د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

زما غريبې مورې

لړمون خوړينی
11.08.2004

( عبد الروف قتيل خوږياڼی )
زما غريبې مورې زما مزدورې مورې
تا نه لوګى شمه زه زما ترورې مورى

زما، نه نه هېرېږى
چې تا د خان په كور كې
د دوى ناولى تالى
تا پاكول او مينځل
كړنګ شو كاسه پرېوته
ټوټې ټوټې شوه مورې
د كور بى بى غوصه شوه
ته يې پر پښو لاندې كړى
د دوى كاسه شوه ماته
خو دا ستا سر مات شو

وينې يې تويى شولى زما مجبورې مورې
زما غريبې مورې زما مزدورې مورې

تا له شيشكى \"بى بى\"
په خوارۍ ځان خلاص كړو
په خاورو خړه پړه
ترينه راوتښتېدې
په ارامۍ او راحت
په كور راننوتى
احتياط دې زيات كولو
چې رنځور زوى ويښ نه شي
په خپلو وينو نه وى
غم د بچي در سره

زما په سر ودريدى زما رنځورې مورې
زما غريبې مورې، زما مزدورې مورې

دا ستاد د اوښكو څاڅكى په ما را پريو تلو

وارخطا وېښ شومه زه
په مخ دې سرى وينې وې
ما وې قربان دى شمه
مورې وهلې چايې
چې مخ دې سرې وينى دى
دا ځورولى چا يې
تا وې د خان \"بې بې\" كړم
زه د كاسى بدل كې
په خپلو وينو پټه

ما وې قصور دې اخلم په ما زهيرې مورې
زما غريبې مورې زما مزدورې مورې

ما وى جنګيږمه نور
د بندګۍ سره
دا زنځيرونه شلوم
له بادارۍ سره
زه لا په خوب ويده وم
چې دا اّواز اوچت شو
لاړه دوره تيره شوه
د مفت خورو بېبېانو
بادارى ختمه شوله
تبعيض امتياز ورك شو

دا ستا ( قتيل ) يم ابۍ د جنت حورې مورې
درنه قربان شمه زه زما ترورې مورې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more