د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سوله نېکمرغي راولي او جګړه تباهي!

مساپر
17.08.2011

داخبره به مو ډېر ځایه او ډېر ځله اورېدلي یا لوستلي وي ، چې سوله لوی نعمت او الهي امر دی ، چې په شتون کې یې د انسانانو عزت، سوکالي او د ژوندانه غوره صفتونه نغښتي دي .

که څه هم د ادیبانو په خبره ډېرې سولېدلي یا تکراري خبرې خوند نه کوي، خو زما په اند د سولې په تړاو چې هر څومره خبرې وشي ، هغومره یې مزایاوې زیاتیږي .په دې مانا چې د افغانانو زړونه د سولې د نوم په اورېدو داسې غوړیږي، لکه خزان وهلي ګلان چې د سپرلي په ښکلي رنګین موسم کې په سرو شونډو خنداګانې کوي .

تاسو په دېرش کلن ناورین کې ولیدل او لا هم بدبختانه د افغانانو د وینې بوی هره ورځ حس کولای شئ ، چې د پرادیو په اشارې په خپلو کې جنګیږي .په دې غمیزه کې د لسګونوکالونو رانیولي ترننه پورې ملیونونه ماشومان یتیمان ،همدومره میندې او پلارونه بې اولاده او مېرمنې یې کونډې شوې.

ترڅنګ یې زموږ د افغانانو زیات شمېر سترمنې او له غیرت ډکې مېرمنې او واړه ماشومان سوال کولو ته اړ شول .

دوی له رنګه رنګ مشکلاتو او مختاجیو سره مخامخ شول .ترننه پورې علاوه پر خپل هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې د سوال لمنې د یوه او بل په در کې ګرځوي .خدای مکړه دوی داسې نه دي، چې افغاني غرور او یایې په نړیواله کچه بېلګیېز غیرت له لاسه ورکړی ، بلکې د تېر او موجوده روان ناورین له امله د ولګې او ډول ، ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي .نو دې ته اړ شوي ، چې د پرادي هېواد په لارو ، کوڅو او کورونو کې له ستر او حجاب برخمنې مېرمنې د میرات مړي سوا ل پخاطر لمنې غوړوي او دومره څه تر لاسه کړي ، چې خپل وږي ، سرتور او لوڅې پښې ماشومان پرې لږ تر لږه دومره ماړه کړي، چې دمرګ له ګواښ څخه یې وساتي .

دغه راز په زیات شمېر واړه ماشومان چې دوی د زده کړې او نازولو په ځای کې دي ، په درانو کارونو بوخت دي .ټوله ورځ د درانه ستم لاندې دومره درانه کارونه وکړي، چې له کبله یې د ماشومانوتنکیو سرو شونډو وچ پتري ونیسي او ښکلي ، نوراني رنګونه یې تک تور اوښتي وي .دا ټول د هغه بدمرغه جنګ له لاسه راپېښ شوي، چې د تېرو دېرشو کالونو راهیسې په افغانانو تپل شوی دی او هره ورځ د افغانانو له کورونو خوشالۍ وړي .

خو ډېر افسوس په دې چې افغانان لاهم هوښیار نه شول، لا یې هم دعقل او ژور فکر څخه سالمه ګټه پورته نه کړه ، چې د دوست په جامه کې د هغه لوی مکار دښمن څېره په پوره اتفاق او یوه غږ بربنډه کړي،چې د ده له لاسه د افغانانو د غم کټوۍ په هغه خونخوار نغري ايښودل شوي ، چې اور یې پرادی او د سون مواد یې افغانان ګرځېدلي دي .

اوس چې په افغانستان کې د وینې تویولو د مخنیوي،د هېواد د آبادۍ،د ټولوافغانانو ترمنځ د وروروالۍ د بېرته ټينګښت اوملي پخلاینې په خاطرچې د سولې عالي شورا رامنځته شوي، یو ښه او پرځای طلایي چانس دی .چې باید هر افغان ترې د ټولو ناخوالو په له منځه وړلو کې لوړه ګټه پورته کړي او مهمه داده ، چې په جنګ کې ټول ښکېل اړخونه دغې ملي او پاکې پروسې ته د زړه له کومې درناوی وکړي او له دې لارې د جنګ ځپلو او غم ځپلو افغانانو خصوصاً د تورسرو او معصومو ماشومانو هغه ارمانونه پوره کړي، چې وایي :

جنګ بس دی،د افغان وژنه بس ده، افغان ماشوم دې نور له یتیمۍوژغورل شي،د ښوونې روزنې له خواږه نعمت څخه دې برخمن شي،د خپل مور او پلار له خوږې غېږې دې نه بېلېږي او سوله دې راشي .

د همداسې ورځې په هیله،
لیکوال: مبارز محمد ځدران


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more