د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حضرت ابوالمعاني ملا فضل احمد معنوي او د ټاکنو نور کرام الکاتبين

Naeem sadat
23.08.2011

السلام علیکم

د ختیځ په ویبپاڼه کی می د
عبدالشکور احمدزى دا مطلب ولوست او دلته می را کاپی کړ ، چی لوستونکی یی ولولی او خپل نظر هم ورکړی

له هغې ورځې چې د يو شمېر جنګسالارانو او تنظيمسالارانو له خوا فضل احمد معنوي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رئيس په توګه انتصاب شو او بيا يې ترڅنګ ورته د عبدالله احمدزي په شان يو ضعيف النفسه شخص د دارالانشاء د رئيس په توګه وټاکه، نو له همغې ورځې د عادلانه انتخاباتو جنازه بار شوه. د انتخاباتو د کميسيون نور شپږ غړي هم داسې اشخاص دي چې د بې کفايتۍ اوږده سابقه لري او ځينې يې په قومي تعصب هم ککړ دي. ښه به وي چې د فساد او بې کفايتۍ دې عجيب ترکيب ته لږ تم شو.

١- جنرال ايوب اصيل: جنرال اصيل د کميسيون مرستيال او دا درې دورې د قانون خلاف د کميسيون غړى دى. د ولسمشر کرزي يوه غټه خاصه دا ده چې بې کفايته اشخاص يې ډېر خوښېږي، په تېره بيا دا ډول بې کفايته کسان اکثره د پښتنو له منځه، د پښتنو په استازۍ غوره کوي. اصيل صيب په څلورويشت ساعتونو کې په دې سپين ږيري ځان لږ تر لږه شل ساعته نشه وي، د امريکا متحده ايالتونو ګرين کارت لري، هر سهار چې دفتر ته ځي، نو لومړى د معنوي صيب لاسونه مچوي او چې ترې راوځي هم يو ځل يې د تبرک لپاره لاسونه ښکلوي. که د پښتنو په تاريخ کې لس بې غيرته او بې کفايته کسان تېر شوي وي، نو يو يې هم شايد جنرال اصيل وي. د (اصيل) تخلص دلته کاملاً معکوسه مانا ورکوي.له اصيل څخه که همدا اوس څوک د انتخاباتو او يا هم اساسي قانون په باب پوښتنه وکړي، نو پوره باور دى چې دا دواړه قوانين يې هېڅ لوستي نه دي او نه يې پرې سر خلاص دى. معنوي د اصيل د کم اصلۍ مجبوريتونه ټول درک کړي دي . د اصيل يو مجبوريت دا دى چې وخت پر وخت بايد امريکا ته لاړ شي او بهرني سفرونه وکړي، ددې مجبوريت په رفع کولو کې نو معنوي صيب پر ده ډېر شفقت کوي، په بدل کې يې نو اصيل صيب معنوي ته دوه لاسي سلامي وي او هر څه چې معنوي غواړي دى يې، له لوستلو پرته امضا کوي.

٢- مستوره ستانيکزۍ: پښتنو کې کله کله ښځې ته د عوامو په اصطلاح (عاجزه) وايي، مستوره رښتيا هم (عاجزه) ده، په تېره بيا د معنوي پر وړاندې، سهار يو ځل حتمي د معنوي زيارت ته ورځي، د کميسيون يو بل بې کفايته غړي، د مستورې د کم ظرفۍ او معنوي ته د هغې د بوټ پاکۍ په باب داسې يوه کيسه وکړه چې قلم او کاغذ يې په ليکلو شرمېږي. مستوره هم تر اصيله په غوړه مالۍ او بې کفايتۍ کې کمه نه ده. دردونکې خبره خو داده چې د کميسيون په اوو تنو کې د پښتنو په استازۍ همدا دوه توريالي(!) ناست دي چې د تورې شرنګهار يې ټول انتخابات وشرمول. دا دواړه چې سره يوځاى کړې د يوه مکمل شخص څلورمه برخه هم نه کېږي.

٣- مومنه ياري: د کميسيون بله غړې ده چې دې هم دلته د عيش و نوش دوه دورې تېرې کړي دي. د مومنې ياري بېډۍ خو ځکه ميره ده چې په خټه هزاره ده. هزاره او پنجشېريان خو د کرزي صيب په بلواکه واکمنۍ کې د (صحابه کرامو) حيثيت لري چې له هر ډول انتقاد او ګناه څخه پاک دي. مومنې ياري د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو پرمهال د دارالانشا له رئيس، ښاغلي داود نجفي سره هملته په کميسيون کې د يارۍ تار وځغلوه او د خپلې ګناه پېټى يې سپک کړ. نجفي هم د دويمې ارتينې په توګه هغه د خپل ناز پر اوږو کېنوله او تر شرعي نکاح يا صيغې وروسته يې امريکا ته د ماه عسل لپاره بوتله. د مومنې د بخت کوتره خو ځکه تر ټولو لوړ الوت کوي چې پلار (سليمان ياري) ته يې ولسمشر (تره) ويلي او ډېر يې نازوي، ولسمشر کرزى که هر څومره (يارى) نازوي، خو هغه ورته همغومره په شخصي غونډو او ناستو کې سپکې سپورې کوي، د کرزي په فرمان په مشرانو جرګه کې ناست دى او نور اولادونه يې د افغانستان په سفارتونو کې د دندو تکليف(!) ګالي. په تېرو پارلماني ټاکنو کې مومنې ياري پر معنوي صيب باندې داسې يو ناز وکړ چې هغه هم ورته د رد ځواب ور نه کړاى شو. مومنې ياري وويل: (( تر څو چې د غزني انتخابات ونه منل شي زه د نورو ولايتونو د انتخاباتو نتيجه نه امضا کوم...)) معنوي چې د تاجکانو لپاره غوړه مړۍ تېره کړې وه، د مومنې ناز يې په ملايي کرشمو قبول کړ او د غزني اتيا فيصده پښتانه يې د هغې تر يوې کرشمې قربان کړل. جنرال کم اصل او مستورې بي بي دواړو د معنوي له وهمه ځان په خوب واچوه.

مومنې د کابل او هرات سهم کې هم له معنوي سره متناسب هزارګى (وند) واخيست، خو معنوي بيا ترې په بغلان او بلخ کې د پښتنو په حذف سره خپله لوړتيا وساتله.

٤- عبدالخالق حسيني پشه يي: عبدالخالق حسيني په خټه پشه يي دى، د لغمان دى. هغه خو هسې هم د خير په غونډۍ ناست دى، خپل ځان ساتي، داسې بې طرفه دى چې هر طرف قوي وي د هغه دى، عيناً داسې دى لکه (ترموز) چې يخې اوبه په کې واچوې، يخې ساتي او که ګرمې واچوې نو ګرمې ساتي.

خو بيا هم تر جنرال اصيل او مستورې ستانيکزۍ زر ځله زړور دى، يوازنى سړى دى چې د معنوي له خوا د (ديارلس لکو) رايو د باطلولو سند يې لاسليک نه کړ. خو بيا هم د معنوي د مانا داره اکټونو پر وړاندې کله مقاومت کولاى شي؛ د لمدې خټې لږ اوبه دارو وي. معنوي په اسانۍ سره تر ګورت لاندې راوستلى او د چا خبره رپ ترې نه شي وهلى.

٥- سليمان حامد: جمعيتى او په خټه تاجک دى، خو ويل کېږي چې ډېر بد سړى نه دى، داسې هم ويل کېږي چې ډېر تعصب هم نه لري، خو په بې کفايتۍ کې به تر جنرال اصيل يا لږ کم وي يا به ورسره مساوي وي، د معنوي لاس په سلام نوکر دى او بيا خو نو چې هر څه څنګه شي د سارا ملنګانو ته يې لاره يوه ده؛ پښتنو ته ټول سره يو دي. حضرت ابوالمعاني ملا فضل احمد معنوي چې به کوم سند تيار کړ، نو ټولو به د رايو په اتفاق سره لاسليک کړ.

٦- پوهاند محمد حسين ګرزيواني: ګرزيواني په خټه ازبک دى، خو په بې کفايتۍ او کم ظرفۍ کې يې د جنرال اصيل او مستورې دواړو سر ګرولى. لکه څنګه چې هغوى دواړو پښتانه وشرمول، ده ازبک قوم وشرموه، دا نمونې جمهور رئيس د پښتنو او ازبکو په استازۍ کېنولې وې، لکه څنګه چې جمهور رئيس د پښتنو ښه استازي(!) وکړه، دوى هم د خپلو قومونو ښه استازي وکړه! ګرزيوانى اصلاً د عزيزالله لودين له خوا دې ځاى ته راوړل شوى و، د هغه د بې کفايتۍ سيورى هم پرې خور و او معنوي خو بيا له لودين څخه د غچ اخيستلو په پلمه ده ته هسې هم خپله توره ښه تېره کړې وه، ګرزيوانى هم له همدې وېرې په کميسيون کې سوڼ نه شو کولاى.

٧- حضرت ابوالمعاني ميرزا- کُل، کرام الکاتبين ملا فضل احمد معنوي: معنوي نو د کميسيون اووم غړى او رئيس دى، دى نو له مانا او محتوا ډک دى، لکه څنګه چې نوم يې معنوي دى همداسې يې هر عمل او هر کار، هر ناز، انداز او خندا ټول له مانا څخه ډک دي. له مانا او محتوا به ولې ډک نه وي، د فهيم خان، بسم الله خان، امرالله خان او نورو خانانو د خپلولۍ وياړ لري، د رباني او سياف، محقق او خليلي روحاني(!) لاسونه يې هم پر سر خواره دي، د پنجشېر هم دى، کوم ګوته جهاد يې هم کړى، نو چې هم د پنجشېر وي، هم يې جهاد کړى وي، ((مقاومت)) خو يې لا بل کمال دى، نو چې رباني، مارشال(!)، سياف، محقق او خليلي يې وړانديز کړي، نو کرزى بيا څوک دى چې نه يې مني، د کرزي د چپن سيورى هم پرې خور شو او خداى نو ملا معنوى ته پاچاهي ورکړه. پخوانيو خلکو ډېره ښه تجربه لرله، ويل به يې چې: (( خدا زن را ملا نسازد و ملا را پاچا) دې کې يو حکمت و او دې حکمت يو ځل بيا خپل عملي ثبوت وړاندې کړ. نو ومو ليدل ملا چې پاچا شو، د خلکو ژوند په کوم حال شو؟ معنوي صيب تر دې دمخه هم د کميسيون غړى و، د جمهوري رياست په ټاکنو کې يې په زغرده د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه، خو دکرزي سترګې له خاورو ډکې وې، ددې پرځاى چې سزا ورکړي، نور يې هم پسې بارا لوړ کړ. ټولې دنيا پر هغه کميسيون تور ولګاوه چې د جمهوري رياست په ټاکنو کې يې درغلي کړې ده، خو يوازې معنوي پاک راووته، ځکه چې هم ملا و هم معنوي و، هم د پنجشېر و، هم د دنيا ملاتړ ورسره و او هم د اخرت. په دې ډول نو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د يوې خپلواکې فرښتې خاوند شو. دې فرښتې نو بيا له نورو فرښتو سره يوځاى د انتخاباتو په بهير کې په خپلو پاکو(!) ګوتو، د خپلو پلويانو بکسونه ډک کړل او رښتيا هم پاک، صفا او شفاف(!) انتخابات يې وکړل چې ټول دنياوال ورته ګوته په غاښ شول.

د بې غيرتۍ يوه بله نمونه: تلوسه مو نه اوږدوم، عبدالله احمدزى يادوم، احمدزى. د ټولو پښتنو په تاريخ کې تر ده بې غيرته او ضمير فروشه پښتون نه دى تېر شوى. عبدالله احمدزى په دې خاطر دې مقام ته ورسېد چې د ټاکنو په کميسيون کې په اصطلاح قومي توازن برابر شي، خو ده په همغو لومړيو ورځو کې له معنوي سره لاره ونيوه. عبدالله احمدزى د پيسو د شوق ترڅنګ څه نور اهداف او ذوقونه هم لري. ويل کېږي چې د شب نيشنۍ په يوه محفل کې چا د عبدالله احمدزي د اخلاقي فساد يو فلم، چې دى په کې له کومې نجلۍ سره په ډېر بد حالت کې و، اخيستى و، دا فلم بيا د معنوي لاس ته ورغلى، معنوي ويلي وو چې اوس يې وخت نه دى؛ د انتخاباتو په بهير کې به ورسره ګورم. کله چې انتخابات پيل ته نږدې شول، نو معنوي احمدزى راوغوښت، فلم يې ورته په مېز کېښود، ورته يې وويل: ((افشا يې کړم او که نه زه څه وايم، هغه منې.)) احمدزى چې لا دمخه هم د معنوي ناکنټروله قوت ته تسليم و، لا په سلامۍ شو، ويې ويل: ((هر څه چې تاسې وايئ صيب منم يې.)) معنوي پرې بيا هم ترحم وکړ؛ په انتخاباتي شرکت کې يې ورته تقريباً يوه مناسبه برخه ومنله، په وکيلانو کې يې هم له ونډې بې برخې نه کړ، ورته يې وويل: ((کوچيان ټول ستا، څوک چې راولې خو په نورو برخو کې به لاس نه وهې)) معنوي پر احمدزي ځکه د کوچيانو سېټونه ولورول چې په هغو کې هسې هم تاجک او هزاره نه شو راتللاى. احمدزي ته دا فرصت هم ډېر غنيمت و. ويل کېږي چې کوچيانو کې يې لومړى د خپل (باجه) راتګ خوندي کړ او نور هم دده له خوښې سره سم راغلل. په اقتصادي برخه کې معنوي يو پر دوه (٢/١) برخه ورکړه، ځکه چې ټول بېلونه دده له لارې تېرېدل. خير نو چې خبره دې حدته ورسېده اوس مجبور يو ددې عجايبو او غرايبو ترکيبب ته لږ نور هم تم شو.

ډېټابېس: د ټاکنو په ټول سيستم کې تر ډېټابېس بله مهمه څانګه نه وه، په دې سيستم کې معنوي زياتره خپل کسان ځاى پرځاى کړي وو، خو دا اکثره يې د احمدزي په لاس مقرر کړي وو. په ډېټابېس کې ټولټال (٣٧٠) کسانو کار کاوه، په دې کې (٢٢٠) تاجکان وو چې اکثره يې د پنجشېر، کاپيسا او پروان وو، له معنوي سره يې قومي، خپلوليز او تنظيمي اړيکي درلودل او حساس ځايونه يې په لاس کې وو. نوي (٩٠) تنه پښتانه چې هغه هم اکثره د احمدزي او اصيل په شان په ګوته راټول شوي وو، يو تن يې پشه يي او پاتې نور نهه پنځوس (٥٩) تنه يې هزاره ګان وو. د ډېټابېس واک په بشپړ ډول له معنوي سره و او احمدزي په کې د يوه لاشعوره مامور په توګه کار کاوه. د دې کارکوونکو د څار لپاره د سوپروايزرانو ډله وه چې هغو کې نو بيا ډېرکم بل څوک وو، نږدې په سلو کې (٩٠) تاجکان په تېره بيا د پنجشېر او پروان اوسېدونکي وو، دا نو معنوي يو يو لکه ګلچين په ګوته راټول کړي وو. يوې ډلې به له سهاره کار پيل کړ بيا د شپې تر ٩ بجو پورې، د شپې (٩) بجې به دا ډله ان د کمشنرانو په ګډون رخصت شوه، بيا به بل شفټ کار کاوه او يوازې هغو سوپروايزرانو به څار کاوه چې د معنوي له خوا به په جدول کې ځاى پر ځاى شوي وو. په دې ډول دده لاس ازاد و چې څه يې زړه غواړي، ډېټابېس همغسې عيار کړي. نه کمشنرانو ددې وړتيا او جرئت درلودل او نه پرې پوهېدل چې پوښتنه وکړي او نه هم معنوي دوى ته حق ورکاوه، سربېره پر دې، معنوي صيب د دستيار او خاصو مشاورانو په توګه هم يو شمېر اشخاص چې د دارالانشا په چوکاټ او تشکيل کې نه وو، مقرر کړي وو، مشاورانو ته يې (٢٠٠٠) ډالره معاش حواله کړى و. په خاصو مشاورانو کې يې ښاغلى جلال ( د مسعودې جلال ورور) او بل ښاغلى (برمک) د کليو د پراختيا وزارت د مرستيال ورور هم شامل وو. (ډاکتر مبين پنجشېرى) يې بيا خاص دستيار و، د دفتر رئيس يې (اغا صيب) هم پنجشېرى و چې د معنوي د پيسو خاص واک او راز ورسره و، کله چې انتخابات خلاص شول، نو اغاصيب جرمني ته وتښتېد او هلته اوس خپل عبادت(!) ته دوام ورکوي.

تر ټاکنو وروسته نور څه وشول؟: په ټاکنو کې چې کومې درغلۍ او معاملې وشوې، هغه خو ټولو ته څرګندې دي او دا ليکنه يې د بيا بيان وس نه لري، خو تر ټاکنو وروسته هم د معنوي او احمدزي يارانه سسته نه شوه. معنوي او احمدزي يوه ورځ د کمشنرانو په غونډه کې دا موضوع مطرح کړه چې ملګري ملتونه پيسې راکوي او پيسې تيارې لرو، کمشنران صاحبان هره ورځ دې رسمي دفتر ته نه شي راتللاى، نو ښه به وي چې قلعه فتح الله يا کلوله پشته کې يو مصئون ځاى ونيسو، کمشنران صاحبان به هلته راځي استراحت به هم کوي او له مهمو اشخاصو سره به ملاقاتونه هم کوي، کمشران چې د يو لوى ملي خدمت(!) له امله ډېر ستړي شوي وو، نو دا زېرى پرې ډېر ښه ولګېده. احمدزي او معنوي تياره خبره مخکې جوړه کړې وه، د قلعه فتح الله په (٧) سړک کې يې يوه حويلى د مياشتې په اته زره (٨٠٠٠) ډالره کرايه ونيو، (٣٠) نفره يې ورته د خدمې په توګه منظور کړل چې نيم د احمدزي سهم شو او نيم د معنوي، دغه راز (٣٠) تنه ساتونکي، چې هغه هم د ورورۍ په حساب نيمايي شول. دا حويلي نو يو ښه حوض او د سولنا حمامونه لري. خو له کومې ورځې چې دا حويلى نيول شوى، نو له احمدزي او معنوي پرته يو کمېشنر هم حق نه لري چې هلته لاړ شي، دا نو بيا ددې دواړو ښاغلو د راحت، ملاقاتونو او ځانګړو پروګرامونو ځاى دى چې له مهالوېش سره سم هلته خپله ستړيا باسي. ويل کېږي چې د کميسيون په پيسو د کابل په مکروريانو کې عبدالله احمدزي ته په يوولس (١١٠٠) ډالرو يو بل کور هم په کرايه نيول شوى، خو عبدالله احمدزي بيا هغه کور بل چاته په کرايه ورکړى او دا پيسې هم دده جيب ته ځي، په دې مانا چې کور له اصلي سړي څخه په کمه کرايه نيول شوى، خو دفتري کرايه يې (١١٠٠) ډالر ښودل شوې او احمدزي بيا همغه کور په همغه کرايه بل چاته ورکړى دى.

شب شش په مېلمستون کې: تر يو درجن لورګانو وروسته احمدزى صيب د يو زوى پلار شو. احمدزى نو دا مهال د پيسو پر خزانه سپور دى، د معنوي صيب، معنوي او مادي ملاتړ هم ورسره دى، زغروال ګاډي هم ورپسې دي، نو چې اوس خرابات نه کوي څه وخت به يې کوي؟. د انتخاباتو په پيل کې دفتر ته پنځه زغروال (مرمۍ ضد) ګاډي واخيستل شول، (درې) معنوي ځانته واخيستل او (دوه) عبدالله احمدزي ته پاتې شول، اته لنډکروزره هم واخيستل شول. يو معنوي، يو احمدزي او شپږ نور کمشنرانو ته ورکړل شول. معنوي صيب سره اوس درې زغروال (مرمۍ ضد) ګاډي دي، يو د پوليسو رنجر مخکې او يو لنډکروزر شاته ورپسې روان وي، احمدزى صيب هم داسې دى خو يوازې مرمۍ ضد موټر يې دوه دي، معنوي او احمدزى يوه وړه پاچاهي جوړه کړې ده. د ټولو لنډکروزرو موټر پر سر (کوډان) مخابرې نصب وې، خو د معنوي او احمدزي په خوښه پر همغه اوله ورځ د شپږو کمشنرانو له موټرو دا مخابرې لرې او يوازې د دوى پر موټرو پاتې شوې، وروسته په کميسيون کې داسې اوازه هم خپره شوه، چې دا مخابرې طالبانو ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شوي. معنوي بيا تر احمدزي يو بل ګام هم دمخه دى، هغه خپل زوى ته هم، چې د کابل پوهنتون محصل دى، يو لنډکروزر ورکړى چې پوهنتون ته يې وخت پر وخت رسوي چې درسونه ترې قضا نه شي او تر سيالانو شاته پاتې نه شي او هم يې انډيوالان په تکليف نه شي ، ددې موټر تېل هم د کميسيون له خدماتي څانګې څخه د خداى په فضل حواله دي. ښه ده چې د معنوي صيب موټر نوي دي، عوارض نه لري، تېل کم خوري يو موټر يې په اوونۍ کې ايله ( يو زر ليتره). يوځل څارنوال د معنوي صيب له ډرېور څخه پوښتنه کړې وه چې دا تېل زيات نه دي؟ هغه ورته وويل: ((معنوي صيب شپه ورځ په جلسو کې وي او موږ باندې ولاړ يو، لمر ته خو نه شو ودرېدلى، که موټر ولاړ هم وي ايرکنډېشن خو يې چلان وي.)) احمدزى هم د معنوي سيال دى، يوازې په سياسي ډګر کې يې شعور ترې کم دى، په اقتصاد کې ترې ډېر شاته پاتې نه دى، يوازې يو پر دوه (٢/١) برخې تفاوت لري.

هو خبره مې د (شب شش) کوله. د احمدزي د زوى شپږمه شپه د قلعه فتح الله په همدې فقيرخانه کې تېره شوه، پر هغې شپه نو څه نه وو چې څه نه وو، شرابونه او کبابونه، خنداوې او نڅاوې، سندرې او اتڼونه، اخر د عادي سړي د زوى شب شش خو نه و، د يوه شهزاده د شهزاده. د زوکړې شپږمه شپه وه. دا خو نو يو څه ټکي وو چې تر ما حقير فقير احقرالعباد راقم الحروف پورې راورسېدل، هسې خو د يو بل روايت له مخې معنوي صيب (٨) نور زغروال موټر بهرنيانو، غالباً امريکايانو ته د جهادي(!) ورورولۍ له مخې په ډېر کمه کرايه ورکړي، کېدى شي قراردادونه يې ورته احمدزي صيب جوړ کړي وي، ځکه چې معنوي صيب په جهاد(!) پوهېږي خو په انګرېزي نه پوهېږي او د احمدزى صيب بيا ښه پخه انګرېزي زده ده او جهاد(!) يې شکر دى اوس شروع کړى دى.

معنوي صيب يوه بله عجوبه هم کړې، هغه دا چې د افغان بېسيم د يو کانديد په کاميابولو سره يې د بېسيم يوه مناسبه ونډه هم ترګوتو کړې، په دې ډول يې خپل ژوند هم بيمه کړى دى، احمدزي صيب کېدى شي کوم بل نوښت کړى وي، خو تراوسه لا دا نوښت راقم الحروف ته معلوم نه دى.

نو اوس به څه چل کېږي خلکو اوس به څه چل کېږي؟ د انتخاباتي نتيجو تر اعلان دمخه به معنوي وخت پر وخت د امريکا، انګلستان سفيرانو، د يوناما له مشر او نورو بهرنيانو سره کتل، د هغوى نظرونه به يې اخيستل، د پښتنو د استازو په راکمولو کې دوى ټول هم نظره وو. بهرنيانو معنوي ته دا ډاډ ورکړى و چې حکومت دې موږ څخه نه شي بندي کولاى، څه چې غواړې هغه وکړه. دواړو خواوو دې ته ملاتړلې وه چې د پښتنو شمېر ښه راکم کړي. د غزني نتايجو کې بهرنيانو هم ډېر ټينګار کاوه چې ژر بايد همدا نتايج ومنل شي. دوى خو خپل کار وکړ خو وروسته د معترضو کانديدانو اعتراضونو او د محاکمو او نورو کړيو اقدام د معنوي غرور يو څه مات کړ، بهرنيان هم هغه پخواني پوزېشن کې نه دي. معنوي له يوې خوا له ګټونکو کانديدانو پيسې اخيستي او هغوى ته يې د کاميابۍ تضمين ورکړى او له بلې د معترضو کانديدانو تر فشار لاندې دى، د محکمې پرېکړه هم غوڅه وه، له دې ټولو جنجالونو څخه معنوي غواړي يو ځل بياد ځان لپاره ګټه پورته کړي. د کميسيون له خوا پخوانيو برياليو کانديدانو ته ووايي، ما خو ډېر زور وواهه خو نور مې وس نه و، نو ځکه مې يو څه تغيرات راوړل، ولسمشر کرزي ته ووايي چې دا دى ستا غوښتنې مې هم يو څه ومنلې؛ د فرمان يوه برخه مې عملي کړه، جنجال مې حل کړ، نو ددې په بدل کې خو يو څه راکړه، يو ځل بيا به مارشال، خليلي، رباني، سياف، محقق او نور تاميل پړانګان واسطه شي، معنوي به يا لويې څارنوالۍ او يا سترې محکمې ته وړانديز کړي. په کرزي به يې د پخوا په شان په پټو سترګو ومني، پارلمان به يې هم تائيد کړي او يو ځل بيا به يوه غميزه د يوې بلې غميزې ځاى ونيسي، دا ځل به معنوي په داسې پوزېشن کې وي چې هېڅوک به ورته لاس نه شي وروړلاى، يا به قاضي وي يا به څارنوال، د خداى د حکم توره به يې په لاس کې وي او د ولس سرونه او جيبونه به غوڅوي، هغه ځل يې چې تش ( د انتخاباتو د مستقل کميسيون) له يوې (مستقلې) کلمې څخه دومره ګټه پورته کړه، نو دا ځل يې چې د څارنوالۍ او محکمې يا شريعت ټول حساب او کتاب په لاس کې وي څه حال به وي؟ زموږ د مظلوم ملت خو نور هېڅ له واکه نه کېږي، خو که کرزى بيا داسې ستر خيانت کوي، نو خداى خو دې ورته ژبه په خوله او ګوتې په لاس کې وچې کړي، چې نه يې په خولې د تقرر اواز خپور شي او نه يې د لاس په ګوتو کې د امضا لپاره د قلم د اوچتولو واک پاتې شي. خداى(ج) دې د افغانستان ټول ملي خاينين د اور په سيند لاهو کړي.

امين يا رب العالمين


Sangar Watan
23.08.2011

[quote:13e6bdbb2e]له هغې ورځې چې د يو شمېر جنګسالارانو او تنظيمسالارانو له خوا فضل احمد معنوي د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رئيس په توګه انتصاب شو او بيا يې ترڅنګ ورته د عبدالله احمدزي په شان يو ضعيف النفسه شخص د دارالانشاء د رئيس په توګه وټاکه، نو له همغې ورځې د عادلانه انتخاباتو جنازه بار شوه. د انتخاباتو د کميسيون نور شپږ غړي هم داسې اشخاص دي چې د بې کفايتۍ اوږده سابقه لري او ځينې يې په قومي تعصب هم ککړ دي. ښه به وي چې د فساد او بې کفايتۍ دې عجيب ترکيب ته لږ تم شو.[/quote:13e6bdbb2e]

غلط،بالکل غلط :shock:
له هغې ورځې چې دافغانستان-پاکستان ترمنځ مناسباتو کې دپاکستان تله درنده
شوه او پاکستان خپل ناموس په انګريز -امريکې بيا بيا خرڅ کړ،اودافغان ملت
ځيني بيغيرته او حرامي ډلې،ټپلې ئي وپيرلې،دافغان تر نامه لاندې هر مجددي، ډبل رباني،کرزی او معنوي، د ISI او CIA ګوش بفرمان دي او بس!
اودانور مسايل لکه انتخابات ٠ ٠٠٠وغيره،هسې د ډرامې انترکونه دي٠


محمود سعيد
24.08.2011

ډیر په زړه پورې حقایق پکې روښانه شوي دي، مننه ملت وال صیب.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more