نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ای،آس،ای د قبایلو پښتانه څنګه سره دښمن کړل، ویډیو (حلال شوې کسان)
طالب ISI
04.09.2011
http://www.liveleak.com/view?i=c12_1314895425
ګوری اول خو ای،اس،ای همدغه عرب په قبایلو کې ځای په ځای کړل، قبایل یې د امریکا دښمن کړل، هغوی یې د جهاد په جذبو مست کړل، بیا یې ، افغانستان ته ولیږل. خو چې کله قبایلو په پاکستان هم خوخله خښه کړه، بیا یې نو پنجاب یو څه په تکلیف کړ، اوس یې ددوی مقابل کې د لښکر په نامه یو تعداد پښتانه را ټول کړی، او له قبایلو طالبانو سره یې جنګوي.
که مو فکر کړی، وي، دا ډیره موده کیږي، چې نه په ای،اس،ای حمله کیږي، نه په پوځ او نه هم په پولیسو. طالبانو یې له خپلو پښتنو سره واچول.
په دغه ویډیو کې طالبانو څو کسه د لښکر حلال کړي، او سرونه یې غوڅ شوي، د لښکر واله به بل ځل د طالبانو دا قسد واخلي، او بیا به طالبان له دوی قصد اخلي.... پدې توګه د دواړو خوا د پښتنو میندو بچیان وژل کیږي، او ښځې به کونډې کیږي.............
افغان پښتانه خو یې په همدۍ شکل وژل، اوس یې هلته هم پیل وکړ.
عبد السلام
04.09.2011
شهیر / شاهر، او که shaheer !
السلام علیکم ....:
دومره درته ویلای شم چې داراز ویدیو ګانې لکه دا پورتنۍ او نورې چې ته یې په متواتره توګه دلته را کاپی کوي ، هم ستا او هم دنور ځوانو کتونکو روحی صحت ته تور ټوپک دي. او په عین حال کې د دې راز صحنو د لیدلو او ښولو سره ښایي دنورو ځوانانو ذهنیت ددې جهنمی وحشت او بې باکۍ سره د عادی کولو ، اود د ې راز وحشت د تر ویج ، تر سوال لاندې را شي .
خدای دې نه کړي !!!
مننه
Sangar Watan
04.09.2011
ما ددې ویديو دکتلو جرائت ونکړ،
خوپه اسلام کې دحلال کلمه دحرام په مقابل کې دحلال حيوان دذبحه کولو شرعي طريقه ده٠که ديوه وحشي ځناور"انسان" په لاس بل انسان دحېوان په څير وژل کيږي ،دې عمل ته حلالول نشو ويلې،دا ځناور دې ورته نوم پيداکړي :shock:
shokoor
04.09.2011
د پښتنو پر منځ کې دا بله بلا :
باجوړي طالبانو د ۳۰ هلکانو د تښتولو مسؤولیت منلی
د هغو ۳۰ هلکانو د برمته کېدو مسؤوليت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نيول شوي وو د پاکستاني طالبانو دباجوړ ډلې پر غاړه اخیستى.
د احسان الله احسان په نوم ددغې ډلې يوه وياند بي بي سي ته ويلي، نيول شوي ماشومان نه دي.
دى وايي دغه هلکان يې د پولې په پورې خوا کې نيولي او اوس ېې د خپلې ځايي شورا تر پرېکړې په نامعلوم ځاى کې ساتي.
احسان وايي دغه هلکان يې ځکه نيولي چې پلرونه او خپلوان يې د طالبانو پرضد د جوړ شوي لښکر غړي او د ګڼو طالبانو کورنه او شتمنۍ یې دده په خبره لوټ کړي.
دی وايي ددوی خپله شورا به د نيول شوو برخليک ټاکي نه جرګه.
د باجوړ د طالبانو وياند وايي دوی له وړاندې ددغو کسانو د نيولو پلان جوړ کړى وو.
وړاندې د پاکستان چارواکو ويلي وو دغه کوچنيان په تېروتنه له پولې اوښتي او طالبانو برمته کړي، خو په سيمه کې هلته د ادعا له مخې کوچنيان يرغمل شوي د طالبانو يوه قومندان قاري ضياء الرحمان خپله ښکېلتيا رد کړې.
د کونړ چارواکي هم دا نه مني چې ګنې پاکستاني هلکان دې ددوې خاورې ته راوستل شوي وي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي دغه ماشومان د پاکستان په خاوره کې نیول شوې، دى وايي کچېرې دغه کوچنيان ددوی خاورې ته راوړل شوي وي، نو د خواخوږۍ له مخې به یې له قومي خلکو د خلاصون غوښتنه وکړي.
راپورونه وايي دغه هلکان د اختر د خوښيو په نيت راوتلي وو چې د وسله والو په ګوتو ورغلل.
دا لومړى ځل دى چې دومره لوی شمېر کسان او هغه هم کوچنيان د وسله والو له خوا برمته کېږي.
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2011/09/110902_hh-bajur-taliban.shtml
طالب ISI
04.09.2011
عبد السلامه وروره سلامونه مې ومنه،
د ویدیو سره مې خپله تشریح هم ورکړې. کوم ویب سایټ چې زه یې لینکونه را اخلم، هلته همدغه ډول شیان دي چې نور یې خپروي، طالبان هم خپل ویډیو ګانې پکې اچوي، او امریکایان هم.
البته دا ویډیو ګانې به نورو سایټو کې هم وي.
ددې ویډیو څخه زما هدف:
۱. دا ډول د خلکو وژل وحشت دی، که دوی د لښکر خلک هم وو، خو ښه به یې وهلي، وو، په شنو لښتو چې بیا له لښکر سره مه یوځای کیږي، او که یې وژل نو پدې توګه به یې نه وژل، یا لکه افغاني طالبان خلک د په توپ نه ولي.
۲. وژل شوي، او وژونکې دواړه پښتانه دي، نو ځکه خو یې تاوان هم د دواړو دی. او زه غواړم چې داسې ونه شي.
۳. پدې توګه پنجاب پښتانه یو د بل دښمن کوي.
۴. ته خو دا ویډیو نه شئ کتلای، د هغه مور او خور به څه حال وي، چې دغه بچیان یې کور ته ور وړي؟، ددوی د ماشومانو به څه حال وي، ددوی فامیلونو کې به د انتقام څومره جذبات را جوش خوري؟، خو د خپلو پښتنو په ضد.
۵. کوم دوستان چې دغه ویډیو ویني، فکر نه کوم داسې څوک به وي، چې پدغه کار ښه ووایې، که پنځه سوه کسان یې وګوري، دوی پنځه سوه فامیلونه لري، همسایه ګان، انډیوالان، خپلوان......پدې توګه ددغه کار په ضد کرکه څرګندیږي، آخر ددغه کار په قباحت، بدوالي، هغه طالب هم خبریږي، چې دغه کار یې کړی، امکان لري، په آینده کې داسې ونه کړي،لکه القاعده چې په عراق کې په بې ځایه وژنو پښیمانه شوه! ، لکه نن چې هزاره ګان د میخونو په یادولو شرمیږي.
....
۶. زه غواړم چې پښتانه په صلحه کې ژوند وکړي، که چیرې هیڅ نه صبر کیږي، نو بیا د له پاکستانې ملیشو، پوځیانو، ای،اس،ای، په ضد په مستقیم ډول جنګ وکړي.
۷. په مربوطه ویب سایټ کې بهرنیانو په سلهاو کومنټونه پرې لیکلي، که ستا خوښه وي، که نه وي، هغه پښتون په همدې ډول ویډیو پیژني.
دا نو ستا کار دی، چې خلک پوه کړي، او منعه یې کړې.
آیا نور دلایل هم درته ولیکم؟
عبد السلام
04.09.2011
شکور صاحب ! سلامونه او درناوی وړاندي کوم !
ما ته خو هغه د چارسدی د حربی اکاډومۍ د ځانمرکه پيښې څخه په استنباط داسې ښکاري چې د بنسټپالو ډاکوانو له خوا دې دا تښتول شوی تنکی ځوانان هم دکوم حربی ښونځي زده کونکي وي،
که وي ، اویا دکوم بل اورپکی تنظیم غړي وي نو ساتنه یې دISI او پاکستانی دولت لمړنۍ دنده ده ، په خاصه په هغو سیمو کې چې ISI پرې ښه پوهیږي چې ددوي خپل روزل شوی پخواني لیوني سپی ګوانده دي !
که له دې تنکیو ځوانانو سرونه هم پرې شي احتمال یې ډیر زیا د دی .
ځکه دپورتنۍ ویدیو نه داسې ښکاري چې بنسټپاله وحشي ډاکوان دې یواځې د انسانو له وژلو خوند اخلي، نور هیڅ هم ورته مطرح ندي .
نو زما په اند ، د بنسټپالو له لوري ددې هلکانو دیرغمل کیدلو پړه یواځې او یواځې دپاکستان د دولت په غاړه ده ، ځکه دواړه ډلې ددوي خپل خلک دي .
[quote:1f17e90cd9] د پښتنو پر منځ کې دا بله بلا :
باجوړي طالبانو د ۳۰ هلکانو د تښتولو مسؤولیت منلی
د هغو ۳۰ هلکانو د برمته کېدو مسؤوليت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نيول شوي وو د پاکستاني طالبانو دباجوړ ډلې پر غاړه اخیستى.
د احسان الله احسان په نوم ددغې ډلې يوه وياند بي بي سي ته ويلي، نيول شوي ماشومان نه دي.
دى وايي دغه هلکان يې د پولې په پورې خوا کې نيولي او اوس ېې د خپلې ځايي شورا تر پرېکړې په نامعلوم ځاى کې ساتي.
احسان وايي دغه هلکان يې ځکه نيولي چې پلرونه او خپلوان يې د طالبانو پرضد د جوړ شوي لښکر غړي او د ګڼو طالبانو کورنه او شتمنۍ یې دده په خبره لوټ کړي.
دی وايي ددوی خپله شورا به د نيول شوو برخليک ټاکي نه جرګه.
د باجوړ د طالبانو وياند وايي دوی له وړاندې ددغو کسانو د نيولو پلان جوړ کړى وو.
وړاندې د پاکستان چارواکو ويلي وو دغه کوچنيان په تېروتنه له پولې اوښتي او طالبانو برمته کړي، خو په سيمه کې هلته د ادعا له مخې کوچنيان يرغمل شوي د طالبانو يوه قومندان قاري ضياء الرحمان خپله ښکېلتيا رد کړې.
د کونړ چارواکي هم دا نه مني چې ګنې پاکستاني هلکان دې ددوې خاورې ته راوستل شوي وي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي دغه ماشومان د پاکستان په خاوره کې نیول شوې، دى وايي کچېرې دغه کوچنيان ددوی خاورې ته راوړل شوي وي، نو د خواخوږۍ له مخې به یې له قومي خلکو د خلاصون غوښتنه وکړي.
راپورونه وايي دغه هلکان د اختر د خوښيو په نيت راوتلي وو چې د وسله والو په ګوتو ورغلل.
دا لومړى ځل دى چې دومره لوی شمېر کسان او هغه هم کوچنيان د وسله والو له خوا برمته کېږي.
[/quote:1f17e90cd9]
پتوال
04.09.2011
............................... وحشت د عربي کفر او طالبي ظلم په پَرتَله کې ... ............................
نور څومره ظلم وکړي چې ستا کرکه ورنه راشي ؟؟؟؟؟؟
.................................................... نور څومره کفر وکړي چې اسلام تا کې پيدا شي ؟؟؟؟
عرب چې به ژوندۍ لور تورو خاورو کې منډله
...................................................... هغه کړه ! د ې وحشت سره د نياو په يوه تله
بيا حکم د قران هلته - اوس دوی باندې جاري که
................................................... چې څو ځله دا زيات وي ظالم هومره چارماري که !
حلیم
05.09.2011
پنجاب ندی ملامت پښتون ملامت دی
د پښتون زړه او ماغزه توره تیږه ده،
لدې څخه د ورور حلالول، په اور سوزول، هډونه پرې کول، په تار حلالول، په عام محضر کې په مرمیو غلبیل غلبیل کول.......... دا ټول د دوی د ژوند خواږه دي.
د یوې نجلۍ تعلیم ګناه ده خو د ورور وژل یې د جنت ته تګ وسیله.