د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دعاليقدر اميرالمؤمنين پيغام

pattang
29.08.2011

دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دعاليقدر اميرالمؤمنين پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم :الله أكبر الله أكبر ، لاإله إلا الله و الله أكبر ، الله أكبر و لله الحمد

الحمد لله ال‍ذي نصر عبده ، وأعزّ جنده ، وهزم الأحزاب وحده, والصلوة والسلام علی من لانبي بعده وبعد ! دافغانستان مجاهد ولس اوټول اسلامي امت ته دنيکمرغه کوچني اختر له مبارکۍ سره يوځاى په افغانستان کې د مسلسلو برياوو تبريکي وايم، الله تعالی مو روژې،جهاد,اودحق په لاره کې ټول تکلیفونه قبول کړه . غواړم له دغه سپيڅلي فرصت نه په استفادې سره دځينو اهمو موضوعاتوپه اړه درسره په لاندې توګه خپل نظر شريک کړم .

دروان جهادي وضعيت په اړه :

داسلام اوافغانستان دښمنانوسږکال دمجاهدينودماتې اوخپل شوم هدف ته درسیدو يو پريکنده پړاوګڼلى ؤ, ان تردې چې خپل اولسونه او نړيوال يې دهمدې بنسټيزبدلون ته په تمه کړي وو ، خو الحمد لله په عمل کې ددوئ ټول پلانونه ددوئ داټکل برعکس ثابت شول،او سږکال دښمن دتيرکال په نسبت دسراومال ډير زيانونه وليدل .مجاهدین اوس تر پخوازیات ددښمن له تاکتيکونوسره بلد شوي،هغه وسايل چې دښمن ته زيات تلفات اړولى شي، دهرې ورځې په تیريدو دمجاهدينولاس ته ورځي چې اوس دادي ټول خلک ددښمن دزياتې مرګ ژوبلې اودهغوئ دالوتکو دراغورځولو شاهدان دي، بل لورته دولس بې کچې زياتيدونکې همکاري،ددښمن په ليکوکې دمجاهدينوډيريدونکى نفوذ،دهيواد ګوټ ګوټ ته دجهادي ساحې لا پراخيدل،دورځنيو عملياتواونويوتکتيکونوبې سابقې ډيرښت ، اودهيواد په شمال اوجنوب کې ددښمن دستروچارواکو له منځه وړل، دا ټول هغه څه دي،چې موږته دچټک بري اوروښانه مستقبل زيرى راکوي .

که د بدر په نامه دسږنيو عملياتو لاسته راوړنې له تيروکلونو سره پرتله کړاى شي اوددښمن پرله پسې شکستونه او بې سابقې متزلزل حالت ته په غور وکتل شي نويوخوادمجاهدينو دځواکمنوروحياتو اولوړمورال او بل پلوته ددښمن دهراړخيز زوال يو روښانه تصوير زموږمخې ته ږدي.

همدارنګه په نړيواله کچه دامريکا لپاره اوس وضعيت هغسې نه دى لکه پخوا چې وو . دامريکا اقتصاد دبل هروخت پرتله له اساسي ستونزو سره مخ دی،دناټودغړوهيوادونواولسونه ورځ په ورځ دافغانستان دجګړي په اړه حقايق درک کوي او په عامه اذهانو کې ددې بې هدفه جګړې په ضددريځ پياوړى کيږي،په یرغلګرائتلاف کې شامل هیوادونه یوپه بل پسې پوځونه باسي،دسيمې هيوادونه او اولسونه دامريکايي سرزوري سياست له امله سخت بي حوصلې شوي ، چي په مجموع کې داحالت زموږدمقدس جهاددبري زیری راکوي .

له افغانستان څخه دامريکايي محدودوځواکونو د ایستلو په اړه :

ترټولو دمخه باید ووایم چی د یرغلګرو ځواکونو محدود ایستل په کلي توګه د افغانستان د ستونزي حل نشي کیدی، بلکې جهاد به په خپل قوت سره جاري وي، ځکه دغه ډول نمایشي اقدامات د افغانستان مسئله نوره هم پیچلې کوي او زیان لرونکې پایلې لري. یرغلګر قوتونه بایدد ټولو پوځو نو په سملاسي ايستلو سره نور دغې مسئلې ته یو دائمي او قناعت بخش حل ولټوي .

په افغانستان کې دامريکايي دائمي هډو په اړه :

دافغانستان ملت په هيڅ ډول ديته تيار نه دى چې دلته دې امريکايان دائمې هډې ولري . افغانان دلته دیرغلګرو لږ یا ډیر پوځي موجودیت داجنبي اشغال په معنا بولي . که امريکايان په دې هكله هم له سرزورۍ نه کار اخلي، د جهادي مقاومت او افغان ولس غوښتني په پام کي نه نیسي، نو له دې څخه دې هم داسې توقع ولري لکه دافغانستان له لس کلن اشغال څخه چې دملياردونو ډالرو له مصرفولو اوزرګونو پوځيانو له وژل کيدو وروسته هم په کابل کې ديوې لحظې لپاره دآرامۍ اوسکون احساس نشي کولاى .

ټول ولس او په خاص ډول دهيوادعلمي ،سياسي اومخورشخصيتونه بايد د اسلامی امارت سره په تفاهم کې ديرغلګرو دهډوپه وړاندې یو مشترک ملي موقف خپل کړي, اوامريکايانوته دې داښکاره کړي چې زموږپه هيواد کې دبهرنيانوددايمي هډوپه اړه ټول ملت په اتفاق سره مخالف نظر لري.

ددایمي هډو دملاتړ په بهیر کې برخه اخيستل هغه که دجرګې په نامه وي او که دپارلمان، یوازې اویوازې به له خپل دین اوخپلي خاورې سره خاین اووفادارسره بیل کړي.

دهيواد دراتلونکې په اړه :

زموږ تګ لاره داده چې په راتلونکي افغانستان کې داسې واقعي اسلامي نظام وي چې دهيواد دټولو اوسيدونکو لپاره دباور وړ وي ،دهيواد ټولی پرګنې پکښې ځاي ولري،اوکار اهل کارته وسپارل شي، دنړۍ او سيمې له هيوادونو سره دمتقابل احترام، اسلامی او ملي ګټو په دريځ ولاړې اړيکې ولري ، او ټوله توجه يې ديته وي چې هيواد ته له څه باندې ديرش کلنې جګړې ورپيښ مادي اومعنوي زيانونه جبيره کړي .دا چې افغانستان دزراعت لپاره پراخې ځمکې ، غني معادن او دانرژۍ پراخ منابع لري، نو يوازې دسولې او ټيکاو په حالت کې کولی شو پدغو برخو کي سرمایه پانګوونه وکړو. اودفقر، بیکارۍ، وروسته پاتې والي او ناپوهي له ناورین نه چي د نورو اجتماعي او اقتصادي ستونزو عامل بلل کیږي، ځان خلاص کړو.

ددښمنانو دتبليغاتو پر خلاف اسلامي امارت دواک او قدرت په موضوع کې کله هم انحصار طلبه پاليسي نه لري ، افغانستان لکه څنګه چې دټولو افغانانو کور دى همداسې يې ټول افغانان په ساتلو او سمبالولو کې دمسؤليت د اداکولو حق لري،راتلونکي بدلونونه بايدداسې نه وي لکه دکمونيزم تر شکست وروسته چې دهيواد هرڅه لوټ اودولتي ادارې په هر لحاظ تخريب شوې .بلکې ددې لپاره به کلک تدابير نيول کیږي،چې دمجاهدينو دبري په صورت کې دټولوملي شتمنيو،دولتي دوايرو اوپه خصوصي سکتورکې درامنځته شويو پرمختګونوساتنه وشي، اودهيواد مسلکي کدرونه اوملي تجاران له کوم تبعيض پرته ددين او وطن خدمت ته لانور هم زيات وهڅول شي.

دمذاکراتوپه اړه :

اسلامي امارت دهيواد دروانې لانجې عامل ، په هیواد کې دبهرنيو يرغلګرو عسکرو موجودیت ، د هغوئ ړندې بمبارۍ، د شپې حملي، ظلمونه ، شکنجې او زورواکي بولي، او دمسائلو حل ددغو نارواوو په پای ته رسیدو کي ویني . همداراز، دهيواد او هيوادوالوددیني اودنیوي مصالحوتأمين د واقعي خپلواک اسلامي نظام په قیام کې ګڼي . دغه هدف ته د رسيدو لپاره په هره مشروعه لاره غوراوتامل كيداى شي. داسيرانودتبادلې په اړه چې تر اوسه پورې له کومولوريو سره تماسونه ټينګ شوي هغه هيڅکله هم دهيواد دروانې لانجې دپاى ته رسولو په برخه کې هر اړخيز مذا کرات نشي بلل کيداي .البته اسلامي امارت د یوه منظم سیاسي او نظامي ارګان په توګه پدې برخه کې ټاکلې او خپلواکه اجندا لري چې وخت په وخت یې څرګنده کړې هم ده.

دبن دراتلونکي کانفرنس په اړه :

داکانفرنس به د لس کاله مخکې کانفرنس نه توپیر ونلري، ځکه چي دافغان اولس رښتیني استازي پکښې برخه نلري، اونه هم دافغانستان دمشکلاتواساسي اوواقعي حل ته توجه پکښې کیږي ،دتیرو نورو کانفرانسونو او جرګو غوندې داکانفرانس هم یوازې تبلیغاتي او نمایشي اهداف لري، غواړي چي د یو څه وخت لپاره د نړیوالو توجه د افغانستان د مسئلې له واقعي حل څخه بلې خواته واړوي، او هغه څه به پکښې ویل کیږي کوم چي له وړاندې نه لاپه سپینه ماڼۍ اوپنټاګان کې فیصله شوي وي .

موږټولو هغونړیوالوته چي دافغانستان په موضوع کې دخیل دي، مشوره ورکووچې د افغانستان د مسئلې د مصنوعي او نمائیشي حل په ځای دې ددې مسئلې د واقعي او عملي حل په لټه کې شي. دوئ دې په افغانستان کې عیني واقعیتونه درک کړي ،افغانان دخپلو مسائلو دحل او خپلمنځي تفاهم خوراښه تاریخ لري، خوچي بهرنۍ مداخله بنده شي. دافغانستان اسلامي امارت دخپل یوه اصولي حق په توګه له خپل دین،وطن اوخاورې نه ددفاع روا مبارزه پرمخ بیایي چې علت یې په دې خاوره کې دبهرنیو یرغلګرو شتون دی. که نړیوال یرغلګرائتلاف زموږدخاورې اشغال پای ته ورسوي اسلامي امارت حاضردی چي دیوه سوله خوښي اوذمه وارنظام په حیث دسیمې اونړۍ له هیوادونوسره مثبتې اړیکې وساتي .

مونږ د ګاونډیو هیوادونو په ګډون له ټولو هیواونو نه غوښتنه کو چې د افغانستان د راتلونکي په اړوند د استعماري لوبو برخه ونه ګرځي، ځکه دغه کار د هیچا په ګټه نه دی. د افغانستان اسلامي امارت تصمیم لري چې ددوو میلیونو افغانانو د وینو د وارث په توګه به د افغانستان د راتلونکې په هکله د نورو له مداخلې پرته خپلواکې فیصلې کوي، چي په هغه کې به زموږ د شهیدانو ارمانونه، زمونږ ملي او اسلامي ګټې، د افغانانو وقار او عزت نغښتی وي. موږ ټولو خواوو ته څرګندوو چې افغانان تپل شوي رژیمونه نه منې، او نه دغه شان رژیمونه دلته دوام کولی شي.

دکابل د ادارې دچلوونکوپه اړه :

دکابل په اداره کې ولاړوافغانانوته يوځل بيا بلنه ورکووچې نورديرغلګروله ملاتړه لاس واخلئ! داسلامي امارت له مجاهدينو سره اوږه په اوږه داسلام اووطن ددښمنانو په مقابل کې ودريږئ! ،له مجاهدينو سره ستاسې يوځاى کيدل به نورهم اشغالګرځواکونه زموږدخاورې لاژرپريښودلوته اړکړي،چې په دې کارسره به زموږدمظلوم ملت قربانۍ رنګ راوړي، اوهيوادبه مودخپلواکۍ ،سوکالۍ اواسلامي نظام په ګاڼه ښکلى اوسمسورشي، اودادټولوپه ګټه ده .

د حق دسنګرساتونکو مجاهدينو ته :

الف : د شرائطو حساسيت ته په پام سره لازمه ده تربل هروخت زيات خپلو جهادي دندو ته متوجه واوسئ! ستاسو په هڅو اوس دهيواد ډيرې سيمې ددښمن له ناپاک وجود څخه پاکې شوې دي. کوشش وکړئ چې د هيواد پاته سیمې هم ددښمن له وجود څخه پاکې شي،اوپه جهادي امورو کې هيڅ ډول غفلت مه کوئ ! په خپلو پوځي فعاليتونوکې له قوي عزم،لوړ تدبير او منظم پلان نه کاراخلئ ! په هرکار کې خپل نصب العين دالله (ج) رضاوګرځوئ!

ب : دجهاد ديوه مهم رکن په توګه دخپل امير او درکړل شوې لائحې داطاعت اصل په بشپړه توګه په پام کې ونيسئ! ، دهيواد په ګوټ ګوټ کې زمونږ لخوا تعين شوي جهادي مسؤلين ستاسو شرعي آمرين دي ، تاسو بايد ددوئ پوره اطاعت وکړئ .

ج : کوم احتياطي تدابير چې وخت په وخت تاسو ته دخپلو مشرانو لخوا وړاندې کيږي تاسو يې بايد په کلکه عملي کړئ ، اوکه په دې برخه کې غفلت کوئ ، او دخپل وس په اندازه احتياط نه کوئ ، نو کيداى شي چې هم په دنيا کې ددښمن لخوا زيان درورسيږي، او هم به عندالله مسئول ياستئ .

د : له عام اولس سره دچلند په برخه کې بايد ډير هوښيار واوسئ ، په ښواخلاقواو نيک چلند سره دخلګوزړونه لاس ته راوړئ، زمونږ ولس مسلمان او مجاهد ولس دی او داسلام په خاطر يې ترهرچا ډيرې قربانۍ ورکړې او ډير ځوريدلى دى ، تاسو بايد ددې ولس هر عام وګړى ، سپين ږيرى ، ځوان ، ماشوم او ښځې ته په درنه سترګه وګورئ! کله چی د چا په هکله راپور درته رسیږي، نولومړی ښه تحقیق پکښې کوئ، په غلطو او غرضي راپورونو چاته تکلیف مه ورکوئ. ، د ولس دنيکومشورو او نظرياتو پوره خيال وساتئ! تاسو چې له عامو خلکو سره برخورد کوئ ، نوله ځان سره دافکر وکړئ چې که چيرې له ما سره وسله نه واى او يوعام سړى واى له خلکو سره به مې چلند څنګه وو؟ يا هغه څوک چې زه ورسره مخامخ يم که مي پلار،ورور ،يابل نژدې قريب واى نوڅه ډول برخورد به مې ورسره کاوه ؟ مجاهدين دې په هر حال له خلکوسره همداسې له عطوفت او مهربانۍ ډک چلند وکړي ، او په هيڅ وجه دې ځان له خلکو لوړ او پر هغوئ برلاسی نه بولي .

هـ : ترڅوچې دامارت دمشرتابه لخوا درته دكوم کار په باره کې امر نه وي شوى ، يا خپلو ولايتي مسؤلينو اجازه نه وي درکړې ، په خپل سرپه خلکو امرونه او بنديزونه مه تحميلوئ ! دغه کار جهاد او مجاهدین بدناموي ، دښمن ته د منفي تبلیغاتو موقع په لاس ورکوي او دولس او مجاهد ینوترمینځ درز پیدا کوي. دغه راز تروسه وسه درکول شوي اوامر بايد دسيمې له خلکو او سيميزو علماء کرامو سره په مشوره عملي کړئ .

و : داسلامي امارت مربوط هيچاته دا اجازه نشته چي په زورله چاڅخه پيسې واخلي، نوکه دمجاهد ياپه كوم بل نامه څوک له ملي تجارانو،زميندارانو او شتمنو خلکو څخه د ټوپک په زورپيسې اخلي او د پيسو لپاره خلک تښتوي په کلکه يې مخنيوى وکړئ! او که مو لاس پرې برشو نو لازمه شرعي سزا ورکړﺉ! د خلکو د سر او مال ساتنه د جهاد له سترو اهدافو څخه ده.

ز : په پاي کې بايد ووايوچې په جهادي عملياتو سربيره علمي مطالعه او زده کړه ، ديني دعوت ، مأثوره اذکار او وظائف ، بدني تربيه او جهادي تدريب ته هم خاص وخت ورکوئ، صورت اوسیرت مو باید په مقدس شریعت برابر وي, اود ولس په منځ کې د سپيڅليو ، خدايپالو ، مصلحو ، او خيرخواه انسانانو په توګه ژوند غوره کړئ !

ح : د مجاهدینو لائحه اوس هرې جبهې او ولایت ته رسیدلې ده، د هر ولایت مسئوول باید یقیني کړي چې مجاهدین یې د لائحې په موادو پوه شوي او عمل پرې کوي .

دهيوادپه دننه اوبهرکې دپوهنتونونو استادانو، محصلينو ، روڼ اندو اوليکوالوته :

درنو! زموږمستقبل زموږپه هراړخيز استقلال پورې تړلى دى،که موږ يومستقل هيواد ونه لرو زموږمستقبل به غلامي وي،او بادار هيڅکله غلام ته هغه څه نه غواړي کوم چې ځان ته يې غواړي،بلکې يوازې ديوې حربې او وسيلې په توګه يې استعمالوي ،له همدې امله خوپه تيره يوه لسيزه کې راغلو يرغلګرو دې خاورې ته ستر ې او سترراتژیکې پروژې چې په هغو کې د اوبو لوی بندونه ، د برق د تولید ملي نظام او ستر صنایع شامل دي نه دي بشپړې کړې چې هغه زمونږ د هیواد د اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري،بلکې برعکس يې دسمتي اوقومي توپيرونو اورته په پټه اوښکاره لمن وهلې اوځوانان يې دژبنيو اوسمتي جګړو لورته هڅولي، چې دازموږدهيواد دمستقبل دتباهۍ په معناده،دازموږ اوتاسوګډه ملي اواسلامي فريضه ده،چې خپل نوى نسل ددښمن دمغرضوتبليغاتوله تاثيره وساتو.

لكه څنګه چې زموږ مجاهد ولس دسپیڅلي جهاد په بركت دغربيانو له لوري دهيواد دسياسي او نظامي اشغال مخه ونيوله همدارنګه په كار ده چې په ټول جديت سره په دې مسلمان اوغيرتي هيواد كې دغرب دبې لارې اومفسد فرهنګ او دهغه ورانوونكو فكري تاثيراتو دخوريدو مخه هم ونيول شي، اوپه پوره مينه ،اخلاص ،او افغاني لوړ همت دخپلو راتلونكو نسلونوژوند داسلام دسپيڅلي فرهنګ په غيږ كې خوندي كړو ،او كه داسې ونه شي خداى مه كړه زموږ غيّور ولس به هم دغرب زهرجن فرهنګ دتاثير له امله له خپلې ځلانده اسلامي ماضي څخه پردى شي . استادان ،محصلين ،ليکوال او روڼ اندي ټول بايد په فردي اواجتماعي ډول دهيواد دبشپړاستقلال،دملي اواسلامي ارزښتونودساتلو او دافغانانو دمتحدکولولپاره عملي مبارزه وکړي،موږتاسو ټول بايد د یوه مشترک هدف لپاره يوموټى واوسو، اوترمينځ مو هرډول فرضي اومصنوعي فاصلې ختمې کړو. يوازې اسلامي ارزښتونه کولى شي چې دافغانانوترمينځ هرډول ،سمتي اوژبني توپيرونه له مينځه يوسي، خو ددې كار لپاره عملي قربانۍ ته اړتياده.

دافغانستان اونړۍ ولسونو ته :

دافغاني ټولنې مختلف قشرونه چې روان اسلامي جهاد يوه ديني وجيبه بولي ، ترهرڅه وړاندې ترې مننه کوو چې له تيرو لسوکلونو راهيسې يې دجهاد او مبارزې په لاره کې ډيرې ستړې او ستومانۍ وګاللې ، له مجاهدينو سره يې هراړخيزه همکاري کړې ، اوجهادي فريضه يې ادا کړې ده ، خو ددې لپاره چې دتيرو لسوکلونو قربانۍ مو نه وي ضايع شوې ، بايد نور هم خپلو همکاريو ته دوام ورکړئ! که دچا په لاس او ټوپک سره جهاد په وس پوره وي ، بايد خپله فريضه سرته ورسوي ، دقلم څښتن بايد خپل قلم دخپل دين ددفاع په لاره کې وکاروي ، او دمال خاوندان بايد خپله شتمنۍ په جهادي ضرورياتو مصرف کړي .

دنړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه لرو چې په خپلو مادي او معنوي مرستودمجاهدينو همکاري وکړي ، اوهمدارزدنړۍ له خپلواکو ولسونو اوشخصيتونو څخه هيله لرو چې دافغانانو له دغې برحقې دفاعي مبارزې څخه حمايت وکړي ، او پرې نيږدي چې مستبد زورواکان دخپل زور اوتشدد په مټ دنړۍ مستضعف ولسونه دخپلو استبدادي ناوړه عزائمو ښکار کړي .

په آخر کې يوځل بيا دنړۍ ټولو مسلمانانو ، ټولو ځوريدلو افغانانو،دسنګرغازيانو، زنداني مجاهدينو ، دشهيدانو کورنيو ، او دجهاد دلارې ټولو يتيمانو ، کونډو او نورو متأثرينو ته داختر مبارکې وړاندې کوم ، اودټولنې په شتمنو ږغ کوم چې په دې ورځوکې محتاج او اړ کسان هير نه کړي ،اوپه پاي کې دعاکوم چې الله تعالي موراتلونکې اخترونه دسولې،خپلواکۍ او اسلامي شرعي نظام ترسيوري لاندې نصيب کړي .

والسلام

داسلام خادم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد

1432‏/9‏/29 هـ ق

1390/6/8 هـ ش

‏2011‏/8‏/28 م


محمود سعيد
04.09.2011

ډیر ښه!
آیا ملاعمرصیب د داسې یوې لیکنې د لیکلو توان لري؟
آیا دا خبرې د ملاعمرصیب له خولې لیکل شوې دي؟
که مشر ملاصیب دا ډول خبرې کولای شي نو دا خو بیخي زموږ ویاړ دی خو فکر نه کوم ځکه پخوا ما د مشر ملاصیب له خولې کوم داسې څه نه وو اوریدلي!
او که نه وي نو آیا دا به درواغ ویل نه وي، هماغه درواغ چې په اسلام کې ېې ویل ناروا دي؟


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

محترم محمود سعید صاحب دا لاندې متل مو ندی اورېدلی؟

[size=28:6b647bd943]چې خان یې په یاران یې[/size:6b647bd943]


محمود سعيد
04.09.2011

وعلیکم سلام!
ځه ښه شوه چې خپله غونډله (جمله) مو ورغوله...ښه ده چې مشر ملا (خان) صیب ستاسې په شان یاران لري، دا درته د زړه له کومې وایم چې خدای د ورته داسې پیاوړي یاران ډیر ورکړي...
تاسې به هم ښايي هغه متل اوریدلی وي چې وايي:
[size=18:89ce3f36aa]له ناپوه دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی[/size:89ce3f36aa]
باور لرم که په تحریک کې لس سلنه داسې هوښیار کسان پیدا شي نو د نړي پر مخ به تر ټولو پیاوړی سیاسي اسلامي تحریک وي.


عادل عادل
04.09.2011

السلام علیکم

[quote:faae598e34]له ناپوه دوست څخه هوښیار دښمن ښه دی [/quote:faae598e34]

وروره زه د حق یارانه کوم، نه د شخص، ځکه چې شخص له منځه ځي، منحرف کیژي، خرڅیژي، بدلیژي، خو حق لایزال دی، نه بدلیژي او نه هم انحراف مني، ډېری افغانان په همدې ټکي کې بدبخته/ذلیل شول.

څومره چې ماته څرګنده ده، د متل موضوع بې عقلي او هوښیاري ده، ،،، خو ماته داسې برېښي چې تاسو به نیمایي متل تحریف کړی او نیم نور بیا په خپل حال پرې ایښی وي،،،، :) که څنګه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more