د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زموږ اختر!

شاه ولي
03.09.2011

يو ملګري رااته وويل اختر دې را روان
تجليل د ده په کار دې بختور دې را روان
ما چه وليدل هرخوا ته خوښي نه وه په وطن کي
د بمونو باران جوړ و شپه او ورځ مي په ميهن کي
وطن ټول و اشغال شوي په لښکرو په ټانکونو
تالا شي وه شپه او ورځي په کوڅو او په کورونو
کابليان خفه خفه وو لدي وضعي له روزګاره
شکايت د خلکو پورته و، له پاميره تر ننګر هاره
اختر نه و په قندوز ، پکتيا، مزار کي
د غمونو باران جوړ و په غزني ،قلات، تخار کي
بي شميره جنازي وي رارواني د مارجي د شهيدانو
سرکونو کي غوغا وه هم د نرو هم، دښځو، ماشومانو
د چا پلار و وژل شوي د چا زوي په سور کفن و
قربان شوي شهيدان مي د دي خاوري او وطن و
د اختر خوښي يي په غم او په ژړا وه
په کندهار کي له ديرش کالو دا غوغا وه
لوي قيام ته چمتو شوي اوس لغمان وو
جګړه مار يي نورستان او هم پروان وو
د غورات او د باميان ورونه تيار وو
په دي لاره يي ملګري د کنړ او چپرهار وو
چه وطن د چا اشغال وي اختر نشته برات نشته
چه په غم باندي اخته وي خوراک نشته خيرات نشته
په وردک ، ميدان، لوګر کي بمباري وه
هره ورځ او هره شپه يي د کورونو تالاشي وه
د غمونو بنډار جوړ په ټول وطن وو
کور په کور مي يو ځلمې په سور کفن وو
اختر ښه ښکاريږي هلته چه ازاده ازادي وي
داسي نه چه هره ورځ يي په کورونو بمباري وي
د بيمار ژوند به ارام شي چي ازاديي شي وطن
په خپلو پښو ولاړ ، سمسور، اباد يي شي وطن
لیکوال: کاظم ننګرهارې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more