نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو: د دېرشو ماشومانو د تښتوني پړه ومنله.
لاونګ
06.09.2011
پاکستاني طالبانو د هغو دېرشو ماشومانو چي يوه اونۍ مخکي د افغانستان سره په پوله باجوړ کي تښتول وي وه، پړه پرغاړه اخيستې.
د طالبانو سيمه ايز وياند سي اِن اِن ټلويزون ته ویلي چي هر هغه څوک چي د طالبانو پر ضد د دولت ملاتړ کوي، ددې ډول کړنو سره به مخامخ سي.
اسلام زيب د باجوړ د اجنسۍ يوه چارواکي سي اِن اِن ته ويلي چي دغه ماشومانو د جمعې په ورځ د مېلې (تفريح) لپاره دې سيمي ته تللي وه، چي ناڅاپه د يوې ډلي لخوا و تښتول سول.
خو پاکستاني طالبانو ددې تښتوني مسؤليت منلی او ويلي يې په دې کار سره به هغو کسانو ته سزاء ورکړي چي دطالبانو پر ضد د دولت په همکارۍ مليشې جوړوي.
پښتانه داسې وي؟؟؟
لاونګ
06.09.2011
ویل شوي چې دا ماشومان یې په دې دلیل تښتولي چې دوی دې ملیشې بچیان ول.
اسلام داسې وي؟
پښتونوالي داسې وي؟
دا څه رنګه طالبان دي چې ملا عمر ته غوږ نه نیسي؟
ملا عمر نه و ویلي چې په عام خلکو غرض مه لرۍ؟ که دا ماشومان عام خلک نه وي نو عام خلک څوک دي؟ دوی خو دې طالبانو پر ضد ملیشه نه وه جوړه کړې. که دې دوی پلارونو جوړه کړې وي نو هغه یې پلارونه دي...دوی خو نه وو.