اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د ذبح په اړه یوه پوښتنه
حلیم
23.08.2011
سلام،
کیدای څوک راته ووایي چې:
۱- د ښځې په لاس ذبح روا ده، کنه؟
۲- د کافر مزدور په لاس چې د «الله اکبر» ویل ور وښودل شي، ایا ذبح حلاله ده کنه؟
مومن مهاجر
27.08.2011
حلیم صاحب ! سلام او احترام
هو ! د مېرمنې ذبېحه له څه شک او تردد پرته رواده په مزه - مزه یې خوره ! خو کافر مزدور که اهل کتاب معنی یهودي او عیسايي وي نو د هغه د لاس ذبېحه هم مسلمان ته روا ده او که اهل کتاب نه وي نو بیا نه ده روا .
۰
27.08.2011
السلام علیکم
د مؤمن مهاجر صیب دخبري په تأید کي دا حدیث شریف وړاندي کوم:
عن کعب بن مالک ان جاریة لهم کانت ترعی غنما بسلع فأبصرت بشاة من غنمهاموتا فکسرت حجرافذبحتها،فقال لاهله لاتأکلوا حتی آتي النبی صلی الله علیه وسلم فأسله او حتی ارسل الیه من یسأله فأتی النبی صلی الله علیه وسلم او بعث الیه فأمر النبی صلی الله علیه وسلم بأکلها. رواه البخاری
ترجمه :
د کعب بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی دی واي چي ددوي یوه وینځه وه چي په سلع نومي ځاي کي يي ددوي مېږي څرولي چي ناڅاپه يي په یوه پسه نظر شو چي د مړکیدو په حال کي وه نو سملاسي يي یوه تیږه[ډبره] ماته کړه اوپه تیره څنډه يي دا پسه ذبحه کړ نو کعب بن مالک خپل کورکي وویل چي غوښه يي ونه خوري ترڅو چي زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورشم اوپوښتنه تري وکړي او که داسي يي وویل چي کوم څوک ورولیږم او پوښتنه تري وکړي نو بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغي اوکه کوم څوک يي راولیږه [شک دراوي دی] او پوښتنه يي تري وکړه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم يي دخوړلو امر وکړ.
نو دي نه معلومیږي چي د ښځي ذبیحه حلاله ده او په کاڼي باندي کوم ژوي ذبح کول هم روا دي خو په نوکونو او غاشونو ندی رواپه بل حدیث کي ورنه منع راغلي.
مومندافغان
مومن مهاجر
28.08.2011
مومند افغان صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده روژه به مو په خیر وي . له تاسو ډېره مننه چي زما په تاید مو صحیح حدیث وړاندي کړی الله دي د هر حرف په بدل کي اجر درکړي . کله چي ما د ښاغلي حلیم پوښتنې ته ځواب وایه راباندي ناوخته وو صرف مي پوښتنې ته ځواب ووایه له دلائلو یې د عاجلې له امله تېر شوم ، خو له تاسو یوځل بیا مننه چي دا تشه مو ډکه کړه .