د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پوچ كارتوس


Adil watanmal
09.08.2004

د قدر وړ اوګرانو لوستونكو غټ غټ لكه غرونه اوروان لكه سندونه سلامونه مې ومني.
تاسې ښه خبر ياست چې افغانستان اوس مهال د صلبيانو د استعمار لاندې دى او په افغانستان كې د ايمان پلورلو بازار ډېر تود دى نو مونږ ډېر زيات هغه خلق چې ځانو ته به ئې د اسلام ټيكداران ويل نن ئي په دغه تود بازار كي خپل ايمانونه په يو څو ډالرو پلوري او له همغو خلقو څخه اوس هم ځينو حق ته حق وويلو او خپل ايمان ئې په ډالرو بدل نه كړه او دا ئې په ګوته كړه چې د صلبيانو دغه يرغل ناروا او يو غيري اخلاقي او غير انساني او غيري قانوني كار دى او په خلاف ئې وسلوالې مبارزې لپاره پر ملت غږ كړي چې يو له هغوى څخه محترم مولوى صاحب خالص بابا دى. نوموړى يو پياوړى مجاهد ، مشهور عالم او ددې ترڅنګ ښه شاعر هم دى.دده يو شعر چې د تورې بوړې اسلامي مجلې د لومړى كڼي په اخرې مخ كې چاپ شوى وه و تاسي ګرانو لوستونكو ته ئې د لوستولو لپاره وړاند كوم خو بايد له پامه ونه باسئ چي ده دغه شعر د خپل تنظيم په يو مشهور غړي پسې ويلي چې اوس د صلبيانو په حكومت كې د يو ولايت د والي په ټوګه وظيفه اجرا كوي نو هيله لرم چې پيژندلى مو وي.
=====================پوچ كارتوس====================
ماوې چه باز دې خو ټپوس وختو
-----------------------------په دووسانو كښې دوس وختو
د زړه په وينو مې روزنه وركړه
-----------------------------چه زړه ترې جوړ كړم خو پپوس وختو
ډېر مې ټولنه كښې دروند وتللو
-----------------------------آخر كښې سپك انډې د بوس وختو
په جهادي هدف ېې لوبي وكړي
----------------------------خدايګو دروس څخه جړوس وختو
د امريكا په ډالر ونڅېدو
----------------------------د خداي له مرستې نه مايوس وختو
مونږ وې دده له بخته مخكې به ځو
----------------------------خو دي په خپله كښې منحوس وختو
خالص د بل چانه ګيله نه لري
---------------------------پوچ د خپل جيب نه كارتوس وختو

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more