نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
زه ځکه حزب پر طالبانو غوره بولم!
نړیوال
03.09.2011
ټوله نړۍ اوس پوهیږي چې چا څه وکړل او څه کوي، خو بیا هم د ځینو مغرضو کسانو د خولو پټولو لپاره چې یوازې د پردیو په لمسون د ریښتینو مجاهدینو پښې وهي، اړینه ده.
هیله ده زموږ نوي ځوانان د پردیو په غولوونکو کیسو خطا نه وزي او له ریښتینو مجاهدینو سره یو ځای شي.
له دې سره یو ځل غواړم سپینه کړم چې زه حزبي نه یم، خو مینه مې ورسره لاندې لاملونه دي، که زه په خطا روان یم نو هیله ده خطا مې راپه ګوته کړئ.
۱- پنځیدنه او اړتیا:
الف: حزب اسلامي: د داوودخان د واکمنۍ په وروستیو کې په هیواد کې د سیکولر او غیر اسلامي ګوندونو او ډلو د مخ په ډیریدونکي نفوذ د مخنیوي او له هغوی سره د مقابلې لپاره په هیواد کې د ننه پر اسلام او هیواد مینو کسانو له لوري رامنځته شو.
ب: طالبان: له هیواده بهر په ناڅاپي ډول راپیدا او ډیر زر تر د سپیڅلو هدفونو د پردې تر شا د هیواد تر ګوټونو ورسیدل. په لومړیو کې ېې شعار یوازې د پاټکونو له منځه وړل وو خو وروسته ېې بیا د پاکستان او افغانستان د یو ځای کولو په شان هڅې پیل کړې او د اسلام د سرلوړی په نوم ډیر د دیني مدرسو طالبان او عام خلک ورسره یو ځای شول.
۲- سیاست:
الف: حزب اسلامي: حزب اسلامي په سیاسي ډګر کې ډیر پیاوړی دی، د حزب ډیر غړي لوستي او د لوړو زده کړو لرونکي دي، په هغو سیمو کې چې د حزب واکمني وه او یا ده، هلته دوی له خلکو سره په ډیره ښه توګه چلند کوي او د ګوند ټول غړي په کلکه د ګوند بنسټیزولارښوونو ته ژمن دي. د سیاسي واک ډول ېې هم عصري اسلامي دی او د ولسمشری لپاره په پاکو ټاکنو باور لري.
ب: طالبان: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له امنیت سره سره په خپله له دوی څخه ویره د خلکو په زړونو خښه وه. د واک ډول اطاقي او انډیوالي وو او نور پکې سر او پای نامعلومه وو. تاسې وګورئ د یو وزارت د ودانۍ پر تندي به لیکلي وو:
د حاجي ملا مشر اخند د انډیوالانو اطاق!
او یا به په دولتي موټرونو لیکلي وو:
د الحاج شهید قهرمان ملا بورجان اخند د انډیوالانو موټر!
په ټولیز ډول داسې یو ډول حکومت او واکمني بې سارې او له عجایبو ډکه وه چې کیدای شي اوس اوس دوی خپله هم ورته وخاندي.
۳- جګړه او لاس ته راوړنې:
الف: حزب اسلامي: د روسانو په وړاندې د هیواد د آزادی په لار کې په میړانه وجنګیدل او روس ېې په ګونډو کړ. د خپلواکۍ په جګړو کې د نورو ګوندونو تر څنګ د حزب اسلامي ونډه تر ۷۰ سلنې زیاته وه. د روسانو له ماتې وروسته هم په جګړو کې ښکیلتیا یوازې د کمونستانو د پاتې شونو پر وړاندې وه او له ځینو نیمګړتیاوو سره مل وه چې په اړه به ېې یوه ریښتینې عادلانه محکمه پریکړه کوي.
ب: طالبان: د خپلو خلکو پر وړاندې د پردیو په لمسون وجنګیدل، له دواړو لوریو قرباني کیدونکي کسان مسلمانان وو. په دې جګړو کې په زرګونه بې ګناه کسان، له طالبانو سره ملګري په زرګونه سپین زړي پاکستانیان، عربان او افغانان او له شمالي ټلوالې څخه په زرګونه کسان قرباني شول.
۴- واکمني:
الف: حزب اسلامي: په ډیرو سیمو کې له پراخه نفوذ سره سره ېې د شمال ټلوالې او کمونستانو د جوړجاړي په پایله کې بشپړ واک تر لاسه نه کړ او د خپل مشروع حق د تر لاسه کولو او له واک څخه د کمونستانو د بیخي شړلو لپاره ېې په جګړو لاس پورې کړ، په دې لړ کې له حزب سره د ځینو تړل شوو کسانو له لوري ځینې داسې کارونه وشول چې باید نه وای شوي او دا ېې يوه خطا شمیرلای شو. په هیواد کې د یوې اسلامي عادلانه محکمې په منځ ته راتلو سره به ښکیل کسان د قانونو منګولو ته سپارل کیږي.
ب: طالبان: واک ته له رسیدو سره سم ېې د خپلو خلکو او په تیره بیا د پښتنو په بې وسلې کولو لاس پورې کړ او ټول ېې لاس تړلي د وږو لیوانو رحم ته پریښودل، هغه په لسګونه زره میله وسله د افغانستان په سلاکوټونو کې ونه موندل شوه. پښتنو ته ېې د شمالي د باغونو په سوځولو او په ډیرو سیمو کې د عامو وژنو په تر سره کول تلپاته دښمني په میراث پریښوده او د شمال پښتانه ېې د تل لپاره د نورو قومونو په پښو کې واچول.
۵- مشرتابه:
الف: حزب اسلامي: داسې یو پیاوړی رهبر چې د اسلامي نړی په کچه له علمي، سیاسي او جهادي لحاظه بې ساری دی، په لسګونو سیاسي، دیني او علمي کتابونه ېې چاپ شوې دي او د ښه شهرت، ښې عقیدې او ښې مفکورې خاوند دی.
ب: طالبان: یو داسې رهبر چې تر سلو پردو د ننه دی، ایله څو ورځې مخکې ېې یوې میرمنې ته خپل سپیڅلی مخ ښکاره کړ، علمي ډیګري به ېې ښايي د خلاصې او یا شروط الصلوة دوکتورا وي.
۶- د جهاد په ډګر کې:
الف: حزب اسلامي: د حزب اسلامي شعار په تندي د یرغلګرو ویشتل او له هیواده د هغوی شړل، په هیواد کې په ریښتیني ډول د یو سوچه اسلامي هیواد جوړل دي.
ب: طالبان: د ښوونځي، پله، سړک، روغتون او د ټلیفون دستنو ورانول او سوځول، معلم، ډاکټر، انجینر او مامور وژل لکه د یوې ترانې پیل ېې دی:
ملي اردو دي مامورين دي که پولیس دي- ټول وروڼه د ابلیس دي- خبر شئ مومنانو (مرګ ېې روا دی). له دې سره سره له طالب پرته هیڅوک د جګړې او وسلې ګرزولو حق نه لري او له یوې مخې باید بې وسلې او ووژل شي چې ښه بیلګه ېې د وردګو ولایت د نرخ په ولسوالی کې وروستۍ جګړې دي.
۷- په نړیوال ډګر کې:
الف: حزب اسلامي: په ټولو اسلامي هیوادونو کې د ښه نوم درلودونکی دی او د روسانو پر وړاندې د جهاد له مهاله له ډیرو هیوادونو سره ښې اړیکې لري، د حزب اسلامي ډیر غړي د نړیوال سیاست جوګه دي او په ښه توګه ېې له نورې نړۍ سره د تفاهم له لارې راشه درشه درلودلې ده.
ب: طالبان: دوی هم له د انګلستان، ایران او پاکستان په شان هیوادنو سره ښې اړیکې لري، د امریکا د مرستو یوه برخه هم دوی ته رسیږي او له نورو یادو شوو هیوادونو څخه هم د پیسو، وسلو او ځانوژونکو کسانو کمی نه محسوسیږي.
نور بیا
طالب ISI
03.09.2011
نړیوال صاحب ټول د حقایق لیکلي.
د حزب اسلامي منفي نقاط:
۱. دجهاد وقت کې د اجرایه شورا ړنګول، چې پوه پوه کسان وو پکې. او داسې کسان وو چې د حکمتیار فیصلي یې چلنج کولې، که به غلطې وي، ورته ویل به یې چې داسم کار نه دی، دا چې حکمتیا نه منلي دوی مجبور شول چې حزب پریږدي.
چې له همدغه ځایه دحزب ناکامي پيل شوه. او حکمتیار صاحب لکه قضافي هر څه په ځان ختمول ، فکر یې کاوه چې دی، ډیر پوهیږي.
۲. د جهاد دوران کې ، د عادي مامور وژل، ولسوالی الوځول، پول الوځول...دغه ټول کارونه چې اوس یې طالبانو کوی، حزب اسلامي هغه وقت کې کول. که د چا به چیره کله ګیره وه هغه به هم خلقی وو، او وژلو به یې، سره نیکټایې هم کافي وه چې ووژل شې، ای،اس،ای هغه وقت کې د رهبرانو او عامو حزبیانو مغزونه ور مینځل او د پنجاب د پلانو نقشه دوی کټ ، مټ عملي کوله.
نن ورځ چې حزبیان پوه شول، هغه کارونه نه کو، خو طالبانو تر اوسه نه دي، پوه اوکوي یې. ځکه هغوی تازه د ای،اس،ای د شاتو په دام کې ګیر دی.
۳. حزب اسلامي کولای شوی، هغه وقت کې زرداد، قلم، چمن، او نور مجرمین په ټنډه وولي، تر څو نورو حزبیانو ته پند شوی وی. خو حزب داسې ونه کړل. دجنګلک فابریکه یې ټوله کباړ کړه. دا کوم حزبیی لیدل چې محاکمه شوی وي.
حکمتیار صاحب او اردوغان شل کاله مخکې په یوه وقت کې سیاستې مبارزه پیل کړه، نن اردوګان د اسرایلو سره بدون له جنګه ټنټې ژویې، په لسو کالو کې یې، جی، دی، پي له ۲۷۹ میلیارده ډالرو څخه نیږدې ۸۰۰ میلیارده ډالرو ته پورته کړه.
نن ورځ ترکیه کې ډسکو هم شته، عیاشي هم شته، ګیرې هم کلې دي، خو اردوغان پدې پوهیږي چې نن ورځ طالبي سیاست ناکام سیاست دی، او ټوله توجه یې اقتصاد ته اړولې. هغه څو ورځې مخکې خبرو کې راغلي وو، چې ترکیه خپلو شاګردانو ته ۱۵ میلیونه ایپډونه اخلي تر څو تعلیمې سویه ښه شي. چی مجموعي قیمت یې ۸ میلیارده ډالره کیږي. نن ورځ د سومالیا له وږو خلکو سره نه ملا عمر کمک کولای شي، نه حکتیار، خو ترکیه ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړی. ځکه د افغاني مذهبي مشرانو سیاست ټول په تشو وړو فقهي مسایول را څرخي. د ترکیې ډیر عاید له توریزم څخه دی ، که دوی کلک شرعي قوانین عملي کړي، بیا لکه ایران ته څوک ورځي؟
خو حزب اسلامي له خپلو غلطیو څخه ډیر څه زده هم کړل، نن ورځ د حزب اسلامي هغه غړي چې له کرزي سره کار کوي، حزب اسلامي څه مشکل نه ورته جوړوي، ځکه پدې پوهیږي چې که خرم، فاروق ....ارغندیوال....په شمشتو کې خانه نشین شي، دا ډیره ګټوره ده چې د حکومت برخه وي، او خلکو ، پښتنو ته تر یوه حده خدمت وکړی.
حزب اسلامي دغه فکري پوخوالي ته رسیدلی، چې پولیس، ملي اردو سرتیری، مې خپل سړی دی، د یو څو روپیو ، د فامیلي مشکلاتو له خاطره امیتي بخش کې کار کوی، او چې امریکایان لاړل بیا مې خپل سړی دی.
طالبانو تر اوسه دغه سیاسي پوخوالي ته نه دي رسیدلي، البته د بیا رغونې د کارونه په هکله د کنړ طالبان، یو څه سیاسي پوخوالي ته رسیدلي.
خو حکمتیار صاحب په اوسني سیاسي دریځ د ډیرو خلکو زړونو کې یو وار بیا ځای پیدا کړی.
عادل عادل
03.09.2011
السلام عليكم
[quote:41c98f8a68]له دې سره یو ځل غواړم سپینه کړم چې زه حزبي نه یم، [/quote:41c98f8a68]
چي حزبي نه یاست نو بیا د حزب مرض څنګه نېولي یاست؟
د یوه پخواني حزبي ورور په قول چې حزب اسلامي تر زرهاوو ډېر خپل مخالفین په مرموزه توګه ترور کړي او وژلي دي، خو طالب تر اوسه یو انسان هم په مرموزه توګه نه دی وژلی، حزب اسلامي به له یوې خوا خلک وژل خو له بلې خوا به یې د فاتحې او خیرات په ټغر کښېناستل او د درواغو منافقانه غمشریکي به یې ورسره کوله، حزب اسلامي چې څومره افغان ملتیان ترور کړي دي، د حد اقل یوه د کفر او اسلام حقیقت یې هم د شرېعت په رڼا کې نه دی څېړلی.
حزب اسلامي د کوم افغان په خوښه/رایه خپلې درې زره ملېشې اذرباییجان ته واستولې؟؟،،،
هو ! حزب اسلامي به ځکه پر طالبانو غوره بولې چې پاټکسالاري او ټوپکسالاري یې رواج کړه، قطاع طریق ځواکونه یې جوړ کړل، ملوک الطوایفي یې خوره کړه...... لاحول ولا قوة الاباالله،،،
[quote:41c98f8a68]حزب اسلامي: د روسانو له ماتې وروسته هم په جګړو کې ښکیلتیا یوازې د کمونستانو د پاتې شونو پر وړاندې وه [/quote:41c98f8a68]
نو چې داسې وه، نو بیا ولې د حزب اسلامي مشر د ځان په نمایندګی خپل په اصطلاح selective مامورین د کمونستي ایتلاف تر واک لاندې صدارت عظمی ته واستول؟ د صدرات عظمی په دفاترو کې د ننه چې ستا مسلمانو عصري پکول والاوو کومو پخوانیو ښځینه مامورینو ته د پښو ترفېعات ورکړل، د قصر کوترې یې په جوالونو کې تر بازاره انتقال او خرڅې کړې، د قصر د کړکیو پردې یې غلا او خپلو کورونو ته انتقال کړې،،،، ایا دا هم ددې لپاره چې د کمونستانو پاته شوني وو؟؟؟؟؟؟؟
د تېر جهاد په لومړیو شپو ورځو کې به زمونږ د کلي یوې خدای بښلې بوډی ویل چې داسې یوه ډله وسلوال پیدا سوي چې په اصل مجاهدین خو کټ مټ خلقیانو ته ورته دي،،،،،، خبره یې ځکه پخه وه،،،، چې،،، خلقیانو هم مرموزه وژنې کولې حزبیانو هم، خلقیانو هم د خپلو مشرانو تصویرونه لمانځل، حزبیانو هم، خلقیانو هم په ملا او دیني علماوو پسخند او استهزا کوله، حزبیانو هم ،،،،،،،،خلقیانو هم د ثور انقلاب په مخکښانو باندې انتقاد/نیوکې نه شوای زغملای ،،، اکثریت حزبیان هم تر ننه پورې د دوی په قیادت باندې نیوکه شین کفر ګڼي،،،،،،خلقیان هم خودخواه وو،،،، حزبیان هم ،،،، خلقیان هم په کورني او نسبي لحاظ واړه او محروم خلک وو،،،، حزبي مشران هم ،،،،،،،،، نور بیا،،،، که محترم نړیوال صیب غواړي چې خپل و کمپاین ته ادامه ورکړي.
پتوال
03.09.2011
........................................................ [color=blue:32705460a8]عاشه ښه ده که ګله ؟[/color:32705460a8]
د ګلبدين حکمتيار صيب حزب د همدۀ اسلامي حزب يا پوځي ډوله تنظيم دی ، تر پرونه خو نه ، ولې نن سبا ټولنې ته د شوری او انتخاباتو حق هم ورکوي
حال داچې په ګوند دننه يې تر اوسه پورې يوه کنګره او آزاد ې ټاکنې نه دي شوي، نو څه چې ګوند په ځان کې نه لري ټولنې ته به څه ورکړي ، صرف
د مجبوريت سازش دی چې له ټولنې سره يې کوي او دغسې سازشونه څه چې تر دې ډير بدتر سازشونه حکمتيار صيب يو دبل پسې ډير کړي دي .
لومړی سازش يې له ISI سره وکړ چې له طالبانو هم اوږده سابقه لري .
دويم يې له ديکتاتور صدام حسين سره وکړ
دريم يې د تڼي سره وکړ څو د هغه په کودتا کې ځان ورشامل کړي او له دې لارې قدرت ته ورسيږي
څلورم سازش يې له خواجه يين رباني سره او
پنځم سازش يې دايرني اخنذانو سره وکړ ، او
د شپږم سازش هڅې يې دادی د کرزي او امريکايانو سره روانې دي !
خو تر ټولو بد سازش يې هماغه لومړنی سازش له ISI سره و چې نه يواځې خپل پوځي او سياسي آزادي يې له لاسه ورکړه ، بلکې د نورو تنظيمونو
د ګوډاګيتوب له پاره يې هم لار پرانيستله او له ده سره په سيالۍ
کې يو له بل څخه د پاکستان په ګوډاګيتوب کې مخکې کېدل . کله چې طالبان راغلل هم يې په دغه سيالۍ کې ټول څټ ته وغورځول
بلکې په پوځي ډګر کې هم تر ټولو مخکې شول ! خو طالبانو بيا هم يو غورځنګ رامنځته کړ چې تنظيمونو يې په مجموع کې جوړه نه لرله !
هغه څه چې د افغان ولس له پاره د سختې کرکې وړ دي هغه له ISI د تنظيمونو او طالبانو د مشرتابه اړاو تړاو دی او په دې ګناه کې نو
........................................................... [color=red:32705460a8]نه عاشه ښه ده نه بله دوی دې وخوري يو تربله ![/color:32705460a8]
طاهر مسافر
06.09.2011
نړیوال سیب چه حزبی نه یی نو بیا به اربکی یی که نه یو صالح کس د اختلاف لیاری نه لټوی. ستا څو اشتباهګانی.
۱: حزب یوازی ګروپ نه وو چه دداود په ضد پورته شوی وو. جمعیت مه هیره وه او خدام الفرقان دی ولی هیر کړی. اوس همغه لړی روانه ده. جمعیت اربکی شوی او خزب هم څه اربکی دی او څه په کور ناست او څه یی تا غوندی د قدرت لپاره هلی ځلی کوی او نور یی بیا مخلص مجاهدین دی. که ته ګلبدین یی نو هغه احترام چه نوی دی رانه ګټلی وو هغه به هم وبایلی. مولوی منصور او حقانی د هغه وخت خلک دی چه هجرت یی کړی وو او د هغوی په زرهاوو ملګری په افغانستان کی مشغول وو. بل تاریخی تحریف دی دا دی چه حزب له دا پورته ګروپونو نه جوړشوی غټ ګروپ ته ویل کیدل چه زه هم په دی وخت کی ورسره یوځای شوی وم. کله چه په حرکت بدل شو نو بیا هم ورسره وم او له هغه نه وروسته بیا می د اوسنی حزبیانو سره پیژندل خو ورسره یوځای نوم. د هفتګانه اتحاد په وخت کی مو بیا سره ولیدل خو د دوو کلنو وروسته می له ټولو توبه و ایسته خو له جهاد نه. دا هغه وخت وو چه منصور په امریکا ضد شعاروونو پیل وکړ او په هغه کی یی خپل ګروپ هم وبایلود. بیا هغه وو چه د طالبانو غږ ولګید او هغوی زیات د حرکت (محمدی او منصور) غړی وو. هلته ځینی حربیان هم وو. دا تحریک د ټولو جهادی تنظیمونو تصفیه غوښته. زه بیا لاړم او خبر نه یم چه څه وشول خو ۱۹۹۴ په دوره کی می ځینی کسان د حرکت په ګروپ کی ځینی یی د پیر او جمعیت په ګروپونو کی تر سترګو شول. بیا چه ۱۹۹۶ سو نو زیات هغه د منصور او محمدی او حقانی خلک لیدل کیدل چه د طالبانو د صفونو رهبری یی کوله. ځینی بیا نوی نسل وو چه پلرونه یی د دی تنظیمونو غړی وو. حزبیانو په غزنی کی ورباندی حمله وکړه او مات شول او هغه وو چه کله و میدان و وردک ته ور ورسیدل حزب ورک شو. بیا یی نو د امریکا او ای اس ای ډنډوری پسی غږږولی. چه کله کلی ته لاړم نو زما د اولو شپو ملګری به دا راته په شرف اورولی. نو نړیوال سیب رښتیا ښه وی تاریخ باید مسخ نکړی. دا کار و نا مسلمانو ته پریږدی.
۲:زما په ولایت کی خو اول څه د حزب واکمنی وه خو اوس طالبان دی. خزبیان اربکیان شوی دی. ما خو وویل چه حزب د ځینی وردکو غوندی شوی. شکر هریخوا ته یی کسان لیږلی. نو دا که ته ښه بولی نو اسلامی خو ندی. د کفر خدمت او جنګ به د یوه پوه مسلمان کار نه وی. د جهاد د دوری فاجعی یی زیاتی دی چه ځینو وروڼو یی یادونه کړی. زما د کلی مامور سیب چه د حزب له طرفه داولسوالی امیر وو په مرموز ډول ووژل شو. شپه یی له نورو سره میلمستیا وه او کله چه کورته راته نو لیاره ورته نیول شوی وه او وژلی یی وو. هغه د هزارهګانو له جنګ سره مخالف وو. دا انګیزه می اوریدلی ده نور نو خدای خبر.
طالبانو چه امریکایانو ته قرارداد نه وو ورکړی دا د دوی په ازادی دلالت کوی. دا چه بیا یی د اخطار سره سره د میلمانه نه وسپارل د هغوی په خامی مګر پښتونوالی او اسلامیتوب دلالت کوی. دا چه هغوی د ثانویاتو په اساس اولیات وبایلل هغه ددوی په خامی. مګر دا بیا هم له حزب نه ښه دی. حزبیان د ځان لپاره هومره افراطیان دی لکه کمونستان. مخالف نزغمی او که راشی نو بیا د ازادی بوی به هم لاړ شی. هغوی خپل تاییدوی ولو که په ناروا. نو دا که ستا ښه سیاست وی دا دی په تا بختور. لنډه دا د حزب تیر ډیر بد دی. نوی باید ځان را وپژنی او کیدای سی اصلاح شوی وی او یا نوی شروع پری وکړی.
ته خو د دین زدکړی نه زدکړی بولی او دا ستا اشتباه ده. خلقیانو خو له حزبیانو نه هم زیات لوستی خلک لرل نو بیا؟
۳: د روسانو په وخت کی خو به زما په منطقه کی د شا پخوا په چاریارانو مشهور وو. دا د ظابط چاریار خبره ده. د حرکتیانو د حملو خبر به یی په خپل نامه د پاکستان په اخبارو کی چاپاوو. دا دا معنا نلری چه هغوی جهاد بیخی ندی کړی. خو ستا اویا فیصده دی ډیره مبالغه کړی. دا دی بیا هغه ټوکه را ژوندی کړی چه محاهدینو به کوله. که په افغانستان کی د دوی دعوی ومنل شی نو افغانستان به د اتلس میلیونو په ځای پینځوسو میلیونو ته ورسیږی. د لغمان او شمالی د مسلمانو سره جنکونه د دوی او جمعیت کار وو. د یوه جمعیتی له خولی د شځو له ګیډو یی نامولود ماشومان سره وژل.
۴: دا د لمسون خبره چه حزب کوی نو دا به څه رشتیا وی او څه درواغ. رشتیا په دی چه ګلبدین د ای اس ای هغه شینسترګی وو چه ډیر به یی نازاوو. د سی آی ای خلک دا ډیر وایی. نو کیدای سی پردو له حزب نه اعتبار اخیستی وی او په طالبانو یی کړی وی. خو دا هم یو خدای خبر چه څومره به رښتیا او څومره دروغ وی. د خلقیانو او حزبیانو تبلیغات خو به نوی. بیا هم دا خو د حزب اوله بدی شیی. یو جاسوس بل ته په اسانه د جاسوس لقب ورکولای شی خو عام هوښیار مسلمان خلک نه.
حزب نه تنها باید د کابل په اړه بلکه د نورو جنکو په وړاندی هم محکمی ته را کش سی. هغه مرموز مړی خو لا نور.
د شمال تهمت که نور ووایی خو خیر. بیا هم چه په چادری پټی ښخی په هغوی حمله کوی او بیا په شا تمبیږی نو که هلته جنکی جرم هم شوی وی نو څه یی سپکه وی. دا چه حزب هلته وو نو په هغه جنګ کی د ښځو استعمال به بیا د حزب او جمعیت له کناهو نه و شمیرل شی.
د پښتنو لپاره دښمنی په شمال کی د طالبانو له کبله نده بلکه هغه قومی تبعیض دی. که نه نو اوس یی پښتانه بیا ولی نازوی. دا ستا خبره د صف ماتولو خبره ده.
۵: ګلبدین به نابغه وی خو ضرر یی زیات وه. هغه کتابونه چه هغه لیکی د ستا لپاره به غټ وی خو نور یی په قیصه کی ندی. داسی نوی لیار یی نده پیدا کړی چه په هغه به مسلمانان د نجات خوا ته روان شی. هغه یی د خپلی هوا او هوس لپاره لیکلی دی. دا ستا لیکنی د هغه شه دلیل دی. که اوس پوره پوه شوی وی نو وبه کورو چه څومره خدمت به وکړی. دا ستا لیکنی خو لا د ضرر شهادت ورکوی.
۶: که یوواری وایی چه د جهاد قدرت نلرم بیا وروسته باټی وهی نو خو دی دوه خبری کړی کومه یی رښتیا او کومه درواغ ده.
کاشکی ستاسو او د روسی یابوګانو او یا نورو اربکانو خبری یو نوای. خو دا چه ډیر حزبیان اوس اربکیان دی نو طبعا به طالبان ملامتوی ځکه هغوی خو ستاسو اربکیان هم دروژنی. له خبرو دی مکتبی بغض چه د کفر لخوا یی بنسټ ایشولشوی وو راځی.
۷: هغه هیوادونو چه دوی ته یی کتل هغه د امریکا نوکران وو. کله چه هغه د امریکا دشمنی اعلان کړه نو نور یی څوک په کوز پسی هم نخاندی. خو د هغه اعتبار د کابل د راکیتونو په خاطر په اخوانیانو کی کم دی. که دی بیا هم اعتبار لری بیا نو ولی د پخوا په شان اوباد ندی. دا ویل کیږی چه طالبان د عربو له خلکو نه اوس هم پیسی راټولوی. دا دا معنا لری چه اخوانیان نور حزبیان نه منی. دا رشتیا ده چه څو واری بهر ته تللی وو. مالدیپ ته. خو څه وشول. خبره دی هیره کړی چه جرمنی او ترکیی و طالبانو ته دعوت ورکوی. را به شو د پاکستان خوا ته. څوګ چه د هغوی په لاس بندی شی او او مړشی نو بیا بیا به سالم عقل دا ووایی چه هغه یی هیڅ وخت هم طرفدار ندی.
که وایی چه انکریز او امریکا نو هغه د هغوی په شکست باندی دلالت کوی او طالبان یی د خپل موفقیت له مخی باید وخوری. زور یی باندی تیر شوی. یو مسلمان چه دا خبره کوی ډیر د افسوس ځای دی.
نړیوال سیب
خدای دی تاسی اصلاح کړی او هم طالبان. دواړه په یوه ازاد افغانستان کی د قدرت د انحصار حق نلری. که مو جهاد کړی وی خدای دی درته قبول کړی خو د ازادی په وخت کی که مو په دواړو څه وکړل نو څه تمه شته. که یو یو راشی د افغانستان دی بیا خدای وزله وکړی. که طالب ړوند وی نو تاسو بیا کاڼه. دواړه د یو بل لپاره د لیاری پیدا کولو کمک کولای شی. که مو سره جنګ شو نو بیا به دواړه ورک شی. میدان به بیا و نورو روسی او امریکایی یابوګانو ته ورپاته شی. د اسلام دی بیا خدای حافظ شی.
په درناوی
مساپر
06.09.2011
[quote:f578ec8915="عادل عادل"]
د تېر جهاد په لومړیو شپو ورځو کې به زمونږ د کلي یوې خدای بښلې بوډی ویل چې داسې یوه ډله وسلوال پیدا سوي چې په اصل مجاهدین خو کټ مټ خلقیانو ته ورته دي،،،،،، [/quote:f578ec8915]
السلام علیکم و رحمة الله,
ګرانو هیوادوالو، زما شخصی نظر دا دی چې نه طالب او نه حزبیان، زه اسلام تر ټولو غوره بولم. که چيرې مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم ژوند ته ځير شو ګورو چې د اسلام د ستر پیغمبر په دعوت کې تر ټولو وړاندې د وحدت او ربانيت خبره پرته وه، داسې چې له دنيا او دنيوي ښکلاو او د نفاق څخه ځان وشلول شي او د يو الله – چې مالک او خالق دی- سره ځان وتړل شي، او د استخلاف او الهي نيابت رسالت او دنده چې الله تعالی زمونږ پر اوږو ايښې ده، هغه په سمه توګه ترسره شي، همدا داسلامی دعوت يوه ستره ځانګړينه ده چې زړونه راټولوي، د اسلامي امت قوت او بری په وحدت او يووالي کې نغښتی دی ، الله(ج) هم فرمايي: [color=red:f578ec8915][size=24:f578ec8915]﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا﴾ [/size:f578ec8915][/color:f578ec8915]((آل عمران: ۱۰۳ آيت) ، نو پدې اساس زمونږ بلنه باید چې تيتول نه بلکې راټولول وي، د مسلمانو ترمينځ اختلاف نه بلکې يووالی راولو ، درزونه نه اچوي بلکې زړونه سره وتړو، نو زمونږ بلنه سپينه، سوچه او له هرډول رنګونو نه پاکه ده، هغه له حق سره ده چۍ راټولول خوښوي او له ځان ځاني نه کرکه لري، د مسلمانانو د ماتې ستر لامل اختلاف او بې اتفاقي ګڼي او د بري راز يې په وحدت او مينه کې نغښتی بولي، دا یوه اساسي قاعده ده، هرمسلمان ورور ته څرګند هدف دی، زمونږ په زړونو کې راسخه خبره ده چې هم پرې عمل کوو او هم نور ورته باید رابولو.
اوس که هر څوک د هر حزب او یا ګروپ په نامه د افغانانو د وحدت او یووالي په باره کې زیار باسي نو زه د اوله تر آخره پوری دوی سره یم، او که هر حزب او یا هر ګروپ چې د مسلمانانو تر مینځ بي اتفاقي راوړي، نو په حقیقت کې دوی د اسلام د مبارکو ارشاداتو سره مخالفت کوي، او زه دوی ته د خپل د مظلوم ولس او ویجاړ هیواد دښمنان بولم.
والسلام،