د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

هند کې ۶۵ کاله وروسته یو جومات د مسلمانانو پر مخ پرانستل شو!

مساپر
11.08.2011

ټولو مسلمانانو ته سلامونه او مبارکی وایم،
نوى ډيلى هند د پنجاب ايالت په لدهيانه کې ٦٥ کاله وروسته يو جومات مسلمانانو ته وسپارل شو او په دې جومات کې شپږ لسيزې وروسته اذان وشو او مسلمانانو پکې پېنځه شپېته کاله وروسته لمنځونه ادا کړل. په چهوټا ولي پورنامي کلي کې دا جومات له تقسيم بندۍ وروسته بند و او تر پېنځه شپېتو کلونو پورې پکې هېڅ يوه مسلمان لمونځ نه و ادا کړى. ددې کلي خلکو دا جومات دروژې دتحفې په څېر مسلمانانو ته وسپاره او مسلمانانو ددې جومات صفايي وکړه او تقريباً سلو کسانو دمحمدعثمان رحماني په امامت په روژه کې لومړنى لمونځ پکې اداکړ. ديادولو وړده ،چې په هند کې ډېر داسې نورځايونه هم شته ،چې دمسلمانانو او هندوانو ترمنځ پرې شخړې شوې ،چې ښه بېلګه يې دبابري مسجد دى ،چې دا دمسلمانانو يو تاريخي جومات دى ،خو هندوان يې بيا دعوه کوي ،چې دا د دوى ملکيت او پردې ځاى د دوى بګوانانو خپل عبادتونه کول ،چې په ترڅ کې يې دنړۍ په ګوټ ؛ګوټ کې پرې مسلمانانو احتجاجونه کړي وو.

والسلام،


حلیم
22.08.2011

خدای د هندوانو ته اجر ورکړی چی زموږ مسلمانانو ته یی د دوی مسجد بیرته په تحفه کې ورکړ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more