د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د حضرت بلال رضي الله عنه آخری آذان

مساپر
18.08.2011

السلام علیکم،
د مسلمانانو خلیفه أمير المؤمنين حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه په "القيامة" کلیسا کي وه خپلو مسلمانو ملګرو ته يي اعلان وکړ چي کلیسا هم د عبادت ځای دی او لمونځ کول پکي پروا نه کوي خو له دي ډاره يي پکي نه کوم چي زما څخه وروسته به خلک راشي او وايي به: عمر فاروق دلته لمونځ کړی او د کلیسا نه به مسجد جوړ کړي. نو د کلیسا څخه ووت او ۵۰۰ متره وړاندي يي لمونځ وکړ چي په هغه ځای بیا د "مسجد عمر" په نامه مسجد هم جوړ شو، چي همدا ځای د اقصی څخه هم په ۵۰۰ مترۍ کي واقع دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه اسمان ته ختلی وه.
حضرت بلال رضي الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اذان ویونکی وه، په دي شېبه کي عمر رضي الله عنه ورته وویل: ای بلاله! اذان راته نه کوي الله دي په تا ورحمیږي؟ بلال وویل: ما پریکړه کړي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به بل چا ته اذان نه کوم خو که ته راته امر کوي وبه يي کړم، بلال رضي الله عنه په عمیق او د خشوع څخه ډک ښکلي اواز باندي اذان شروع کړ او ټولو صحابوو کرامو ته د بلال د اذان په اوریدلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وریاد شو او کله چي "اشهد ان محمدا رسول الله" ته ورسيد نور بلال ونه توانید چي اذان ته ادامه ورکړي او ستوني يي له ژړا څخه ډک شو او سخت يي وژړل او ورسره ټولو صحابه کرامو وژړل خو ابو عبیده بن الجراح او معاذ بن جبل رضي الله عنهما تر ټولو صحابه کرامو زیاته او عمیقه ژړا وکړه آن تر دي چي عمر رضي الله عنه ورته وویل چي: بس مو دي الله دي په تاسي ورحمیږي!!.
د بلال رضي الله عنه په ژوند کي اخری اذان همدا اذان وه چي په بیت المقدس کي یي وکړ او له دي وروسته د بلال رضي الله عنه څخه اذان وانه وریدل شو.

والسلام،


Re: د حضرت بلال رضي الله عنه آخری آذان

pattang
22.08.2011

ګورۍ اسلام څومره پراخه منطقي دين دی خو کاشکې صليبي ځناور پردې پوه
شوي وی !

[quote:2a8a482807="مساپر"]السلام علیکم،
د مسلمانانو خلیفه أمير المؤمنين حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه په "القيامة" کلیسا کي وه خپلو مسلمانو ملګرو ته يي اعلان وکړ چي کلیسا هم د عبادت ځای دی او لمونځ کول پکي پروا نه کوي خو له دي ډاره يي پکي نه کوم چي زما څخه وروسته به خلک راشي او وايي به: عمر فاروق دلته لمونځ کړی او د کلیسا نه به مسجد جوړ کړي. نو د کلیسا څخه ووت او ۵۰۰ متره وړاندي يي لمونځ وکړ چي په هغه ځای بیا د "مسجد عمر" په نامه مسجد هم جوړ شو، چي همدا ځای د اقصی څخه هم په ۵۰۰ مترۍ کي واقع دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ورڅخه اسمان ته ختلی وه.
حضرت بلال رضي الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم اذان ویونکی وه، په دي شېبه کي عمر رضي الله عنه ورته وویل: ای بلاله! اذان راته نه کوي الله دي په تا ورحمیږي؟ بلال وویل: ما پریکړه کړي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته به بل چا ته اذان نه کوم خو که ته راته امر کوي وبه يي کړم، بلال رضي الله عنه په عمیق او د خشوع څخه ډک ښکلي اواز باندي اذان شروع کړ او ټولو صحابوو کرامو ته د بلال د اذان په اوریدلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وریاد شو او کله چي "اشهد ان محمدا رسول الله" ته ورسيد نور بلال ونه توانید چي اذان ته ادامه ورکړي او ستوني يي له ژړا څخه ډک شو او سخت يي وژړل او ورسره ټولو صحابه کرامو وژړل خو ابو عبیده بن الجراح او معاذ بن جبل رضي الله عنهما تر ټولو صحابه کرامو زیاته او عمیقه ژړا وکړه آن تر دي چي عمر رضي الله عنه ورته وویل چي: بس مو دي الله دي په تاسي ورحمیږي!!.
د بلال رضي الله عنه په ژوند کي اخری اذان همدا اذان وه چي په بیت المقدس کي یي وکړ او له دي وروسته د بلال رضي الله عنه څخه اذان وانه وریدل شو.

والسلام،[/quote:2a8a482807]


پښتون یار
08.09.2011

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته
حضرت بلال (رض) چیرته وفات شو او ایا قبر یې معلوم ده که نه؟


مساپر
09.09.2011

[quote:e3681083d3="پښتون یار"]السلام علیکم ورحمت الله و برکاته
حضرت بلال (رض) چیرته وفات شو او ایا قبر یې معلوم ده که نه؟[/quote:e3681083d3]

السلام علیکم و رحمة الله,
دروند او محترم ورور پښتون یار صیب، ستاسو د پوښتنې نه ډیره مننه، د حضرت بلال په باره کې خو زه یواځې دومره ویلي شم کله چې دوی د اميه له غلامۍ نه خلاص شو د رسول الله خوا ته لاړ او خپل عمر يې د هغه خدمت او ملګرتيا ته وقف كړ. كله چې د اسلامي غزواتو لړۍ پيل شوه، بلال له بدر نه تر تبوك پورې په ټولو غزاګانو كې برخمن و او د بدر په غزا كې يې د اميه بن خلف په وژلو خپل كسات پوره كړ.
كله چې مسلمانانو مدينې ته هجرت وكړ او نبوي جومات جوړ شو نو حضرت محمدص دى خپل مؤذن وټاكه. الله تعالى بلال ته ډېر لوړ، خوږ او زړه راښكونكى اواز وركړى و، ده به چې كله اذان كاوه، د خلكو له سترګو نه به اوښكې بهېدلې، تر دې چې ښځې به پربامونو باندې ختلې اوغوږ به يې نيوه.
د حضرت محمدصلى الله عليه وسلم له رحلت نه وروسته د بلال دزړه دونيا د خپل محبوب په بېلتانه ړنګه شوه، يو څه موده وروسته يې لومړي خليفه ابوبكر صديق رضى الله عنه ته وويل:
[color=red:e3681083d3]ما له نبي كريم صلى الله عليه وسلم نه اورېدلي دي چې له ايمان نه وروسته بهترين عمل جهاد كول دي ، ماته اجازه راكړه چې پاتې عمر مې په جهاد كې تېر كړم. [/color:e3681083d3]
ابوبكر صديق ورته وويل:
[color=darkred:e3681083d3]بلاله! زما عمر زيات تېر شوى دى، كمزورى شوى يم، دخداى په خاطرما يوازې مه پرېږده.[/color:e3681083d3]
په يو روايت كې راغلي دي چې حضرت بلال دا خبره ومنله خو شرط يې كېښود چې اذان به نه كوي.
د صديق اكبر له خلافت وروسته حضرت بلال شام ته لاړ او جهاد ته يې ادامه وركړه، د فاروق اعظم په دور كې چې كله بيت المقدس فتح شو نو حضرت عمر له بلال څخه وغوښتل ترڅو د مسلمانو د لومړۍ قبلې د فتحې په وياړ اذان وكړي ، حضرت بلال د هغه غوښتنه ومنله او اذان يې پيل كړ كله چې د اشهد ان محمد رسول الله الفاظو ته ورسېده صحابه و ته د رسول اكرم صلى الله عليه وسلم وخت ورياد شو او ټولو ډېر زيات وژړل. پخپله حضرت عمر دومره وژړل چې ستونى يې له ژړا وچ شو.
د شام له جنګونو نه تر فارغيدو وروسته حضرت بلال هماغلته استوګن شو. يوه شپه يې خوب ليده چې رسول الله ورته ويل:
[color=orange:e3681083d3]بلاله! ايا د دې وخت نه دى را رسېدلى چې زما زيارت ته راشې؟[/color:e3681083d3]
بلال د هغې شپې په سبا په ډېره چټكۍ سره ځان مدينې ته راورسوه. كله چې د نبي كريم روضې ته ورسېده، زړه يې دبېلتون په لمبو ستي شو، دومره يې وژړل چې هيڅ يو حاضرهم خپلې اوښكې تم نه شوې كړاى. حضرت حسن او حسين يې په غېږ كې واخيستل او ښكل يې كړل، هغو ترېنه غوښتنه وكړه چې بابا سبا به ته اذان كوې، حضرت بلال د دوى غوښتنه ومنله او اذان يې وكړ خو د اذان پرمهال د مدينې فضا غم او خپګان په سر واخيسته. تا به ويل همدا اوس پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفات شوى دى.
[color=green:e3681083d3][size=18:e3681083d3]حضرت بلال د شپېتو كالو په عمر په دمشق كې وفات او هماغلته دفن كړاى شو.[/size:e3681083d3][/color:e3681083d3]
په درنښت،


پښتون یار
10.09.2011

وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاته
مساپر صاحب یو نړی مننه ستاسو له دې مفید معلومات څخه
الله دې په دواړو نړیو کې اجرونه درکړی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more