د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په کافر هيواد کښ اوسيد ل

عبدالله صابر
13.08.2011

فتوي نمبر (۳۶۸)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتيه:مدیحه خالد برلن جرمنی

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
علامه ابو الفضل صاحب ما پوختنه ده دلته ښځی میرمنی چی دنړي هر ملک نه دی هغه دلته ده جرمنی دولت نه داسلامی نظام غوښتنه کوی، حجاب او داسی نوری اسلامی غوښتنی هم کوی او دی لپاره په سړک باندی مظاهري کوی. ټولی ښځي په شوق سرو ځی او دا عمل جهاد ګڼي او څوک چی نه زی هغه منافقه بولی او بده سترګه ارته ګوری.
نو دلته داسی پیښی هم سوی دی دا میرمنی له پولیسو لخوا هر مظاهره کی ګرفتاره شوی دی او بندی شوی دی. او کله کله کافران هلته دوی عزت هم خراب کړی زکه چی هغه خو کافران دی..خیر
زو مدیحه دوی سرو نه زم او دوی ماته وایی چی تو داسلام لپارو قربانی نه ارکوی او ماته قران حدیس نه خبری راکړی خو زو نه پوهیګم زو خپل غزت محفوظولو وجه دوی سرو نه زم داسی نه وی چی پولیسو لخوا ما سرو هم داسی عمل اوسی زکه زو نه ځم.
نو علامه صاحب دوی دا عمل اسلام لپاره څم ده او که یا او اسلام په نظر تاسو په دی باندی رڼا واچوی.
جزاک الله
وسلام

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

ګراني خورې هرمسلمان نریاښځه چي په کافرملک کي هستوګه کوي نوپه هغه صورت کي چي دده ودین ته خطرنه وي دَي په ازاده توګه ددین کارونه عملي کولای سي نوپه دغه صورت کي دعلماوواختلاف دۍ ځینی علماءوایي چي دغه هستوګه ورته ناروا ده حتما به واسلامي ملک ته ځي دوی په مختلفواحادیثودلیل نسي چي یوله هغوڅخه هغه مشهورحدیث دۍ چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي،زه بیزاره یم له هغه مسلمان څخه چي دي دمشرکانویعنی کفاروپه منځ کي اوسېږي داخبره دهغه چاپه باره کي کوي چی هغه دکافرملک وي اوهلته په اسلام مشرف سي دهغه چاپه باره کي خوداکاربیخي نارواګڼي چي ددنیا اودعیاشي دپاره له خپل اسلامی ملک څخه کفري ملک ته ولاړسي اوپه هغه صورت کي خوپه اتفاق په کفري هیوادکي ومسلمان ته اوسېدل ناروادي چي مسلمان هلته ودین ته ازادنه وي اوپه دغه صورت کي اسلام داحکم کوي چي له دغه کفري هیوادڅخه به مسلمان خروج کوي نه داچي هلته به مظاهرې کوي،مظاهره کول په خپل ذات کي اسلامي عمل نه دئ داله کافرانوڅخه يولاس ته راغلئ کاردئ چي مسلمانان يې کوي په يوه معتمدحديث کي چي په اختراعات عصرية کي سره له خپلي مربوطي حوالي مذکوردئ راغلي دي داسلام پيغمبرفرمايلي دي يعني چي داخيري زماني له علاموڅخه يوه علامه داده چي جهادبه له دې څخه عبارت سي چي خلګ به په سړکانواوکوڅوکي چغي اونارې وهي ـ نودغه ښځي چي په جرمني کي اسلامي قانون غواړي اووسړکانوته راوځي چي په نتېجه کي بيامحبسوته بيول کيږي اوپرعزت باندي يې تيري کيږي دانه اسلامي عمل دئ نه داجهاددئ بلکي داهم اصلادکفاروپه لمسون يوعمل دئ له دغوښځوسره که داسلام غم وي نودغه کفری ملک دي پريږدي اوخپلواسلامي ملکوته دي ولاړي سي ـ
والسلام ـ

دارالافتاء ابوالفضل ـ

http://www.benawa.com/details.php?id=46716


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more