د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي وويله

pattang
19.08.2011

طالبانو د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي وويله

خپروونکی : لراوبر ډاټ کام ( کاناډا )
ليک : لر او بر
نېټه : ٢٧ / ٥ / ١٣٩٠ | 2011-08-18

طالبانو رسنیو ته د هېواد دخپلواکۍ ګټلو د ۹۲می کالیزی په اړه اعلامیه لیږلې چی
غټ ټکي یې دا دي :

له نن څخه پوره ۹۲ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ ه ش کال د اسد د میاشتې په ۲۸ نیټه د ۱۹
مې او ۲۰ مې میلادي پیړۍ لوی استعمارګر ، انګریزي ښکیلاک رسمأ د افغانستان
خپلواکي په رسمیت وپیژندله ، او په دې توګه افغان اولس له څو لسیزو جګړو او
لانجو وروسته خپل ستر ارمان ( دهیواد استقلال ) ته وصل شو. د دې سترې او
تاریخې ورځې د رارسیدو له امله د طالبانو رهبري شوری خپل مؤمن او په
خپلواکۍ مین اولس ته د زړه له کومې مبارکي وایي ، لوی خدای جل جلاله دې له
روان امریکایي اشغال څخه هم دهیواد د بشپړ استقلال لوی نعمت ژر تر ژره را
نصیب کړي . که د انګریزي ښکیلاکګرو او افغان خپلواکي غوښتونکي اولس تر
مابین د څو لسیزو د جګړو ، یرغلونو ، شکستونو او بریاوو تاریخ په دقیقه توګه
مطالعه شي ، د اوسني روان بحران د حل لپاره ډیر څه ترې زده کیدلای شي . دا چې
هغه مهال د انګریزي ښکیلاک د افغانستان پروژه په بیا بیا ناکامه او سرخوږی یې
تر څو لسیزو پورې وغځیده ، اساسي عامل یې دا و چې د اوس غوندې هغه مهال
هم دښمن د افغان عام اولس د ارادې او پریکړې په ځای ، په خپلو څو تنو اجیرانو او
تنخوا خورو باندې حساب کاوه ، انګریزانو د دې په ځای چې د دوی د مداخلې په
اړه د افغان اولس غبرګون او دریځ درک کړي ، یوازې یې له خپلو اجیرانو سره
معاملې کولې ، او دهغوی په ضمانت یې د دې هیواد د اشغال خوبونه لیدل .
متأسفانه نن هم اشغالګر امریکایي ځواکونه هماغه تجربه تکراروي ، دوی داسې
انګیري چې د خپلو څو تنو ګوډاګیانو سره معاملې او د دایمي موجودیت تړون به د
دوی په وړاندې د مقاومت مورال او اخلاقي جواز کمزوری کړي ، خو دوی باید پوه
شي ، چې په دا ډول مهمو مسائلو کې د دې هیواد برخلیک څو تنه خرڅ شوي اجیران
نشي ټاکلی او نه هم دا قهرمان ولس په دا ډول مسایلو کې معاملي ته غاړه ږدي ،
افغان اولس همدا اوس د خپلواکۍ لپاره په سرتاسري مبارزه بوخت دی او دهمدې
لپاره یې په تیرو لسو کلونو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي . که دافغان اولس
د خپلواکۍ دښمنان له همیشني جنجاله ځان خلاصول غواړي باید د اولس ارادې ته
احترام وکړي ، او د افغان اولس خپلواکي په رسمیت وپیژني ، او که په خپل
سرزوري سیاست ټینګار کوي پرته له دې چې ژر یا وروسته ، د انګریزي ښکیلاک
په برخلیک اخته شي ، د بل څه تمه دې نلري .


محمود سعيد
20.08.2011

د مبارکۍ تر څنګ ېې د هغوی په کلتوري خونه برید او لمانځل ډیر خوندور وو خو کاش چې ډیر انګریزان پکې مردار شوي وای.


پتوال
21.08.2011

[quote:2f395a84df="محمود سعید"]پښتانه فکري اوښتون (انقلاب) ته اړتیا لري. نو راځئ چې دا اوښتون رامنځته کړو....[/quote:2f395a84df]
محمود سعيد صيب ښې چارې !
ستا ددې جملې دريواړه برخې يوڅه ګنګې دي :

١- پښتانه فکري اوښتون (انقلاب) ته اړتیا لري . مطلب ؟
څه اړتيا لري ؟ دا فکري اوښتون به څشی او څرنګه اوښتون و ي مثلا ً ؟

٢- نو راځئ چې دا اوښتون رامنځته کړو... ، کوم اوښتون ، هغه به کومه محتوا او کوم هدف و لري ؟
که لږ دې دا اانقلا ب مونږ ته هم معرفي کړې بده به نه وي !


محمود سعيد
23.08.2011

پتوال صیب دا پوښتنه بل چا هم کړې وه او ما همالته ځواب ورکړی وو، خو خیر دلته به ېې تاسې ته یو ځل بیا ولیکم:
فکري اوښتون:
هر پښتون پوه شي چې د هیواد مو د پردیو په لمسون موږ په خپله وران کړی دی.
هر پښتون پوه شي چې پردي د خپلو موخو لپاره موږ کاروي.
هر پښتون پوه شي چې زموږ مسجد، ښوونځي او سرک پردي ورانوي.
هر پښتون پوه شي چې له زده کړې پرته یوازې د ټوپک په زور د غلیمانو مخنیوی ناشونی دی.
هر پښتون پوه شي چې غلیمانو وخت ناوخته د اسلام له نامه څخه په ګټه اخستنه ټکولي یو او ټکوي مو.
هر پښتون پوه شي چې یرغلګر د خپلو موخو د پوره کولو لپاره راغلي دي او بس.
هر پښتون پوه شي چې پاکستان او اسراییل یو ډول هیوادونه دي.
هر پښتون پوه شي چې جهاد د پله، ښوونځي، او روغتون الوزول نه بلکې یوازې د یرغلګرو په تندي ویشتل دي.
هر پښتون پوه شي چې څوک څوک د قدرت او ګدۍ (دساتلو او یا لاس ته راوړلو) لپاره جګړه کوي او باید ملاتړ ېې ونه شي.
هر پښتون پوه شي چې د پښتنو او هیواد لپاره چوپړ د ټولو دنده ده او دا دنده ډیر زیار او ستونزې لري چې باید وګالل شي.
هر پښتون باید پوه شي چې...دې ته ورته نورې ډیرې خبرې شته چې پښتانه پرې پوهیدلو ته اړتیا لري...
_________________


پتوال
26.08.2011

محمود سعيد صيب تاسو ترخه واقعيتونه بيان کړي خو عام ، مشخص کول به يې لا ښه وو. په دې برخه کې به زه خپله انګېرنه وړاندې کړم :

[quote:563fbafa23="محمود سعید"]
فکري اوښتون :
هر پښتون پوه شي چې د هیواد مو د پردیو په لمسون موږ په خپله وران کړی دی. [/quote:563fbafa23]
دا پردي يعنې : کمونستانو د KGB ، مجاهدينو ISI په لمسون وران کړی !
هر پښتون پوه شي چې پردي د خپلو موخو لپاره موږ کاروي.
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې زموږ مسجد، ښوونځي او سرک پردي ورانوي.[/quote:563fbafa23] ISI او د هغوی لاسپوڅي جګړه ماران !

[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې له زده کړې پرته یوازې د ټوپک په زور د غلیمانو مخنیوی ناشونی دی. [/quote:563fbafa23]
يعنې د بيسوادو او انپړانو جګړه د جهاد پر ځای وروروژنې ته دوام ورکول دي او له يوه دام څخه په بل دام کې پريوتل ، آزادي نه مجاهد لاسته راوړلی شوه
او نه طالبانو او صرف KGB يې په ISI بدله کړه او ISI د CIA سره مقابل محذونه وويشل څو جګړه جاري وساتي او افغانان په خپلو منځو کې دومره وجنګوي چې د کولنګي چرګانو غوندي له پښو ولويږي
خو بيا هم يو بل ته ټونګې اچوي او هېڅکله سره بيا متحد نشي ، نوهيواد به يې بيا سره په اسانۍ وويشي !
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې غلیمانو وخت ناوخته د اسلام له نامه څخه په ګټه اخستنه ټکولي یو او ټکوي مو. [/quote:563fbafa23]
پخوا انګريزانو او اوس مو ISI ټکوي !
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې یرغلګر د خپلو موخو د پوره کولو لپاره راغلي دي او بس.[/quote:563fbafa23]
او دا موخې له پاکستان سره په همکارۍ لاسته راوړي ، لکه چې وويل شو د جګړې د غځولو له لارې !
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې پاکستان او اسراییل یو ډول هیوادونه دي. [/quote:563fbafa23]
خو پښتنو ته پاکستان له اسرائيلو زيات دوښمن دی ، اسرائيلو زمونږ څخه نه نيم هيواد او نه نه سلمه برخه لاندې کړې ده ، خو دامريکا سره
په شتراتيژيکي دوستۍ کې پاکستان او اسرائيل لو
آن ايران هم ورسره يوډول مرده ګاوان دي ! د کرزي په پيکه قواره کې دغه بيغيرتي له ورايعه ځليږي ، خدای دې خير کړي چې ورته تړون
ور سره د بن په دويم کنفرانس کې لاسليک نکړي !
د افغان امريکا هغه دوستي چې د پاکستان او امريکا دوستي نشي ماتولی بيځايه دع او له ملت سره خيانت دی !

[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې جهاد د پله، ښوونځي، او روغتون الوزول نه بلکې یوازې د یرغلګرو په تندي ویشتل دي. [/quote:563fbafa23]
او جهاد د ISI اونورو بهرنيو استخباراتو لاس لنډول غواړي !
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې څوک څوک د قدرت او ګدۍ (دساتلو او یا لاس ته راوړلو) لپاره جګړه کوي او باید ملاتړ ېې ونه شي. [/quote:563fbafa23]
او تر اوسه يوې ډلې هم د قدرت له هدف پرته يو ټس هم نه دی کړی !
[quote:563fbafa23]هر پښتون پوه شي چې د پښتنو او هیواد لپاره چوپړ د ټولو دنده ده او دا دنده ډیر زیار او ستونزې لري چې باید وګالل شي. [/quote:563fbafa23]
نه يواځې هغه دوښمن چې مخامخ ور سره جنګيږې مغلوب کړي بلکې هغه کونډه هم وباسي چې د دوست په جامه کې ورته هغه دوښمن
لکه نن چې ISI په کونه کې ورغورځولې ده او سبا به يې ايرانيان دراچوي او آن په يوه سنګر کې ستا رهبري او پټ (( ملګرتوب)) کوي !
دا کونډه هم خلقيانو او پرچميانو ته او هم جهادي تنظيمونو ته اچول شوې وه نو طالب مشرتابه ته به ترې ولې ، څنګه او په کوم کمال مستثنی وي ؟

خو له دې پاک کارۍ پرته آزادي لاس ته راوړل هم ناممکن دي او سخته دنده همدغه ده چې نه يې هر انپړ او نه ډير باسواده حلولای شي!


محمود سعيد
04.09.2011

پتوال صیب یو ځل بیا سلامونه، انګیرنه او درک مو د ستایلو وړ دي، مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more