د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
باجوړي طالبانو د ۳۰ هلکانو د تښتولو مسؤولیت منلی
مساپر
03.09.2011
د باجوړ د طالبانو ډلې د هغو ۳۰ هلکانو د برمته کېدو مسؤوليت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ نيول شوي وو پر غاړه اخیستى. احسان الله احسان د باجوړ دطالبانو ډلې وياند خبري آژانسو ته ويلي،چې دغه هلکان يې د پولې په پورې خوا کې نيولي او اوس ېې د خپلې ځايي شورا تر پرېکړې په نامعلوم ځاى کې ساتي. احسان وايي [color=red:6f266546fa][size=18:6f266546fa]دغه هلکان يې ځکه نيولي چې پلرونه او خپلوان يې د طالبانو پرضد د جوړ شوي لښکر غړي او د ګڼو طالبانو کورنه او شتمنۍ یې دده په خبره لوټ کړي.[/size:6f266546fa][/color:6f266546fa] د طالبانو وياند دا هم وايي چې دوی له سو مودې وړاندې ددغو کسانو د نيولو پلان جوړ کړى وو. راپورونه وايي دغه هلکان د اختر د خوښيو په نيت راوتلي وو چې د وسله والو طالبانو په ګوتو ورغلل.