د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبان د حکومت نړول نه بلکه اصلاح کول غواړي: ملا ضعیف

ahmad bilal
24.08.2011

د فورم ټولو کتونکو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة؛
د ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف صاحب، د طالبانو پخوانې سفیر، یوه ځانګړې او په زړه پورې مرکه..... دې مرکه کې ښاغلي ملا ضعیف صاحب د بن ، جنیوا او د امریکايي هډو او تړون په هکله غږیدلې ده...
-----------------------------------------------------------

ملا عبد السلام ضعيف له اصلاح رسنيز ګروپ سره په ځانګړې مرکه کې:
مرکيال : احمدضياء رحيمزى

اصلاح رسنيز ګروپ:

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پيل لړۍ يا په بله اصطلاح د امنيتي مسؤليتونو د ليږد پروسې ته په کومه سترګه ګورﺉ، او څه فکر کوئ چې آيا په ريښتيا به ټول امريکايي ځواکونه تر ۲۰۱۴ م کال پورې له افغانستان څخه ووزي؟

ملا ضعيف:

بسم الله الرحمن الرحيم.
د امريکا داخلي مشکلاتو، د هغوی اقتصادي ستونزو ته په کتو او د ملت فشار ته په کتو چې امریکايي چارواکي ورسره مخامخ دي، کيداي شي چې امريکا په افغانستان کې خپل حضور کم کړي او اروپايي هيوادونه هم تر هغه چې ماته معلوميږي نه غواړي چې په دې جګړه کې چې دوي ورته بې مفهومه جګړه وايي ځکه له يوې خوا دوی ته دلته د هلاکت يوه کنده جوړه شوې ده او له بلې خوا د دوی اعتبار، عدالت او بې طرفي ټوله پکې له منځه ځي، برخه واخلي، هغوی هم پر امريکا فشار راوړي چې نور بايد خپله ستراتيژي بدله کړي او نور بايد دلته جګړه ختمه کړي.
نو د دې فشارونو له امله چې ورځ په ورځ ډيريږي کيداي شي امريکا په افغانستان کې خپل حضور کم کړي خو دا چې تر ۲۰۱۴ پورې به دوي په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووزي، زه په دې کې شک لرم، کيداي شي دوي خپل پوځونه تر څو اډو پورې محدود کړي، خو فعاليتونه به محدود نه کړي.دوی په دې باندې اصرار لري خو دوی په عين وخت کې غواړي په افغانستان کې داسې يوې جګړې ته لمن ووهي چې هغه د پيسو جنګ دي، مثلا د قومي اربکيو په نامه ځينې خلک اجير اوکرايه کړي او هغه خپلو اهدافو لپاره وجنګوي، همدارنګه د افغانستان اوسنۍ اردو او پوليس چې جوړ شوي دي هغوی هم په يوه ډول نه يوه ډول تقويه کړي او هغوی وجنګوي.
تر کومه چې ماته د امريکايانو حالت معلوميږي د دوی دلچسپي دا ده چې بايد په افغانستان کې پاتې شي او د دوی نظامي حضور بايد هرومرو په افغانستان کې وي. دوی په دې باندې اصرار لري خو دوی په عين وخت کې غواړي په افغانستان کې داسې يوې جګړې ته لمن ووهي چې هغه د پيسو جنګ دي، مثلا د قومي اربکيو په نامه ځينې خلک اجير اوکرايه کړي او هغه خپلو اهدافو لپاره وجنګوي، همدارنګه د افغانستان اوسنۍ اردو او پوليس چې جوړ شوي دي هغوی هم په يوه ډول نه يوه ډول تقويه کړي او هغوی وجنګوي.
دوی په افغانستان کې د جګړې بشپړه خاتمه او په افغانستان کې د حقيقي سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ګامونه اوچتول نه غواړي،دوی غواړي په افغانستان کې نا امني او عدم ثبات دوى ته دلته دشتون يو مجوز جوړ شي،همدا راز دوى چې د چا د مټو په زور افغانستان ته راغلي دي،دلته شته، د دوی په سياسي او مالي ملاتړ باندې قدرت ته رسيدلي دي، د هغوی په غوښتنه او د هغوی د پناه په نامه داسې زمينه برابره کړي چې ګواکې دلته د دوی موجوديت ته ضرورت دی.

اصلاح رسنيز ګروپ:
که څه هم تاسې تر ۲۰۱۴ پورې د امريکايي ځواکونو د بشپړو وتلو په اړه شک څرګند کړ، خو که بيا هم چيرې دا ومنو چې په ريښتيا به هم تر ۲۰۱۴ پورې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، څه ګومان کوئ د دوی تر وتلو وروسته به په افغانستان
کې هغه حالت بيا تکرار نه شي چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته دلته راغلى وو؟

ملا ضعيف:
هغه وخت چې په ۱۹۸۸ کال کې په جينوا کې کومه پريکړه وشوه، په هغې کې متأسفانه افغاني مجاهدينو ګډون نه درلود، هلته يو لړ سخت دريځي هم وشوه هغه وخت د مجاهدينو د تنظيمونو يو ايتلاف وو چې مشري يې د حکمتيار صاحب په غاړه وه، هغوی سخت دريځي وکړه او د دې خبرې سخت مخالفت يې وکړ چې بايد د روسانو سره مذاکرات تر سره شي، او د يوه پروتوکول او قرارداد له لارې روسان له افغانستان څخه ووزي. کيداي شي په دې کې هم د پاکستان لاس او رول وو چې دوي يې دې ته تشويقول تر څوله خبرواو مذاکراتو سره مخالفت وکړي ځکه هغه وخت د فتحې او بري نښې وليدل شوې او دا خبره يقيني شوه چې روسان وزي، نو په جينوا کې پاکستان د افغانستان د مجاهدينو په نمايندګۍ يا د هغوی په عوض معامله وکړه او د هغه معاملې په نتيجه کې افغاني مجاهدين تش لاس پاتې شول او د جنګ نه پرته بله لار ورته پاتې نه شوه، زه فکر کوم چې که نن بيا امريکايان له افغانستان څخه له يوه قرارداد او توافق پرته وزي نو افغانستان ته به جنجالونه پريږدي.

دا اوس يې هم جنجالونه پيل کړي دي، تاسې وګورئ چې کوم خلک دوی د اربکيانو په نامه وسله وال کوي، ټول هغه کسان دي چې ډيره جنايي سابقه لري، معتادين دي اوهغوی د خلکو په عفت او عزت هيڅ صرفه نه کوي، دا اوس هم په وطنو کې خلک ترې نه په تنګ دي، دا په خپله د کورنۍ جګړې لپاره زمينه برابروي لکه روسانو چې په خپل آخري وخت کې مليشې جوړې کړې، او کورنۍ جګړې ته يې لمن ووهله، او اوس داسې ښکاري چې امريکا هم همداسې يو پروګرام جوړ کړی دی، مګر يو شی چې ماته اميدواري راکوي هغه دا ده چې په هغه وخت کې جهادي تنظيمونه ډير او مختلف وو، په ايران کې څو تنظيمه وو، په پاکستان کې اته تنظيمه وو او هغوي په يوه خوله نه وو، کله چې افغانستان ته راغلل د قدرت په سر څه مشکلات جوړ شول، خو دا ځل د مقاومت طرف زيات ندی.
قوي طرف چې دي هغه پکې طالبان دي، هغوي په خپل منځ کې متحد دي او دا حالات کيداي شي هغه طرف ته ولاړ نه شي چې د روسانو له وتلو وروسته تللي وو، خو بيا هم دا خبره ده چې بايد افغانان ډير منتبه وي، او له داسې تجربې څخه کار واخلي چې داسې بدبختي رامنځ ته نه شي چې هغه د افغانستان ستونزې او مشکلات لا نور هم زيات کړي، اوبهرنيانو ته هم دا بهانه په لاس ورشي چې افغانان په خپل منځ کې جنګيږي، او دوهم څه چې ماته اميدواري راکوي هغه دا ده چې کومې تجربې چې تير ځل تکرار شوې دي هغه زمونږ په وړاندې پرتې دي، افغانان د جنګ ليوالتيا نلري، د طالبانو د اسلامي امارت يوه بيانيه چې د اميرالمؤمنين له طرفه وه هغه ډيره واضح وه،او ډيره اميدواره کوونکې وه،دغه اعلاميه چې دشانګهای تړون د غړو هيوادونو د غونډې په اړه وه، ….په اعلاميه کې ويل شوي وو چې زمونږ د مبارزې ډګر افغانستان دی او نه غواړو نورو هيوادونو ته ولاړ شو، يعنې نه غواړو د نور چا په حقوقو تيری وکړو، او دوهم يې دا ويلي وو چې مونږ د افغانستان استقلال غواړو او د خارجيانو وتل غواړو، دريمه ماده چې هغوی ذکر کړې وه ويلې يې وو چې مونږ د افغانستان حکومت نړول نه غواړو، خو اصلاحات پکې غواړو.

په هغې کې دری ټکي ډير واضح وو: لومړی خو هغوی خپله مبارزه تر افغانستان پورې محدوده کړې وه ،په اعلاميه کې ويل شوي وو چې زمونږ د مبارزې ډګر افغانستان دی او نه غواړو نورو هيوادونو ته ولاړ شو، يعنې نه غواړو د نور چا په حقوقو تيری وکړو، او دوهم يې دا ويلي وو چې مونږ د افغانستان استقلال غواړو او د خارجيانو وتل غواړو، دريمه ماده چې هغوی ذکر کړې وه ويلې يې وو چې مونږ د افغانستان حکومت نړول نه غواړو، خو اصلاحات پکې غواړو.
يعنې په ۱۹۸۸ کال کې خبره دا سې وه چې مجاهدينو د افغانستان د هغه وخت حکومت له منځه يووړه، خواوس که داسې وشي چې حکومت له منځه لاړ نشي او اصلاحات پکې راشي بيا کيدای شي د دې جګړو مخه ونيول شي.

اصلاح ملي:
مولوي صاحب، تاسې په خپلو خبرو کې يوې موضوع ته اشاره درلوده چې امريکايي ځواکونه که له افغانستان څخه وځي بايد د يوه تړون او توافق په نتيجه کې ووزي، که مهرباني وکړئ او وواياست چې ستاسې په نظر دغه تړون او توافق بايد څه ډو ل او دکومو لوريو ترمنځ وي؟

ملا ضعيف:
زما هدف دا دی چې د افغانستان پر سر بايد بل څوک معامله ونه کړي، او افغانان خپله بايد دا کار وکړي، افغانستان کې ورانی شوی دی او تباهي شوې ده، لکه د روسانو په وخت کې چې وشوه. دروسانو په وخت کې د افغانستان ټولې زيربناوې له منځه ولاړې، اقتصاد له منځه ولاړ، زراعت يې له منځه ولاړ، حکومتي سيستم يې تباه شو، سړکونه او لويې لارې يې له منځه ولاړې، او د خلکو علمي سويه هم له منځه تللې وه، نو د روسانو د وتلو په اړه که افغانانو فيصله کړې وای، بايد پر روسانو تاوان ايښودل شوی وای، روسانو بايد د افغانستان د خلکو د وينو تاوان هم ورکړای وای، او همدارانګه د افغانستان شتمنيو ته د زيان رسيدلو تاوان هم بايد ورکړل شوی وای تر څو افغانستان رغول شوی وای. بل خواته هغه وخت د روسانو او امريکا تر منځ رقابت وو کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل نو نړيوالو هم افغانستان ته شا کړه.

او د افغانستان د خلکو ملاتړ يې پرېښود ، پداسې حال کې چې دوی بايد آباد شوي وای. او اوس هم بايد نړيواله ټولنه دا مسؤليت په غاړه واخلي چې کله امريکا له افغانستان څخه وزي، افغانستان بايد آباد شي، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان اقتصاد پر پښو دروي او که په افغانستان کې د افغانانو په خوښه اداره راځي نو هغه بايد تقويه شي، تر څو افغانستان له غربت څخه ووځي او د افغانانو له غربت څخه نور څوک استفاده ونکړي، زه فکر کوم که افغانستان په اقتصادي لحاظ ورغول شي، بيا به دلته داخلي جنګونه هم ختم شي او نور خلک به هم د دوی له خاورې څخه او له حريم څخه زه فکر کوم که افغانستان په اقتصادي لحاظ ورغول شي، بيا به دلته داخلي جنګونه هم ختم شي او نور خلک به هم د دوی له خاورې څخه او له حريم څخه استفاده ونکړي زما مطلب دا دی چې د افغانستان په اوسني حالت کې که چېرې امريکايان له افغانستان څخه وزي، دا کيدای شي د يوه قرارداد له مخې وي، او دا قرارداد بايد افغانان په خپله وکړي او نه دا چې بل څوک ورباندې معامله وکړياستفاده ونکړي زما مطلب دا دی چې د افغانستان په اوسني حالت کې که چېرې امريکايان له افغانستان څخه وزي، دا کيدای شي د يوه قرارداد له مخې وي، او دا قرارداد بايد افغانان په خپله وکړي او نه دا چې بل څوک ورباندې معامله وکړي

اصلاح رسنيز ګروپ:
مولوي صاحب د کوم تړون په هکله چې تاسې يادونه وکړه دوې پوښتنې راولاړيږي، يو دا چې آيا دا اوس په کابل کې د حاکمې ادارې او د مقاومت د ډلو تر منځ د دې ډول يوه تړون او روغې جوړې کوم چانس شته او که نه او همدارنګه د دې ډول تړون په لاسليک کولو سره به د امريکايانو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د ګاونډيانو د لاسوهنې کوم ضمانت موجود وي؟

ملاضعيف:
د توافق خيره زه تر اوسه پدې باور نلرم چې د کابل د ادارې يا طالبانو تر منځ دې داسې يو توافق شوی وي، د حزب اسلامي له طرفه زه څه نه شم ويلاي، خو د طالبانو له طرفه داسې کوم تړون يا موافقه نده شوې، ځکه طالبان پدې نظر دي چې د افغانستان اشغال د لومړيتوب حق لري يعنې لومړي بايد دا ستونزه حل شي، ترڅو چې دا ستونزه حل شوې نه وي، دوي نه غواړي کوم داخلي توافق ته ورسيږي، تر اوسه د طالبانو موقف داسې دي، دا چې وروسته به څه کيږي پدې نه پوهيږم نو د طالبانو د دې موقف په پام کې نيولو سره زه ويلاي شم چې تر اوسه داسې کوم قرارداد يا توافق نشته د حکومت او طالبانو ترمنځ.
دوهم اړخ د پوښتنې د ګاونډيانو په رابطه، دلته بايد ووايم چې ګاونډي هيوادونه د دې حق لري چې د افغانستان په اړه چې کومه فيصله کيږي هغه د دوي پر ضد نه وي، مثلا د پاکستان تشويش دا دي چې دلته هند حضور لري او اثر او نفوذ يې په افغانستان کې ډيريږي او دا د پاکستان په تاوان دی يا دا چې ايران دلته ډير نفوذ لري نو د ايران نفوذ د دوي په تاوان دی همدارنګه کيداي شي ايران او هند هم دې ته ورته تشويش ولري، د دوی دا ډول تشويشونه پر ځای دي او د دا ډول تشويشونو د ليرې کولو لپاره بايد افغانان د حل يوه لاره راپيدا کړي او افغانستان بايد د يوه بې طرفه ملک په توګه د يوه او بل لوري پر ضد و نه کاريږي ځکه دا د افغانستان حيثيت او استقلال ته تاوان کوي اما دا چې ګاونډيان د افغانستان په فيصلو کې داخل وي لکه په جينوا چې په ۱۹۸۸ کې وشوه. که دا تجربه تکرار شي دا به ډيره خطرناکه او ډيره غلطه تجربه وي او دا کار بايد هيڅ کله ونه شي، د افغانستان د سرنوشت فيصلې بايد افغانان په خپله وکړي.

اصلاح رسنيز ګروپ:
لکه چې ګورو دلته په کابل کې د سولې شورا جوړه شوه همدارنګه د ملګرو سازمان له خوا د مخالفينو د ځينو مشرانو نومونه له تور لست څخه وايستل شول، ستاسو په اند دا ډول حرکتونه تر کومه بريده کولاي شي د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي؟

ملا ضعيف:
ما وړاندې وويل چې دلته دوه مشکله دي، يو مشکل بين المللي مشکل دی او يو مشکل دلته په افغانستان کې دی لکه څرنګه چې ما مخکې وويل چې د طالبانو دريځ داسې دی چې تر څو دغه نړيواله ستونزه نه وي حل شوې چې هغه دلته د بهرنيو ځواکونو شتون دی، د دوي دپوځي اډو شتون دی او د افغانستان د اشغال موضوع ده، تر څو چې دا مسأله حل شوې نه وي نو دوی دوهم پړاو ته نه داخليږي، زه فکر کوم دلته د سولې شورا او د تور لست څخه د نومونو ايستل ښه ګام دي خو د دې توقع نه کيږي چې دا به دا ستونزې حل کړي ځکه دوی په هغه موضوعاتو خبرې نه کوي چې هغه اساسي خبرې دي، د افغانستان د اشغال موضوع او د هيواد د خپلواکۍ مسأله ده. دوی دې ته ډيره توجه نه کوي دوی بل لوري ته توجه کوي چې هغه د امريکايانو بله پروسه ده او هغې ته ادغام مجدد وايي.زه فکر کوم دلته د سولې شورا او د تور لست څخه د نومونو ايستل ښه ګام دي خو د دې توقع نه کيږي چې دا به دا ستونزې حل کړي ځکه دوی په هغه موضوعاتو خبرې نه کوي چې هغه اساسي خبرې دي، د افغانستان د اشغال موضوع او د هيواد د خپلواکۍ مسأله ده. دوی دې ته ډيره توجه نه کوي دوی بل لوري ته توجه کوي چې هغه د امريکايانو بله پروسه ده او هغې ته ادغام مجدد وايي.
دوی د سولې په نسبت د ادغام موضوع ته پاملرنه کوي، نو د سولې شورا که جوړه شوې هم ده ډيره توجه يې همدغه د ادغام مجدد پروسې ته ده، د تور لست څخه تراوسه دهغو کسانو نومونه ايستل شوي دي چې هغوی په کابل کې دي، د هغوی ځينې په پارلمان کې دي، په سنا او د سولې په کميسيون کې هم دی او کار کوي او دا کسان تر دې مخکې دلته وو، دوي يوازې د ادغام د پروسې د تشويق لپاره دا کار کړی دی مګر د هغه کسانو نومونه يې له تور لست څخه نه دي ايستلي چې د دوی په مقابل کې ولاړ دي او ورسره جنګيږي.

د سولې شورا هم تر اوسه د سولې لپاره کوم خاص کار ندي کړي اول خو دا ده چې دوی بې طرفه نه دي د حکومت يو ادرس دی او ټول غړي يې په انتصابي شکل د حکومت له خوا ټاکل شوي دي، معاشونه يې هم حکومت ورکوي بوديجه يې هم د حکومت له خوا ورکول کيږي او له دې څخه دا توقع نه شي کيداي چې دادې د يوه بې طرفه ارګان په توګه کاروکړي او د سولې لپاره دې منځګړيتوب وکړي مګر په خپل ذات کې چې حکومت يوه خوله شي او يو معين ادرس ولري دا هم ښه قدم دی، خو دوی بايد د دې لپاره يوه ښه ستراتيژي جوړه کړې وای، د افغانستان مشکلات يې څيړلې وای او د ټولو هغو پوښتنو لپاره چې له خلکو سره دي او د خلکو د ټولو غوښتنو لپاره يې بايد معقولانه لارې موندلې وای، زه فکر نه کوم چې دوی دې تر اوسه دا کار کړي وي ،دوی په خپل داخلي جوړښت باندې تر اوسه کار کوي او اختلافات هم پکې ډير دی، دوی يوه منظمه ستراتيژي نه لري چې سړی توقع ورنه وکړي ځکه خو زه ورته ډير اميدواره نه يم، خو که د دې په ضمن کې يو بل کار وشي او امکان ولري او هغه دا چې دا شورا دسولې اوخبرواترو لپاره د حکومت د يوه ادرس په توګه ومنو چې دا يو ضرورت وو، اوس بايد بين المللي ټولنه هم چې دلته ده هغوی هم بايد داسې يو ادرس مشخص کړي ځکه دوی هم په يوه خوله نه دي امريکايان يو څه وايي، انګريزان بل څه وايي کاناډايان بل څه وايي جرمنيان او فرانسويان بل څه وايي ،نو هغوي هم بايد داسي يو آدرس ولري چي دسولي آوازهم پورته کړي اومعينه پاليسي هم ورسره وي ، او که دا هم جوړ شي نو بيا د طالبانو لپاره هم همداسې يو آدرس په کار دی او د حکمتيار لپاره هم همداسې يو آدرس.

ترڅو هغوی هم په آزاده توګه خپل استازي او نمايندګان ولري ، خپله ستراتيژي ولري او له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي، نو که چيرې دغه ډول درې سره ادرسونه جوړ شي بيا کيداب شي داسې منځګړي خلک پيدا شي يا يو منځګړب ملک پيدا شي چې د سولې لپاره خپل رول و لوبوي. ډير ملکونه شته چې په دې ډول خبرو کې د منځګړيتوب هيله من دي مګر يوازې دا چې يو څو کسان په کابل کې وي د سولې شورا په نامه زه فکر کوم چې پيسې به هم ضايع شي او وخت به هم ضايع شي او څه ګټه به هم ونه کړي.

اصلاح رسنيز ګروپ:
تاسو وويل چې د خاصو شرايطو تر تياريدو وروسته کيداي شي ځينې هيوادونه حاضر شي چې د افغانستان په لانجه کې منځګړيتوب وکړي څه فکر کوﺉ کيداي شي دا هيوادونه ګاونډيان وي که نه؟

ملا ضعيف:
ګاونډيان په هيڅ صورت نه شي کولاي، دا بايد بې طرفه هيوادونه وي د ګاونډيانو ستونزه دا ده چې که ايران پدې کې دخالت کوي نو پاکستان حساسيت ښکاروي ، که هند مداخله کوي پاکستان حساسيت ښکاروي، نو ښه به دا وي چې دوی د افغانستان د سرنوشت په اړه له فيصلو څخه مطمين شي چې په افغانستان کې به داسې سوله نه راځي چې د دوی په ضد وي او يا دا چې يو ګاونډي ته ترجيح ورکول کيږي چې د بل ګاونډي پر ضد د افغانستان خاوره استعمال کړي د دوی د تشويشونو د لرې کولو لپاره بايد يوه ستراتيژي جوړه شي او کار پرې وشي او ګاونډيانو ته بايد اطمينان ورکړل شي، خو د دوی منځګړيتوب خطرناکه دی او ګومان نه کوم چې ګټه دې وکوي.

اصلاح رسنيز ګروپ:
پدې وروستيو کې د ُبن د دوهم کنفرانس د جوړيدو خبرې ګرمې دي او د دې کنفرانس په اړه د کابل د حکومت او امريکايي چارواکو تر منځ يو شمير اختلافات هم تر سترګو کيږي، ستاسو په نظر دا ډول غونډې کولاي شي د افغانستان د بحران په اړه مرسته وکړي؟

ملا ضعيف:
د بن لومړۍ غونډه چې کله په ۲۰۰۱ کې جوړه شوه ډيره ناکامه وه،هغه يوه ناکامه پروسه وه او د هغې فيصلې د افغانستان لپاره د زهرو مانا درلوده افغانستان چې تر اوسه په اور کې سوځي د همدغې فيصلو په اساس ده، هلته يو څو کسان دعوت شوي وو ځينو ته پيسې ورکړل شوې وې ځينو ته د قدرت تمه او د امريکا تر فشار لاندې دوی فيصلې وکړې چې دا فيصلې د افغانستان په ګټه نه وي، نو زه ويلاي شم چې دا دوهم کنفرانس چې بيا په بُن کې جوړيږي دا که هماغه لومړي و زه ويلاي شم چې دا دوهم کنفرانس چې بيا په بُن کې جوړيږي دا که هماغه لومړي کنفرانس ته ورته وي او فيصلې يې د خارجيانو په لاس وي نو دا به د افغانستان د جګړې د اوږدوالي په معني وي، په هر صورت زه ورته هيله من نه يم. که امريکا ووايي او که ونه وايي زه فکر نه کوم چې طالبان پکې ګډون وکړي طالبان تر اوسه ورک دي او په داسې يوه پوزيشن کې نه دي چې بُن ته ولاړ شي او په دې ډول يوه کنفرانس کې ګډون وکړي.کنفرانس ته ورته وي او فيصلې يې د خارجيانو په لاس وي نو دا به د افغانستان د جګړې د اوږدوالي په معني وي، په هر صورت زه ورته هيله من نه يم. که امريکا ووايي او که ونه وايي زه فکر نه کوم چې طالبان پکې ګډون وکړي طالبان تر اوسه ورک دي او په داسې يوه پوزيشن کې نه دي چې بُن ته ولاړ شي او په دې ډول يوه کنفرانس کې ګډون وکړي.
د بن د لومړي کنفرانس يوه لويه غلطي دا وه چې په هغې باندې ټولو لورو اعتراف هم وکړ هغه په غونډه کې د طالبانو نه ګډون وو نو اوس چې امريکا بيا ټينګار کوي چې د بُن په دوهم کنفرانس کې به طالبانو ته ګډون ورنه کړي نو دا بيا د هماغه ناکامې پروسې تکرار دي زه فکر کوم چې د افغانانو لپاره به ښه وي چې ټول افغانان دې د کابل د حکومت په ګډون بايد د داسې يوې پروسې سره بايکاټ وکړي، که هلته په افغانانو فيصله هم کيږي په زور او فشار سره وي د دوي په رايه او خوښه به نه کيږي، د افغانستان خلک که واقعا افغانان وي او د افغانستان غم ورسره وي، د افغانستان د خاورې غم ورسره وي، د سرنوشت غم ورسره وي دوي بايد د بل د ګټو لپاره فيصلې ونکړي او نه د امريکايانو يا نورو خلکو لپاره استعمال شي، دوى بايد سولې ته زمينه او لاره برابره کړې ، مګر له بلې لارې، نه دا چې هلته د بن په کنفرانس کې ددوى په شتون کې داسې فيصلې وشي چې هغه بيا د افغانستان مشکل لس کاله نور هم اوږد کړي.

اصلاح رسنيز ګروپ:
په دې وروستيو کې د امريکا د دايمي پوځي اډو د جوړولو خبره هم ګرمه ده په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت وايي چې امريکاپوځي اډې غواړي، په خپله امريکايي چارواکي وايي چې دوي له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو يو تړون لاسليکول غواړي ستاسو په نظر د دواړو اړخونو د نظر تضاد ولې رامنځ ته شوي او ريښتيا څه دي؟

ملا ضعيف:
په تير جون کې يوه سروې تر سره شوې وه، زما په ګومان دغه سروې UNDP کړې وه، يو څه کسان يې کرزي صاحب ته راوستلي وو او کرزي صاحب ورسره خبرې کولې له هر ولايت څخه يې څو داسې کسان راوستلي وو چې د دوی په خيال نه د طالبانو سره وو او نه د حکومت سره، د هغوی څخه افغانان د دې مخالف دي چې دلته دې امريکايې اډې جوړې شي يعنې په سلو کې نوي افغانان له اډو سره مخالف دي، نو ځکه دوي پريکړه وکړه او د اډو نوم يې په ستراتيژيک تړون بدل کړ، يو بل مخ يې ورکړ چې ټرينينګونه به وي او افغاني عسکر به روزي، د تروريستانو سره به د جګړې لپاره دفاعي سنګر وي چې په حقيقت کې دا هماغه پوځي اډې دي، ټول هماغه شيان دي يوازې نوم يې ورته واړاوه. امريکا نه غواړي د افغانستان څخه د شکست په نامه ووځي، غواړي چې د موفقيت او برياليتوب په نامه له افغانستان څخه ووځي، د دوي د کاميابۍ لپاره به يوه پلمه دا وي چې دوي دلته اډې ولري که څه هم په افغانستان کې به جنګ روان وي،داسې سروې شوې وې چې امريکايان دلته اډې غواړي، امريکايان زمونږ په ګټه دي، که امريکايان نه وي دلته به ګاونډيان مونږ وخوري، لکه افغانستان چې بيخي دا ۵۰۰۰ کلن تاريخ نه درلود او يوازې دا لس کلن تاريخ لري، نو هلته د خلکو عکس العمل منفي وو او کومه رايه چې ده غوښته چې هغه بايد مثبته واي هلته خلکو ورته منفي ځواب ورکړ او د دې سروې په نتيجه کې څرګنده شوې وه چې افغانان د دې مخالف دي چې دلته دې امريکايې اډې جوړې شي يعنې په سلو کې نوي افغانان له اډو سره مخالف دي، نو ځکه دوي پريکړه وکړه او د اډو نوم يې په ستراتيژيک تړون بدل کړ، يو بل مخ يې ورکړ چې ټرينينګونه به وي او افغاني عسکر به روزي، د تروريستانو سره به د جګړې لپاره دفاعي سنګر وي چې په حقيقت کې دا هماغه پوځي اډې دي، ټول هماغه شيان دي يوازې نوم يې ورته واړاوه. امريکا نه غواړي د افغانستان څخه د شکست په نامه ووځي، غواړي چې د موفقيت او برياليتوب په نامه له افغانستان څخه ووځي، د دوي د کاميابۍ لپاره به يوه پلمه دا وي چې دوي دلته اډې ولري که څه هم په افغانستان کې به جنګ روان وي، خو دوي به دلته خپل عسکرکم کړي، خپل جنګي مصارف به کم کړي او په بدل کې به يې د قومي اربکيو په نامه يو شمير اجير افغانان مزدوران کړي او هغه به د خپلو اهدافو لپاره وجنګوي، او همدارنګه دلته ځايي پوليس او اردو تقويه کړي هغوي وجنګوي او دوي تر خپلو اډو پورې محدود شي او که وژل کيږي هم افغانان به وي او که کورونه نړيږي هم د افغانانو به وي دوي به يواځې هوايي بمبارد کوي، طيارې به وي، نور به دوي نه خوږيږي او مصارف به يې هم راکم شي. دا د دوی يوه ستراتيژي ده، خو دا د افغانستان لپاره د زهرو يو جام دی ،په افغانستان کې د يوه وسلوال بهرني عسکر شتون له لکونو سره يو شان دی او هيڅ توپير نه لري. اشغال د يوې ورځې لپاره او د عمر لپاره يو شي دی او حضور د عسکرو د يوه او يو لکو يو شان دي.
په افغانستان کې دامريکا پوځي حضور دلته د دايمي مشکل په معنى دى، ماچې په ډېرو کنفرانسونو کې ګډون وکړ هلته مې دامريکايي اډو سره دګاونډيو هېوادو حساسيتونه وليدل، همدا اوس روسيه په افغانستان کې دامريکا د نقش په اړه تشويش لري، چين تشويش لري،ايران د دا ډول اډو جوړښت دخپل ځان پرضد ګڼي او پاکستان دا اډې دخپلو اتومي وسلو پرضد ګڼي ، حتى هند پدې اړه اندېښنه لري.
دلته به د امريکا د موجوديت په وړاندې ، دغه هېوادونه غلې کښېنني ، دوى به دافغانستان په چاروکې مداخله جاري ساتي او مشکلات اوستونزې به نورې هم ډېرې شي.
زه فکر کوم چې امريکا غواړي دلته حضور ولري، ځکه دلته اقتصادى سرچينې هم شته او اټکل شوى دى چې ١٨ کاله وروسته به دخليج د نفتو اخراجات يوازې ددوى لپاره کفايت وکړي او صادرات به نشي ترې کولاى ، نو دوى به خوامخوا د مينځنۍ اسيا د زېرمو خواته مراجعه کوي، او دا جګړه له اوله دهمدې لپاره دلته راوړل شوې ده، ما په خپل کتاب کې هم ليکلي دي چې کله مونږ د طالبانو په وخت کې دترکمنستان څخه د ګازو دلېږدولو لپاره يوقرارداد لاسليک کړاوهغه د برېډاس کمپنۍ سره لاسليک شو او يونيکال دغه تړون تر لاسه نکړاى شو، نو په هماغه ورځ دطالبانو پرحکومت بنديزونه پيل شول او له طالبانو سره مخالفت پيل شو، او له يونيکال کمپنۍ سره چې قرارداد لاسليک نشو، چې هغه وخت کرزى صاحب هم د يونيکال کمپنۍ دنماينده په توګه دلته تاويده را تاوېده، هماغه ستونزې طالبان له مينځه يوړل او ترننه پورې همدا لانجه را روانه ده. کله مونږ د طالبانو په وخت کې دترکمنستان څخه د ګازو دلېږدولو لپاره يوقرارداد لاسليک کړاوهغه د برېډاس کمپنۍ سره لاسليک شو او يونيکال دغه تړون تر لاسه نکړاى شو، نو په هماغه ورځ دطالبانو پرحکومت بنديزونه پيل شول او له طالبانو سره مخالفت پيل شو، او له يونيکال کمپنۍ سره چې قرارداد لاسليک نشو، چې هغه وخت کرزى صاحب هم د يونيکال کمپنۍ دنماينده په توګه دلته تاويده را تاوېده، هماغه ستونزې طالبان له مينځه يوړل او ترننه پورې همدا لانجه را روانه ده.
پرته له شکه اقتصاد په ننۍ نړۍ کې مهم رول لري، او امريکا هم غواړي دلته خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي، او هيله يې داده چې د راتلونکو پنځوسويا سلو کلونو لپاره دلته ددې سيمې اقتصادي کنترول په خپل لاس کې ولري، خو زه فکر کوم چې دا ناکامه پروسه ده او دوى به پدې کې نه کاميابېږي،ښه به داوي چې په افغانستان کې هم چې څوک دې پروسې ته کار کوي، امريکايانو ته زمينه برابروي اوجرګې ورته راغواړي ، هغوى هم لدې کار څخه لاس واخلي، او دا ډول جرګې ورته را ونه غواړي.
په اوسني افغانستان کې هېځ څوک نشي کولاى دافغانانو استازي توب وکړي، نه دکابل حکومت، نه ټلواله، نه حزب اسلامي او نه هم طالبان،هېڅ څوک دخلکو نماينده گان ندي، خلک په مجموع کې ساکت ناست دي،اوسنۍ اداره چې دامريکا د نظامي قوت په ملاتړ راغلې ده، دوى هم بايد ځان ته دا حق ورنکړي چې څان دخلکو نماينده گان وگڼي او د افغانستان د راتلونکو پنځوس يا سلو کالو فيصلې وکړي. دوى بايد دسولې لپاره زمينه برابره کړي، اوخپلې ورځنيزې چارې پرمخ بوزي، ښه به داوي چې دوى پرهغه چارو چې ددوى اړوند دي او دهمدې اوس وخت لپاره دي، کار وکړي او دسولې لپاره زمينه برابره کړي.
تراوسه ددوى خپل سرنوشت اوهويت ترسوال لاندې دى چې دوى څوک دي؟ افغانستان مستقل دى اوکه نه؟افغانستان اشغال دى اوکه نه؟ پداسې يوه حالت کې دوى را ولاړېږي اودافغانستان د پنځوس يا سلو کالو راتلونکي په اړه فيصله کوي ، فکر کوم دا عاقلانه لاره نده، اودا کار بايد ونکړي. همدا رنګه امريکايان هم بايد دافغانستان له مظلوميت څخه استفاده ونکړي او پداسې خلکوباندې چې هغه د افغانستان دخلکو استازي ندي، په زوريا دپيسو او قدرت د طمعې په ورکولو سره فيصله ونکړي چې هغه دافغانستان سرنوشت په اور کې اچوي.

اصلاح رسنيز ګروپ :
که چېرې دافغانستان اوسنى حکومت له امريکا سره دپوځي اډوپه ورکړه کې يوه توافق ته رسېږې، ستاسې په نظر به دسيمې او ګاونډ هېوادونه پدې اړه څه ډول عکس العمل ښکاره کړي؟

ملا ضعيف:
طبعا د هغوى عکس العمل به منفي وي، او په افغانستان کې به ستونزې اومشکلات نورهم ډېر شي، دا اوس چې څه مشکلات روان دي دا به څو چنده نورهم ډېرېږي. روسيه اوچين به هم مداخله کوي.
زما يقين دادى چې روسان به پوځي مداخله کوي اودلته به وسله را ولېږي، همدا رنگه چين به مداخله کوي، همدارنګه ايران به دلته پوره مداخله کوي، او دا ځمکه د افغانستان به امريکايانو سور اور ګرځي،دا فيصله که هرچا وکړه دا به د حماقت فيصله وي، که دا حکومت وکړه اوکه هرچا وکړه ، دا به دافغانستان سرنوشت په اورکې واچوي او دا ډول يوه فيصله به قانوني حيثيت هم ونه لري.
ځکه هره فيصله پداسې مواردو کې که حکومت هغې ته زمينه برابره کړې وې يا يو څو کسان دجرګې په نامه دهغې لپاره کارکوي، دا غير قانوني ده، دا قانوني حيثيت نلري، ځکه دافغانستان شرايط اوس داسې ندي چې دلته دې اوس قانوني چلند وشي، دافغانستان مطلق اکثريت په مخالفت کې دي او هغوى نه پوښتل کېږي، دلته يو څوکسان ناست دي فيصلې کوې او دهغوى فيصله دملت فيصله نده، ملت ددې ډول فيصلو ملاتړ نه کوي، ځکه دا فيصله به دملت پرضد وي او ستونزې به جوړوي.
طبعاً پدې اړه به دگاونډيانو عکس العمل ډېرسخت وي اوالله دې ونکړي چې دا ډول يوه فيصله وشي، الله دې هغه کسانو ته هدايت وکړي چې دا ډول يو فکر لري، تر څو له خپل دا ډول فکر څخه واوړي او داسې يو تاريخي بدنامي څان ته ونه ګتي چې دراتلونکو پنځوسويا سلو کلونولپاره ته د غلامۍ زنځيردافغانستان غاړې ته واچوي.

اصلاح رسنيز ګروپ :
د وروستۍ پوښتنې په توګه که مهرباني وکړئ وواياست چې د افغانستان د راتلونکې په اړه ستاسې ليد لورى څه دى؟ اوددې هېواد د کړکېچ ديوې سوله ييزې حل لارې لپاره ستاسو مشخص وړانديز څه دى ؟

ملا ضعيف:
زه فکر کوم چې افغانان ددې پرځاى چې امريکايانو يا بهرنيانو ته دعوت ورکړی، ښه به داوي چې دا تحمل له خپلو وروڼو سره وکړي ، له طالبانو سره کښېنې ، له حکمتيار سره کښېنې ، څه تنزلات ومني، له ترحم څخه کار واخلي ، افغانان يو موټى شي، دخارجي استعمار او خارجي هدفونو په مقابل کې ودرېږي.
زه فکر کوم هغه کسان چې دامريکا په مټو قدرت ته رسېدلي دي، دا يوه تاريخي بدنامي ده ، ددوى لپاره، داکوم خدمت ندى، او نه دا کوم تاريخي وياړ دى چې دوى ګټلى ، دوى دې فکر وکړي چې ددوى تر مرګ وروسته به ددوى نوم په څه ډول يادېږي؟کېداى شي دوى اوس يوڅه پيسې وګټي، خو کېداى شي چې سبا همدا امريکا ددوى پيسې اوسرمايه کنګل کړي، او پردې سربېره به دوى دغدارانو په ليست کې هم راشي او دا سرمايه به هم ورنه پاتې نشي، ښه به داوي چې زه فکر کوم هغه کسان چې دامريکا په مټو قدرت ته رسېدلي دي، دا يوه تاريخي بدنامي ده ، ددوى لپاره، داکوم خدمت ندى، او نه دا کوم تاريخي وياړ دى چې دوى ګټلى ، دوى دې فکر وکړي چې ددوى تر مرګ وروسته به ددوى نوم په څه ډول يادېږي؟کېداى شي دوى اوس يوڅه پيسې وګټي، خو کېداى شي چې سبا همدا امريکا ددوى پيسې اوسرمايه کنګل کړي، او پردې سربېره به دوى دغدارانو په ليست کې هم راشي او دا سرمايه به هم ورنه پاتې نشي، لداسې کړنو ډډه وشي، او ديوه اتفاق او اتحاد لپاره او دسولې لپاره حکومت هم دا کار وکړي ، دسولې شورا هم داکار وکړي اونور دخېل لوري هم دې خبرې ته پاملرنه وکړي،ځکه سوله په افغانستان کې د ټولو په ګټه ده، کېداى شي ځيني کسان په افغانستان کې دسولې پرخلاف هم وي، خو دا سوله د همدغه کسانو په ګټه هم ده، نو که په افغانستان کې داسې يوه لاره پيداشي چې افغانان په خپله يوبل سره تحمل کړي او ځانونه سره نژدې کړې، امريکا او نورو بهرنيانو ته دا زمينه برابره نکړي چې دلته خپل شوم اهداف پلي کړي،زه فکر کوم چې دا به په افغانستان کې دسولې اوثبات يوازېنۍ لاره وي.
په امريکا هم بايد فشار راوړل شي او زه اميد واره يم چې اوس ددې زمينه برابره شوې ده، ځکه که څه هم امريکا اوس اډې غواړي يا د برياوو دعوه لري خوعملاً په خپل ولس کې له ستونزو سره مخ ده، خلک يې بيکاره دي ، فابريکې يې فلج شوې، اقتصاد يې ويجاړ شوى ، په زرګونو ميليارده ډالره له خلکو پوروړې دي، نو دوى هم په سخت حالت کې دي، دوى هم بايد فکر وکړي او افغانان هم بايد فکر وکړي، او افغانان بايد خپله آينده اوخپل تېرتاريخ وګوري، دنفاق پرځاى دې داتحاد لورې ته ولاړ شي، کېداى شي دوى په قدرت کې پاتې نشي، مګر دوى بايد دې ته زمينه برابره کړې چې په افغانستان کې سوله راشي. داسې يوکار ونکړي چې هغه دافغانستان دبربادى لپاره لار هواره کړي.
زه د افغانستان آينده ښه وينم،افغانان اوس پوى شوې دي، خلکو تجربې پيدا کړې دي، امريکايان دلته نه پاتې کېږي ، دوى چې هر څومره ووايي او هرڅومره وغواړي دا سیمه دې ته تياره نده چې دوى دلته ومني. دوى به خوامخوا لدې ځاى څخه وزي، او په افغانستان کې به ان شاء الله سوله راځي،او خداى دې وکړې چې داسې يوه لاره پيدا شي چې هغه دسولې اوثبات لپاره لاره هواره کړي.
پاى

http://eslahonline.net/26484

اصلاح انلاین څخه په مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more