د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د اخترخوب !
مساپر
26.08.2011
نه راغلی، نه ليدلی دی اخترمونږ
نه وهلی، نه ښکنلی دی اخترمونږ
اخترخپله مروردی،نه رادرومي
نه تړلی، نه شړلی دی اخترمونږ
پوره ديرش کاله يې کيږي،راستون نه شو
نه غندلی، نه نمانځلی دی اخترمونږ
په پخوا وختوکې دی زمونږ آشنا وو
دامهال خو، نازولی دی اخترمونږ
چې جګړه وطن ته راغله،اخترورک شو
په بمونو ترسولی دی اختر مونږ
جګړه ماردې، له اختره صدقه شي
چې دجنګ په سر بايللی دی اخترمونږ
خدای دی بيا رښتياخوبونه کړي قيامه
چې اوس بيا،په خوب ليدلی دی اخترمونږ
لیکوال: الحاج الهام الدين قيام صاحب