د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مهدي به په راروانو پنځه کلنو کې د استانبول څخه ظهور کوي، ترکیی پروفیسر

ahmad bilal
31.08.2011

د هر څه د مخکې ټولو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة، او اختر مبارکي وړاندې کوم.....

مهدي به په راروانو پنځه کلنو کې د استانبول څخه ظهور کوي: پروفیسر حسین هاتمي(ترکۍ پروفیسر)

پرون مې د هارون یحیی په ویپ پاڼه کې په یوه مقاله سترګۍ ولګیدلی، نو د موږک اشاره مې هم هغه ځای ته ورسوله او هغه ځای مې ووهه، د مقالۍ په لوستلو زه په حیرت اوپه پوښتنو کې ولویدلم، هغه څه چې ما په هغه لیکنه کې وکتل دلته به يې له تاسو سره هم شریک کړم، او لینک يې هم !

د ترکیه په یو ښار، اګدر کې د مهدي په هکله یو سیمینار جوړ شوې ؤ، پروفیسر حسین حاتمي اسلامي نړۍ ته یو ښه راغلاست زیرۍ ورکړ، چې په قراني آیاتونو او احادیثو باندې یې بنیاد درلود، هغه دا چې د مهدي ظهور به په راروانو پنځه کلونو کې په استانبول کې وشي. ( د هارون یحیی د ویپ پاڼۍ څخه)
هغه کومۍ حوالۍ چې د هارون یحیی په ویپ پاڼه کې ما وموندلۍ، کومې چې د ۱۴۰۰ هجري متعلق دي، په لاندې توګه دي

People will gather around Hazrat Mahdi (as) in the year 1400. (Risalat al-Khuruj al-Mahdi, p. 108)

خلګ به د مهدي نه په ۱۴۰۰ هجري کې راټول شي.

[They] suppose[d] a fact that would occur IN THE FUTURE OF THE WORLD ONE THOUSAND FOUR HUNDRED YEARS LATER to be close to their century. (Bediuzzaman Said Nursi, Words, Twenty-Fourth Word - Third Branch, Eight Principle)

د ترکیی مشهور عالم، بدیع الزمان نورسي هم پخپل کتاب کی لیکلي ؤ چې مهدي به په ۱۴۰۰ هجري کې راځي....

نه پوهیږم چې دوي هجري قمري او هجري شمسي ښايي؟

Our Prophet (saas) stated: “They will [spiritually] conquer Constantinople with tasbih and takbir, and they will obtain booty the like of which has never been seen…” (Ibn Majah, Kitab Al-Fitan, p. 35)

محمد ص وفرمایل: چې مهدي به قسطنطنیه په تسبیح او تکبیر ونیسي...!!

As we have seen, Professor Hatemi
* Says that the pressure and captivity under which the system of the antichrist holds the Islamic world will come to an end by way of Hazrat Mahdi (as),

* That Hazrat Mahdi (as) will be active in Istanbul,

* that, by Allah's leave, the system of the Mahdi will appear very powerfully and openly in around 2015,

دلته پروفیسر صاحب وايي: .......چې مهدي به په ۲۰۱۵ کې راځي....

* That the hundreds of portents about the coming of Hazrat Mahdi (as) related by our Prophet (saas) have come about in this century, and that this is manifest proof of the coming of Hazrat Mahdi (as),

* That Hazrat Mahdi (as) will be a person of peace and love and that love will rule the world.

This information set out by Hatemi is information imparted 1400 years ago by our Prophet (saas), the True Reporter. Some of the hadiths on the subject read as follows. (For further detail on the subject, see )
http://www.awaitedmahdi.com/article.php?id=29564
http://us2.harunyahya.com/Detail/T/7EZU2FZ0164/productId/29563/PROFESSOR_HUSEYIN_HATEMI:_HAZRAT_MAHDI_(AS)_WILL_APPEAR_IN_ISTANBUL

-----------------------------------------------------------
پورته، پرته د یو څو حوالو څخه یو د بدیع الزمان نورسي او بل د رسالت الخروح المهدي نه بغیر زما په سترګو بله داسی حواله نشوه چې پکښې دا ویل شوې وي چې مهدي به په ۲۰۱۵ او یا په ۱۴۰۰ هجري کې راځي...!!

اوس زه ستاسو عالمانو، او د دینوي علومو محصلینو څخه یو دوه پوښتنۍ کوم، چې د دې مضمون ولوستلو وروسته په ذهن کې راځي....

پوښتنۍ:

۱-آیا مهدي به په راروانو پنځه کلنو کې ظهور وکړي؟
۲-آیا د مهدي د ظهور په هکله معلومات انسان ته کیدائ شي؟

----------------------------------------------------------
له دې پورته بحث څخه قطع نظر، ستاسو د حیرت او دلچسپۍ لپاره په پيښور کې هم یو افغاني د مهدي دعوه کړئ، د بورډ د ناصر باغ په دیوالونو، فیز تهري چوګ سره نیزدۍ په دیوالونو او حیات آباد کې په دیوالونو یې څه دا رنګۍ جملې لیکلې دي:
ظهور مهدي در پشاور
ظهور مهدي ع در پیښاور!! وغیره جملۍ!!
!!!!!!


خاټول
02.09.2011

وروره دحضرت مهدی ظهور دقيامت له خورا څرګندو او نږندي نښو څخه ګڼل کيږې چي ظهور يې يقيني اما دمهال په اړه چي په کوم ټاکاې کال کې به ظهور کوې اسلامې موارد غلي دي ؛دپروفيسور خبره يواځي دهغه اټکل اورايه ده اوبس٠


محمود سعيد
04.09.2011

دا هسې خیالونه او بابولالې دي، دا شیعه ګان ډیر سپک او له اسلام څخه لرې خلک دي، څو ورځې مخکې ېې یو خبر خپور کړی چې پکې ویل شوي:
په قم کې یو داسې قرآن کریم میندل شوی چې ۱۴۰۰ کاله قدامت لري او ۱۱۵ سورته لري، چې پکې د شیعه ګانو د ۱۲ امامانو او خمیني نومونه راغلي دي...
دا د مهدي راتګ هم د دوی له افواهاتو څخه ده، ویل کیږي چې څو کاله وړاندې په مکه کې هم کوم شیعه جګ شوی وو او د مهدویت دعوه ېې کړې وه چې له ځان سره ېې حرم ته وسله وال کسان هم بوولي وو، وروسته پرې پولیسو اوبه ورخوشې کړې او هلاک ېې کړل...


۰
04.09.2011

محمودسعید صیب مننه ښي خبري مو لیکلي په ګوتو مو برکت شه شیعګان همیشه
همداسي افواه ګاني خپروي .
خو دا دحرم مکي واقعه کي لږ غور وکړۍ فکر کوم چي:
هغه خلک شیعګان نه وو بلکي سونیان او ډیرکلک مؤمنان وو او د سعودي امریکي خوا او اروپا خوا پادشاه د وژلو کوم پروګرام وو چي بیا روسته د پاکستاني فوځ په مرسته اوبه ورخوشي او اوبو ته برقي شاک ورکول شو پدي چل يي رواوویستل او قتل يي کړل جهیمان نومیده او که داسي کوم نوم يي وو .
رښتونی صیب او هغه ورونه چي سعودي کي اوسیږي ښه به پري خبر وي چي هغوي څوک وو خو زما په فکر چي شیعګان نه وو والله اعلم بالصواب.


حلیم
04.09.2011

مومند افغان وروره مننه ډیر ښه نوم «جهیمان» د په لاس راکړ او د جالبې موضوع په لوستو دې بریالی کړم.

د ویکي له مخې ماته داسې ښکاره شوه چې د جهیمان ډلې همداسې سیاست درلود لکه اوسني ځنې کسان چې د افغانستان د امریکایي حکومت د پرزولو لپاره په مسجدونو ښارونو او ادارو یا هوټلونو کې عام وژنې کوي.

که داسې نده؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more