نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتون شاعر او ليکوال ... د ګيلې که زړه سوي وړ؟
وصيل پېروز
07.09.2011
د پښتو ژبې ادبي بڼ د ناخوالو او ستونزو تر يوې اوږدې دورې وروسته نن د د داسي ليکوالو او شاعرانو له لوري ګرو شوی چي د دې بڼ سمسورتیا او زرغونوالی د ځان او ټولنې ار هدف ګڼي ، دوئ د خپل ژوند په اوږدو کي د پښتونولۍ احساس تل هڅوي چي دوئ بايد له رقيبو ژبو سره د پښتو د سيالۍ په لړ کي هر هغه ګام واخلي چي پښتو ژبې ته پرمختګ ، قوت او بقا ور بخښلای شي .
که موږ د حقيقت له عينکو د پښتو ژبې اوسنی حالت وګورو نو موږ به د دې واقعيت په درک کي هيڅ ستونزه احساس نه کړو چي پښتو ژبه لا هم د رقيبو ژبو په پرتله ډېره وروسته پاتي ده مګر د پښتنو شاعرانو او ليکوالو وروستيو هڅو پښتون قوم ته يو نوی ډاډ او سکون وربخښلی دی ، د دې وروستيو هڅو او زيارونو له کبله پښتو توانېدلې چي د سيالۍ په ډګر کي د ترقۍ او پرمختګ نويو پوړيو ته وخېژي.
اوس چي د پښتو ژبې د پرمختګ او ترقۍ لپاره په پښتنو کي کومه ولوله پارېدلې ښايي تر دې وړاندي به د داسي جذبې او وولولې څرک نه وي ليدل شوی !.
نن چي هره ورځ او ان هره شېبه د پښتو د ترقۍ پر لور کوم ګام اخيستل کېږي هغه بايد د کيفيت او کميت له پلوه ښه وارزول شي څو د پښتو ژبې لمن له داسي اثارو او کتابونو خوندي وساتل شي چي له يوې خوا د معيار په تول پوره نه وي ختلي او له بل پلوه پکي د ټولنې پر حالت د منفي اغېز تر څنګ د سمون او پرمختګ پر لور د روان سفر په لار کي د خنډونو او ستونزو لامل کېږي.
دا چي اوس د پښتون ليکوال او شاعر قلم د پښتو د پرمختګ لپاره خوځي نو معلومه خبره ده چي د پښتو په تاريخ کي يو نوی باب زياتوي ... زه غواړم د همدې پښتون لیکوال او شاعر له قلم څخه پر ليکل کېدونکو هغو کرښو د يو څو شېبو لپاره تم شم چي سبا پښتو د سيالانو په کتار کي درولای شي.
نن چي د پښتو د پرمختګ لپاره کوم څه ترسره کېږي د فعاليت ډګرونه یې دوه شمېرلای شو :
• برېښنايي رسنۍ
• چاپيزې رسنۍ
دا هر يو بيا په خپل کور کي د خپلو نوعيت له کبله سره وېشل کېږي مګر زموږ خبره پر دې راڅرخي چي د دې دوو سرچينو له لارې چي کوم څه وړاندي کېږي تر کومه ځايه د حق او حقيقت پيروي کوي؟.
حق او حقيقت :-
دلته ضروري ګڼم چي د حق او حقيقت هغه مفهوم بيان کړم چي ما په ليکنه کي ورته اشاره کړې او غواړم د خلکو نظر ورته راجلب کړم .
له حق او حقيقت څخه زما مراد دا نه دي چي رسنۍ تر کومه ځايه د يو خبر په نشر او توضيح کي د واقعيتونو پلټنه کوي او نه مي هدف دادی چي کومې – کومې رسنۍ د کومو – کومو ډلو په اړه بې ځايه تعصب او بې ځايه دفاع کوي؟ بلکي زه غواړم د حق او حقيقت په الفاظو دا مطلب تشرېح کړم چي د پښتون ليکوال او شاعر له لوري ټولنې ته وړاندي کېدونکي مطالب تر کومه ځايه د هغه حق او حقيقت پر تشرېح را څرخي چي د هدف لپاره يې انساني ذات پنځول شوی دی؟.
د شکوکو او شبهاتو د ځواب په لړ کي بايد دا هم ووایم چي ما ځکه يوازي پښتون ليکوال او شاعر مخاطب کړی چي د سيالو ژبو يعني اردو او فارسي په اړه که له يوې خوا زما معلومات نيمګړي دي نو له بل پلوه د هغو يادونه زموږ لپاره نه خو اړينه او نه هم ګټوره ده.
نن چي د پښتون شاعر او ليکوال هاند او هڅې خورا ګړندۍ شوې او د پښتو د پرمختګ لپاره یې کوم ګامونه اخيستي دي نو ډېری يې تر يو شمېر ځانګړو فنونو پوري ځانګړي کېدای شي. د مثال په توګه نن د پښتو ژبې د پرمختګ په لړ کي پښتو شعر او لنډو کیسو ته توجو دومره زياته شوې چي ان نور ګڼ شمېر او مهم اړخونه له پامه ویستل شوي دي.
د پښتنو ليکوالانو په کتار کي اکثره نوي ځوانان د شعر او لنډو کيسو لور ته زیات ميلان لري ، دوئ اکثره وخت د څېړنيزو او تحقيقي ليکنو پر ځای خپل وخت د لنډو کيسو او شعر پر لیکنه مصرفوي چي دا کار د پښتو ژبې پر پرمختګ منفي اثر غورځوي.
پښتو ژبه لا هم په ګڼو نورو برخو کي تودو هلو- ځلو او زيار ته اړتيا لري چي متأسفانه ډېرو کمو خلکو ته د دې ستونزې څرک لګېدلی او احساس کړې یې چي د بې ګټې شعر او بې پيغامه کيسې پر ځای بايد يو داسي کار ترسره شي چي له يوې خوا پيغام لري او له بل پلوه د ټولنې او خلکو په ګټه وي.
زه نه غواړم د پښتو شعر او لنډو کيسو پر څرنګوالي وږغېږم ځکه پښتو شعر او لنډو کيسو که له یوې خوا خپل اهميت د پيغام او ګټې د نه درلودلو له کبله له لاسه ورکړی نو له بل اړخه د دوئ کم ارزښت هم د دې لامل ګرزي چي د ونډې وزن يې بايد د اوس په پرتله څو چنده کم وای ، مګر بل اړخ بيا دا هم نه غواړم چي هغه اړخونه په ګوته کړم چي زيار او کوشش ته اړتيا پکي شته ځکه دا که له يوې خوا يوه څرګنده ستونزه ده نو له بل پلوه به ښايي زما نيمګړي معلومات هم د خلکو نيوکو او نقد ته لار پرانيزي مګر هو ! غواړم پښتون شاعر او ليکوال په لاندينيو ټکو کي لاندينيو مطالبو ته متوجې کړم .
• د مينې ، خيالي ليلا او جانان ، اننګو ، وربل ، ګودر او ... د ستاينې پر ځای بايد نن موږ شعر او لنډه کيسه د يو داسي فن په توګه وکاروو چي په ټولنه کي د موجودو ناخوالو او ستونزو په له منځه وړلو کي يوه مهمه وسله ثابته شي ، شعر هغه فطري ملکه ده چي د فطرت له غېږي راولاړېږي او انسانان د فطرت په غوښتنو خبروي ، انسان ته د عقل او معقوليت لار په ګوته کوي او موږ ته راښيي چي هر پل مو بايد د فطرت له غوښتنو سره برابر وي ، هغه فطرت چي يوازي د دليل او برهان په رڼا کي د تګلارې او کړنلارې ټاکنه غواړي.
• زموږ د ليکنې ماخذ او سرچينه بايد د الهي دين هغه ستنې وې چي تر بقا يې دنيا باقي ده يعني تر کومه وخته چي په انساني نړۍ کي د قران او سنت پيرو وي نو دا نړۍ به موجوده وي مګر کوم وخت چي د دې نړۍ له غېږي د کتاب وسنت د وروستي پيرو او موحد روح هم والوزي نو دا نړۍ د کور پر ځای ګور بلل کېدای شي او دا نړۍ بيا د انسانانو د ژوند ځاله نه بلکي د هغو بې احساسه خلکو د ژوند ټاټوبی دی چي د هر احساس له درده بې برخې او د هر حقيقت له وجوده منکر دي، موږ بايد د ليکنو په ليکنه کي هغه اسلوب او قوانين په پام کي ونيسو چي د الهي اوامرو مطابق وي.
• د د اسي بې ګټو ليکنو له کولو او خپرولو ځان وساتو چي ټولنې ته د سالم پيغام پر ځای د يو داسي پيغام لرونکې وي چي له يوې خوا که د پرديو د کولتور اغېز ورباندي وي نو له بل پلوه د ديني او کولتوري اصولو مخالفت هم پکي شوی وي چي دا فعاليتونه اکثره وخت په لنډو کيسو کي ترستر ګو کېږي. لنډې کيسې د انساني ذهن د اغېزمنتيا لپاره يوه غوره وسله ده مګر زموږ پښتون شاعر او ليکوال یې د خپل دين او هويت برخلاف د يو داسي وسلې په توګه کاروي چي نه خو سړی د ټولنې په زړه کي د موجود فساد پر ضد مبارزې ته هڅوي او نه پکي له بديو سره د کړنې جذبه راکوي بلکي موږ لا هم هڅوي چي د انساني پنځونې ار هدفونه هېر کړو او ژوند تر یوې مصنوعي او محدودې ښکلا را منحصر کړو.
• زموږ پښتانه ليکوالان او ليکوالانې د سياسي موضوعاتو په څېړنه کي د ډېر وخت د مصرفولو له کبله تر دې نقد لاندي دي چي ټولنې ته يې له اړتيا سره سم هغه مواد نه دي وړاندي کړي چي وړاندي يې هم د اړتيا احساس وو او اوس هم شته دی ، مګر د دې ټول واقعيت پر ضد زموږ ليکوالانو د داسي موضوعاتو څېړنې ته مخه کړې چي ګټه يې ټوله تر دنيوي ژونده محدوده ده.
• نننی عصر چي د تخنيک له پلوه د نړۍ په غېږ کي پرمختللې زمانه بلل کېږي او د خلکو تر منځ د ارتباط کړۍ دومره راتنګه شوې چي يو سړی په نه څه د دنيا په ګوټ – ګوټ کي د ډول – ډول نظريو له څښتنانو سره اړيکه نيولای شي او همدا راز د تخنيک په وجه فحشا ته هم د غوړېدنې يو ښه فرصت په لاس ورغلی دی چي د ډېرو ځوانانو د بې لارۍ په لار کي موثر پرېوتلای شي . دا هغه اړخ دی چي د ليکوال له توجو پرته په هيڅ ډول هم د دې ستونزې د زيان مخه نه شي نيول کېدای څو چي شاعر او ليکوال په خپله فطري ژبه د دې ساري ناروغۍ زيان او نقصان بيان نه کړي تر هغو به زموږ ټولنه او ان ګرده انساني نړۍ د زهرجن مار په څېر چيچي.
• په وروستيو کرښو کي خپل هغه مسلمان پښتون ورور ته چي د ليکوالۍ او شاعرۍ پر تخت ناست دی دا ويل غواړم چي د ليکنې ، ارزونې او څېړنې په دوران کي د يو داسي شخص په څېر شه چي د خپلې ورکې لټون کوي ، هر څه ته د شک او تحقيق په نظر ګوره چي له تاسو سره د حق او حقيقت په موندنه کي مرسته کولای شي او هيڅکله هم د سالم دليل او برهان په وړاندي د تعصب دريځ مه خپلوه بلکي د ټولنې او اجتماع د چاپېريال برخلاف د دليل په رڼا کي هغه څه خپلوه چي له حق او حقيقت سره سمون لري او د ژغورنې ذريعه وي ځکه زموږ د برياليتوب لپاره يوازي دليل او برهان هغه څه دي چي له تيارو مو رڼا ته راوستلای او د باطل پر ځای د حق د موندنې لار را ښودلای شي.
• او پښتون شاعره ! له تا يوازي هغه تمه لرم چي د فطرت ملکه یې درته الهام کوي، يوازي هغه څه درنه غواړم چي د فطرت له لوري درباندي لورېږې ځکه ته په ټولنه کي د فطرت مشخص استازی ته يې.
د پورتنيو ستونزو وجود د دې واقعيت په درک کي له موږ سره ښه مرسته کولای شي چي پښتون ليکوال او شاعر ګرم او که د زړه سوي وړ دی؟.
pattang
07.09.2011
افرين وصيل پېروزه !
الله دې تا، تل بر يالی او پاک وساتي ٠
وصيل پېروز
07.09.2011
[quote:be0488260f="pattang"]افرين وصيل پېروزه !
الله دې تا، تل بر يالی او پاک وساتي ٠[/quote:be0488260f]
دروند پتنګ صاحب ! ستاسو له هڅونې يوه نړۍ مننه الله مو بريالي لره .
جزاک الله خیرا،
مساپر
08.09.2011
ډیر دروند او عزتمند ورور اصیل صیب، اسلام علیکم،
ستاسوله هڅونې او ښکلو لیکنو نه یوه نړۍ مننه کوم، ستاسو خبرې ډیرې ارزښتمنې دي او موږ (افغانان) ټول په دې لړ کې ستاسو د لا ښکلو ګټه ورو مشورو او علمي نظریو په تمه یوو.
په درنښت،
پتوال
18.09.2011
چيرې دې وام چيرې غږيږې
........................ وړ دزړه سوي او که نه ګرم به شاعر وينه !
د وصيل پيروز صاحب ليکنه د ستاينې وړ ده، خو د هغه پوښتنه پورتنۍ ده چې ننې پښتون شاعر د زړه سوي وړ دی او که قام ولس ته پوروړی ( ګرم) پاتې دی .
په دې اړه به زه هم که خدای کول خپل ځواب وړاندې کوم ، خو دا پورتني ميز ډبي دې په تش شابسي ويلو ځانونه نه خلاصوي !
وصيل پېروز
22.09.2011
سلامونه او ښې چارې
ښاغلی پتوال صاحب موږ په دې اړه ستا د موقف اظهار ايسار کړي يو چي له ليکنې لاس واخلو مګر تاسو د خپل اند په شريکولو کي خورا ځنډ وکړ ، کومو وروڼو ته چي تا ګوته نيولې زما هم ترې هغه تمه ده چي تاسو يې ترې لرئ مګر له تاسو په ځانګړي ډول ځکه اميدوار يم چي ځان مو ځانګړی کړی دی ، همدې ځانګړنې تاسو ځانګړي کړاست . هههه
ستاسو د اندونو په
په مينه او درنښت
وصل پېروز