د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د لسو کلونو راهیڅې پوښتنه ؟!

مساپر
02.09.2011

السلام علیکم و رحمة الله،
د لسو کلونو راهیڅې، زموږ مظلوم ولس او په خاصه توګه زموږ عام پښتانه هره ورځ شهیدان کیږي، زموږ د معصومو ماشومانو ، خویندو ، سپین ږیرو او ځوانانو له وژلو د وخت قاتلان ګټې اخلي او دخپلې وحشي پلانونو په عملي کولو کې د هر وسیلې څخه کار واخلي.
له یوې خوا یې بهرنیان زموږ ولس ته د طالب او د القاعدې د پلوییانو په نامه وژني ،کورونه یې ورانوي،ماشومان یې په کیمیاوي موادو سوځوي او پاک لمنې میرمنې ډاروي.
او له بلې خوا طالبان د خپل جهالتونو په اساس زموږ مسلمان ولس ته په خپلو ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې وژني او یا یې په چړو سرونه غوڅوي او په پړي یې ځړوي.
د دي لسو کلونو راهیڅې زموږ د مظلوم ولس پوښتنه دا ده چې: آیا طالبان او د دوی استاذي (القاعده) په ریښتیا زموږ د مجاهد ولس نیکمرغي او آرامي غواړي، او یا د تېرو کلونو په شان یواځې وژل او ورانول غواړي؟

په درناوۍ،


Re: د لسو کلونو راهیڅې پوښتنه ؟!

پتوال
02.09.2011

[quote:5909aa605a="مساپر"]السلام علیکم و رحمة الله،

د دي لسو کلونو راهیڅې زموږ د مظلوم ولس پوښتنه دا ده چې: آیا طالبان او د دوی استاذي (القاعده) په ریښتیا زموږ د مجاهد ولس نیکمرغي او آرامي غواړي، او یا د تېرو کلونو په شان یواځې وژل او ورانول غواړي؟
په درناوۍ،[/quote:5909aa605a]

نه يواځې طالبان په راتلونکې کې ، بلکې کمونستانو، مجاهدينو او طالبانو هم په تير وخت کې ټولو زمونږ د ولس دا نيکمرغي غوښتله
خو په يو شرط يې غوښتله چې اول يې خپله نېکمرغي غوښتله او بيا يې که امکان درلودۀ دولس نيکمرغي هم غوښتله او هغه يې هم د خپلې
نيکمرغۍ د ساتلو او بقا له پاره غوښتله ! ددوی نېکمرغي قدرت ته په رسېدو او د خپل قدرت په ساتلو کې وه . له دې کبله دوی ټول تر هغه سخت
بدمرغه دي تر څو چې قدرت ته نه وي رسېدلي او دخپلې دې بدمرغۍ دختمولو له پاره پخپله هم جنګيږي او ولس هم ددې جنګ له پاره
په هغه او دغه پلمو غولوي چې د جنګ په ميدان کې يې تر هغه وجنګوي او د جګړې په لمبو کې يې وسيزي چې يا دوی په قدرت
راشي او يا ولس ختم شي . تر څو چې ولس ختم شوی نه وي ددوی جګړه نه ختميږي ، ځکه دوی د ولس په قربانيو کې خپل چانس ويني چې قدرت ته به ورسيږي
خو که ولس پرې لاړې تو کړې نه به اشغلګر او ګوډاګيان نور
وجنګيږي او نه به طالبان ! که ولس له دواړو خواو سره د نه ګډون اړتال پيل کړ ولسې به خاموشې شي او بالاخره به ګوډاګيان او
طالبان سره په خپلو منځو کې پخلا شي او اتلاف به سره وکړي او په ګډه به په اولس خپل حکومت وغځوي ، خو ولس ته به يو هم د حکومت او قدرت چانس ورنکړي . نو خبره ټوله ددوی په هغه ستره پانګه او پټه خزانه
کې ده چې د ولس ناپوهي نوميږي ، تر څو پورې چې افغان ولس ناپوه پاتې وي تر هغې پورې به يې په سر د ناخوالو غويمنډ روان وي ،
يو به يې د اسلام په نامه وينې بهوي ، بل به يې د کمونيززم په نامه وهي او دريم به يې د غربي فاحشانه دموکراسۍ
په نامه سرونه پرې کوي او داچې دا ټول خاينان د ولس په وړاندې لږکي او محدودې ډلې ټپلې دي ، نو د مسلمان ولس
پر ضد تل د بهرنيو په ملاتړ تکيه کوي اوKGBاو ISI او CIA له ملاتړ څخه ګټه پورته کوي او د پرديو د زرخريدو په توګه ځان ، ايمان ،
وجدان ، وطن ، ملي ناموس ، دملت تاريخ او راتلونکې هرڅه خرڅوي خو ځانونه قدرت ته رسوي او په هېرڅ قيمت لکه دجال له خپل خرۀ څخه
نه کښته کيږي . لکه څنګه چې دجّال د مسيح په نامه راځي دوی هم د اسلام،اجتماعي عدالت او غربي دموکراسۍ په نامه
ځانونه مطرح کړي دي ، خو هدف د ټولو يو دی : د قدرت له پاره د ولس غولول ، وژل، ځپل، وهل او دهېواد ورانول !
خو القاعده بيا هوښياره ده ، هغوی خپل جنګ له عربي هيوادونو څخه راويستلی يا يې هلته بيخي کړی نه دی او جنګ يې غير عربي اسلامي
هيوادونو ته راوړی لکه افغانستان، پاکوستان ، ليرې ختيځ او نورو ځايونو ته !
ځکه نه القاعده دومره کم عقله ده چې د يو عرب وينه دې
تويه شي او نه عرب نور دومره کمعقله پاتې دي چې د القاعدې له پاره يو څاڅکې وينه هم تويه کړي . صرف د ا د عجم او بيا افغان وينه ده
چې القاعدې ، داخلي جنايتکارانو او اشغالګرو ته مباح ښکاري او اسلام په نامه يې په شيندلو خپل زړونه يخوي .
و السلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more