د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جفا!

محمود سعيد
08.09.2011

څوک چې ناپاکستان ته پاکستان وايي، هغه له سپیڅلتیا او پاکۍ سره جفا کوي!
څوک چې اسلام ورانباد ته اسلام آباد وايي، هغه له اسلام سره جـــــــــــــفا کوي!
څوک چې ناپاکستان ته اسلامي هیواد وايي، له ټولو مسلمانانو سره جـــفا کوي!
لر پښتانه که ځانته پاکستانیان وايي نو له خپلو نیکونو او تاریخ سره جـــــــفا کوي!


پتوال
08.09.2011

سلامونه !

[quote:35432d5ef4="محمود سعید"]څوک چې ناپاکستان ته پاکستان وايي، هغه له سپیڅلتیا او پاکۍ سره جفا کوي!
څوک چې اسلام ورانباد ته اسلام آباد وايي، هغه له اسلام سره جـــــــــــــفا کوي!
څوک چې ناپاکستان ته اسلامي هیواد وايي، له ټولو مسلمانانو سره جـــفا کوي!
لر پښتانه که ځانته پاکستانیان وايي نو له خپلو نیکونو او تاریخ سره جـــــــفا کوي![/quote:35432d5ef4]
يوه ټولپوښتنه :
آيا طالبان په دې جفاو ککړ دي او که نه، که نه وي ککړ دلايل ، مثالونه ، شواهد او ثبوتونه يې څشی دي ؟؟؟؟؟؟؟ او که ککړ وي څوک يې څه ثبوت
او شواهد لري ؟؟؟؟؟؟؟
[color=darkblue:35432d5ef4]حق ووايئ او په حق د ټينګار کولو توصيه وکړئ ( وتواصو بالحق وتواصو بالصبر)! [/color:35432d5ef4]


محمود سعيد
27.09.2011

پتوال صیب لیکلي:
[quote:65d3834a7d]
يوه ټولپوښتنه :
آيا طالبان په دې جفاو ککړ دي او که نه، که نه وي ککړ دلايل ، مثالونه ، شواهد او ثبوتونه يې څشی دي ؟؟؟؟؟؟؟ او که ککړ وي څوک يې څه ثبوت
او شواهد لري ؟؟؟؟؟؟؟
حق ووايئ او په حق د ټينګار کولو توصيه وکړئ ( وتواصو بالحق وتواصو بالصبر)!
[/quote:65d3834a7d]
دروند پتوال صیب سلامونه.
که څه هم دلته د طالبانو بحث نه دی مطرح شوی خو بیا هم دومره ویلای شم چې:
له طالبانو څخه داسې یوه ګډوله جوړه شوې ده چې پخپله له دوی څخه ېې هم سر او بر ورک شوی دی. که څه هم دوی ځینې رښتینې مجاهدین لري چې یوازې یرغلګر په نښه کوي، خو هغوی ډیر نه پاته کیږي او په شهادت رسیږي.
زموږ یو ملګری قصه کوي چې په کلي کې ېې یو سر خریونکی (ډم) طالب دی، کله چې د سر خریلو لپاره کلي ته راشي نو راکټ د پټي په پوله کیږدي او بیا مخابره د پرتوګ له ګنډې راخلاصه کړي او وايي چې زه به یوه رابطه وکړم.
په مخابره کې چیغي کړي:
زرقاوي، زرقاوي، زرقاوي.
بدر، بدر، بدر...کاپیر راروان دی که نه؟ تر پله لاندې مو ماین ایښی دی...
او بیا له څو ټوکو او بیځایه خبرو وروسته راشي او د سر په خریلو او یا هم په ودونو کې خلکو ته د لاسونو د اوبو اچولو پیل وکړي.
دا چې له دوی څخه ډیر ېې پاکستان ته کلک ژمن دي، هیڅ شک نشته.
اکرام الدین کامل صیب په پښتون یون کې د ملابورجان په پیژندنه کې یوه څرګندونه کړې وه او پکې لیکي:
داسی هم د شهید ملابورجان په اړه ویل کیږي چی نوموړی په تورخم باندی افغانستان ته اوښتو نو ورته وویل شول چی په یوه خط باندی صرف امضاء وکړه او په خط کی یی دا لېکلي و چی زه ملابورجان... اوس په دی تاریخ د پاکستان پّه بارډر را واوښتم، ده دا خبره ډېره په کلکه رد کړه او په غوصه له تورخمه د ننګرهار په لور روان شو.
الله دی شهادت قبول کړي.
نو که د هغه په شان ریښتني افغانان په طالبانو کې پیدا شي، لرې نه ده چې د پاکستان د لاسپوڅو لمن به ورټوله شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more