اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دروژي دوروستيو لسو ورځو فضايل
مساپر
22.08.2011
السلام علیکم ورحمة الله وبركاة،
الله تعالی په قرآن الکریم کې داسې فرمایي: (( اناانزلناه في ليلة القدر ))سورةالقدرآيت لمبر ١ ټوک ٣٠ .
ژباړه :په تحقيق سره چي مونږ دا قرآن دقدر په شپه نازل کړيدي . يعني دقدر په شپه قرانکريم له لوح محفوظ څخه نږدي اسمان ته په يوه وار نازل کړل شو تفسيرروح المعاني ٥٧٣ مخ ٣٠ ټوک .
همدا راز د قدر شپه چي له زرو مياشتو څخه غوره ده دصحيحواحاديثو په بنسټ په اخيرو لسو ورځو کي ريښتيني ده .په آيت شريف کي راځي : (( ليلة القدر خير من الف شهر )) سورةالقدر ٣ آيت ٣٠ ټوک .
ژباړه : د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده . په دي اړه په تفسيرروح المعاني کي راغلي چي (( وباالجملة الاقوال فيها مختلفة جدا الي ان الاکثرين علي انها في العشرالاواخر لکثرة الاحاديث الصحيحة في ذلک . روح المعاني ٥٧٥ مخ ٣٠ ټوک .
ژباړه : داچي دقدرشپه کومه ده پدي اړه ډير مختلف اقوال موجوددي مګر دزياتو علماو په اند دقدر شپه د ګڼوصحيحو احاديثو له مخي دروژي په اخيرو لسو ورځو کي يقيني ده . له دي څخه دا څرګنديږي چي دقدر شپه دروژي په اخيرو لسو ورځو کي مو جوده ده نو ددي شپي عبادت دزرو مياشتو((٨٣ کلونو او ٤ مياشتو )) ترعبادت غوره دې نو دا څومره لوي فضيلت دي الله تعالي دي ددي شپي عبادت اودهغه ثواب زمونږ او ستاسي په برخه کړي . آمين ثم آمين
په حديث شريف کي راځي (( عن عايشة رضي الله عنها قالت کان رسول الله صلي الله عليه وسلم يجتهد في العشرالاواخر ماﻻيجتهد في غيره )) رواه مسلم مشکوة ١٨٢ مخ ١ ټوک .
ژباړه: حضرت ام المؤ منين عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم چي به درمضان داخيرو لسو شپو په عبادت کي څومره ډير کوښښ کاوه په نورو ورځو کي به يي دومره نه کاوه .
دروژي بل فضيلت دادې چي دنفلو په کولو سره انسان ته دفرضو ثواب ورکول کيږي او دفرضو په کولو سره ديوه فرض داداکولو په بدل کي د اوياو فرضو ثواب ورکول کيږي .
((عن سلمان فارسي قال خطبنا رسول الله صلي الله عليه وسلم في اخير يوم من شعبان فقال يايها الناس قد اظلکم شهر عظيم شهر مبارک شهر فيه ليلة خير من الف شهر جعل الله صيامه فريضة وقيام ليلة تطوعا من تقرب فيه بخصلة من الخير کان کمن ادي فريضة فيما سواه ومن ادي فريضة فيه کان کمن ادي سبعين فريضة فيما سواه )) مشکوة ١٧٤ مخ ١ ټوک .
ژباړه :سلمان فارسي رضي الله عنه فرمايلي چي دشعبان دمياشتي په اخيره ورځ مونږ ته ديوي خطبي په ترڅ کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي اي خلکو په تاسي باندي باندي يوه لويه او مبارکه مياشت راتلونکي ده داسي مياشت چي په هغي کي يوه شپه ده چي تر زرو مياشتو غوره ده ددي ((مياشتي روژه الله تعالي فرض ګرځولي ده اوپه دي مياشت کي دعبادت لپاره دشپي دريدل نفل دي په دي مياشت کي ديوي نيکي ثواب دنوروورځو دفرض عبادت له ثواب سره برابر دي او که چا يو فرض پکي ادا کړ نو هغه ته به دنوروورځو داوياو فرض لمونځونو برابر ثواب ورکول کيږي .
همداراز په بل حديث شريف کي راځي چي ((عن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم انه قال يغفرلامته في اخير ليلة في رمضان قيل يا رسول الله أ هي ليلة القدر ؟ قال ﻻ ولکن العامل انما يوفي اجره اذا قضي عمله )) رواه احمد مشکوة ١٧٤ مخ ١ ټوک .
ژباړه : له ابي هريره رضي الله عنه څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرما يلي دي چي دروژي په اخيره شپه محمدي امت بښل کيږي صحابه ؤ عرض وکړ چي ايا له دي څخه دقدر شپه مرادده ؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي نه بلکه اصل خبره داده چي کارکوونکې دکار له پوره کولو وروسته داجر مستحق دي .
يعني مزدور ته هغه وخت خپله مزدوري ورکول کيږي کله چي دې کار پوره کړي نو درمضان په اخيره شپه ځکه دوي بښل کيږي چي دا شپه ددوي د عمل دپورا کيدا شپه ده . نايروهمداراز په بل حديث شريف کي راغلي دي چي ((عن عايشة رضي الله عنها قالت کان رسول الله صلي الله عليه وسلم اذا دخل العشر شد ميزره واحيي ليله وايقظ اهله )) متفق عليه مشکوة ١٨٢ مخ ٢ټوک .
ژباړه : ام المؤمنين عايشه صديقه رضي الله عنها فرمايي چي کله به دروژې اخيري لس ورځي راغلي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم به خپل پرتوګ ټينګ کړ (( يعني دعبادت لپاره به يي مټي راونغښتې )) او ټوله شپه به يي دعبادت لپاره ژونديي (( ويښه )) تيروله او خپل کورني به يي لمانځه ته را جګول .
له دي حديث څخه معلومه شوه چي دشپې دعبادت لپاره د خپل نو رو کورنيانو راجګول هم سنت دي الله تعالي دي مونږ او تاسي ته دي سنت په راژوندي کولو تو فيق راکړي آمين ثم آمين .
والسلام،