د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دجنرال فرانكس اعترافات


طالب خان
16.08.2004

جنرال ټومي فرانكس دامريكا دوسله والو ځواكونو دمركزقومانده پخوانى عمومي قومندان دى.پرافغانستان اوعراق باندي يى دامريكا دتيري پرمهال داشغالگروصليبي قواوو قومانده په غاړه درلوده.نوموړي په وروستيو وختونوكي دامريكن سولجرپه نامه يوكتاب ليكلى.كه څه هم پدغه كتاب كي كوم داسي نوي توكي نشته چي سړي يى په نوادرو كي حساب كړي.البته داكتاب دهغه چا دسترگو دخلاصون لپاره پوره مواد لري چي لا هم له بده مرغه دصليبي يرغلگرانوترشاولاړدي.
دكتاب له لوستلو نه داحقيقت په ډاگه كيږي چي دامريكا له لوري په بيلابيلو سيمو كي پيل شوي جگړې له څيلمي صليبي ماهيت لري اوپه حقيقت كي هغه داسلام اومسلمانانوپرضديوه خالصه مسيحي مذهبي جگړه ده.
كه څه هم چي دامريكا لپاره دښاغلي كرزي دگوډاگيتوب اومزدوري حقيقت اوس هرچاته ترلمر هم څرگنددى خو دامريكا پخواني سرلښكرپه رسمي ډول له دى حقيقت نه پرده پورته كړي چي په اسلام ابادكي دسي ايي اې اسټيشن ته واردمخه دا دنده وركول شوي وه چي هغوي دي په افغانستان كي دطالبانو پرخلاف دجنگولو لپاره يوداسي څوك چمتو كړي چي دافغانستان په ډيركي قام كي ژوري ريښې ولري.هماغه وو چي په اسلام ابادكي دسي ايي اې ځايي مركزچي په عين حال كي يى دافغانستان لپاره دامريكايي سفارت دنده هم ترسره كوله خپل زاړه اوعمرخوړلي پوهان سره راټول كړل.دغو پوهانو په خوراډيرو څيړنو وروسته ښاغلى كرزيي دامريكا دغلامۍ اولاسپوڅيتوب لپاره ترټولوغوره كانديد وباله.دپوهانو په اند كرزيي له يوې خوادافغانستان په اكثريتي قام پښتون پوري تړلى.له بله پلوه دكندهار دى اوكندهار بياهغه سيمه ده چي له وخته وخته يى افغانستان ته سياسي ليډران وركړي.ددغو پوهانو په اند دكرزي دغوره والي ترټولو ستردليل داهم وو چي سي ايي اې دهغه پرخلاف ځيني داسي دوسيې هم لرلى چي دهغوپه رابرسيره كيداكي دكرزي شخصيت اوسياسي حيثيت ته دصدمي درسيدلو امكان وو ځكه نو دسي ايي اې بازدكرزي په اوږوكيناست.
سي ايي اې هغه دخوراډيروخت لپاره ترپالني اوروزني لاندي ونيواوهغه چلونه اودسيسې يى ټولي وروښدلى چي په افغانستان كي دطالبانو دحكومت له سقوطه وروسته بايدازمويل شوي واي.
فرانكس دشمالي ټلوالي دمشراودمسعود دمريد جنرال فهيم دپيرودلو خبره هم په پوره تفصيل خو له ملنډو ډكه په يوه سپكه لهجه بيان كړيده.دفرانكس په وينا موږدفهيم دپيرودلولپاره دقالينو دسودا نوم وركړى وو.كله چي دسي ايي اې ډله په پنجشيركي دفهيم دوجدان په رانيولو بوخته وه نو ددغي ډلي مشربه ماته په ټليفون ويل چي سره قالينه (فهيم) ډيره پسته اوډيره پراخه ده.موږپه اسانۍ سره كولاي شو چي پدغه قالينه كينو اودشرابو ميله وكړو.
دسي ايي اې لپاره دفهيم بدمرغي هغه مهال پيل شوه چي هغه دمعاملې په وخت كي دنوروملي مسايلو ديادولوپرځاي شخصي غم رامخي ته كړاو دامريكا دوفادارۍ په بدل كي يى يوازي اوه ميليونه ډالررشوت وغوښت.فرانكس وړاندي ليكي چي موږله فهيم سره دمعاملې يو ريهرسل هم ترسره كړى وو.په هغه ډرامه كي مادفهيم نقش ترسره كړ.په پنجشيركي ميشت دسي ايي اې دځانگړي ډلي مشر چي كله دفهيم داوو ميليونو ډالروخبره واوريده نو په جعلي ډول يى ځان له غوسې تك سور كړاوفهيم ته يى وويل چي ياره ته څه وايى؟؟؟ امريكايان هيڅكله هم چاته دومره زياتي پيسې نه وركوي.ځكه نوفهيم قران وخوړچي له پنځو ميليونو ډالروبه يوه شانزده پولۍ هم كم نه شي.
دجنرال فرانكس په ويناموږكه قاليني واخيستلى اوكه مويابوگان خو هغوي موږته وروسته ډيرگټور وختل.يوخو مو په بيلابيلو جبهاتوكي دخپلو سرتيرودمرگ او وژنو شميره ورباندي ثابته وساتله اوله بله پلوه مولگښتونه ډيركنټرول كړل.دشمالي ټلوالي سپاهيانو په يوه جگړه كي دگډون لپاره يوازي سلو ډالرو،يوه جوړه دريشي اوكله ناكله هم يوه پۍ مخي (بى ريش) ته اړتيالرله اوداهغه څه وو چي زموږلپاره يى برابرول خورا اسان وو.
فرانكس په خپل كتاب كي دمشرف خوراتعريف كړى خوهغه يى يوداسي ډارن سرتيرى بللى چي ديوچادژبني گواښ په وړاندي يى گوزونه نه ټينگيږي.دفرانكس دويناله مخي جنرل مشرف له طالبانوسره خورا يارانه درلوده اوهغه يى په افغانستان كي خپله استراتيژيكه اړتيابلله خوكله چي دستمبرديولسمي نيټې له بريدونو وروسته پاول ورته يوټليفوني گواښ وكړنومشرف ددى پرځاي چي په اسلام ابادكي زموږسفيره ځان ته وروغواړي،پخپله سفارت ته ورغى اوهغى ته يى وويل چي ولس مشر بوش ته ووايه چي زه اوزما ټول جنرالان ستاترشاولاړيو.موږ دامريكا دگټولپاره سل ځله افغانستان اودهغه واكمنان قربانولاي شو.دفرانكس په وينا امريكايانو په خورامناسب وخت كي دپاكستان دمغروره جنرال لاس ورتاوكړل اوله هغه نه يى يوه گيدړه جوړه كړه.فرانكس دغه كارته دarm twisting اصطلاح كارولي ده.
دفرانكس په ويناهماغه وو چي مشرف خپله يولسمه قول اردو دپاكستان خاوري ته دالقاعده دتښتيدونكو كسانوپه تعقيب پسي ولگوله.دغي قوا زيات شمير عربان ونيول اويايى هم ووژل.
مشرف وروسته په افغانستان كي دطالبانوپرضد دجگړى دپرمخ بيولولپاره په خپله خاوره كي امريكايي ځواكونو ته څلوراويا اډې وركړې.
فرانكس ليكي نن هم پاكستاني ځواكونه دوزيرستان په غرونوكي دالقاعده دپاتي شونوترشازغلي اوهغوي كله په يوه اوكله په بل غاركي پناه اخلي.............................پاي.................


لونګين
18.08.2004

طالب خانه ياره سلام
وروره !
1. ددي کتاب نوم څ دي ؟
2. دچاپ کال ئي څو دي ؟
.3. چاپخانه ئي څه نوميږي ؟
ما خو دغه کتاب پيدا نکړ

په درناوي لونګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more