د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ځل به قهرماني بیا د چا په نوم شي؟ اوس خو سی آې ای هم نشته!!!

ahmad bilal
24.08.2011

دا ځل به قهرماني بیا د چا په نوم شي؟

ټول خلګ په یوی خوشحالۍ کې مبتلاء ول، له ډیرې مودی د هغوي په سترګو کې د سور انقلاب په هکله خوبونه او د فلم فیتۍ تیریدلې ترسو دلته هم سور انقلاب د سرو انقلابیانو په مرسته په دې خړ پړ هیواد کې عملي کړي. په هغه هیواد کې چې د هغه په هکله امیر البیان او امیر شکیب ارسلان په حاضر العالم الاسلامي کې داسی وايي:

زما دې پخپل ځان قسم وي، که په ټوله نړۍ کې د اسلام لمر ولویږي، چیری هم پکې د ژوندون سکته پاتې نشي، خو بیا به هم د همالیه د غرو لمنو او د هندوکش د غرو په منځ کې اوسیدونکو کې د اسلام نوم ژوندی وي، او د هغوي عظم به ځوان وي.

هغه هیواد چې د دې پیړۍ ستر اسلامي علامه، علامه ابوالحسن ندوي پخپل کتاب کې، د کابل سیند څخه د یرموک سیند پوری، دا هیواد د مجاهدینو او فاتحینو هیواد ګڼي.

هغه هیواد چې د هغه د اسلامي غیرت په هکله د شرق ستر اسلامي شاعر، علامه محمد اقبال وايي:

افغانیو کې غیرت دین کا هی یه علاج
ملا کو ان کې کوه و دامن سی نکال دو

په داسی یو هیواد کې روسیانو خپل فوځیان او ټانګونه ورننباسل، دا د دسمبر ۱۹۷۹ میاشت ؤه، څرنګه دعوی ونشوی کړای، د مستۍ په عالم کې څه څه ونه ویل شول ، د افغانستان د کابل پوهنتون کې څه نا څه ونه کړل شول، هم هغه د علامه صاحب اقبال خبره د افغانانو عزب بوتللو لپاره روسیانو، کمونستانو لومړۍ زموږ پر ملایانو ګذارونه وکړل، ډیر يې بند ته وغورځول، ډیر یې شهیدان کړل.... زموږ ډیرو شاعرانو د روسیانو په آمد کې تر اوسه خپلې عقیدې خرابی کړي او د هغوي په راتګ يې طربیه شعرونه پيل کړي ؤل ( له دې جملې څخه یو زیار هم ده)
خو د هغوي د حیرت انتها هلته خلاص شو کله چې افغانانو د یرغلګر په وړاندې خپلی سینې د هغوي د جبر شپیلۍ ته په خندا ونیولی، تر دوو کلنو پورې افغانانو د لاس څخه جوړ شوی ټوپکونو باندې د یرغلګر په وړاندې جنګیدل، چا به د خپل د دهقانۍ لور راپورته کړی ؤ ترسو د بی دینه او بی خدایه دښمن خلاف خپله ستره فریضه ادا کړي، د افغانانو د غیرت او د زړورتیا داستانونه ولیکل شول، حتی زموږ د غیرت او زړورتیا عظمت په هکله همدې سور فوځیانو هم پخپلو کتابونو کی ولیکل، وجنګیدل خو افغانان، شهیدان خو شول افغانان، مهاجر خو شول افغانان، ښځۍ کونډۍ خو شوې د افغانانو، خو بعضو خلګو او د نړۍ سیکولرانو، کمونستانو د دې جنګ ټوله سهره کله به د سی آې ای په غاړه اچوله او کله د آې ایس آې په غاړه!!

سویت یونین خو لاړ ټوټه شو، د روس اقتصاد د خپلو پښو څخه ولوید، د نړۍ ټول زور یو خوا شو، د کمونیزم مفکورې باندې خپله د کمونستانو عقیده هم ختمه شوه، کمونیزم پس د اویاو کالو ژوند تیرولو پس له دې نړۍ څخه خپلې سترګی د امپراطورو په قبرستان، افغانستان، کې پټې کړی.

خو دا ځل بیا، امریکا سره د نړۍ اته څلویښتو هیوادونو د صلیب تر چتر لاندې په هغه هیواد یرغل وکړ د کوم څخه چې دیارلس کاله وړاندې د کمونیزم جنازه وتلې ؤه، دا ځل هم نړیوال ښکیلاږ رڅه دعوی ونه کړې ،چې طالبان اوس تاریخ شول، طالبان ختم کړای شول، خو هغوي ته معلومه نه ؤه چې دا ځل هم دغه افغانانو د الله په نوم او په توکل د تاریخ د پخوانیو یرغلګرو په شان د دې یرغلګر خلاف هم د الله لوې ده نعری پورته کړی، دا ځل خو افغانانو سره نه آی ایس آئ ؤ او نه ورسره سی آئ ای، جنګ نور ګټل شوې ده، ځکه خدای رب العزت هم خپلو بنده ګانو ته وایي: که تاسو پخپل تعدد کې کم هم وی نو زه به تاسو ته په لویو لویو لښکرو فتح درکوم. نن د افغانستان په ۹۰٪ علاقه باندې مجاهدینو خپلې منګولۍ لګولی دي. امریکا هم نه غواړي ترسو د نورو امپراطورو په شان له دې ځایه بی عزته او بی غروره ووځي!! ځکه کله هغوي د نظامي هډو خبری کوي او کله د ستراتیژیک تړون، او کله د دوهم بون لپاره هلې ځلې کوي.....

د ډیپلوماسۍ او د حقیقت خوښوالي په نړۍ کې مشهور امریکايي دیپلومات، هنري کیسنجر پخپل یو اخباري مضمون کې، کوم چې د فبروري په ۲۶ په کال ۲۰۰۹ کې خپور شو، هغه هم په خپل مضمون کې څرګردانه ښکاري چې آمریکا ته څه پکار دي، خو د خپل حقیقت خوښوالۍ له نظریی څخه یې اوباما ته دا نصیحت کړی چې امریکا اوس هغه څه نشي زغملۍ د کوم په سلسله کې چې هغوي پر افغانستان حمله کړی. په همدې مضمون کې وروسته د ذهن څخه تیاری وریځۍ اخوا شوي، هغه وايي:

امریکايي ستراتیژي په افغانستان کې نشي کامیابیدلۍ، دغه هیواد د دې لپاره ستر ده، علاقه یې ډیره کړکیجنه ده، نفوس یې د ډیرو طبقو څخه جوړ ده، او اکثره خلګ یې مسلح دي، او تر اوسه پورې یو یرغلګر هم دې هیواد کې نده کامیاب شوې.

هنري کیسنجر مخکښې زیاتوي:
امریکا هیڅ کله هم په افغانستان کې فاتح کیدای نشي ، که څه هغه د لنډ موقعیت لپاره هم وي!

یو بل روسي امریکايي، برزنزسکي، هم د داسې شکست خبرې کړي دي، لنډه دا چې په امریکا کې راغلې اقتصادي بحران، هلته د وګړیو د جنګ خلاف کیدل او برسیره د هغوي پالیسي دلته ناکامیدل هغوي ته د ماتۍ نښې نښانې ښايي. اوس امریکا د ماتۍ په پوله ولاړه ده او هغه کسان به دې ماتۍ ته څه وايي چې دا ماتۍ د چا له پلوه ده؟؟؟
اوس خو هغه د سی اې ای او آې ایس آې بانه هم نشته!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more