نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دا سړی پیژنئ؟
حلیم
25.08.2011
په لاندې ویډیو کې یو پښتون مشرخبرې کوې چې ما مخکې نه لیدلی او نه مې یې په اړه لوستي دي.
http://www.youtube.com/profile?annotation_id=annotation_276398&user=ghazabkhan1&feature=iv#p/u/51/GT-uGuinbY8
ددغه شخص خبره له 2:20 څخه پیل کیږي.
دغه شخص یوې ښې مسئلې ته اشاره کوي هغه د پښتنو او پنجابیانو ترمنځ د اباسین د اوبو ویش دی چې څنګه په زور ترې اخیستل شويدي.
۰
26.08.2011
دا سړي یو سیاسي دکاندار یا تاجر محمودخان اچکزی دي د عبدالصمدخان اچکزي ځوی دي او پښتونستان اوپښتنو په نوم بانک نوټونه راټولوي.
یويي لوي بولي هغه بل ورته وړوکي واي+++ خيټه يي لویه او ککره يي وړه ده ډیره
اوس مو وپیژانده؟
پتوال
27.08.2011
[quote:127e9d615e="مومندافغان"]دا سړي یو سیاسي دکاندار یا تاجر محمودخان اچکزی دي د عبدالصمدخان اچکزي ځوی دي او پښتونستان اوپښتنو په نوم بانک نوټونه راټولوي.
یويي لوي بولي هغه بل ورته وړوکي واي+++ خيټه يي لویه او ککره يي وړه ده ډیره
اوس مو وپیژانده؟[/quote:127e9d615e]
دروند ورور مومند صاحب السلام عليکم و رحمة الله و برکاته !
د يو سياسي ليډر د سياسي کړنو او کړنلارو، سياسي هدفونو او برنامو او د سياسي سيالانو سره يې د مقايسه کولو په ځای
د هغه په جسامت او قواره خبرې کول او يا پرې بې ثبوته تورونه لګول نه يواځې بيځايه دي، بلکې د ليکوال په منفي ځانګړنو
او منفي ارزښتونو کې شمېرل کيږي ، هيله ده د محمود خان څکزي په
وړاندې له دې له دې قيدونو ځان خلاص کړې ،
يا سم او بشپړ سياسي تحليل وړاندې کړې اوکه دا دې له لاسه نه کيږي
نو لږ تر لږه خو دغه ليکنه مو پخپله واپس او ړنګه کړئ ! ومن الله التوفيق !
حلیم
27.08.2011
افغان صیب تاسو چې د کوم کس په اړه خبرې کوی ما د هغه پوښتنه نده کړې، بلکه یوه بله څیره ده، اڅکزی خو پیژنم.
او داچې تاسو یې شخصیت څنګه ارزوی دا ستاسو خپل قضاوت دی، البته د اڅکزي په اړه، خو ما اصلا د هغه بل کس په اړه پوښتلي و.
مننه
۰
27.08.2011
پتوال صیب که تاسو واي چي اڅکزي ښه سړی دي نو کولي شي چي د هغه دخدمت او ښه سړيتوب په هکله څرګندونه وکړی او کنه نو یواځي زه نه ټول خلک يي پیژني چي څه يي وکړه خو دپښتو او پښتنو په نوم تر اڅکزي نیولي تر ولي خانه او اوس تر اسفندیار ولي ټول غله دي او د پردو غلامان دي د افغانانو مالونه يي ښه په درز کي وخوړل خو هڅ يي هم ونکړل اونه يي کولی شي .
غل دی غل دی غل دی او بیا هم وایم چي دا خلک ټول غله دي.
او حلیم صیب نو تاسو بیا څوک ښاي تقریر خو اڅکزی کوي بل څوک خو دلته نشته کوم سړی یادوی؟
حلیم
27.08.2011
دهغه شخص خبره له 2:20 څخه پیل کیږي.