د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

اسلام او تصوف

مومن مهاجر
13.08.2011

د اسلامي ټولنې په قاموس کي د تصوف او صوفي لفظ هم خورا مشهوردئ او د هرچاله خولې اورېدل کېږي ، مګر زموږ په علمي کړیو کي د وچ تقلیدي کولتور د حاکمیت له امله خلګ دې ته نه دي متوجې شوې چي د تصوف ماهیت څه دئ، کوم اصول، عقائد، لارښونې او تعلیمات لري او له اسلام سره تر کومه ځایه اړخ لګوي؟ لاندبه په لنډو ټکو ددې پوښتنو پرځواب تم شو.
[color=green:8f761a9b8c]د تصوف لفظ :[/color:8f761a9b8c] دا چي د تصوف د لفظ اصل ماخذ څه دئ نو پر تصوف مشهور څېړونکي بالاخره دا پرېکړه کوي چي د نورو ټولو هغو ماخذونو په پرتله چي ددې لفظ لپاره په ګوته شوي مناسبه داده چي صوف ددې لفظ ماخذ وبلل شي ، ځکه د عربي ګرامري قوانینو له مخې همدا یوازیني لفظ دئ چي په قوانینو پور ه خیژي او دهغه اشتقاق ورڅخه سيي دئ .
[color=green:8f761a9b8c] دتصوف د لفظ لومړی استعمال : - [/color:8f761a9b8c] په دې اړه هم د پوهانو ترمنځ اختلاف دئ چي د تصوف لفظ په لومړي ځل کله، د چاله خوا او چاته وکارول شو؟ په دې اړه د ګڼو متضادو اندونو او ویناوو د شتون له مخې د تصوف شنوونکي په دې نه دي توانېدلي چي غوڅ دریځ خپل کړي او په دقیق ډول ووايي چي دا لفظ په فلاني سنه کي د فلاني له خوا فلاني ته وکارول شو. خو دومره جوته ده چي په قران ، صحیح نبوي حدیث او د اسلامي تاریخ په لومړیو درو پېړیو کي یې رسمي کارونه دود نه وه .
[color=green:8f761a9b8c] دتصوف سرچینه او مأخذ : - [/color:8f761a9b8c] د تصوف دنورو چارو په شان مسلمان څېړونکي په دې کي هم سره وېشلي دي چي د تصوف د تعلیماتو، لارښوونو، اغراضو، فلسفې، اقوالو او اصطلاحاتو سرچینه اسلام دئ او که دنورو کفري ملتونو دیني تعلیمات او افکار؟
صوفیان او ملاتړي یې په دې اند دي چي د تصوف هرڅه د قران له هدایاتو او رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو اخیستل شوي او هیڅ داسي شی پکي نه شته چي په نصوصوکي مدرک او مأخذ ونه لري.
ځیني کسان بیا فکر کوي چي تصوف په حقیقت کي له اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري، له سره ترپایه د اسلام خلاف دي، له هغه وخته چي د تصوف بنسټ ښودل شوی ترننه یې اسلام ته یوه ذره خدمت نه دئ کړی بلکي اپوټه یې داسلامي تعلیماتو رنګ، خوند او زړه وړونکي ښکلا بدرنګه کړي او پرځای یې د پردیو ناولي او کرغېړن افکار ترویج کړي دي . ددې نظر ملاتړي په قران او سنت کي د دتصوف د مأخذ پلټنه نه کوي ، ځکه ددوئ په اند تصوف له اسلام سره هیڅ ډول تړاو نه لري ، له همدې وجي مناسبه نه ده چي په قران او حدیث کي یې لټون وشي. لومړني فقها او پخواني متکلمین تر ډېره د همدي نظر پلویان دي . داهل سنتو متقدمین هم په دې انددي او پر دې سربېره ځيني ختیځ پوهان او بې پرې څېړونکي و ازاد کار پوهان هم ددې نظریې ملاتړکوي.
ځیني نور بیا فکر کوي چي د تصوف دزهد یوشکل دئ، په خیرالقرون کي په همدې نوم پېژندل کېدل ، وروسته چي کله د اسلامي فتوحاتو لړۍ پراخه شوه مسلمانان د دنیاپه رنګینیو او ښکلاکي لاهو شول نو له همدې څخه د راګزولو په موخه ځینو خلګو د تصوف په نوم هڅې پیل کړې او دعامو خلګو د پوهاوي په موخه یې ځيني پردي افکار او غیر اسلامي فلسفه هم پکي داخه کړه . علامه ابن تیمیه، امام شوکاني، ځيني صوفیان او بعض ختیځ پوهان ددې رايې پلویان دي .
یو بل نظر دا دئ چي تصوف په حقیقت کي د اسلام، یهودیت، عیسایت، هندوازم او بودایزم دمشترکو افکارو ټولګه ده . تر دې وړاندي دا ټول شیان په یوناني فلسفه او د افلاطون په افکاروکي موجود ول، مګر وروسته اسلام ته راوړل شول او داسلامي تعلیماتو برخه وبلل شوه .
همدا د تصوف د سرچیني او مأخذ په اړه د مختلفو اندونو لنډیزوو. دا چي کوم نظر سم او کوم ناسم دئ په دې اړه به وروسته خبرې وکړو.
نوربیا...


په تېر پسي

مومن مهاجر
14.08.2011

د تصوف او اسلام په تېره برخه کي مو په همدې اړه لنډ معلومات درسره شریک کړل د لا زیاتو معلوماتو په موخه زما په اند د دې نظر او فکر د ښه وضاحت لپاه غوره داده چي د هغه د پلویانو او ملاتړو په ویناوو او څرګندونویې سپیناوی وشي، لاندي به موږ لومړی په خپله د تصوف د وتلو څېرو او مشهور شخصیتونو هغه ویناوې او اقوال نقل کړو چي یا د دوئ په خپلو کتابونو کي شته اویا د دوئ د حامیانو په عمده او باوري لیکنوکي موندل کېږي . زه به هڅه وکړم چي د تصوف له کره ، مستندو او داسي کتابونو څخه د دوئ افکار، نظریات او اقوال نقل کړم چي په همدې فن یا په اصطلاح صوفیت کي عمده او کلیدي ګڼل کېږي ، ځکه په دې سره لوستونکي کولای شي چي د اړوندي موضوع په اړه منصفانه پرېکړه وکړي ، که څه هم دا لاره ستغه ده او ډېر کږ لېچونه لري خو زما په اند پر تصوف دقضاوت لپاره له دې پرته بله مناسبه او موزونه لاره نه شته اوله دې پرته دعدالت پلي کول او دحق وباطل بېلول ناشوني دي .
کله چي موږ د صوفیانو نظریاتو ته ژوره کتنه کوو، د هغوئ ویناوې د معیار په تله تلو، نوي اوزاړه کتابونه یې مطالعه کوو او دهغوئ د مخکینیو او نننیو مشرانو افکار مخ ته ږدو نو دې پايلي ته رسېږو چي ددوئ د لارښوونو او قران وسنت ترمنځ دختیځ او لوېدیځ واټن دئ .
موږ هیڅکله د تصوف بنسټونه، جرړي او تخم درسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامورضی الله عنهم په اقوالو او سېرتو نوکي نه شو تر لاسه کولای، خو ددې برعکس وینو چي ددوئ نظریات له نورو پردیو ملتونو کاپي شوي او داسي تعلیمات پکي شته چي سرچینه یې د عیسایانو، هندوانو، یهودي افکارواو ایراني اور لمانځونکو دمقلدینو تعلیمات او هدایات دي. د موضوع د لا روښانتیا په موخه به د مشهورو صوفي څېرو ویناوي نقل کړو.
پیل له ابراهیم بن ادهم څخه کوو چي د صوفیانو دلومړي پوړ سړی ګڼل کېږي او د تصوف له امامانو څخه دئ . پر تصوفو په عمومي ډول لیکل کېدونکي کتابونه دهمده په ویناوو او تعلیماتو پیل کېږي او پر دې موضوع هیڅ لیکل شوی کتاب دده له یادوني خالي نه دئ .
دده د شخصیت په اړه ویل کېږي چي د پاچاهانو له کورنۍ سره یې تړاو درلود او په خپله هم د بلخ پاچاوو، له یوې ښکلي مېرمنې سره یې واده کړی وو چي یو زوی یې هم ترې پیداشو، خو ده پاچهي، مېرمن او زامن هرڅه خوشي کړل، هرڅه چي یې درلودل د یو غیبي اواز له امله یې پرېښودل . داسي هم ویل کېږي چي خضر ورسره ولیدل او ده ته یي ددنیا پرېښودو سپار ښتنه وکړه . د ابراهیم بن ادهم د ژوند داستان ګوتم بد ته ډېر ورته دئ ، ځکه هغه هم خپله پاچهي، مېرمن او زامن هرڅه خوشي کړل او ګوښی ژوند یې غوره کړ. سره له دې چي داسي کول د قران ، نبوي سنت ، رسول الله، صحابه کرامو او سلفو صالحینو له سېرت سره څرګند مخالفت دئ اوپه اسلام کي هیڅ ځای نه لري ، خو له دې سره – سره صوفیان په خورا شور او زوږ د نوموړي د ژوند داکیسه نقلوي، د ځان لپاره یې د لاري مشال ګڼي او پرې ویاړي . حال داچي دا دبدایزم عقیده ده له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او په حقیقت کي دابراهیم بن ادهم د ژوند دا کیسه هم په کره سند ثابته نه ده یوازي یوه افسانوي نقل دئ. لاندي به هغه یوه کیسه هم را واخلو چي عجیب او غریب بهتانونه پکي دي او ماهیت یې له صرفه دروغو پرته بل څه نه دئ چي تر ډېره د بودايي فکر استازییتوب هم کوي . دا کیسه فریدالدین عطار په خپل مشهور کتاب ( تذکرة الاولیاء ) کي نقل کړې ده نوموړی لیکي :
ابراهیم بن ادهم د بلخ پاچاوو، ګڼو پرګنویې اطاعت کاوی هروخت چي به یوځای ته تلی نو له سروزرو جوړې څلوېښت توري او ستني به یې مخ او شاته وړل کېدې ده له همدې دبدبې او رعب سره حکومت کاوی . یوه شپه دی په خپله بستره کي په خواږه او خوندور خوب ویده وو چي پربام یې د یوچا د ګرزېدو اواز واورېد. ابراهیم ږغ پرې وکړ: څوک یې؟ هغه وویل : ستا یو دوست یم اوښ مي ورک شوی او پر بام یې لټوم . ده یې په ځواب کي وویل: ناپوهه ! اوښ څرنګه بام ته راختلای شي؟ هغه وویل: تر تا بل ناپوه او غافل شته چي د سروزرو پر تخت پروت یې خوبونه کوي او د الله په لټه هم یې؟
د دې په اورېدو د ابراهیم بن ادهم زړه مات شو، ګواکي په زړه کي یې د اور یوه سپرغۍ بله وه ترسهاره یې خوب ونه کړ، سهار خپل دربار ته ولاړ او پر تخت ناارامه کښېنوست . درباریان او سلاکاران یې په حالت پوهېدل خو څه یې نه ویل. رسمي چاري پیل شوې، هر سړی خپلې دندې ته ولاړ او غلامان له خپلو تورو سره پر ټاکلو ځایونو ځای پرځای شول او دربار ته د عامه تګ اجازه وشوه . تر ټولو وړاندي په دروازه له رعبه یو ډک سړی ورننوت ، دهغه په څېره کي دومره رعب او هیبت وو چي خادمانو او غلامانو هم له هغه ددې پوښتنې د کولو جرأت نه درلود چي دی څوک دئ؟ هغه سړی وړاندي ولاړ او د ابراهیم بن ادهم د تخت مخ ته ودرېد. ده له هغه پوښتنه وکړه چي څه ته راغلی یې؟ هغه وویل: دا سرای خوشي کړه! ابراهیم وویل : دا سرای نه بلکي زما ماڼۍ ده . ستا دخبرو په اورېدو مي داسي احساس کړه لکه ته چي لېونی یې . هغه وویل: سمه ده ! دا ووایه چي تر تا وړاندي دا ماڼۍ د چا وه؟ ابراهیم وویل: زما د پلار! ده وویل : تر هغه وړاندي؟ ده وویل : زما د نیکه . ده وویل : تر هغه وړاندي ؟ ده وویل : دفلاني ! هغه سړي ورته وویل : بیا خو نو سرای دئ چي یو ورته راځي او بل ترې ځي . له همدې وینا سره ورک شو چي په حقیقت کي هغه خضر وو . د ابراهیم په سینه کي بل اور نور هم په لمبو شو او دده بدن یې سوځاوی . د شپي پېښه ور په زړه شوه او احساس یې کړه چي د دې سړي راتګ له هغې سره ژور ارتباط لري ، خو بیاهم دی په دې نه پوهېدی چي د شپې څوک راغی او اوس څوک وو؟ خیر ده خپلو درباریانو ته وویل : زما اس چمتو کړئ! زه ښکار ته ځم نن د ځینو پېښو له امله زما طبیعت خراب دئ زه یې په حقیقت نه پوهېږم . اې الله! زما حالت به تر څه وخته همداسي وي؟ اس تر چمتو کېدو وروسته راوستل شو او ابرهیم ښکار ته ولاړی . په بېدیا کي یې اس په منډه کړی وو نه پوهېدی چي څه وکړي؟ تر اوسه له هماغو پېښو متاثر وو په تلو – تلو له خپلو ساتونکو لري شو . په همدې حالت کي يې یو اواز واورېد چي خبردار خبردار! ابراهیم پاملرنه ورته ونه کړه پر خپله لار روان وو . درېیم ځل بیا هماغسي ږغ وشو. خو ابراهیم غوږ ورته ونه نیو . څلورم ځل ده ته نژدې اواز وشو چي تر تیندک خوړلو وړاندي ځان سنبال کړه! د ابراهیم بن ادهم واڼي ووتې خو ناڅاپه یې مخ ته هوسۍ راغله او ده اس پسي خوشي کړ . هوسۍ په منډه – منډه شاته وکتل ویې ویل: زه د ښکاره په توګه تاته رالېږل شوې یم خو ته مي ښکار کولای نه شې . ایا ته د ښکار لپاره پیدا شوی یې؟ ایا ستا ژوند د همدې لپاره دئ؟ د دنیا لپاره خو دومره زیار باسي مګر اخرت ته هیڅ نه لرې . ابراهیم بن ادهم وویل : ته چي اوس دا زما کوم حالت ویني دا له همدې امله دئ ؟. په دې وخت کي د هوسۍ اواز له زین څخه پیل شوابراهیم ددې حالت په لیدو ووېرېد. کله چي الله تعالی ابراهیم ته د لارښوونې اراده وکړه نو هغه اواز یې درې ځله له لستوڼې هم را ووت . نور دده او الله تعالی ترمنځ پردې له منځه ولاړې او ابرهیم باوري شو . د الله تعالی په امر دده د زړه ټولي تړلې دریڅې پرانیستل شوې . ابراهیم دومره وژړل چي جامي او اس یې هم په اوښکو لانده شول . ابراهیم پخه توبه وکړه او پر هماغه لار یوې ګوښې ته روان شو. په لاره کي یې یو شپون ولید چي زړې خیرني جامي یې پرتن ، یوه خولۍ یې پر سر وه او رمه یې څروله . کله چي یې هغه ته په غور وکتل نو دده خپل مرېیی وو. ابراهیم خپله ګران بیه چپنه او پر سر د پاچهۍ تاج دواړه مرېیي ته ورکړل او رمه یې هم ور وبخښله . د هغه خیرني او څيرې جامي یې په تن کړې د غرونو پر لور ولاړ. دده په څېره کي لاهم د ویري نښې وې او تر سترګو یې اوښکي بهېدې. همداسي په بېدیا کي روان وو تردې چي نیشاپور ته ورسېد. هلته په رسېدو د یو داسي ځای په لټه کي شو چي دخلګو تګ – راتګ کم وي او دی په ډاډه زړه عبادت وکړي. په همدې لټه یې یو غار وموند چي نهه کاله یې اعتکاف پکي وکړ. اوس هم هغه غار دده په نوم مشهور دئ . ابراهیم شپه او ورځ په عبادت بوخت وو، هیڅوک خبر نه وو چي ابراهیم څه ډول عبادت کوي؟ د پنشنبې په ورځ ابراهیم له غاره راووت ، د لرګو یو وځی یې راغونډ کړ، د نیشاپور د ښار پر لور روان شو ، لرګي یې همالته خرڅ کړل ، راتلونکي ورځ یې د جمعې لمونځ وکړ او د لرګو په څوپیسو یې یوه ډوډۍ رانیوه نیمه یې یو فقیر ته ورکړه او نیمه یې په خپله وخوړه . څو نورې ډوډۍ یې هم رانیوې څو تر راتلونکې اونۍ د روژه ماتي پر وخت ګوزاره پرې وکړي . کله چي خلګ د ابراهیم په ځای خبر شول نو ده هغه غار خوشي کړ او مکي مکرمې ته روان شو ویل کېږي چي څورلس کاله یي په بېدیا کي سفر وکړ، پر هر پړاو په اړولو به یې عبادت او لمونځ کاوی او الله تعالی ته به یې زارۍ کولې تر دې چي مکې مکرمې ته ورسېد . یو روایت داهم دئ چي کله دی له بلخه روان شو نو دده زوی ډېر وړوکی وو شېدې یې رودلې .کله چي لوی شو له موره یې د پلاره پوښتنه وکړه هغې ورته وویل : هغه ته پرېښودې او ولاړ. له ابراهیم څخه نقل شوی چي کله په دښتو کي د الله پر توکل تلم ، درې ورځې مي هیڅ ونه خوړل نو شیطان راته راغی ویې ویل : ته خو پاچا وې ولي دي هرڅه پرېښودل چي اوس وږی – تږی حج ته روان یې؟ ته باید له ډېرو وسائلو او خادمانو سره حج ته تللی وای څو دا ستونزې نه وای درباندي راغلې . د ابراهیم بن ادهم ویناده چي کله ما دا اواز واورېد نو په لوړ اواز مي وویل: اې الله! تا خپل دښمن پر خپل دوست مسلط کړی څو یې بي لاري کړي . اې الله! له ما سره مرسته وکړه چي ستا په توفیق زه تر دې بېدیا تېر شم . ما یو غیبي اواز واورېد چي اې ابراهیمه ! ستا په جېب کي چي څه دي هغه وغورزوه! څو موږ د غیب شته درکړو. ما لاس جېب ته کړ، نو د سپینو زرو څلور روپۍ مي په هېره په جېب کي وې هغه مي وغورزولې. ددې په لیدو شیطان وتښتېد او تر هغه وروسته ماته غیبي خوراک راکول کېدی. ( تذکرة الاولیاء لیکوال فریدالدین عطار، ص : ۵۳ پاکستانی چاپ)
همدا پېښه له سر تر پایه د سلمي په کتاب طبقات الصوفیه، د اصبهاني په کتاب حلیة الاولیاء دقشیري په الرسالة القشیریه ، دمنوفي الحسیني په کتاب جمهرة الاولیاء ، د عبدالرحمن جامي په کتاب نفحات الانس ، دابن ملقن په کتاب طبقات الاولیاء او دشعراني په کتاب الطبقات الکبری کي هم ټکي په ټکي نقل شوې ده .
یو منصف مسلمان دي پر دې کیسه خپله غور وکړي چي څومره چټیات، دروغ، بي دیني او شرکیات یې پکي راټول کړي دي . وروسته به ان شاء الله د دوئ له خپلې خولې داسي نور خرافات او وهمیات هم واورئ چي نه په شریعت کي ځای لري ، نه یې سالم عقل مني او نه له تاریخي لاسوندونو برخمن دي .


خاټول
02.09.2011

مؤمن مهاجره وروره؛ اټکل دي ناسم دی، داسي نه ده چې تصوف نو له څيلمې شرک بدعت او خرافات دي ځني داسي څه هم شته چي شيخ الاسلام ابن تېمېه او امام ابن القيم الجوزيه ې تائيد کوي دلازېاتو معلوماتو دپاره دشيخ الاسلام مجموع الفتاوی دتصوف برخه غالبا٢٠ ټوک اودامام کتاب الروح هرو مرو وګوره ، همدا راز دشېخ محمد تقي عثمانې دا محاضره چي په انګريزي ژبه يې القا کړي واوره٠ [url]http://www.youtube.com/watch?v=NNYKuR0L64g[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more