نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان ته تر ټولو لوی خطر پاکستان دی
ویښ
07.09.2011
امریکايي سناتور: د افغانستان تر ټولو لوی خطر پاکستان دی
Wednesday, 09.07.2011, 02:49am (GMT)
سناتور کیرک:ما پخوا د پاکستان په باب بل ډول فکر کاوه خو اوس نور په دې باور نه یم.
تاند(چهارشنبه/سنبله۱۶) یوه امریکايي سناتور، چې تازه د افغانستان او پاکستان له سفره خپل هیواد ته ستون شوی، پرون خبرداری ورکړ چې پاکستان د افغانستان لپاره تر ټولو اصلي خطر دی او د دغه هیواد استخباراتي اداره (آی ایس آی) د کابل د حکومت لپاره تر ټولو لوی خطر دی.
د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور مارک کیرک دا خبره د سیمې له دوه اوونیز سفره وروسته وکړه.
تر دې لږ مخکې د امریکا د سمندري زخیره استخباراتو قومندان په یوه وینا کې تور لګولی و چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی د حقاني شبکې ملاتړ او ساتنه کوي.
سناتور کیرک وویل:«د دغو خبرو په وړاندې د پاکستان د حکومت د چارواکو څرګندونې چورلت درواغ دي.»
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له اوږدې مودې راهیسي له هغو سخت دریځو ډلو او ترهکرو سره اړیکې ساتي چې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای دي او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو پرضد جنګېږي.
سناتور کیرک وویل:«اجازه راکړئ چې اعلان وکړم؛ ډېر امریکایان په افغانستان کې د پاکستان د آی ایس آی له لاسه وژل شوي، اعلان کوم چې هغه وخت راغلی چې اسلام اباد ته د امریکا مرستې بندې کړو.»
ده همداراز وویل:«پاکستان د افغانستان لپاره پر اصلي خطر بدل شوی.د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان د حکومت لپاره تر ټولو خطرناکه ده.دا اداره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ژوند ته هم لوی خطر پېښوي.»
له طالبانو سره تړلې د حقاني شبکه هم د افغانستان په ختیځ کې د امریکايي پوځیانو لپاره تر ټولو خطرناکه ګڼل کېږي.
دا شبکه جلال الدین حقاني تاسیس کړې وه او اوس یې سراج الدین حقاني مشري کوي چې دواړه د امریکا له لوري د نړیوالو ترهکګرو په لیست کې شامل شوي دي.
سناتور کیرک وویل:«ما په ۲۰۰۸ کال په افغانستان کې محافظه کاري کوله.باور مې کاوه چې پاکستان پېچلي دی، موږ په دغه هیواد کې ډېره دلچسپی لرو او له دیپلوماتیکو لارو ستونزې ورسره حل کوو، خو اوس نور په دې باور نه یم.»
دغه امریکايي سناتور دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د پاکستان پوخ د امریکایانو د اعتماد د جلبولو لپاره په کوټه کې د القاعده شبکې د یوه مهم مشر الموریتاني په شمول درې تنه ونیول. پاکستانیانو په عملیاتو کې د سي آی آې غړي هم ورسره شریک کړل څو په ایبټ اباد کې د بن لادن د موجودیت په وجه د شکونو له کمولو سره مرسته شوې وي.
pattang
07.09.2011
دغه امريکايې خنځير اول عطا ته ور څي بيا کرزي ته نودی ولې
داسې غول خوري ، که ريښتيا کوي نو خپل عسکر دې په اټک
سيند باندې واچوي او کوزه پښتونخوادې افغانستان ته ورکړي
چې له غمه خلاص شي ٠ خو نه داخوشې رزالت دی دوی دغلو شورا
او خپل ملګری عطا کله خپه کوي٠
لانت په جان کېري او صليبيانو