نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سعيد په مسعود پسې دروغ ليکلي!
larghonay laraway
10.09.2011
د ټول افغان په لومړي مخ کې د سعيد په نامه کوم نر پښتون دشمالي د لنډغرې ټلوالې د يوه قومندان احمدشاه مسعود په اړه ليکنه کړې چې ټولې خبرې يې سمې دي خو دا يوه يې ناسمه ده لکه:
[quote:77ba17c3ab]دامریکایې یرغل له برکته همدې ملي خاین ته دملي اتل لقب ورکول شوکنې کابلي ماشومانو«دشیرپنجشیر،روبایې کابُل،بزُشادګل» په القابونازاوه [/quote:77ba17c3ab]
دا بېخي دروغ دي. ځکه چې د افغانستان د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې زه شاهد وم چې د مسعود او مزاري ډلو غوښتل چې په اساسي قانون کې بايد يود ملي اتل او بل د ملي شهيد په نامه ځای شي. په دې اړه دواړو خواوو د وکيلانو لاسليکونه راغونډول. دې جعلکاره ډلو دومره جعلي لاسليکونه راغونډ کړل چې د جرګې تر غړو څو چنده زيات وو نو حضرت مجددي په غوسه شو او دوی هم له شرمه هيڅ ونه ويل او دا خبره د دوی په سينو او کومو کې همداسې د ارمان په توګه پاتې شوه.
په هيڅ قانون کې نشته چې مسعود ملي اتل يا مزاري ملي شهيد دی. خو دا چې ايزک کرزی په خپلو بيانيو کې وايي. دا يو غير قانوني عمل دی او کرزی نه د خدايي قانون پروا لري. نه د وضعي قوانينو او نه شرم او پښتو لري.
پښتانه بايد په لوی لاس يو واړه او سيمه ييز قومندانګوټي ته د ملي اتل يا ملي شهيد القاب ورنه کړي او بې شعوره ليکنې هم ونه کړي. !
مننه
ستاسو لرغونی لاروی
محمود سعيد
10.09.2011
لاروی صیب زما بیا ستاسې په دې خبره شک راغی:
[quote:66c2ae9fbc] نو حضرت مجددي په غوسه شو[/quote:66c2ae9fbc]
کوم حضرت مجددي؟؟؟ فکر نه کوم چې حضرت صاحب د په دې خبره غوسه شوی وي...
هماغه چې د د ګلم جمو مشر ته ېې د اسلام د ستر سالار ستر جنرال غازي خالد بن ولید لقبونه ورکړل؟
او که هماغه چې د ټولټاکنو پر مهال به ېې ویل:
ما استخاره تر سره کړه او په هغې کې راته الهام وشو چې کرزی د هیواد په ګټه ولسمشر دی....؟
larghonay laraway
10.09.2011
السلام عليکم!
ګران او زړه ته راتېر محمود سعيد صيب !
دلته زما هدف دا نه دی چې ګنې حضرت مجددي دومره ايماندار او پاک سړی دی چې د جعلکارانو لاسليکونه يې رد کړل.
بلکې د جعلکارانو لاسليکونه دومره ډېر وو چې له عامو خلکو يې هم راټول کړي وو او د جرګې د پنځه سوه شاوخوا غړيو تر شمېر زياتېدل او خبره ډېره شرميدلې او ډنډوره شوه. ځکه مجددي د دې طرزالعمل مخالف شو. بله دا چې مجددي د هغې غونډې مشر ؤ نو په ښکاره د رد او تاييد اعلان ده کاوه خودپر دې تر شاه اصلي پرېکړه کوونکي خليل زاد او يوناما وو.
مننه
ستاسو لاروی
عادل عادل
12.09.2011
السلام علیکم
محترم لاروی صاحب
زه ستاسو له پیل شوي بحث او نیوکې څخه پوه نه شوم چې ایا او باالاخره مو د ښاغلي لیکوال لیکنه خوښه کړې ده او کنه؟
دا ځکه چې:
1- په سرلیک کې مو لیکوال په دروغو تورن کړی
2- د بحث په سریزه کې مو بیا نر پښتون نومولی
3- په نتېجه ګیری کې مو بې شعوره بللی،،،،،
4- او په وضاحت کې مو زړه ته رانږدې شوی دی
ایا ستاسو د افادې لهجه همداسې ده، او که خدای مکړه څه بله ستونزه ده؟
په هر حال که ښاغلی لیکوال خوښ وي، نو زما اعتراض په هېڅ وشمېری.
larghonay laraway
12.09.2011
سلامونه!
ښاغلی عادل صيب کاشکې دې د بېړني اعتراض پر ځای زما ليکنه څو وارې لوستی وای ګوندې پرې پوه شوی وای ، نو خامخا به دې په کې لوستي وای چې:
[quote:490106a972]د ټول افغان په لومړي مخ کې د سعيد په نامه کوم نر پښتون دشمالي د لنډغرې ټلوالې د يوه قومندان احمدشاه مسعود په اړه ليکنه کړې چې ټولې خبرې يې سمې دي خو دا يوه يې ناسمه ده لکه:
اقتباس:
دامریکایې یرغل له برکته همدې ملي خاین ته دملي اتل لقب ورکول شوکنې کابلي ماشومانو«دشیرپنجشیر،روبایې کابُل،بزُشادګل» په القابونازاوه [/quote:490106a972]
عادل عادل
12.09.2011
السلام علیکم
محترم لاروی صاحب
که د یرغل برکت نه وي نو څه دي چې د یوه قوماندانګي څخه یې ملي قهرمان جوړ کړ، او د کابل د صحت عامې څلورلاره یې هم دده په ککړ نوم ونوموله؟
هو،،، په دې یوه ټکي کې کېدای شي دواړه په یوه خوله وو چې د ملي خاین مسعود غندنې ته بې کچې پام کول هم کېدای شي هغه ته شخصیت ورکړي،،، داسې شخصیت لکه امام خمیني چې د شیطاني ایاتونو لیکوال شیطان ته ورکړ،،، او یا د کابل سترې محکمې چې مرتد عبدالرحمن ته ورکړ.
په درنښت
عبدالله صابر
12.09.2011
السلام عليکم
[quote:4cb2362338] داسې شخصیت لکه امام خمیني چې د شیطاني ایاتونو لیکوال شیطان ته ورکړ،،، او یا د کابل سترې محکمې چې مرتد عبدالرحمن ته ورکړ. [/quote:4cb2362338]
ښاغلئ عادل عادل صاحب
که څه هم بحث به لږ خپل تګ لوری بدل کړي خوستادا خبره مي ډيره خوښه
شوه اويوقوي دليل راته وبريښدو خولږنوروضاحت ورکړئ منندوی به مو وم