نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بن کنفرانس د فدرالیزم لپاره مشوره او تصمیم؟!!
حلیم
20.08.2011
دمدني ټولنو دهمغږۍ جرګه ،چې دهیواد دبېلابېلو ټولنو متحده جرګه ده له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه دبن دوهم کنفرانس په اړه په ډیر ټینګار غوښتنه کوي چې:
۱ـ دبن کنفرانس دې ثعریف شي چې دڅه لپاره جوړيږي او په کوم ترکیب.
۲ـ دبن کنفرانس مشخصه اجنډه باید شفافه مطرح شی او هغه ابهامات چې په دې اړه داندیښنو سبب شوي دي باید لرې شي.
۳ـ بن د دوهم کنفرانس ګډونوال په څوک وي او کوم اړخ به یې دګډون کوونکو دغوراوي او اجنډا ټاکلو واک لري.
پردې سربیره (دهمغږۍ جرګه)له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړي چې دبن کنفرانس په اړه دجاشیوي هڅو او څرګندونو مخنیوی وکړي چې د اذهانو دبې لارې کولو سبب نشی.
دمدني ټولنو جرګه افغان حکومت اونړیوالې ټولنې ته په زغرده خبرداری ورکوي چې دناقص ترکیب او ناقصې او یامغرضانه اجنډا کنفرانس به چې دافغان ولس د ډیری وګړو غوښتنې پکې له پامه لویدلې وي ډېرې بدې پایلې ولري،بحران به ژور کړي او ددې پړه به بیا دهمدوی پر غاړه وي .
http://www.tolafghan.com/posts/22477
پدې هیله چې پښتانه ددې دسیسې په وړاندې یو موټی او د دوښمنو دا ارمان هم له خاورو سره خاورې کړی
مننه
Sangar Watan
20.08.2011
http://www.dw-world.de/dw/article/0,,15301190,00.html