نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايراني سنيانوته داخترمانځه اجازه ورنه کړئ شوه
عبدالله صابر
03.09.2011
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
درنو لوستونکو په سني هيوادونوکښ خو چي کله شيعه ګان خپلې مذ هبي
ورځې لمانځي نورسمي رخصتي وي ،شيعه ګانوبه لوی لوی جلوسونه او
جشنونه داسي جوړکړي چي ته به وايی دلته سنيان هيڅ وجود نه لري ، خو
ډيردافسوس اوخفګان ځای دادی چي تش په نوم سني هيوادونو واکمنانود
دايراني سنيانوهيڅ غم ونه خوړ اونه يی له ايراني واکمنانوسره داخبره ياده
کړه اونه يی هم مقابل اقدام وکړ، راځئ دا لاندي خبر ولولئ اودايراني
واکمنانو ،خمنيانواصلي اويهودي څيري وګورئ ٠
[color=blue:1600c1d42e]تاند(چهارشنبه/سنبله۹) د ایران د سیستان او بلوچستان د سني مېشتي ولایت د سنیانو د جومات امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي په ایران کې د سنیانو د اختر د لمانځه پر ممنوعیت اعتراض وکړ او د دغه هیواد له مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي څخه یې وغوښتل چې سنیانو ته د لمانځه اجازه ورکړي.
ایراني سنیانو تر دې مخکې په دې اعتراض کړی و چې د تهران په شپاړس ملیوني ښار کې د جومات اجازه نه ورکول کېږي حال دا چې په همدغه ښار کې عیسویان تر پنځوسو زیاتې کلیساوې او یهودان هم څو کنیسې یا عبادتځاتونه لري.
روانه اوونۍ د ایران د پارلمان څوارلس سني غړیو په یوه لیک کې له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه وغوښتل چې په تهران کې سنیان پرېږدي چې د اختر لمونځ وکړي.
د ایران (سني آنلاین) ویبپاڼې د راپور له مخې مولوي اسماعیل زهي وویل:«ویل کېږي چې په تهران کې پولیس سنیانو ته اجازه نه ورکوي چې د جمعې لمونځ وکړي، د سنیانو له ملایانو ضمانتونه اخیستل کېږي چې په کورونو کې د اختر لمونځ (په جمع ونه) کړي.»
ایرانیاني شیعه ګان یوازې د کوچني اختر لمونځ کوي. په تهران کې د اختر لمونځ د تهران په مصلا کې د علي خامنه يي په امامتۍ ادا کېږي خو یوازې پوځي- استخباراتي مامورین او د حزب الله یا واکمنې ډلې غړي پکې ګډون کوي.
د زاهدان د سنیانو د جمعې د لمانځه امام تېر کال هم په تهران، اصفهان، کرمان او یزد کې د پولیسو له لوري د سنیانو د اختر د لمانځه پر مخنیوي اعتراض کړی و او له خامنه يي او نورو چارو اکو یې غوښتي و چې د دوی پر لمانځه بندیز پای ته ورسوي.
مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي همداراز ویلي:«موږ توقع نه لرله چې په تهران کې، چې آیت الله علي خامنه يي د اسلامي نړۍ ام القرا بولي او د ټولو مسلمانانو امېد ګڼل کېږي، سني اقلیت د لمانځه له ادا کولو وګرځول شي.»
ده په خپلو تازه څرګندونو کې، چې د زاهدان په مکي جومات کې یې وکړې، وویل:«شیعه او سني دوه اسلامي فرقې دي، له یوبل سره اسلامي وروګلوي لري خو د دوی جوماتونه او مصلاوې سره جلا دي ځکه چې د دوی فقهي مسایل جلا دي او له یوبل سره تفاوت لري.دا امکان نشته چې د دوی جوماتونه دې سره یوکړای شي او د یوه امام ترشا دې لمونځ وکړي.»
د ایران د اساسي قانون په دولسمه ماده کې ویل شوي چې سنیان د دیني مناسکو او دیني زده کړو ازادي لري.
خو عملاً سنیان نه یوازې د دیني مراسمو ازادي نه لري بلکې په درست ایران کې یو سني ولسوال یا والي نشته او حتي د دغه هیواد د سني مېشتو ولایتونو ټول چارواکي شیعه ګان دي.[/color:1600c1d42e]
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=taandc&article=28654