نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اوه څلویښت مسلمانان شهیدان شول !
مساپر
21.08.2011
تیره ورځ د جمعې د لمانځه پرمهال د خیبر پښتونخوا د جمرود په سیمه په یو مسجد کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله اوه څلویښت مسلمانان شهیدان شول .
په دغه چاودنه کې چې د مسجد دننه رامنځ ته شوې له پنځه لسو نه ډیر کسان ټپیان شوي هم دي .
د چاودنې سیمه د قبایلي علاقي جمرود بازار څخه نږدې شپږ کلیومتره لرې دغنډي کلی یاد شوی دی .
د پیښې عینې شاهدانو ویلی چې کله دوې د جمعې فرض لمونځ ادا کړ د دعا پرمهال په مسجد کې د یوې سختې چاودنې غږ واوریدل شو چې زیاته مرګ ژوبله یې واړوله .
د جمرود د سیمه ایزو پولیسو یو چارواکې ویلې د دوۍ لومړنیو څیړنو ښودلې چې دا ځان مرګې برید وه چې د مسجد دننه یې ځان ته چاودنه ورکړې ده .
د پیښور د لیډې ریډنګ او حیات اباد روغتونونو چارواکو ویلې چې د یو شمیر ټپیانو حالت اوس هم د اندیښنې وړ دي .
ټولو ورونو او خویندو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
لکه څنګه چې د دی ورځو د انتحاري عملیاتو بازار ډیر ګرم دې، ومې غوښتل چې د اسلامي دین په رڼا کې په دغه قضیه کې زموږ د ګرانوعلماوو څیړنو تاسو ته وړاندې کړم، کومې چې ما کوښښ کړې، چې له احساساتو څخه په پاکه فضا کې یي خپلو ګرانو لوستونکو ته وړاندی کړم.
هیله کوم چې تاسې ورونه او خویندې، دغې څیړنې (موضوعات) ته په بې طرفي نظر وکړۍ:
لومړۍ شرط: چی باید دهغه قصد [size=18:3cd2f01875][color=red:3cd2f01875][url]اعلاء کلمة الله[/url][/color:3cd2f01875][/size:3cd2f01875] وي.
دوهم شرط: دغه استشهادي عملیات باید دهغه[color=brown:3cd2f01875][url] کافرو په ضد وي، چی پر مسلمانانو یی د جنګ اعلان کړی وي[/url][/color:3cd2f01875]. او کافران څو قسمه دي، جنګیان، مسالمین، مستامنین، ذمیین، او معاهدین، خو ددغی عملیاتو هدف باید یواځی د جنګی کافرانو نه وي، یعنی هغه کافرانو چی دجنګ اعلان کړی، او د مسلمانو سره جنګیږي.
ځکه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: که څوک یو[size=24:3cd2f01875][color=green:3cd2f01875][url] معاهد[/url][/color:3cd2f01875][/size:3cd2f01875] (هغه چې په خدای پاک ایمان ولري) ووژنی نو دۍ به دجنت خوشبويي هم بوي نکړي، او دجنت خوشبويي دڅلويښتو کالو دمزل په فاصله کی بوي کیږي.
دریم شرط: چی دۍ ددی ګمان وکړي، چی زموږ د دین دښمنانو صفونو کې دغه کار یو تاثیر غورځوي.
څلورم شرط: دغه استشهادی عملیات باید دمسلمانانو په هغه دولت کي وي، چی کافران ورننوتي وي، او هغه یی ښکیلاګ کړی وي، او مسلمانان دهغوي په وړاندی د مقاومت لار غوره کړي وي، لکه عراق، افغانستان، فلسطین، چیچنیا او داسی نور.
پنځم شرط: بایددغه جهاد [size=18:3cd2f01875][color=cyan:3cd2f01875][url]دمور او پلار په اجازه[/url][/color:3cd2f01875][/size:3cd2f01875] وي، دا هغه وخت چی جهاد فرض کفایه وي، او که فرض عین شي، نو بیا دمور او پلار اجازی ته ضرورت نه لیدل کیږي.
[color=red:3cd2f01875][size=24:3cd2f01875]دغه عملیاتونه باید مسلمانانو ته داسی کوم ضرر رامینځه نه کړي[/size:3cd2f01875][/color:3cd2f01875] نو دغسی کارونه باید د هر اړخیزه پوهو دینی او سیاسی خلکو په مشوره او نظارت لاندی وشي. موخه می داده: چی هر ځوان دا حق نه لري ،چی په خپل سر سوچ وکړي، او په هر ځای کې دغه راځ حملې وکړي، او یا مسلمانان شهیدان کړي، دا کار نه یواځی چې یوه لویه ګناه دی، خو د مسلمانانو تر مینځ یوه ګډوډی او نور دغه شان ډیر نقصان او ضرر رامنځ ته کوي.
والسلام،
عبدالله صابر
21.08.2011
السلام عليکم
مسافره وروره
داخوپه دي معنی نه ده چيي ګني داچاودنه دانتحاري يا ځانمرګئ بريد وي
په داډول چاودنوکښ ډيري نوري کړئ لاس لري لکه cia بليک واټراوحتی
isi هم ښايی دځينوموخولپااره داډول وحشيانه اوظالمانه کړنې ترسره کړي
لاونګ
23.08.2011
دپاکستان طالبانو ډلې دخیبر ایجنسۍ دبم چاودنې مسولیت منلی . د پاکستان په خیبر ایجنسۍ قبایلي سیمه کښې دطالبانو ډلې دقوماندان طارق افریدي یوه ویندوی محمد طلحه وویل چې دجمعې په ورځ په جمرود کښې په یوه جومات کښې بم چاودنه چې درې پنځوس بې ګناه لمونځ ګزار پکښې مړه او یوسل دیرش نور ژوبل شوي وو دغه ډلې ترسره کړي وه . هغه وویل دغه بم چاودنه دځايي کوکي خیلو قبایلو دسزا کولو لپاره وه کوم چې دطالبانو پرضد له حکومت سره مرسته کوي او په تیراه سیمه کښې یې دطالبانو پرضد اقداماتو کښې یې هم مر سته کړي وه . دپاکستان دخیبر ایجنسۍ تیراه سیمه دالقاعده او طالبانو ډلې دترهګرو فعالیتونو ستر مرکز دی . دپاکستان طالبانو ډلې له القاعده ، لشکرجنګوي او سپاه صحابه ډلو سره یوځاې تراوسه په دغه هیواد کښې په ډیرو حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي . په جومات کې چاودنې، د ځان وژنې بریدونه، او ښځې کارول په جهاد کې ټول دې القاعدې نښې دي. دوی زمونږ جهاد ته ډیر بدلون راوړي...داسې بدلون چې هم د اسلام او هم عام خلکو ته ضرر رسوي.