د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملي روغه جوړه

پتوال
06.09.2011

درنو ورونو او محترمو خويندو السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

ډيره موده وشوه چې هر ليکونکی يا د روان جنګ د يوې افغاني خوا او يا د دبلې افغاني خوا په پلوي ليکنې کوي ، چې اوس له دې اندتوګې
څخه هغه د ملانصرالدين زوړ غويا جوړ شوی ، کوم چې ملا د پلورلو له پاره ښار ته بيولی و، هر چا به يې غاښونه کتل او نور به يې پريښود،
غويا دومره ډيرو خلکو وکوت چې بيا به يې څوک له ورايه وليد پخپله به يې ورته شونډې بيرته کولی چې غاښونه ورته وښيي !
اوس چې هر څوک ليکنه کوي غاښونه يې له نامه څخه له ورايه ښکاري چې څه او د چا په پلوي يې ليکي .
راځۍ چې د يو او بل اړخ له پلوي څخه لاس واخلو او د ملي پخلاينې لار خپله کړو ، ځکه تر څو پورې چې مونږ بې پلوي ونکړو
او په ناپيلې توګه ملي پخلاينه ونه غواړو تر هغه وخته به په خپلو ليکنو کې د جګړې په لمبو تيل پاشو او ديو لوی ملت په وژنه او پښتون قان په
ختمولو کې مستقيمه ونډه لرو (!) او تر څو چې مونږ يو اړخ او بل اړخ ته د کندهار يانو په اصطلاح وايو چې (( پلاره نيسی!)) ، تر هغې پورې به
مو دغه لکۍ دار پلرونه يو د بل په غوږونو خوله خښوي او بهرنيان به ورته چکچکې کوي او هم به يې په لکۍ ټپوي چۍ غوږونه سره وشلوي !

خو که مونږ او تاسې د ملي ليکوالانو او ليکونکو په توګه له ځانه سره په خپل فکر کې ملي روغه وکړو ، ددغه لعنتي جګړې اړخونه پرېږدو ،
ټوله جګړه او د اشغالګرو شتون وغندو ، يو ملي رسالت خپل کړو او د ملي روغې جوړې غږ پورته کړو ، د تنقيد د شمشير تيرۀ خوا
د جنګېدونکو حاميانو ته متوجه کړو ، طالبان او د کابل حکومت پرېږدو او پر ځای يې زمونږ د ملت بهرني دوښمنان ( بهرني
مداخله ګر ، CIA او ISI) دتنقيد او غندنې دګوزار لاندې راولونو د هيواد دآزادۍ او استقلال ګټلو له پاره به مو
ملي روشنفکري په اثبات رسولې وي . داچې د هرې جګړې پای ملي روغه جوړه ده ، ځکه هېڅ بری له ملي روغې جوړې پرته د جګړی پای نه دی ،
نو ددغه واقعي پای د رانږدې کولو له پاره بايد دملي روغې جوړې لار خپله کړو
او فعال رول په کې ولوبوو !
[color=blue:36836f57fb]
خپلې پښې خير دی نور نه وهو په تيږو
.............................................................. ددوښمن پښې به وهو سم په تبرونو!
زه به ستا د جنګ حامي په توپو ولم
.................................................................... ته زما د جنګ حامي په راکټونو !

د افِضل او اکبرخان تړون راياد که
................................................................ چې انګليس يې که ګونډه په زنګنونو!

CIA او ISI دواړه په دار کړئ
................................................................... افغانانو ورکړئ لاس لکه د ورونو !

خپل وجدان او ګرد جهان نه شرم وکړئ
................................................................... په هډوکي څه اړتيا ده د جنګونو؟؟؟؟؟

خولې مو سرې ، غاښونه سره ، سونئټې سرې دي
....................................................................... وَښکي دواړه مو شلېدلي تر غوږونو!

کرامت انساني ځان کې پيدا کړئ
............................................................. دا جنګي سپيتوب نور پريږدئ په عمرونو !

اشغالګر او ISI ته سره يوشئ
................................................................ نور فرصت له لاسه مه ورکوئ ورونو ![/color:36836f57fb]


عنوان

tandar
08.09.2011

دپتوال صيب دشعر په ارتباط لاندي ټکې ورزياتوم
[color=darkblue:f5ffddf7f3]نيکو مو وه ګټلې دغه خاوره په سرو وينو
.............................نن اشغالګر په کې مستې کړې هم مو ولې په توپونو
وطن ناموس دې ،ګټنه غواړې اې افغانه
..............................بله لاره نشته بس ملې قيام ته شې راټول لکه د وروڼو
[/color:f5ffddf7f3]
دوطن ددشمنانو په سر تندر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more