نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فداېۍ واۍ:ذه ولاړم، خوداواوره!!
Mujahid Islam/مجاهد
24.08.2011
ډېرې ورځې مې دخپلې موخې دترسره کولو په پار په دې ښارکې تېرې کړې اوډېرڅه مې دښارله خلکو واورېدل ، زه چې خپل هدف ته په کوم شوق اوتلوسه بوخت وم په خلکو کې یې بل ډول تأثر ؤ . ډېرو زما عمل داستشهاد له مقصوده وېستلی اودانتحار په پوله درولی و، زما غزایې زما جرم او زما شهادت یې زما ضیاع بلله ، زما خوښه لاریې زماله اختیاره بهربلله او ویل به یې چې ددوی له عمله په غیرشعوري توګه ګټه نور څوک پورته کوي اودوی په دې دترحم وړ دي چې دخپل عمل له پایلې ناخبر دي ، داقتصاد په دې روانه جګړه کې خدایزده چې دکوم څه قرباني دي .
زه اورم اودوی بحثونه کوي وايي : داجګړه دایډیا اوعقیدې جګړه نه، بلکې دمادي ګټو جګړه ده چې مونږه افغانان یې قرباني یو ، دوی دانه مني چې دپردیو عسکردې افغانستان ته دجګړې لپاره له کلیساراوتلی وي او په دې جګړه کې دې کلیسا کوم رول ولري، دوی سره له دې چې دحق اودباطل روانه معرکه اقتصادي جګړه بولي، خوبیاهم په افغانستان حمله اوچپاو دافغانستان اشغال نه ګڼي اودیرغلګرو چوپړ اوهمکاری هم ددې شعار ترڅنګ ترسره کوي چې دهيواد ارضی تمامیت، ملي خپلواکي، سوله اوثبات یې لومړنی هدف دی !؟
دوی سره له دې چې په ملی عنعناتو ننګه اودپلرونو په تاریخ ویاړ ، افغانیت بولي ، خوزماپرجامه خنداکوي اودپلرونو تګلاره مې سمه نه بولي .
دا، تنها هغه خلک نه وايي چې په رامنځته کړای شوې کاواکه اداره پورې تړاو نه لري ، بلکې هغوی هم همدا استدلال کوي اوپه دې نظردي چې زمونږتمویل دخپلوغرضونو لپاره دی اوپه سمه معنی زمونږ په نه مرسته کې نور هم ډېرڅه شته! اوداچې داشغال پایلې اوبرېښنده نیمګړې، نمایشي ځلونې اوبیارغونه نړیوالې اقتصادي ګټې ګڼي ، خوبیاهم دطالب مبارزه پردۍ اودسولې، خپلواکۍ اوثبات تررنګینو نومونولاندې نوروته چوپړ پردی نه بولي !؟؟
نوڅرګنده شوه چې زما د دوو دښمنانو ( بهرنیویرغلګرواوکورنیوتالي څټو ) هدف یودی : هاغه یو قطع نظرله دې چې صلیبي حقد راولاړ کړی º دنړۍ په ذخایرو خېټه اچوي او دابل ورکېدونکومادیاتو مجبورکړی چې له خپلو ټولو معنویاتو تېرشي ، قطع نظرله دې چې دهیوادذخایر اومعدنونه یو وار هغوی ته په لاس ورشي بیابه یې دوی ته ولې ورکوي ؟!
داقضاوت به نوروته پرېږدو اوهغوی به پرېکړه وکړي چې داسلام دریښتینولۍ اودهیواد له خپلواکۍ اوس څوک استازيتوب کوي ؟؟!!!
زه هم ستاپه څېر بشریم نفس لرم، ځواني لرم، هوس لرم، زندګي لرم. .....
زه هم دآرامو بسترونو له خوبونو اوله عیش اوعشرتونو خوند اخیستی شم . .....
زما زړه به هم داخوښه کړي چې دنړۍ په ښکلو ښارونو اومشهورو پارکونواوهوټلونو کې عیاشۍ اومنظرې وکړم . .....
زما زړه هم دځوانۍ په دغه عمرکې فطري مینه اودښکلا څړیکې دردولی شي . .....
ماهم په دنیا داسې څوک لرل چې یواځې زه یې دآرمانونو اوتاندو هیلو اسره وم . .....
ماته هم ددنیاډېرې آسانتیاوې په برخه وې هاغه چې تايې په ترلاسه کولوکې دسم اوناسم ، حق اوباطل توپیر له لاسه ورکړی .....
ښه نو ! څه شي مجبورکړم چې داهرڅه هېرکړم اوځان په سره اور لولپه کړم ؟؟
ولې ددنیا شته ټول پرېږدم ؟!
کوم مادیات دي چې دمرګ په بدله کې یې خوښوم ؟!
زما اوستا دمکتب اوفکر ترمنځ څومره واټن دی .... دپورته ټولو پوښتنو ځواب هم درسره نشته له دې پرته
چې
داراسره ومنې :
زه ایمان راپارولی یم اوتا له ایمانه لاس مینځلي
larghonay laraway
25.08.2011
السلام عليکم يا اهل القبور!
زه دې پېرۍ کې شک ګڼم او ته راته مريدان نيسې!
زه وايم ځان چاودي هډو شته نه او هسې د بهرنيانو اوازې او ډنډورې دي او ته اښتنې او پوښتنې مطرح کوې!
زه هم انسان يم، فکر لرم، فکر کوم او نتيجه يې اخلم!
ماکمونيستي تاړاکونه ليدلي او حس کړي ، حتی چې د هغه وخت د حق د لارې د سپېڅليو شهيدانو د وينو ښکلي عطرونه مې اوس هم دماغ روښانوي،
زه د حق د لارې ډېر شهيدان پېژنم، ملګري مې وو، ټولګيوال مې وو، کليوال مې وو، وروڼه او خپلوان مې وو، تربرونه مې وو، سيمه وال او وطنوال مې وو. اوس هم د هغو شهيدانو په ياد سره د هغوی د کورنيو، بچيانو او تورسرو سترګې ډنډشي او مرۍ يې مرۍ مرۍ شي!
د هغوی ياد دې تل او روح دې يې ښاد وي
خو؛
ای د ځانچاودو پاروونکيه! دا ارمان په له ځان سره ګور ته يوسې چې يو انسان دې ځان وچوي! دا هسې د بهرنيانو ډنډوره ده چې کله ناکله د دوی په کارټينرونو کې ځانچاودي واسکټونه هم رابرسېره شي! په دې خلک تېرباسي! اوسنۍ حملې د پرمختللې ټکنالوجۍ پر مټ روانې دي! ځانچاودنه په کې هيڅ نشته!
کنه نو!
ای د ځانچونې ليواله!
راځه ! دا ګز او دا ميدان ته د يو داسې وژل شوي انسان نوم،سيمه، کلی، کور او کورنۍ راوښيه چې هغه ځان چولی وي!
ای ځان غولوونکيه!
قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو مصنوعي ويندويان دي، دوی دوه اشخاص نه بلکې دوه کرکټرونه دي چې بهرنيانو همدارول ورکړی دی، دوی تل د هغوی په ګټه حملو او انفجارونو پړه پر غاړه اخلي، دوی د اشغالګرې ستراتېژۍ جزء دي!
خودا چې زه او ته به کله پوهېږو؟ نو والله اعلم!
د ځانچونې تماشګره!
ستا د ليکنې لومړی پراګراف بېخي سم دی او په رښتيا چې :
(.... ډېرو زما عمل داستشهاد له مقصوده وېستلی اودانتحار په پوله درولی و، زما غزایې زما جرم او زما شهادت یې زما ضیاع بلله ، زما خوښه لاریې زماله اختیاره بهربلله او ویل به یې چې ددوی له عمله په غیرشعوري توګه ګټه نور څوک پورته کوي اودوی په دې دترحم وړ دي چې دخپل عمل له پایلې ناخبر دي ، داقتصاد په دې روانه جګړه کې خدایزده چې دکوم څه قرباني دي .)
د نورو د ځانچونې په مينه کې ړوند، کوڼ او ګونګيه!
په تاباندې بهرنيو ډالرو او د پاکستان دالو دومره سترګې پټې کړي چې له پردي اشغاله د خاورې د خلاصون شعارونه وايې خو د دې خاورې په مظلومو، غريبو او بې وسه بچيانو دې د زده کړې دروازې تړلي چې په راتلونکې کې يې په طبيعي ډول د اشغال غېږې ته واچوې!؟
ته اوس فکر وکړه چې دا د نورو د هدف لپاره قرباني نه يې نو د څه شي لپاره ځانچاودنه غوره ګڼې؟
ومن يعمل مثقال ذرة خيرا يره، ومن يعمل مثقال ذرة شرا يره