باید دغه کسان چې اوس هم د نظارشورا لوړپوړې چارواکي او د مسعود د قتل په ورځ د ټولو خبرو له نږدي شاهد او په قتل کې شریک دي وپوښتي . د نظارشورا دغه لوړپوړي چارواکې به په تحقیق کې خپله څرګنده کړي چې مسعود څنګه او ولې دوی وواژه !

څونه ډالر يي د مسعود په مرګ له چا نه اخیستي وو !

ضیا مسعود په همدغه رسنیځ کنفرانس کې هڅه کړی چې د جهاد او مقاومت ټیکداران یوازې مسعود او نظارشورا راوپېژني او د هیواد نور شهیدان د مسعود د نوم لپاره یرغمل ونیسي . دا چې د جهاد په لیکو کې به څو تنه ریښتیني وو دا بېله خبره ده ، خو جهاد او مقاومت په ټوله کې د افغانستان د ورانۍ لپاره یوه چلوټه وه چې پایله يي اوس موږ په رڼو سترګو ګورو او سفسطو ته اړتیا نشته . داسې جهاد او مقاومت چې هغه کې افغانستان وران او تبا شو او افغانان پکې مړه ، شل و شوټ اومعیوب شول جهاد نه بلکې فساد دی !

داسې فساد دې همدې نظار شورا او مسعود خیلو ته مبارک وي !

بلخوا نظارشورا د جهاد او مقاومت د پلپسې تکرار څخه غواړي نورې او تازه ګټې واخلي ! جهاد او مقاومت نن د نظار شورا لپاره لنګه غوا ده چې شودې يي یوازې دوی خوري . د جهاد په بیا بیا تکرار سره ماسټرقسیم فهیم ځان د ولسمشر لومړی مرستیال جوړکړ . همدارنګه رباني هم د جهاد او مقاومت دکلمو په طوطي وار تکرار سره ځان د سولې جرګې مشرۍ ته ورساوه ، چې هیڅکله سولې ته ژمن نه دي . د طالبانو په اړه يي تازه نیوکې ددې خبرې ثبوت دی . جمعیت ، نظارشورا او د مجاهدینو نورې ډلې ټپلې یوازې په جګړه ، ناامنیو او شخړو کې لکه ګونګټ په چټلیو او مرداریو کې خپل ژوند او راتلونکي ویني .

خو ضیا مسعود ، نظارشورا ته په تر لاسته شویو بریاوو بسیا نه کوي !

« رییس بنیاد شهید مسعود علاوه کرد ، در سه ‌صدوشصت ولسوالی کشور منارهایی به نام جهاد و مقاومت اعمار کنند و نام شهدای هر ولسوالی در این منارها حک گردد تا این موضوع باعث شود که نسل امروز و فردای کشور یاد و خاطره‌ی این شهدا را برای همیش گرامی داشته و پاس بدارند. »

په دې توګه ضیا مسعود غواړي د هرې سیمې او ولسوالۍ سړیخواره او قاتلین د انتقالي عدالت او محاکمو څخه چې هلته باید د دوی جنایتونه وڅېړل شي تبریه کړي او د مجازاتو پر ځای هغو ته د مدالونو او ویاړنو ویشل لوروي .

هغو چې کابلښار يي وران کړ او ۶۰ زره کابلیان يي ووژل د ضیا په قول يي باید د میړانې څلی جوړ شي . چا چې کابل چور کړ ، بیت المال او د وګړو شخصي شتمنۍ يي لوټ کړي باید اتل وپېژندل شي . د بېلګې په ډول هغوی چې د ننګرهار دکانال غواګانې ، د زیتونو او مالټو ونې او باغونه ، د کانل اوسپنې په پنجاب وپلورل د ضیا مسعود په وړاندیځ يي باید څلې جوړ شي . چا چې د ملي اردو ټانکونه او الوتکې ، وسلې او مهمات په ګاونډیانو وپلورل باید پر مزارونو يي ګلان وپاشل شي !

لوستونکي باید خپله قضاوت وکړي چې نظارشورا د مجاهدینو په استازیتوب د افغانانو د سپکاوۍ او د هیواد بربادۍ لپاره څونه نور پلانونه تر لاس لاندې لري .

تر څو چې د ای ایس ای او د ایران د قم فابریکو مجاهد پیداوار افغانستان کې د واک پر ګدۍ ناست وي ، افغانان به د سولې او ارامۍ ورځ په سترګو ونه ویني ؛ د سوکالۍ ، ابادۍ او پر مختګ خبرې خو پر ځای پریږده !

که افغانان بیا هم د دغه درواغجنو مجاهدینو په لاپو باټو تیروځی ، لیري نه ده چې دې غفلت کې خپل تاریخ ، هویت او هر څه له لاسه ورکړی او پښيمانی به بیا ګټه ونه لري !

اخځونه :

ــ خاوران بریښناپاڼه

ــ د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر ۷ مه


محمود سعيد
10.09.2011

بله واوره:
ویل کیږي چې د سیدخیلي قبر چا لټولی او شنلی دی!!!
کیدای شي کومه ډبره ېې ښوییدلي وي!
له دې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت له بودیجې او ځواک څخه هلته د یوې امنیتي پوستې او د قبر د رغونې تدابیر نیول شوي دي...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more