د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان ؤلس دڅيټک اوسندان ترمنځ

salou
12.08.2004

افغان ؤلس دڅيټک اوسندان ترمنځ:
درنولوستونکو،
زمونږهېواد ٢٥ کلنوکورنيواوتنظيمی جګړوداسی ځپلۍ اوټوک ټوک کړۍ دې چې
نه يوازې پرخپلوپښونشی دريدلۍ بلکې په ميليونونوبچيان يي تراوسه پورې دنړۍ
پدغه اوياهغه ګوټ کې درپه در،سرګردان اوبيسرنوشته ګرځی.
د واک ته رسيدو پدې ناپاکه اوخونړۍ جګړه کې هيڅډول انسانی اوبشری نورمونه
اوقوانين په پام کې ونه نيول شول اودهرچا چې هرڅه زړه غوښتل هغه يي وکړل.
لدې امله په هېوادکې داسې کورنۍ نشته چې درانه ځانی اومالی تاوانونه د نه وی
ورته رسيدلی.
دهېوادملی شتمنې،اولرغونی اثار بې له شرمه اوعيبه لوټ شول چې له بده مرغه دا
لړۍ تراوسه پورې ﻻروانه دې.
دهېوادمخکښوانقلابی اوهدارنګه اسلامی ګوندونو،تنظيمونو،حرکتونو،ټولنواو
سازمانونودپردوپه مرسته اوملاتړدافغانانوله پاکواونېکواحساساتوڅخه ناوړه
ګټه پورته کړه اود همدې هېوادمينو اواسلام مينوخلکوپرسرنوشت يي له شرمه
ډکې ملنډېؤوهلې.
دديموکراسۍ اوټولنيزپرمختګ قسم خوړونکوجهادی مشرانواوطالبانوهېواددې
حال ته راورساوه چې نن يوموټی غلو،داړه مارانواودنيشه ئي موادواولرغونواثارو
قاچاق وړونکودمجاهدينو په نوم هډوکۍ په خوله کې نيولۍ،چې هرڅوک ورنږدې
شی اوياهم پرڅنګ ورته ؤګوری سملاسی ورته غاپی،غوړامب ورباندی کوی اوحتا
ژوندی يي خوری.
پداسې حال کې چې په هېوادمينواواسلام مينوافغانانوهرڅه له ﻻسه ورکړي اواوس
ديوی ګولې ډوډۍ دپيداکولولپاره ﻻس اوپښې وهی،ددې جهادی داړه ماره واکمنانو
دولت اودارائي په ﻻس اوحتا په ساده کالکولېټر باندې هم نشی حسابيدلۍ.
پدې نازک اوحساس وخت کې چې دټولټاکنوورځې په شمار دی افغان ؤلس د څېټک
اوسندان ترمنځ قرارلری.له يوې خواجګړه مارټوپکيان اوله بلېخوابنيادګرأ طالبان.
خوطالبان دهسی چټی ځانونه نه ستړياوی اودادپه ياد ؤلری چې ددوی بيځايه
هلې ځلې به نه دوی ته اونه هم افغان ؤلس ته کومه ګټه ؤلری .
افغان ؤلس به په کلک عظم اودلوی خدای په مرسته دټوپکيانوپرضدمبارزه که هر
څومره هم سخته وی ؤګټی،خوبيابه هيڅکله ددوی اوياهم دملاعمرپه شان کڼواو
ړندوته دااجازه ورنکړی چې ددوی په سرنوشت لوبې ؤکړی.
دوی همغه خلک دی چې پښتنودشريف اوکريم قران اووعدوپه مقابل کې بې له
جګړې دوی ته خپلې وسلې په ځمکه کېښودې.
دپښتنو ددې قربانې په مقابل کې دوی نه يوازې په هېوادکې دننه ،بلکې په نړيواله
سطحه دهمدې پښتنوپه هسکه شمله داسې..غ..وکړل چې پاکول يي تر ډېره عمره
پورې ناشونۍ کاردې.همداشريف اوکريم قرأن ؤچې دوی يي په شرمووشرمول.
پښتون يي ديوه بی عقل،ځنګلې اواولپکی قوم په توګه نړيوالوته ور ؤپېژاند.
نړيوالې مدنی ټولنې خوپرځای پرېږدۍ حتاد بوتسوانا ځنګلی أبوريګېن يي پرمونږ
پسی وخندول.
زمونږدپېړيوپېړيولاسته راوړنې اووياړونه يي په صفرکې ضرب اوپه درياب کې
ﻻهوکړل.
دوی داسې تاريخ ندۍ پری ايښۍ چې څوک کورودانۍ ورته ؤوايي اويا دې هم خپل
سرونه ځينی قربان کړی.
-دعلم اوپوهنې دروازې يي ونه تړلې؟
-ددولت ښځينه اونارينه مامورين يي له کاره ونه شړل؟
-په موسيقی،ملی أتڼ ،تياتر،تلويزيون اوسينماباندې يي بنديزونه ونه لګول؟
-دهرچاپه ځانګړی اوټولنيزژوندکې يي ﻻسوهنه وه نکړه؟
-دبودالويي مجسمې اوهمدارنګه په زرګونونور لرغونی اوکلتوری اثاريي دپردوپه
مرسته اولمسون له منځه يونه وړل؟
-دپردوفټبالستانوسرونه يي ورونه خريل؟
-پردې ښځې يي په ﻻرو،کوڅواوبازارونوکې په ډانګونو ونه وهلې؟
-اوډېرې افغانی پېغلی يي پدغه پلمه چې دجګوبوټونوپښوکول دشرعيت پرخلاف
دې بنديانې نکړې؟
-اوپه بندکې يي جنسی تيري ورباندې ونکړل؟
-په ډله ايزه توګه يي عزتونه ورلوټ نکړل؟
-اواوميندوارې يي نکړې؟
-اوداسې نورهغه په لسګونو اوسلګونوکارنامې دی چې په هيڅډول پداسې اسانۍ
سره پدومره لنډه موده کې نشی هېرېدلۍ.
اوکه چاهېری کړی وی،غواړم بېرته يي ورپه يادکړم.
ددوی دسوټی وهلو،اعدامولواوچارماری کولوله شرمه ډکې کارنامې او فلمونه
تراوسه پورې په نړيوالو تلويزيوني شبکو کې خپرېږی.
دوی که نن أمريکا خپل اوهمدارنګه داسلام دښمن بولی،پرون يي دهمدې امريکا
دخوښحالولولپاره دپاکستانی پوځ او ملېشو په مرسته اوکومانده په خټه پښتون
ډاکتر نجيب اله له خپل کوچنی ورورسره يوځای داسلامی،انسانی اوافغانی
قوانينواونورمونو په خلاف بی له کومې محکمې په عام محضر کې په داروځړاوه
اودپيسولوټونه يي په خوله کې ورکړل.
خو دروسانوله وسلو ډکه ألوتکه يي دپيسوپه بدل کې په لوی ﻻس پرېښوده چې د
کندهارله هوايي ډګرڅخه ؤتښتی.
ددوی داسې يوپياوړۍ اوغښتلۍ حکومت ؤ چې تورن اسمعيل خان په رڼا ورځ له
لس منه ځنځيرواوزولنوسره دملاعمردپزې ﻻندې له زندانه وتښتېد اواوس دپښتنو
دځان بلاګرځيدلی دې.
دوی هغه څوک دی چې دبن ﻻدن په باب يي نه يوازی د علماؤ فتوی ته هيڅډول
اهميت او ارزښت ورنکړ بلکې هېواديي دأمرېکې پرضددترحګروپه کمپ بدل کړ.
په نايروبی اوتانزانياکې اوهمدارنګه 11/9حملوکې ډېربيګناه خلک ؤوژل شول.
دالقاعدی دملاتړاوخواخوږۍ په درشل کې يي په افغانستان باندې قمارؤواهه او
جګړه ځپلۍهېواديي په لوی ﻻس دنړۍ دسوپر پاوړ په مقابل کې ودراوه.
پايله يي داشوه چې کارک مړ...ک...څيری.
همداوجه ده چې نن أمريکايانوله پايڅې راايستلۍدې،نه ملا پريږدی،نه اومی او
نه هم خپل ترجمان.
بايدؤوايم چې طالبان ددغې اوياهغې ماتې مسوليت هم په غاړه نه اخلی.
دوه ځله يي دهېوادتنکی زلميان چې ميندې اوپلرونه يي تراوسه پورې درا ستنيدو
هيله لری په شمال کې په ګېلمجموملېشوقتل عام کړل .
دادی اوس بيادپاکستان په جېره مست شوی دی اوبيادجهاداوجهادنارې وهی.
پربيګناه ښځو، ماښومانو اوسپين ږيروباندې هم زړه سوۍ نکوی.
که دااسلام وی نودااسلام خودوی په شرمونو وشرموه.
په درناوی
سالوخان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more