نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کوچني اختر مبارکي (سوغات)
مساپر
28.08.2011
السلام علیکم و رحمة الله و بركاة،
د طالبانو مشر ملامحمد عمر آخوند د لومړي ځل لپاره په یوه رسمي اعلامیه کې د افغانستان د لانجې د حل لپاره [color=red:ccf10ca08f][size=24:ccf10ca08f]خبرې اترې[/size:ccf10ca08f][/color:ccf10ca08f] تایید کړې، او ویې ویل چې د هیواد د ستونزو د حل لپاره پر هرې هغې لارې غور کېدای شي چې هدف پرې ترلاسه کېدای شي او مشروعیت ولري.
ملامحمد عمر د کوچني اختر په مناسبت په خپله اعلامیه کې همدا راز د لومړي ځل لپاره د هیواد روشنفکران او د ټولنې مختلفې پرګنې ته مخاطب کړي او په زغرده یې ویلي چې طالبان د واک د انحصار په لټه کې نه دي بلکې د دې پلویان دي چې [color=darkred:ccf10ca08f][size=18:ccf10ca08f]کار اهل کار ته وسپارل شي.[/size:ccf10ca08f][/color:ccf10ca08f]
په همدې امیدواری زه هم په خپل وار ټولو درنو هیوادوالو ته د کوچني اختر په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایم، آمین یا رب العالمین.
والسلام،