نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خدايه څومره به قتليږي پښتانه
مساپر
01.09.2011
نن سبا موږ په يوه داسې نړيوال کلتور کې ژوند کو و چې په کښې څوک په جنګ جګړو وياړ نه کوي او نه په جګړوملتونه او هيوادونه جوړېږي ،څوک چې جنګیږي بايد پوه شي چې نه يواځې په ځان بدبختي راوړي خو د راتلونکو نسلونو لپاره هم د بربادۍ توښه برابره وي ، خو پښتون بيا هم په جګړه دی [color=red:cd18dfc281][size=18:cd18dfc281]د طالبانو د نا سمې پالیسي له لاسه د بربادی په لور درومی [/size:cd18dfc281][/color:cd18dfc281]همدارنګه چې د شوروی په بربادی افغانان څه ترلاسه نکړه، او پیړی پیړی په کار ده چې یو بل احمدشاه بابا پیدا شې چې د مغل، پنجابې اوفارس د منګولو پښتانه وباسي.
په دغو جګړو کې پښتون ولس له هر لورې ځپل کیږي کور او کهول یی پکښی نړیږی.
الهی ستا د حبیب له برکته- د پښتون جنډه به نکړي د نیا ته ښکته
فيروز خان آفريدي وایی:
بيا په خپلو کښي جنګيږي پښتانه
بيا په سرو وينو لمبيږي پښتانه
څنګه جنګ دی چه انجام ته نه رسيږي
خدايه څومره به قتليږي پښتانه
اور په هر ځائ د نړي دې لګيدلې
خو پکښې فقط سوزيږي پښتانه